د زهرا په وینا، له ځان سره فکر کوي، که د مور په موجودیت کې یې ژوند له دومره کړاوونو سره مخ دی، نو که دا نه وي، د لوڼو برخلیک به یې څه وي او ایا هغوی به د میرې تر واک لاندې ژوند څنګه وکړي؟
د پلوشې په وینا، پلار یې له دې غوښتنې سره د هغې او مور له مشورې پرته ورسره هوکړه وکړه، سره له دې چې د پلوشې په خبره، تر هغې دوې نورې مشرانې خویندې هم وې.
پلوشه وايي، پلار یې ورته ویلي وو چې دا ښه فرصت دی او داسې چانس بیا نه پیدا کېږي. په لومړیو کې ورته ویل شوي وو چې دواړه به ښوونځي پای ته رسوي او وروسته به واده کوي، خو د دې ژمنې له دوو میاشتو تېرېدو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او د دوی د ژوند ټولې چارې ګډې وډې شوې.
د هغې په وینا، پلار یې په یوه پېښه کې په دواړو پښو له فلج کېدو سره مخ شو او د خسرګنۍ کورنۍ یې، دا چې شتمنه ده او د طالبانو له چارواکو سره اړیکې لري، پر ژوند یې واکمنه شوه.
نوموړې وايي، خاوند یې هم لا ماشوم دی او د خپل پلار پر وړاندې د هغې د دفاع او ملاتړ توان نه لري، خو د خسر له خوا له هغې سره داسې چلند کېږي چې ژوند یې ورته د زغملو نهدی.
پلوشه وايي، له واده وروسته تر خپل خاوند د خسر لېوالتیا او مینه ورسره ډیره ده او د یوه خاوند اړیکی ورسره پالي او ورته یې ویلي: «ته مې په اول ځل لیدو خوښه شوې دا چې یوه میرمن مې مړه شوې او درې ژوندۍ دي نو پنځم واده مې نهشو کولای ځکه مې زوی ته وکړې خو اصل کې زما میرمن یې».
هغه وايي، که څه هم د خسر له چلنده یې د خلاصون لپاره څو ځله هڅه کړې، خو نه یې پلارګنۍ خبره مني او نه یې خاوند ملاتړ کوي.
پلوشه وايي، د خپل مور له لارې یې د خسر د چلند په اړه پلار ته شکایت کړی، خو پلار یې تورونه دروغ بللي او ورته ویلي یې دي، چې هغه سړی مشر او دروند انسان دی، ده ټول عمر ورسره کار کړی داسی کوم منفی حرکت یې نهدی لیدلی او خپلې لور ته یې ویلي: «ژوند دې مخته وړه او ګوزاره کوه».
پلوشه وایي، کله چې خاوند ته یې د خپل خسر په اړه وویل هغه ورته ویلي: «پلار مې چې څه درته وايي، هماغه کوه زه لا ماشوم یم د پلار مقابل کې که ودرېږم نو وژني مې».
نوموړې زیاتوي، له دې وېرې که د خسر پر وړاندې غږ پورته کړي له یوې خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي او له بلې خوا به یې پلارګنۍ چې د دې د خسرګنۍ پر مټ چلیږي له ناچارۍ مجبورۍ او بې وسۍ چوپ پاتې ده او له خپل خسر څخه اوس د دوو ماشومانو مور ده.
هغه زیاتوي، له داسې درد سره مخ ده چې نه یې پلار غږ اوري او نه د خاوند په ګډون د خسرګنۍ په کورنۍ کې څوک شته چې له دې وضعیته یې وژغوري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې هر کال شاوخوا ۱۲ میلیونه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي.
همدارنګه، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ښځې او نجونې ژوندۍ دي چې په ماشومتوب کې واده شوې دي.
دا وضعیت ښيي چې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره یوازې نړیوالې اعلامیې او د پوهاوي کمپاینونه بسنه نه کوي، بلکې عملي قوانین، د نجونو زده کړې او د کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اړتیا ده.
د کم عمره ودونو پایلې یوازې د زده کړو د محرومیت تر کچې نه محدودېږي. د ماشومتوب پر مهال واده کول د نجونو پر جسمي او رواني روغتیا، ټولنیز ژوند او راتلونکي یې ژورې اغېزې لري.
د ملګرو ملتونو او یونیسف د معلوماتو له مخې، هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي، د کورني تاوتریخوالي، ټولنیزې انزوا او له وخت مخکې امیندوارۍ له لوړ خطر سره مخ وي.
په ځانګړې توګه، د ځوانۍ په عمر کې امیندوارۍ د مور او ماشوم دواړو روغتیا ته جدي خطرونه پېښوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، دا خطرونه لا زیاتېږي.
دیبا، افسانه، دوردانه، سلطانه، شکیبا او زبیده چې سره خویندې دي وايي، له زدهکړو پاتې شوي او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جبري ودونو له وېرې هره ورځ په اندېښنه کې تېروي.
دوی چې پلار یې وفات شوی او ورور هم نهلري وايي، په تېر نظام کې یې مشرو خویندو کار کاوه او د کورنۍ لګښتونه یې پوره کول، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټولې اړې شوي، چې خیاطۍ ته مخه کړي.
د دوی په وینا، که څه هم د خیاطۍ له لارې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو هڅه کوي، خو عاید یې د ژوند د ټولو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.
هغوی وايي، د خیاطۍ د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره بازار ته د تګ او یا د ګنډل شویو جامو د پلورلو لپاره دوکاندارانو ته د ورتګ پر مهال هم له وېرې سره مخ وي.
دوی وايي، تل دا اندېښنه ورسره وي چې هسې نه طالبان یې ونیسي او له ځان سره یې یوسي ځکه نه پوهېږي، که د طالبانو له خوا ونیول شي، برخلیک به یې څه وي.
د ماشومانو او کم عمره ودونو د له منځه وړلو نړیواله ورځ یوازې د یوې نېټې نمانځل نهدي، بلکې د هغو میلیونونو نجونو د حقونو د دفاع یادونه ده، چې د ماشومتوب، زده کړو او خپلواک انتخاب له حق څخه محرومې شوې دي.
نوموړي د طالبانو د پخوانیو ځانمرګو بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغو بریدونو په زرګونه بېګناه انسانان وژلي او ان جوماتونه هم ترې خوندي نهوو.
جهاني د قرانکریم د مائدې سورة ۵۱م ایت ته په اشارې پوښتنه کړې، چې ایا د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده او د هغه پلویان د دغه ایت له حکم څخه خبر نه دي؟ د نوموړي په وینا، په دغه ایت کې له یهودو او نصاراوو سره د دوستۍ کولو په اړه څرګند حکم شوی دی.
هغه همداراز د حجرات سورة لسم ایت ته په اشارې لیکلي، چې د قرانکریم له مخې، مسلمانان یو د بل وروڼه دي او باید د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړي.
خو د جهاني په باور، طالبان له خپلو مسلمانو مخالفانو سره د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي او د هغوی د ځپلو لپاره له هغو هېوادونو سره همکاري کوي چې د طالبانو د دیني تعبیر له مخې یې له «کفارو» سره دوستي کول «ناروا» دي.
نوموړي د دوحې هوکړې ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې، چې طالبانو له امریکا سره په دغې هوکړه کې منلې وه، چې د افغانستان له پخواني حکومت سره به اوربند نهکوي او جګړې ته به دوام ورکوي، خو پر امریکايي ځواکونو به بریدونه نهکوي.
جهاني ادعا کړې، چې له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي طالبان هره میاشت له امریکا څخه ۱۶۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې ترلاسه کوي او دا یې د اسلام یوه «عصري بڼه» بللې ده.
هغه په پای کې د طالبانو او روسیې امنیتي همکاري د خپلو دیني ادعاوو له مخې له تناقض سره مخ بللې او پوښتنه یې کړې، چې طالبان څنګه له خپلو مسلمانو مخالفانو سره جګړه کوي، خو د هغوی د ځپلو لپاره له غیرمسلمانو سره همکاري روا ګڼي.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د مادرید کنفرانس د اسلاماباد کنفرانس دوام بللی او ادعا یې کړې، چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د قومي او سیاسي «اختلافونو» راپارول دي.
شاه محمود میاخېل نن (جمعه د لیندۍ ۶مه) په خپله ایکسپاڼه د طالبانو پر وړاندې د مادرید کنفرانس کې د جګړې او سولې د خبرو په اړه د نیوکو په ځواب کې ویلي، د نړۍ په ګڼو هېوادونو او سیمو کې د جګړې ترڅنګ د سولې خبرې هم روانې وي او د افغانستان د تېر جمهوري نظام پالیسي یوازې پر جګړې ولاړه نهوه.
د هغه په وینا، د سولې عالي شورا، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، د مذاکراتو پلاوی او د سولې لپاره د لویې جرګې جوړېدل د دې ښکارندویي کوي، چې جمهوري نظام د سولې لپاره هم هڅې کولې.
میاخېل ویلي، ځینې هغه کسان چې اوس د طالبانو پر وړاندې د جګړې موضوع مطرح کوي، پهخپله د سولې په بهیر کې ښکېل وو او د سولې په نوم یې د وزیرانو په کچه او ان تر هغه لوړ امتیازات ترلاسه کول.
نوموړي ادعا کړې، چې دغو کسانو هغه مهال په قطر او مسکو کې له طالبانو سره ناستې کولې او د هغوی لپاره یې لابي کوله، څو دا باور رامنځته کړي چې طالبان «بدل» شوي دي.
هغه زیاته کړې، که څه هم یوازې اته میاشتې یې په دفاع وزارت کې دنده ترسره کړې، خو د جمهوري نظام جګړه د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، د خلکو او نظام له امنیت څخه د دفاع په موخه وه.
د میاخېل په خبره، امنیتي او دفاعي ځواکونو د حکومت د پالیسۍ له مخې جګړه کوله او د جګړې او سولې په اړه پرېکړه د دفاع وزیر یا امنیتي ادارو نه، بلکې د حکومت د مشرتابه صلاحیت وو.
هغه ټینګار کړی، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې او وروسته یې د جګړې مخالفت کړی او نهغواړي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نیابتي او غیرمسوولانه جګړو کې ښکېل یا جګړې ته وهڅول شي.
میاخېل د طالبانو له اوسنیو پالیسیو سره هم مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو تګلارې نیابتي جګړو ته زمینه برابروي او په باور یې، که په خپلو پالیسیو کې بدلون رانهولي، نو د راتلونکو ناوړه پایلو مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو مخالفت یې د سیاسي ونډې، شخصي ګټو او پروژو ترلاسه کولو لپاره نهدی، بلکې د هغوی د پالیسیو او تګلارو له امله دی.
هغه ویلي: «موږ دې په راتلونکې کې هېڅ سهم او رول ونهلرو، خو په افغانستان کې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره دې زمینه مساعده شي، څو افغانان په نظام کې خپل ځان وویني او افغانستان د انزوا له حالته ووځي».
میاخېل ټینګار کړی، چې له هېچا سره شخصي عقده او مخالفت نهلري، خو د هغو تګلارو مخالف به وي چې د افغانستان ملي یووالي، حاکمیت او ګټو ته زیان رسوي.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست په خپلې تبصرې کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د تجزیې او د افغانانو د ملي هویت او ارزښتونو د لهمنځه وړلو لپاره په تېرو څو لسیزو او ان پېړیو کې د بېلابېلو کسانو او ډلو له لوري هڅې شوې دي، خو د هغه په باور، دغه هڅې نهدي بریالۍ شوې او په راتلونکي کې به هم بریالۍ نهشي.
نوموړی وړاندیز کوي چې د پنجشېر سیند او سالنګ له سیمو څخه کابل ته د څښاک اوبو د لېږد شبکې او کانالونه جوړ شي او د شاهعروس او شاتوت بندونو د جوړولو چارې بشپړې شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حقوقي سلاکار ډاکټر محمدي وایي، کابل ښار د اوبو د کمښت ترڅنګ د سرپناه او کورونو له بحران سره هم مخ دی او د نفوسو زیاتوالی، د کډوالو راستنېدل او د ښار د پراختیا ناسم مدیریت د دې ستونزو په پراخېدو کې رول لري.
نوموړي پر اېکس پاڼه په یوه لیکنه کې ویلي، له شاوخوا سیمو او ولایتونو څخه کابل ته د خلکو پراخ راتګ، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته ستنېدل او د سړکونو جوړولو لپاره د ښار د ځینو سیمو ویجاړول، د کورونو او سرپناه ستونزه زیاته کړې ده.
ډاکټر محمدي همداراز په ځینو سیمو کې د اصولو او مقرراتو خلاف د لوړپوړیزو ودانیو پر جوړولو نیوکه کړې او وایي، دا ډول ودانۍ نه یوازې د کورونو د بحران د حل لپاره اغېزناکې نه دي، بلکې د ټولنیزو او اقتصادي طبقو ترمنځ واټن زیاتوي او د اوبو پر سرچینو فشار لا پسې ډېرولی شي.
هغه د کابل ښار د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره د عقلاني مدیریت غوښتنه کړې او له کابل مېشتو، په ځانګړي ډول د کورونو او ملکیتونو له خاوندانو یې غوښتي چې له خپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ، زغم او انساندوستۍ چلند وکړي.