• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مشهوره امریکایي سریال نامتو لوبغاړی د جنسي تېري په جرم په ۳۰ کاله بند محکوم شو

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱

۴۷ کلن امریکايي لوبغاړی ډیني مسټرسون د پنجشنبې په ورځ په لاس انجلس کې یوې محکمې پر دوو ښځو د جنسي تېري په تور په ۳۰ کاله بند محکوم کړ. د اویایمې لسیزې سریال دغه لوبغاړی په دې تورن و، چې ۲۰ کاله مخکې یې په خپل کور کې پر دغو ښځو جنسي تېری کړی و.

مسټرسون دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې له دغو مېرمنو سره یې اړیکې په موافقې سره وې؛ خو بیا هم محکمې پر نوموړي حکم صادر کړ.

درېیو ښځو دغه لوبغاړی په دې تورن کړ، چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ په هالیوډ هېلز کې یې په خپل کور کې دوی ته نشه‌یي توکي ورکړل او وروسته یې پرې جنسي تېری وکړ.

د دوی په خبره، دغه لوبغاړي پر دوو تنو جنسي تېری کړی او پر درېیمې یې جنسي تعرض کړی دی.

څارنوالانو مسټرسون تورن کړ، چې هغه په ساینټالوجي کلیسا کې د لوړ موقف له امله چې هلته ښځینه قربانیان یې هم غړې وې، هڅه وکړه چې د دغې قضیې قضایي مخه ونیسي.

قرباني مېرمنو وویل، له ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو وروسته دوی وکړای شول چې د جنسي تېري دغه قضیه افشا کړي.

دا قضیه ځکه په دومره کلونو کې افشا نه شوه، چې د ساینټالوجي کلیسا چارواکو پر دوی فشار راوړی و چې د دغې پېښې په اړه پولیسو ته راپور ورنه کړي.

ډېر لیدل شوي

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟
۱
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۲

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۵
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل