• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروې کې دوو ښځو د طالبانو د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۷ GMT+۱

د ښځو د حقونو دوو فعالانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لیږلې او اعلان یې وکړ، چې دوی په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو لپاره د ناروې د پارلمان مخې ته د نه خوړو اعتصاب کړی.

هُدا خموش او مینه رفیق وايي، دوی د پنجشنبې په ورځ د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

د ښځو د حقونو دغو دوو فعالانو زیاته کړه، چې دوی د ناروې له پولیسو اجازه ترلاسه کړې چې د ۲۰۲۳ کال د سېپټمبر تر دولسمې د ناروې د پارلمان مخې ته پرلت ووهي او مدني اعتراض وکړي.

دوی ویلي، چې دغه حرکت د جرمني په کولن ښار کې د ښځو د حقونو د فعالانو د غوښتنو د ملاتړ په موخه یې پیل کړی دی.

اوه ورځې وړاندې تمنا زریاب پریاني او د افغانستان او ایران د بشري حقونو یو شمېر نورو فعالانو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو په موخه د نه خوړو اعتصاب وکړ.

طالبانو ته د مالي مرستو بندېدل او په افغانستان کې د سیاسي بندیانو خوشې کېدل د دوی له نورو غوښتنو څخه دي.

دغه مدني حرکت په افغانستان او بهر کې د بشري حقونو د فعالانو، هنرمندانو او د مدني ټولنې د غړیو د خواخوږۍ او ملګرتيا له پراخې څپې سره مخ شو.

درې ورځې وړاندې له کابله معصومې ایوبي او له اسلام اباده صابرې اکبري اعلان وکړ، چې په کولن ښار کې به د ښځو د حقونو له فعالانو سره یوځای د نه خوړو اعتصاب وکړي.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې صابرې اکبري د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په پاکستان کې د ښځو د حقونو لږ تر لږه لسو افغان فعالانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

مېرمن اکبري زياته کړه، دغو لسو مېرمنو غوښتل چې د اسلام اباد په ښار کې د اعتراض خېمه ودروي؛ خو د دغه ښار پوليسو ورته د خېمې لګولو اجازه ور نکړه.

د «فريډم ناو» په نامه د بشري حقونو يوه سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغان ښځينه فعالانو د نه خوړو اعتصاب ته په اشارې وويل، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ۶۴ داسې قوانين وضع کړي چې له مخې يې ښځې له عامه ډګر څخه بې برخې شوې دي.

دغه سازمان ویلي، چې له هغو افغان ښځو سره چې په زړورتیا سره مبارزه کوي ولاړ دي.

فریډم ناو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په غبرګون کې سمدستي لاس په کار شي.

د ملګرو ملتونو چارواکو، د جرمني او ناروې پارلمان او هغه بنسټونه چې د افغانستان د معترضو مرمنو د پیغام اصلي مخاطبین دي، چې تر اوسه یې د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل