دغه سیاسي غورځنګ یکشنبې (د لیندۍ ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د راپورونو له مخې، دغه ځوانان «په بېرحمانه او له قضايي بهیر پرته» وژل شوي دي.
د سولې او عدالت غورځنګ ویلي، چې د دې پېښې په اړه ناڅرګندتیا دا اندېښنه زیاتوي، چې ښايي دا یوه خپلسرې او ناقانونه وژنه وي او د قربانیانو د ژوند حق او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي وي.
دغه غورځنګ په خپله اعلامیه کې ویلي: «موږ له ملګرو ملتونو او باوري بشري حقونو بنسټونو غواړو، چې دا پېښه په خپلواکه، بېطرفه او روښانه توګه وڅېړي، څو حقیقت روښانه، د پېښې بېلابېل اړخونه معلوم او د مسوولو کسانو قانوني مسوولیتونه مشخص شي.»
د افغانستان د سولې او عدالت غورځنګ هغه سیاسي جریان دی، چې د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو، لکه محمد حنیف اتمر، محمد معصوم ستانکزي او جنرال مرادعلي مراد، په نوښت جوړ شوی دی.
دغه غورځنګ د رهبرۍ شورا لري او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکی محمدشاکر کارګر یې دورهيي مشري پر غاړه لري. دغه جریان پر سوله، عدالت، بشري حقونو او د افغانستان پر سیاسي راتلونکي تمرکز کوي.
په همدې حال کې، د دغو شپږو ځوانانو وژل کېدو د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو، د پخواني حکومت د چارواکو، ډیپلوماتیکو استازولیو او د طالبانو د مخالفو جریانونو غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر دغه پېښه «یوه وېروونکی جنایت» بللې او له ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي، چې په دې اړه خپلواکې، هر اړخیزې او بېطرفه څېړنې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا هم په یوه اعلامیه کې د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو وژنه یې غندلې ده. دې شورا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي، چې دا پېښه وڅېړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم دغه پېښه ټکان ورکوونکې بللې او د خپلواکې څېړنې او د عاملانو د حسابورکونې غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان لوی څارنوال پخواني محمد فرید حمیدي هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دا پېښه وڅېړي.
د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند او د مقاومت جبهې په یوه ګډه اعلامیه کې د دغو شپږو ځوانانو وژل کېدل «د بشریت پر وړاندې د جنایت» بېلګه بللې او د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د مقاومت جبهې په یوه جلا اعلامیه کې هغه څه په کلکه غندلي، چې دوی د پنجشېر د خلکو «پلان شوي ناقانونه وژنه» بللې ده. دې جبهې دغه پېښه د پنجشېریانو پر وړاندې د «ترهې او ډلهییزې سزا ورکولو د تګلارې» برخه بللې.
د افغانستان د ازادۍ جبهې هم طالبان د دغو شپږو ځوانانو پر وژلو تورن کړي او ویلي یې دي، چې هغوی د یوه واده له مراسمو څخه د بېرته راستنېدو پر مهال وژل شوي دي. دې جبهې دغه پېښه «ساحوي اعدام او خپلسري او له قانون بهیر پرته وژنه» بللې او ویلي یې دي، چې قربانیان د تور له ثابتېدو او د دفاع له حق څخه له برخمنېدو پرته په ډزو وژل شوي دي.
دې جبهې هم د ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو لهخوا د پېښې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.
تر دې مخکې، په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو، چې شپږ کسان، چې نوموړي غله بللي، له طالبانو سره په وسلهواله نښته کې وژل شوي دي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د کابل په کارتهنو سیمه کې شپږ پنجشېري ځوانان له دې امله په ډزو وژلي، چې د طالبانو امنیتي پوستې ته نه و درېدلي؛ خو په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند د دغو شپږو کسانو د وژل کېدو په تایید هغه وسله وال غله بللي.