• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراق کې د بشري حقونو ځینې فعالان د یزید پر ضد د "امام حسین" د وژلو رسمي شکایت ثبتول غواړي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۱

یوه عراقي خبریال «ای نیوز» شبکې ته ویلي، عراق کې ځینې وکیلان او د بشري حقونو فعالان د یزید بن معاویه پرضد د «حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او ملګرو د قصدي وژلو» په تور رسمي شکایت ثبتول غواړي. دوی ویلي، دا شکایت د وخت په تیریدو سره نه دی منل شوی.

حسام البهادلي دغه تلویزیون ته وویل، د بشري حقونو د دغو فعالانو له نظره «دا دعوا رښتینې ده او د وخت په تېرېدو پورې اړه نه لري».

دغه عراقي خبریال په تلویزیوني خپرونه کې وویل، د عراق د بشري حقونو فعالان په پام کې لري چې د عراق په یو شمېر محکمو کې د یزید پرضد شکایت وکړي او د هغه یو شمېر ستر جرمونه چې د هغو له جملې د امام حسین، د هغه د کورنۍ او ملګرو وژل په محکمو کې تعقیب کړي.

حسین بن علي د شیعه ګانو دریم امام دی چې د اسلامي روایتونو له مخې په ۶۱ هجري کال کې د یزید بن معاویه له لښکر سره په مقابله کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره په کربلا کې ووژل شو.

ښاغلي البهادلي ای نیوز شبکې ته ویلي، چې د یزید پر ضد د قصدي قتل، تخریب او غلا په ګډون تورونه د عامه او شخصي قانون په برخه کې د څېړلو وړ دي.

د عاشورا د ورځې په مناسبت هر کال په نړۍ او په ځانګړې توګه په عراق، ایران، افغانستان، پاکستان او ګڼو اسلامي هېوادونو کې په میلیونونو ماتمچیان ماتم کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د مالي په شمال ختیځ کې د اسلامپالو په برید کې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي وژل شول

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د مالي موقت حکومت وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په یوه سیند کې د سپرلۍ پر کښتۍ د اسلامپالو وسلوالو په وروستي برید کې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان وژل شوي. د راپورونو له مخې په دغه سیمه کې پر پوځي کمپ په برید کې هم ۱۵ پوځیان او ۵۰ وسلوال وژل شوي.

د مالي حکومت په دغه هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د تیمبوکتو شمالي ښار د تیرې میاشتې له وروستیو راهیسې کلابند دی او په دې وروستیو کې څو ځله د سیمې پر ټرانسپورټي سیسټم هم بریدونه شوي دي.

وسلوالو په نایجیر سیند کې پر هغه کښتۍ برید وکړ چې له ګایو څخه موپټي ته روانه وه.

دا سیند د دې سیمې یو له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ګڼل کیږي. دا سیمه هیڅ پټلۍ نلري او یوازې یو څو سړکونه لري.

د پوځ په وینا، وسلوالو په ګایو سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید کړی دی.

له القاعدې سره تړلې ډلې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین د پوځ پر کمپ د برید پړه پر غاړه اخیستې، خو پر بېړۍ د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا ډله یو له څو اسلام پالو ډلو څخه ده چې د مالي په شمال او ګاونډیو هیوادونو کې فعالیت کوي.

یوګانډا په کانګو کې د ۵۶۷ «داعش پلوه» وسلوالو د وژلو ادعا کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د یوګانډا ولسمشر وايي، د ۲۰۲۱ کال له ډیسمبر راهیسې یې له «داعش یا اسلامي دولت سره د تړلې ډلې» ۵۶۷ وسلوال وژلي دي. یووري موسویني د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې ۵۰ وسلوال یې نیولي او وسلې یې هم ضبط کړې دي.

د نوموړي په خبره، دا وسلوال له منځه تلونکي دي... دوی له تسلیمېدو پرته بله لار نه لري.

د یوموټی ډیموکراټیک ځواکونو په نوم دا ډله چې یوګانډا یې داعش پلوه بولي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې فعاله ده او د کانګو او یوګانډا پرضد بریدونه کوي.

د کانګو له اجازې وروسته یوګانډا د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړل چې مرکزونه یې وران اووسلوال یې ووژني او یا یې هم ونیسي.

د یوګانډا ولسمشر د ګاډو د اډو، هوټلونو او مارکېټونو له مسوولانو وغوښتل چې خپل ګراکان یا مشتریان راجسټر کړي او دې سره د دې وسلوالې ډلې د بریدونو مخه ونیسي.

کیوبا د اوکراین ضد د روسیې جنګ ته د ځوانانو د قاچاق په تور ۱۷ کسان ونیول

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د کیوبا چارواکي وايي، د اوکراین پرضد د روسیې پوځ ته د دغه هېواد د ځوانانو د جذبولو په تور یې ۱۷ کسان ونیول. کیوبا د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل، د دغې شبکې د موندلو او له منځه وړلو هڅه کوي چې په دغه هېواد او روسیه کې فعاله ده.

د کیوبا د کورنیو چارو وزارت ډګروال سیسر رودریګاز د پنجشنبې په ورځ وویل، د پلټنو په نتیجه کې د دې قاچاق ۱۷ داخلي پلانوونکي نیول شوي دي.

څارنوال خوزه لویس رایس وايي، دې قاچاق کې ښکېل کسان تر ۳۰ کاله بند، عمري بند او مرګ سزا سره مخ کېدلی شي.

د نوموړي په خبره، دا سزا هم د دې جرم اړوند رول پورې تړلې چې انساني قاچاق او د بل هېواد پرضد جګړه او دوښمني پکې راځي.

تېر کال د روسیې ولسمشر داسې قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې بهرنیان د روسیې د وګړتوب ترلاسولو په بدل کې د دغه هېواد په پوځ کې خدمت کولی شي.

کیوبا وايي، د اوکراین د جګړې برخه نه ده او د وسلوالو په توګه د دوی د وګړو کارول غندي.

د پیسو نړۍوال صندوق: په سعودي عربستان کې د بې کارۍ کچه تر ۵ سلنې ټیټه شوې ده

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د پیسو نړۍوال صندوق په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په سعودي عربستان کې د اقتصادي ودې د کمېدو له وړاندوېنې سره - سره په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه له ۹ څخه ۴،۸ سلنې ته راټیټه شوې ده.

دې ادارې ویلي، چې د عربستان د ورو اقتصادي ودې علت د تېلو د تولید د کمښت له مله دی.

په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې سعودي عربستان تېر کال د شلو پراختیایي هېوادونو په ډله کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده درلوده.

د دغه راپور له مخې؛ سعودي عربستان تېر کال د تېلو د بیو د ناڅاپي لوړېدو له امله ۸،۷ سلنه اقتصادي وده درلوده، چې دا لومړی ځل و چې دغه هېواد د دولتي بودجې منفي کسر ولید.

سږکال اټکل کیږي، چې دا شمېره به ۱،۹ سلنې ته راښکته شي. د پیسو نړۍوال صندوق ویلي، چې اقتصادي کمښت د تولیداتو د کمښت سربېره د تیلو د بیو د راټیټېدو سره هم تړاو لري، چې د کوویډ-۱۹ د بندیزونو له لرې کېدو او د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته په بې ساري ډول لوړ شو.

سعودي عربستان او روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روان کال تر پایه به د تولید کمولو ته دوام ورکړي. سعودي عربستان ویلي دي، چې دا اقدام د بیو د ثبات او د تېلو د بازار د ثبات لپاره اړین دی.

د تېلو په برخه کې لکه سیاحت او سپورت کې د سعودي پانګونه ګټوره ده. د پیسو نړۍوال صندوق وړاندوینه کړې، چې سږکال به په سعودي عربستان کې د غیر نفتي خدمات او صنایع نېږدې 5 سلنه وده وکړي.

رویټرز لیکي، چې په حکومتولۍ کې اصلاحاتو او په نویو سکټورونو کې د خصوصي پانګونې ودې د تېلو د دغه بډایه هېواد د غیر نفتي عاید زیات کړی دی.

دا وده د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د «د ۲۰۳۰ میلادي کال لرلید» پروګرام یوه برخه ده چې ژمنه یې کړې وه، چې د میلیاردونو ډالرو په پانګونې سره به د سعودي اقتصاد بدل او متنوع کړي.

د ترکیې د ۱۰۰۰ مترو په یو ژور غار کې د بند سړي پسې عملیات پیل شول

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ تر ۱۵۰ زیاتو ژغورونکو د ترکیې په جنوب کې په یوه غار کې بند پاتې امریکايي څېړونکي پسې د ژغورنې عملیات پیل کړل.

ترکي چارواکي وايي، مارک ډیکي د توروس غرونو ته څېرمه د مرکا په غار کې د اکتشافي ماموریت پر مهال له خونریزۍ سره مخ شوی دی.

مارک ډیکي په خپلې لومړۍ ویډیو کې چې اسوشیتیډ پریس خپره کړې له ترکي چارواکو څخه مننه کړې، چې د هغه د ژوند د ژغورلو په هڅه کې دي.

ډیکي د ناروغۍ له امله د دې اونۍ له شنبې راهیسې په دې غار کې بند پاتې دی.

یوه ترکي چارواکي بولنت ګینک رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه ۴۰ کلن سړي په ژغورلو کې د کروشیا او ایټالیا د ژغورونکو په ګډون څو نړۍوالې ژغورونکې ډلې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، چې د ژغورنې عملیات به ښايي لس ورځې وخت ونیسي؛ خو د دغه امریکايي وګړي د روغتیايي وضعیت خرابوالی یا ښه والی کولای شي د ژغورنې عملیات چټک یا ورو کړي.

بولینټ ګنګ وویل،چې د مارک ډیکي حالت ښه شوی او هغه اوس کولی شي په خپلو پښو ودریږي.

په دې غار کې د ټیلیفون یوه کرښه چې د ۱۰۴۰ مترو په ژوروالي کې کار کوي، نصب شوې او په دغه ځای کې د ارتباطاتو نور سیستمونه هم نصب شوي دي.

د ترکيې او نړۍوالو ژغورونکو ډلو انځورونه چې د دې غار په شاوخوا کې يې کمپونه جوړ کړي دي خپاره شوي دي. دا په ترکیه کې درېیم لوی غار دی چې شاوخوا 2140 متره ژور دی.