• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د سړوخونو جوړوونکو پانګه‌والو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د بزګرانو د مالي زیانونو او د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوي لپاره هغو شرکتونو او کسانو ته چې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ پنځه‌ کلن مالیاتي معافیت ورکوي.

دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده. د دغه ریاست له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د سړو خونو د جوړولو طرحه هم تصویب شوه.

په بیان کې همدا راز راغلي، که څه هم افغانستان د کرنیزو محصولاتو له بډایه هېوادونو څخه دی؛ خو د سړو خونو نشتوالی، د تعرفو لوړوالی او د صادراتو پر وړاندې محدودیتونه د بزګرانو او سوداګرو لپاره لویې ننګونې دي.

د بیان له مخې؛ دغه پرېکړه به د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ د افغانستان په سوداګرۍ، اقتصادي ټیکاو او د خلکو په عوایدو هم مثبت اغېز وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د ایران یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي خبرو اترو لپاره کابل ته ورسېده

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې یو لوړپوړی ایرانی پلاوی د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د ګډو پانګونو د ودې په موخه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د سوداګرۍ وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه پلاوی نن دوشنبه د ( وږي ۲۴مه) کابل ته رسېدلی او له ځینو طالب چارواکو سره یې کتلي هم دي.

د دغه ایراني پلاوي مشري د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک کوي او ورسره د دغه هېواد د پارلمان د ځینو غړو په ګډون ځینې نور چارواکي یې هم ملتیا کوي.

ټاکل شوې، چې یاد ایرانی پلاوی به په کابل کې له طالب چارواکو سره تر لیدو کاتو وروسته هرات ته هم سفر وکړي او هلته به د اسلام‌کلا بندر، د رېل پټلۍ او د کانونو له پروژو لیدنه وکړي.

یاد وزارت ویلي، چې ایرانی پلاوی به د خصوصي سکټور له ځینو استازو هم سره هم وګوري.

ایران په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د ایران د عامې روغتیا وزیر محمدرضا ظفرقندي په یوه لیک کې د طالبانو د روغتیا وزیر ته په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله خواخوږي څرګنده کړې او د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.

اېرنا خبري اژانس نن دوشنبه د ایران د عامې روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې محمدرضا ظفرقندي د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ته لیک استولی دی. د راپور له مخې؛ په لیک کې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده شوې او د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودل شوی دی.

هغه په لیک کې زیاته کړې:« په دې مناسبت لازمه بولم، چې د خپل ځان او د ایران اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب د دغه مرګونې پېښې په اړه تاسو، د افغانستان خلکو او په تېره بیا د زلزلې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړم.»

راپور وړاندې کاږي، چې ښاغلي ظفرقندي په دغه لیک کې د قربانیانو خپلوانو ته د صبر او ټپيانو لپاره د روغتیا دعا کړې ده. ظفرقندي په خپل لیک کې څرګنده کړې، چې د ایران د عامې روغتیا وزارت د درملو او نورو روغتیايي همکاریو په برخه کې مرستې ته چمتو دی.

د ولسواکۍ نړۍواله ورځ؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ولسواکي له ګڼو ننګونو سره مخ ده

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۹ GMT+۱

د سپټمبر ۱۵مه د ډیموکراسۍ «ولسواکۍ» له نړۍوالې ورځې سره سمون خوري. دغه ورځ هرکال په بېلابېلو هېوادونو کې د ولسواکۍ د بېلابېلو ارزښتونو د لا پیاوړتیا په موخه نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډیموکراسي «ولسواکي» له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ ده.

که څه هم په وروستیو څه باندې دوو لسیزو کې د نړۍوالې ټولنې په همکارۍ او ملتیا هڅه وشوه، چې په افغانستان کې ډیموکراسي «ولسواکي» بنسټیزه شي؛ خو د طالبانو په بیا واکمنۍ سره په دې برخه کې راټوکېدلې هیلې مړاوې شوې او دغه چاره په ټپه درېدلې ده.

په افغانستان کې د جمهوريت پرمهال ټاکنې، د بیان ازادي، په حکومتولۍ کې د ټولنې د ټولو پرګنو ونډه، مدني او سیاسي فعالیتونه، په بېلابېلو برخو کې د ښځو فعاله ونډه او په ټوله کې د ولسواکۍ د بنسټیزه کېدو لپاره دوامدره هڅې کېدې؛ خو له څه باندې څلورو کالو راهیسې دغه لړۍ له جدي ننګونو سره مخامخ ده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د خلکو سیاسي ګډون محدود شوی، د ټاکنو لړۍ بنده شوې، پارلمان منحل شوی، رسنۍ له ډول ډول سانسور او فشارونو سره مخ شوې او په ټوله کې د ولسواکۍ بنسټیزه کولو لپاره پیل شوې هڅې په ټپه درېدلې دي.

په کابل کې د ښځو د حقونو فعاله بهشته نوري «مستعارنوم» وايي، تر هغې چې طالبان په افغانستان حاکم وي ګومان نه‌کوي چې د ولسواکۍ درول شوی بهیر دې بېرته پیل شي.

هغه وایي:« د طالبانو خبرې او عمل ډېر سره توپیر لري. دوی ادعا کوي، چې ولسواکي حاکمه ده خو موږ ګورو چې دوی په حکومت کې له طالبانو پرته نور څوک نه‌شي زغملای او په دې ټول پوهېږي چې طالبان د ټولو افغانانو استازیتوب په هیڅ وجه نه‌شي کولای.»

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۷ کال کې د سپټمبر ۱۵مه په ټولنو کې د رایې حق، د بیان ازادي، د عدالت او حساب ورکونې او په ټوله کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه د ډیموکراسۍ د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله.

په ورته وخت کې د بشري حقونو یوه بله فعاله شریفه سوله وايي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره د ولسواکۍ بنسټیزه کول تر ټولو مهمه چاره ده.

نوموړې مني، چې اوس د دغه لړۍ پر وړاندې ګڼې ستونزې شته؛ خو وايي افغانان باید هېڅکله نهیلې نه‌شي او د یوه ملي او پیاوړي دولت د رامنځته کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه وایي:« ولسواکي یوازې د یوه هېواد اړتیا نه؛ بلکې د بشریت ګډ ارزښت دی او د افغانستان راتلونکی هم هغه مهال باثباته کېدای شي، چې د خلکو رایه، د بشري حقونو درناوی او د حساب ورکونې کلتور په‌کې خوندي او پیاوړی شي.»

د نوموړې په خبره؛ په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټیزه کولو لپاره باید له هرڅه وړاندې ولس ته د دغه مهم بشري ارزښت پوهای ورکړل شي، چې دا په خپله تر ډېره د دغه بهیر پر وړاندې د پرتو ستونزو په هوارۍ کې مرسته کولای شي.

لسګونه مدني بنسټونو د یوه افغان مدني فعال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د بشري حقونو تر ۳۰ ډېرو بنسټونو او د افغانستان د معترضو ښځو غورځنګ په یوه ګډه بیان کې غوښتنه کړې، چې طالبان دې مدني فعال او د بشري حقونو مدافع احمد مجتبا محمدي خوشې کړي. ښاغلی محمدي تېره میاشت له ایرانه تر اېستلو وروسته د طالبانو استخباراتو په پروان ولایت کې ونیوه.

د محمدي کورنۍ وایي، چې هغه د طالبانو تر نیولو وروسته په کابل کې د دغې ډلې د استخباراتو له لوري شکنجه شوی دی. هغه مدني بنسټونه چې د ښاغلي محمدي د خوشې کېدو غوښتنه کوي وايي، چې نوموړی په زندان کې په فزيکي او ذهني ډول شکنجه کېږي.

لاسلیک کوونکو ویلي، چې محمدي یوازې د هغه د سوله‌ییزو مدني او بشري فعالیتونو، د ازادۍ دفاع، د ښځو او مدني ټولنو د حقونو د سرغړونې پر وړاندې د اعتراض په تور نیول شوی دی. د دوی په باور؛ د هغه نیول د افغانستان او نړۍوالو بشري تړونونو سره په ټکر کې دی.

دغه بنسټونو په یوه خپاره شوي بیان کې د احمد مجتبا محمدي د ژر تر ژره او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دغه ډول هغوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د هغه امنیت تضمین کړي او د نوموړي او نورو بشري فعالانو لپاره د بېړني ملاتړ او د پناه‌غوښتنې زمینه برابره کړي.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د احمد مجتبا محمدي قضیه د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو د ناوړه وضعیت یوه څرګنده بېلګه ده. یاسمین یقین نبي‌زاده چې د دغه غوښتنلیک له لاسلیکوونکو څخه ده، افغانستان انټرنشنل ته یې وویل، چې د ایران او پاکستان له لوري د زرګونه کډوالو بېرته ستنېدل هغوی له ناروښانه برخلیک او سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، دغې ډلې په وار، وار د مدني او بشري حقونو فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

د کډوالو د حقونو څار بنسټ: د طالبانو بندیزونو د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د کډوالو د حقونو څار نړۍوالې ادارې ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره کې د طالبانو له‌خوا د ښځينه کارکوونکو پر فعالیت بندیز غندي. دغه اداره وايي، په دې ډول هم ښځې له کاره بې برخې شوې او هم د کډوالو لپاره خدمتونه په ټپه درېدلي دي.

دغه ادارې پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ښځينه کارکوونکو پر فعالیتونو بندیز خواشینې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ملګرو ملتونو له ستنېدنکو افغانانو سره مرسته کوله؛ خو اوس دغه مرستې بندې شوې دي، چې مسوولیت یې د طالبانو پر غاړه دی.

د کډوالو حقونو د څار نړۍواله اداره وايي، دغه ډول بندیزونو د زرګونه افغان کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او دغه کار د بشردوستانه اصولو او نړۍوالو ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

په خبرپاڼه کې له ملي او نړۍوالو اړخونو غوښتنه شوې، چې د طالبانو د دغه غیر انساني پرېکړې پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي؛ څو د افغان ښځو د کار حق تضمین شي او د ستنېدونکو افغانانو لپاره خدمتونه له سره پيل شي.