• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا اوکراین ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکوي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۵ GMT+۱

له کېیف سره د واشنګټن د پوځي مرستو پر دوام، د پنټاګون ویاند مرستیالې اوکراین ته د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د امریکا د پوځي مرستو د نوې کڅوړې د ځانګړې کېدو خبر ورکړ.

د هغې په وینا، په نویو مرستو کې د هوايي دفاع تجهیزات او بېلابېل نور مهمات شامل دي.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې کڅوړه ځانګړې کړه او د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په دغې کڅوړه کې د اوکراین د هوایی دفاع د پیاوړتیا لپاره تجهیزات، د توپونو مهمات او نور توکي شامل دي.

د راپورونو له مخې، په دغې کڅوړه کې به د هېمارس مرمۍ، ۱۰۵ ملي متري مرمۍ د برېښنایي جګړې تجهیزات او د ماین پاکول شامل وي.

د اوکراین د دفاع وزارت تېره میاشت اعلان وکړ، چې د دغه هېواد خاوره اوس د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات ماینونه لري او د کییف پوځ هم د بشري ځواک او ماین پاکولو تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

پنټاګون وايي، امریکا د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې له اوکراین سره ۴۴.۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د همغږۍ د زياتولو په موخه کيیف ته لاړ او د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي سره يې په ليدنه کې د روسیې پر وړاندې د دغه هېواد د ځوابي برید د پرمختګ ستاينه وکړه.

مسکو وايي، واشنګټن غواړي چې د اوکراین د پوځ تمویل ته دوام ورکړي چې روانه جګړه تر وروستي اوکرایني پورې وغځوي.

د کرملېن ویاند دیمیټري پېسکوف په دې وروستیو کې ویلي، چې له کییف سره د امریکا مرستې به د روسیې د پوځي ځانګړو عملیاتو پر بهیر اغېز ونه کړي.

روسیه پر اوکرایین پوځي یرغل، ځانګړی عملیات بولي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي