د بې ساري ورښتونو له امله د چین په هانګ کانګ کې زورور سېلابونه راوتلي

په تېرې شاوخوا یوې نیمې پېړۍ کې د بې ساري ورښتونو له امله په هانګ کانګ کې زورور سیلاوونه راوتلي، چې لارې ګودرې یې هم زیانمنې کړې دي. د چین دولتي رسنیو په هانګ کانګ کې لږ تر لږه په تېرو ۱۴۰ کلونو کې د بې ساري اورښتونو خبر ورکړ.

د دغو راپورونو له مخې، د سختو اورښتونو له امله په کوڅو، هټیو او سټېشنونو کې سېلابونه راغلي دي.

چینايي چارواکو په دې ګڼ مېشته سیمه کې د ځمکې ښویېدو د ګواښ خبرداری هم ورکړی دی.

د چین د هوا پېژندنې ادارې هم د سخت باران له امله د "تور" توپان د لوړې کچې د احتمال خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د پنجشنبې په شپه په هانګ کانګ کې ۲۰۰ ملی متره باران ثبت شوی.

د هانګ کانګ بورس بازار هم ویلي، چې نن به د پېرودونکو پر مخ تړلی وي.

د هانګ کانګ د اورګاډي شبکې چارواکو ویلی، چې د اورګاډي یوه کرښه تړل شوې او نورې کرښې له ځنډ سره کار کوي.

د هانګ کانګ مشر جان لي د سختو سېلابونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، ټولو چارواکو ته امر شوی چې "هر اړخیز غبرګون" وښیي.

د هانګ کانګ ځایي حکومت هم اعلان وکړ چې ټول ښوونځي به د جمعې په ورځ د پراخو سیلابونو او جدي ټرافیکي ګډوډۍ له امله تړلي وي.