• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د کوکنارو کښت څو برابره ډېر شوی؛ پاکستان د دغه کار پړه پر افغان کډوالو وراچوي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان پر ځای اوس په پاکستان کې ډېر کوکنار کرل کېږي. پاکستان غواړي، چې دغه کښتونه ویجاړ کړي؛ خو له یوې خوا د دغه کښت ویجاړول ډېر لګښت غواړي او له بلې خوا په نا امنه سیمو کې د یاد کښت ویجاړول ګران کار دی.

پر سپین او ګلابي رنګه ګلانو لرونکو دغه کښت بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي او وسله‌والو ته لارښوونه کوي، چې د کېمیاوي درملو او ماشینونو په وسیله د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي.

د بلوچستان پوله ساتي ځواکونه وېره لري، چې د کوکنارو د کښت ډېروالی به دغه سیمه د تاریاکو په مرکز بدل کړي، روږدي به ډېر شي او د هغو مخالفو وسله‌والو ډلو لپاره به هم مالي سرچینه وي، چې یوازې یې تېر کال تر ۲ زره ډېر خلک وژلي دي.

د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي د چهارشنبې په ورځ وویل: «موږ به چا ته اجازه ورنه کړو، چې په یوه انچ ځمکه کې هم کوکنار وکري؛ ځکه چې دا یو بدنامه بوټی دی.»

د دغه سیمې په اړه خپرې شوي ویډیوګانې او مرکې ښيي، چې چارواکي غواړي د کوکنارو زرګونه هکټاره کښتونه ویجاړ کړي. یوه چارواکي وویل: «دغه عملیات ډېر لګښت غواړي، یوازې سږکال لږ تر لږه یو میلیارډ روپۍ (۳.۵ مېلیونه ډالر) لګښت پرې راغلی دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ سږکال د کوکنارو زرګونه جریبه کښت ویجاړ کړ؛ خو په هر فصل کې د دغه کښت ویجاړول ډېر لګښت غواړي.»

په وچ بلوچستان کې د کوکنارو کښت په لمریزه برېښنا خړوبېږي، چې دغه کښت له ۱۹۹۰ کال راوروسته بیا د ودې په حال کې دی.

اسلام‌اباد د بلوچستان پر ‎ډېرو سیمو واک لري؛ خو په هغو سیمو کې چې بلوڅ بېلتونپال له پوځ سره په جګړه بوخت دي؛ د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات ټکني او ان ناشوني شوي دي.

د واشنګټن د بروکېنګز انسټیټوټ څېړونکې اغلې ونډا فيلباببراون وویل: «د کوکنارو کښت اوس پاکستان ته راګرځېدلی دی، په تېره بیا د بلوچستان په هغو سیمو کې مخ پر ډېرېدو دی چې د بلوڅ وسله‌والو په لاس کې دي.»

د نشه‌يي توکو برېتانوی کارپوه ډیویډ منسفیلډ د السیس په نوم برېټانوۍ موسسې د سپوږمکۍ انځورونه وڅېړل او دا پایله یې ترلاسه کړه، چې په بلوچستان کې یوازې په دوو کوچنیو سیمو کې ۸۱۰۰ هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

منسفیلډ وویل: «ما هیڅکله په دومره وړه سیمه کې د کوکنارو دومره لویې کروندې نه دي لیدلي. په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان د هغو هېوادو د نوملړ په سر کې و، چې ډېر کوکنار په کې کرل کېدل؛ خو ما په افغانستان کې هم په وړو سیمو کې د کوکنارو دومره لویې کروندې نه وې لیدلې.»

د منسفیلډ او السیس موسسې د ارزونې له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د پښتونخوا او سند ایالتونو په ګډون په پاکستان کې د کوکنارو د کښت ټول مساحت ۳۸۰ هکټاره و؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کښت زرګونه هکټارو ته رسېدلی دی.

منسفیلډ زیاته کړه، په پاکستان کې د کوکنارو کښت او افغانستان کې د مافیايي ډلو له‌خوا د تاریاکو زېرمه کول د هیروینو بیې ټیټې ساتلې دي او اروپا ته د نورو کېمیاوي نشه‌يي توکو صادرولو اړتیا نه ده پېښ شوې.

منسفیلډ وویل: «یوازې د ۲۰۲۵کال د کوکنارو د کښت انځورونه ښيي، چې د بلوچستان په۸۱۰۰ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي. د دغه کښت له تاریاکو څخه ۳۸ مټریک ټنه هیرویین جوړېږي، چې د برېټانیا کلنۍ اړتیا پوره کولای شي.»

راپور کاږي، له همدې امله په افغانستان کې څو مېلیونه هغه خلک بې روزګاره شول چې د کوکنارو د کښت له امله یې روزي پيدا کوله؛ له همدې امله هغوی د دغه کښت لپاره د فرضي کرښې بلې غاړې ته دا کښت انتقال کړ. افغان بزګرو هلته له ځايي خلکو څخه ځمکې په اجازه واخیستې او هلته یې کوکنار وکرل.

پاکستاني چارواکو د نشه‌يي توکو د کاروبار پړه پر افغان کډوالو ورواچوله، چې په دې ډول په ډله‌ییز او جبري ډول د افغان کډوالو شړلو لپاره د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

پخوا د افغانستان د ټولو تاریاکو یوازې نیمايي یې په هلمند ولایت کې تولیدېدل؛ خو په ۲۰۲۳کال کې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت ۹۹ سلنه کم شوی او اوس هلته دغه کښت له ۱۲۹زره هکتارو څخه یوازې ۷۴۰هکټارو ته راټیټ شوی دی.

په دې اړه د هلمند یوه بزګر وویل: «په هلمند کې اوس کار نه‌شته، خلک مجبور دي چې د کار لپاره بل ځای ته ولاړ شي.»

کله چې درې کاله مخکې په افغانستان کې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه؛ دغه کښت په پاکستان کې دود شو، چې سږکال یې کښت خورا لوړ شوی دی ځکه چې په افغانستان کې د تاریاکو زېرمې مخ پر کمېدو دي او دا د پاکستان لپاره د ګټې یو ښه فرصت دی.

فایننشل ورځپاڼې په دې اړه د پاکستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې سره ځينې پوښتنې شریکې کړې؛ خو دغه ادارې له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې چاودنې ۵ پاکستاني پوځیان ووژل

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د بلوچستان د کېچ ولسوالۍ د دشت او مند علاقداریو ترمنځ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د سرک غاړې ماین چاودنه شوې ده. په دې چاودنه کې لږترلږه د پنځو پوځیانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دا پېښه نن سهار شوې ده.

له چاودنې وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم تر دې دمه د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر کوم غبرګون ښودلی دی.

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۳۷۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه انتقالاتو یوه برخه وچه مېوه او د مسو صادرات جوړوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان له لارې ۶۴۸۵۹ ټنه، د اقینې له لارې ۲۱۷۱ ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۰۷۸۱ ټنه او د هرات ولایت د خواف له لارې ۱۳۵۶۲ټنه انتقالات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه انتقالات ټولټال ۹۱۳۷۳ ټنه کېږي، چې نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي په‌کې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۵۶ ټنه سوداګریز مالونه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

پاکستان: له افغانستانه د ترهګرو راوښتلو د مخنیوي لپاره پر کرښه څار زیاتوو

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د پېښور د قول اردو قوماندان ویلي، چې له افغانستانه د ترهګرو راوښتلو د مخنيوي لپاره یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرتو ولسوالیو او په تېره بیا خیبر او باجوړ کې د امنيتي ځواکونو له‌خوا د څار لړۍ پراخه کړې ده.

ډان ورځپاڼې نن دوشنبه (د وږي ۲۴مه) د نوموړي په حواله لیکلي، چې دغه نوې تګلاره د هغو جنګي ډلو د تېرېدو د مخنيوي لپاره جوړه شوې چې له افغانستانه فعالیت کوي.

د هغه په وینا؛ د دغې تګلارې اساسي موخه دا ده، چې د وسلو، پیسو او پاکستان ته د نورو جنګیالیو راوښتلو بهیر ودرول شي.

چارواکي زیاتوي، چې هڅه کوي فرضي کرښې ته نږدې مېشت وسله‌وال په خپلو پټنځایونو کې محدود کړي او په دې ډول یې جنګي ظرفیت راکم کړي.

دغه امنیتي چارواکي وايي، د پوله ساتو ځواکونو ترڅنګ د استخباراتي عملیاتو په دوام کې د پاکستاني طالبانو تحریک داخلي شبکې هم په نښه کېږي. چارواکي زیاتوي، که د افغانستان له‌خوا پاکستان ته د جنګیالیو راوښتل بند کړل شي؛ نو د دغه ډلو جنګي روحیه به هم ورسره کمزورې شي.

چارواکي باور لري، چې له سپتمبر څخه بیا د فبرورۍ تر میاشتې پورې وخت د پوځي عملیاتو او نورو اقداماتو لپاره ډېر مناسب او ګټور دی؛ ځکه وسله‌وال معمولاً په ژمي کې افغانستان ته ستنېږي او یا د پولو ترڅنګ په خوندي ځایونو کې پټېږي.

چارواکي زیاتوي، چې د پولې کلکه څارنه به د نوو جنګیالیو د جلب او جذب مخه هم ډب کړي.

د چارواکو په وینا؛ دغه نوې تګلاره د پوځي عملیاتو بدیل نه دی او یوازې په هغو سیمو کې عملي کېږي، چې خلک یې د جبري کډه کېدو مخالفت کوي؛ خو پوځ به بیا هم د اړتیا په صورت کې پوځي عملیات کوي.

د پښتونخوا په تېراه کې سیمه‌ييز مشران اندېښمن دي، ځکه په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له څو کلونو راهیسې واکمني کړې ده. دغه مشرانو تر دې مخکې هم په خپله سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو او کډه کېدو مخالفت کړی و.

ویل کېږي، چې په ځينو سیمو کې اوس هم وسله‌وال ګزمې کوي؛ خو د پاکستان امنیتي چارواکو بیا ویلي، چې خلک به له خپلو سیمو نه اېستل کېږي.

روسی څېړونکی وايي، طالبانو د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۱

روسی څېړونکی سویاتوسلاو کاورین چې ۵۲ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې دي وايي، چې طالبانو د روسيې لپاره د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و. هغه وايي:« کله یې چې کابل ته یوړم، پر ما یې د روسيې لپاره د جاسوسۍ او د طالبانو د حکومت ضد تبليغاتو تور ولګاوه.»

نوموړی وايي:« د جواهراتو قاچاق او په ناقانونه توګه د سیاحتي وېزې اخیستل نور هغه تورونه وو، چې افغانستان ته په تګ پر ما ولګېدل.» هغه زیاته کړې، چې بیا افغانستان ته د تګ اراده نه‌لري.

هغه له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې د خپل سفر موخه علمي څېړنه بللې ده. کاورین د خپل وروستي سفر په اړه ويلي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کول او هغو لرو پرتو سيمو ته یې تګ شونې شو، چې له تېرو ۵۰-۱۰۰ کلونو راهیسې په‌کې څېړنې نه وې شوې.

دغه روسی څېړونکی وايي:« ما د لسو کسانو لپاره څېړنې کولې. د ژبې، کلتور او تاريخ په اړه مې معلومات راټولول او د بېلابېلو برخو لپاره مې انځورونه اخیستل؛ لکه د نباتاتو ساينس او ژوي پوهنې په برخو کې.»

نوموړی د روان کال (د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه) د طالبانو له‌خوا په کندوز ولایت کې ونیول شو او (د وږي په ۱۷مه نېټه) بېرته خوشې شو.

طالبانو د سړوخونو جوړوونکو پانګه‌والو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د بزګرانو د مالي زیانونو او د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوي لپاره هغو شرکتونو او کسانو ته چې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ پنځه‌ کلن مالیاتي معافیت ورکوي.

دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده. د دغه ریاست له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د سړو خونو د جوړولو طرحه هم تصویب شوه.

په بیان کې همدا راز راغلي، که څه هم افغانستان د کرنیزو محصولاتو له بډایه هېوادونو څخه دی؛ خو د سړو خونو نشتوالی، د تعرفو لوړوالی او د صادراتو پر وړاندې محدودیتونه د بزګرانو او سوداګرو لپاره لویې ننګونې دي.

د بیان له مخې؛ دغه پرېکړه به د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ د افغانستان په سوداګرۍ، اقتصادي ټیکاو او د خلکو په عوایدو هم مثبت اغېز وکړي.