د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت کې سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۲۴مه) وویل چې نوموړی تېره ورځ په کابل کې نیول شوی دی او د کابل نظارت خونې ته وړل شوی دی.
دوی همد اراز زیاتوي، چې د فاروق اعظم له نیول کېدو وروسته د هغه دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې ده.
سرچینه وايي، « نوموړی په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی.»
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم پر فیسبوک په خپل وروستي پوسټ کې لیکلي:«ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»
هغه د هېواد دننه او بهر پر ښځینه روغتیایي پرسونل غږ کړی و، چې که یې امکان وي عاجل دې د کونړ زلزلهځپلو ته د مرستې لپاره ورشي.
نوموړي د پوښتنې په ډول لیکلي و، «ایا زمونږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی».
له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي و چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده شخصي نظر بللی و.
د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملاهبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او نږدې کال پوره کېږي چې بېرته افغانستان ته نه دی راګرځېدلی.