• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن په درېیمه ورځ هم د تورخم دروازه د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تګ راتګ لپاره تړلې پاتې ده

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۱ GMT+۱

ځایي سرچېنې وایي، چې د دواړو غاړو ترمنځ جرګه د تړلو دروازو تر شا روانه ده؛خو تر اوسه کومې پایلې ته سره نه‌دي رسېدلي. د کرښې دواړو غاړو ته په سلګونه مساپر او پر خوراکي توکو بار لارۍ ولاړې دي، چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو خوراکي توکو د خوسا کېدو وېره هم شته.

دا رنګه د پولې هغې غاړې ته یو شمېر ناروغان هم د تورخم د دروازې پرانېستلو ته شېبې شمېري.
افغانستان انټرنشنل ته د افغانستان له غاړې یو شمېر لارۍ موټر چلوونکو وویل:«موږ له افغانستانه انګور او نورې سبزۍ رابار کړي، نن مو درېیمه ورځ ده چې دلته اېسار پاتې یو، کېدای شي دغه مېوې او سبزۍ مو خوسا شي چې دا د سوداګرو لپاره سخت زیان دی.»
د رفیع الله په نامه یو افغان وویل:«مور د سرطان په ناروغۍ اخته ده هرو دوو میاشتو کې یې پېښور ته د معایناتو لپاره ورولم؛ خو اوس چې لاره بنده ده، یوې خوا ته هم نه شو تللای او په تورخم اېسار پاتې یو.»
د کرښې دواړو غاړو ته هم موټر چلوونکي او هم اېسار مساپر د دواړو غاړو څخه تمه لري، چې د دغې دروازې په پرانېستلو کې دې لاس په کار شي او دوی دې له دغې سرګردانۍ څخه وژغوري.
په سیمه کې ځایي خبریالان وایي، چې د دغې ستونزې د هواري لپاره له دوو ورځو راهیسې د لواړګې د قومي مخورو، پاکستاني امنیتي چارواکو ترمنځ جرګه روانه ده؛ خو لا هم کومې پایلې ته سره نه دي رسیدلي.

دغه خبریالان وایي، چې پاکستاني چارواکي وایي چې د دغې مسلې د دایمي حل لپاره بنسټيزه چاره په کار ده، دا چې وخت ناوخت دغه پوله بندیږي او بیا د جرګو او مرکو په زور خلاصېږي دا د حل اساسي لاره نه ده.

دوی وایي، داسې هوکړې ته اړتیا شته چې د پولې پر سر د رامنځته کېدونکو لانجو ګونجو د لرې کولو لپاره اړینه وي، که څه هم چې دغه چارواکي د دغې بنسټيزې هوارۍ د لارو چارو په اړه زیات معلومات نه ورکوي.

درې ورځې وړاندې کله چې طالبانو د کرښې پورې غاړه په صفري نقطه کې د یوې پوستې د جوړلو تکل لاره د پاکستاني ځواکونو له‌خوا پرې ‌‌‌‌‌‌ډزې وشوې، چې د نښتې له امله د یو موټر چلوونکي په ګډوړ دوه تنه طالبان هم وژل شوي وو؛ خو د پاکستانې غاړې نه د مرګ ژوبلې رپوټ نه و ورکړل شوی.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ