• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۳۷۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه انتقالاتو یوه برخه وچه مېوه او د مسو صادرات جوړوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان له لارې ۶۴۸۵۹ ټنه، د اقینې له لارې ۲۱۷۱ ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۰۷۸۱ ټنه او د هرات ولایت د خواف له لارې ۱۳۵۶۲ټنه انتقالات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه انتقالات ټولټال ۹۱۳۷۳ ټنه کېږي، چې نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي په‌کې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۵۶ ټنه سوداګریز مالونه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: له افغانستانه د ترهګرو راوښتلو د مخنیوي لپاره پر کرښه څار زیاتوو

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۶ GMT+۱
پاکستان: له افغانستانه د ترهګرو راوښتلو د مخنیوي لپاره پر کرښه څار زیاتوو
100%

د پېښور د قول اردو قوماندان ویلي، چې له افغانستانه د ترهګرو راوښتلو د مخنيوي لپاره یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرتو ولسوالیو او په تېره بیا خیبر او باجوړ کې د امنيتي ځواکونو له‌خوا د څار لړۍ پراخه کړې ده.

ډان ورځپاڼې نن دوشنبه (د وږي ۲۴مه) د نوموړي په حواله لیکلي، چې دغه نوې تګلاره د هغو جنګي ډلو د تېرېدو د مخنيوي لپاره جوړه شوې چې له افغانستانه فعالیت کوي.

د هغه په وینا؛ د دغې تګلارې اساسي موخه دا ده، چې د وسلو، پیسو او پاکستان ته د نورو جنګیالیو راوښتلو بهیر ودرول شي.

چارواکي زیاتوي، چې هڅه کوي فرضي کرښې ته نږدې مېشت وسله‌وال په خپلو پټنځایونو کې محدود کړي او په دې ډول یې جنګي ظرفیت راکم کړي.

دغه امنیتي چارواکي وايي، د پوله ساتو ځواکونو ترڅنګ د استخباراتي عملیاتو په دوام کې د پاکستاني طالبانو تحریک داخلي شبکې هم په نښه کېږي. چارواکي زیاتوي، که د افغانستان له‌خوا پاکستان ته د جنګیالیو راوښتل بند کړل شي؛ نو د دغه ډلو جنګي روحیه به هم ورسره کمزورې شي.

چارواکي باور لري، چې له سپتمبر څخه بیا د فبرورۍ تر میاشتې پورې وخت د پوځي عملیاتو او نورو اقداماتو لپاره ډېر مناسب او ګټور دی؛ ځکه وسله‌وال معمولاً په ژمي کې افغانستان ته ستنېږي او یا د پولو ترڅنګ په خوندي ځایونو کې پټېږي.

چارواکي زیاتوي، چې د پولې کلکه څارنه به د نوو جنګیالیو د جلب او جذب مخه هم ډب کړي.

د چارواکو په وینا؛ دغه نوې تګلاره د پوځي عملیاتو بدیل نه دی او یوازې په هغو سیمو کې عملي کېږي، چې خلک یې د جبري کډه کېدو مخالفت کوي؛ خو پوځ به بیا هم د اړتیا په صورت کې پوځي عملیات کوي.

د پښتونخوا په تېراه کې سیمه‌ييز مشران اندېښمن دي، ځکه په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له څو کلونو راهیسې واکمني کړې ده. دغه مشرانو تر دې مخکې هم په خپله سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو او کډه کېدو مخالفت کړی و.

ویل کېږي، چې په ځينو سیمو کې اوس هم وسله‌وال ګزمې کوي؛ خو د پاکستان امنیتي چارواکو بیا ویلي، چې خلک به له خپلو سیمو نه اېستل کېږي.

روسی څېړونکی وايي، طالبانو د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۱
روسی څېړونکی وايي، طالبانو د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و
100%

روسی څېړونکی سویاتوسلاو کاورین چې ۵۲ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې دي وايي، چې طالبانو د روسيې لپاره د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و. هغه وايي:« کله یې چې کابل ته یوړم، پر ما یې د روسيې لپاره د جاسوسۍ او د طالبانو د حکومت ضد تبليغاتو تور ولګاوه.»

نوموړی وايي:« د جواهراتو قاچاق او په ناقانونه توګه د سیاحتي وېزې اخیستل نور هغه تورونه وو، چې افغانستان ته په تګ پر ما ولګېدل.» هغه زیاته کړې، چې بیا افغانستان ته د تګ اراده نه‌لري.

هغه له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې د خپل سفر موخه علمي څېړنه بللې ده. کاورین د خپل وروستي سفر په اړه ويلي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کول او هغو لرو پرتو سيمو ته یې تګ شونې شو، چې له تېرو ۵۰-۱۰۰ کلونو راهیسې په‌کې څېړنې نه وې شوې.

دغه روسی څېړونکی وايي:« ما د لسو کسانو لپاره څېړنې کولې. د ژبې، کلتور او تاريخ په اړه مې معلومات راټولول او د بېلابېلو برخو لپاره مې انځورونه اخیستل؛ لکه د نباتاتو ساينس او ژوي پوهنې په برخو کې.»

نوموړی د روان کال (د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه) د طالبانو له‌خوا په کندوز ولایت کې ونیول شو او (د وږي په ۱۷مه نېټه) بېرته خوشې شو.

طالبانو د سړوخونو جوړوونکو پانګه‌والو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۱
طالبانو د سړوخونو جوړوونکو پانګه‌والو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړ
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د بزګرانو د مالي زیانونو او د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوي لپاره هغو شرکتونو او کسانو ته چې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ پنځه‌ کلن مالیاتي معافیت ورکوي.

دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده. د دغه ریاست له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د سړو خونو د جوړولو طرحه هم تصویب شوه.

په بیان کې همدا راز راغلي، که څه هم افغانستان د کرنیزو محصولاتو له بډایه هېوادونو څخه دی؛ خو د سړو خونو نشتوالی، د تعرفو لوړوالی او د صادراتو پر وړاندې محدودیتونه د بزګرانو او سوداګرو لپاره لویې ننګونې دي.

د بیان له مخې؛ دغه پرېکړه به د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ د افغانستان په سوداګرۍ، اقتصادي ټیکاو او د خلکو په عوایدو هم مثبت اغېز وکړي.

د ایران یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي خبرو اترو لپاره کابل ته ورسېده

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۱
د ایران یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي خبرو اترو لپاره کابل ته ورسېده
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې یو لوړپوړی ایرانی پلاوی د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د ګډو پانګونو د ودې په موخه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د سوداګرۍ وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه پلاوی نن دوشنبه د ( وږي ۲۴مه) کابل ته رسېدلی او له ځینو طالب چارواکو سره یې کتلي هم دي.

د دغه ایراني پلاوي مشري د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک کوي او ورسره د دغه هېواد د پارلمان د ځینو غړو په ګډون ځینې نور چارواکي یې هم ملتیا کوي.

ټاکل شوې، چې یاد ایرانی پلاوی به په کابل کې له طالب چارواکو سره تر لیدو کاتو وروسته هرات ته هم سفر وکړي او هلته به د اسلام‌کلا بندر، د رېل پټلۍ او د کانونو له پروژو لیدنه وکړي.

یاد وزارت ویلي، چې ایرانی پلاوی به د خصوصي سکټور له ځینو استازو هم سره هم وګوري.

ایران په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱
ایران په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی
100%

د ایران د عامې روغتیا وزیر محمدرضا ظفرقندي په یوه لیک کې د طالبانو د روغتیا وزیر ته په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله خواخوږي څرګنده کړې او د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.

اېرنا خبري اژانس نن دوشنبه د ایران د عامې روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې محمدرضا ظفرقندي د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ته لیک استولی دی. د راپور له مخې؛ په لیک کې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده شوې او د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودل شوی دی.

هغه په لیک کې زیاته کړې:« په دې مناسبت لازمه بولم، چې د خپل ځان او د ایران اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب د دغه مرګونې پېښې په اړه تاسو، د افغانستان خلکو او په تېره بیا د زلزلې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړم.»

راپور وړاندې کاږي، چې ښاغلي ظفرقندي په دغه لیک کې د قربانیانو خپلوانو ته د صبر او ټپيانو لپاره د روغتیا دعا کړې ده. ظفرقندي په خپل لیک کې څرګنده کړې، چې د ایران د عامې روغتیا وزارت د درملو او نورو روغتیايي همکاریو په برخه کې مرستې ته چمتو دی.