د ښځو په خبره، که د دوی د تولیداتو د نندارې او بازار موندنې لپاره هم زمینه برابره شي، کولای شي خپل کار پراخ کړي، له نورو سوداګرو سره اړیکې جوړې کړي او خپل محصولات تر ډېرو پېرودونکو ورسوي.
په دغه نندارتون کې په لومړي ورځ د طالبانو د امربالمعروف ریاست د کارکوونکو له خوا خبریالانو ته هم اجازه ور نه کړل شوه، چې ويډیويي راپورونه چمتو کړي.
د جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیبالله عليخېل د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې پورې د افغانستان د سیاسي تحولاتو د بېپرې ارزونې غوښتنه کړې او د هېواد د راتلونکي لپاره یې د جمهوریت د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو څېړل بنسټیز بللي دي.
عليخېل د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «له بن تر دوحې د افغانستان تحولات، یوې عیني او بې پرې بیا کتنې ته اړتیا لري.»
نوموړي د بن کنفرانس د څرنګوالي او د جمهوري نظام د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو په اړه د پوښتنو په مطرح کولو سره ویلي: «همدا به د هېواد د راتلونکي لیدلوري لپاره تر ټولو مهم او بنیادي مسایلو څخه وي.»
عليخېل په خپلو څرګندونو کې د جمهوریت د سقوط پړه پر کومې ځانګړې ډلې یا هېواد نه ده اچولې، بلکې د افغانستان د شل کلنو سیاسي تحولاتو پر بېپرې او عیني ارزونې یې ټینګار کړی دی.
عباس وایي: «هغه به دلته هره ورځ ۱۳ او ان ۱۴ ساعته کار کاوه. ډېر زیارکښ و.»
مرتضی د بامیان په مرکز کې د فولادي درې اوسېدونکی و. د عباس په وینا، هغه تر لسم ټولګي پورې زدهکړې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شو ښوونځی پرېږدي او د کار لپاره ایران ته ولاړ شي.
د مرتضی پلار شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې مړ شوی و. د هغه له مړینې وروسته کورنۍ له بېوزلۍ او هغو پورونو سره مخ وه چې د پلار څخه یې ورته پاتې وو.
عباس د دغو پورونو اندازه شاوخوا یو میلیون افغانۍ یادوي. هغه وایي، کره اندازه یې نه ده په یاد، خو تر هغه ځایه چې پوهېږي، د کورنۍ پورونه له دې اندازې کم نه وو.
مرتضی په ایران کې د خپلو پنځو کلونو کار پر مهال هڅه وکړه چې د کورنۍ دغه پورونه پرې کړي.
د مرتضی مور، خویندې او وروڼه په افغانستان کې اوسېدل. هغه دوې مشرانې خویندې، یو مشر ورور او یو کشر ورور درلود. مشر ورور یې هم د یوې مودې لپاره په ایران کې کار کړی و، وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوی و؛ خو مرتضی په ایران کې پاتې شو او خپل کار ته یې دوام ورکړ.
عباس شاوخوا دوه یا درې کاله له مرتضی سره یوځای کار کړی و. په دې موده کې دوی څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کړې وې. د عباس په وینا، هغه د مرتضی له هیلو او ارمانونو خبر و.
مرتضی په ایران کې د خپل استوګنې له لومړیو کلونو راهیسې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته د تګ فکر درلود. د عباس په وینا، اقتصادي ستونزو او د کورنۍ پورونو اړ کړی و چې څو کاله په ایران کې پاتې شي او کار وکړي.
هغه هیله لرله چې په ترکیه کې به کار پیدا کړي او ډېر عاید به ترلاسه کړي. اروپا ته تګ هم د هغه د راتلونکو پلانونو یوه برخه وه، که څه هم نه پوهېده چې هلته رسېدل به څومره وخت ونیسي.
مرتضی د قاچاقي سفر لګښت هم د کارګرۍ له لارې برابر کړی و.
د عباس په وینا، قاچاقبر ورسره هوکړه کړې وه چې د شاوخوا یو زرو او ۴۰۰ ډالرو په بدل کې به یې ترکیې ته ورسوي او هلته به ورته دنده هم پیدا کړي.
مرتضی په همدې هیله د ترکیې پر لور روان شو؛ خو څه موده وروسته د ترکیې په وان ولایت کې د اتو افغان کډوالو د جسدونو د موندل کېدو خبر خپور شو. د عباس په وینا، مرتضی هم د دغو اتو کسانو له ډلې و.
د دغو اتو افغان کډوالو جسدونه د لړم په ۱۶مه د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ په یوه سیمه کې، د ایران پولې ته نږدې او د سړک تر څنګ وموندل شول. د هغوی مړي د عدلي طب د معایناتو لپاره د وان ښار عدلي طب مرکز ته ولېږدول شول.
عباس وايي، د مرتضی مور، خویندې او کشر ورور د هغه د مړینې د خبر په اورېدو سخت ځپل شوي دي. د ده په وینا، د کورنۍ غړي د دې خبر له اورېدو وروسته څو ځله بېهوښه شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د مرتضی مور لا هم ځوانه ده. هغې څو کاله مخکې خپل مېړه له لاسه ورکړی و او اوس د خپل زوی له مړینې سره هم مخ شوې ده. عباس وايي، د دې کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر ستونزمن دی.
عباس د مرتضی وروستۍ هیلې هم په یاد لري. دی وايي، مرتضی به څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کولې او ویل به یې: «که د خدای خوښه وه، اروپا ته ځم؛ او که د خدای خوښه نه وه، بېرته افغانستان ته ستنېږم».
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان د کانګو، هایتي او فلسطین ترڅنګ په نړۍ کې د هغو څلورو سیمو په نوملړ کې شامل کړی چې د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې له خورا جدي وضعیت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وړاندوینې له مخې، د ۱۴۰۶ کال د وري میاشتې تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا ۱۹،۲ مېلیونه کسان له سختې لوږې او یا تر دې هم له ناوړه وضعیت سره مخ شي.
په دغه راپور کې اټکل شوی چې په همدې موده کې به شاوخوا ۱،۳ میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. همدارنګه تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له شپږو تر ۵۹ میاشتو پورې دي، په حادې خوارځواکۍ اخته شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لا هم یوه جدي بشري اندېښنه ده.