• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالباري جهاني: له روسیې سره د طالبانو همکاري د دوی له دیني ادعاوو سره په ټکر کې ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د داعش پر ضد له روسیې سره د طالبانو امنیتي همکاري د دوی له دیني ادعاوو سره په ټکر کې بللې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، طالبان څنګه له خپلو مسلمانو مخالفانو سره جګړه کوي، خو له غیرمسلمانو سره لاسونه یو کوي؟

عبدالباري جهاني پرون ناوخته (پنجشنبه د لیندۍ ۵مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه د داعش او طالبانو ترمنځ د توپیر په اړه لیکلي، چې دواړه ډلې ځانونه مسلمانان بولي او که څه هم د عقایدو په ځینو برخو کې اختلاف لري، خو د دواړو ډلو د تاوتریخوالي په کړنو کې د پام وړ توپیر نه‌ویني.

نوموړي د طالبانو د پخوانیو ځانمرګو بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغو بریدونو په زرګونه بې‌ګناه انسانان وژلي او ان جوماتونه هم ترې خوندي نه‌وو.

جهاني د قران‌کریم د مائدې سورة ۵۱م ایت ته په اشارې پوښتنه کړې، چې ایا د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او د هغه پلویان د دغه ایت له حکم څخه خبر نه دي؟ د نوموړي په وینا، په دغه ایت کې له یهودو او نصاراوو سره د دوستۍ کولو په اړه څرګند حکم شوی دی.

هغه همداراز د حجرات سورة لسم ایت ته په اشارې لیکلي، چې د قران‌کریم له مخې، مسلمانان یو د بل وروڼه دي او باید د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړي.

خو د جهاني په باور، طالبان له خپلو مسلمانو مخالفانو سره د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي او د هغوی د ځپلو لپاره له هغو هېوادونو سره همکاري کوي چې د طالبانو د دیني تعبیر له مخې یې له «کفارو» سره دوستي کول «ناروا» دي.

نوموړي د دوحې هوکړې ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې، چې طالبانو له امریکا سره په دغې هوکړه کې منلې وه، چې د افغانستان له پخواني حکومت سره به اوربند نه‌کوي او جګړې ته به دوام ورکوي، خو پر امریکايي ځواکونو به بریدونه نه‌کوي.

جهاني ادعا کړې، چې له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي طالبان هره میاشت له امریکا څخه ۱۶۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې ترلاسه کوي او دا یې د اسلام یوه «عصري بڼه» بللې ده.

هغه په پای کې د طالبانو او روسیې امنیتي همکاري د خپلو دیني ادعاوو له مخې له تناقض سره مخ بللې او پوښتنه یې کړې، چې طالبان څنګه له خپلو مسلمانو مخالفانو سره جګړه کوي، خو د هغوی د ځپلو لپاره له غیرمسلمانو سره همکاري روا ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت په برخه کې له طالبانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د طالبانو ونډه ستایلې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

کابلوف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) د روسیې له دولتي خبري اژانس «ټاس» سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره د روسیې امنیتي همکاري هېڅکله نه‌ده درېدلې.

هغه د منځنۍ اسیا د امنیت د ساتنې په برخه کې له طالبانو سره د همکاریو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې مسکو په دې برخه کې خپلې هڅې هېڅکله نه‌دي ځنډولي او د خپلو مسولیتونو د ترسره کولو له امله یې له طالبانو مننه کړې ده.

روسیه په نړۍ کې هغه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۳

راشد خان ته اشاره؛ شېخ حماسي: د افغانستان یو کرکټي مې له هندو هم بد اېسي

۴

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۵

د بلوچستان محکمې د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده د ډسمبر تر ۹مې وغځوله

•
•
•

نور خبرونه

شاه محمود میاخېل د مادرید کنفرانس د افغانانو ترمنځ د «اختلافونو» د راپارولو هڅه بللې ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۶ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د مادرید کنفرانس د اسلام‌اباد کنفرانس دوام بللی او ادعا یې کړې، چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د قومي او سیاسي «اختلافونو» راپارول دي.

شاه محمود میاخېل نن (جمعه د لیندۍ ۶مه) په خپله ایکس‌پاڼه د طالبانو پر وړاندې د مادرید کنفرانس کې د جګړې او سولې د خبرو په اړه د نیوکو په ځواب کې ویلي، د نړۍ په ګڼو هېوادونو او سیمو کې د جګړې ترڅنګ د سولې خبرې هم روانې وي او د افغانستان د تېر جمهوري نظام پالیسي یوازې پر جګړې ولاړه نه‌وه.

د هغه په وینا، د سولې عالي شورا، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، د مذاکراتو پلاوی او د سولې لپاره د لویې جرګې جوړېدل د دې ښکارندویي کوي، چې جمهوري نظام د سولې لپاره هم هڅې کولې.

میاخېل ویلي، ځینې هغه کسان چې اوس د طالبانو پر وړاندې د جګړې موضوع مطرح کوي، په‌خپله د سولې په بهیر کې ښکېل وو او د سولې په نوم یې د وزیرانو په کچه او ان تر هغه لوړ امتیازات ترلاسه کول.

نوموړي ادعا کړې، چې دغو کسانو هغه مهال په قطر او مسکو کې له طالبانو سره ناستې کولې او د هغوی لپاره یې لابي کوله، څو دا باور رامنځته کړي چې طالبان «بدل» شوي دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم یوازې اته میاشتې یې په دفاع وزارت کې دنده ترسره کړې، خو د جمهوري نظام جګړه د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، د خلکو او نظام له امنیت څخه د دفاع په موخه وه.

د میاخېل په خبره، امنیتي او دفاعي ځواکونو د حکومت د پالیسۍ له مخې جګړه کوله او د جګړې او سولې په اړه پرېکړه د دفاع وزیر یا امنیتي ادارو نه، بلکې د حکومت د مشرتابه صلاحیت وو.

هغه ټینګار کړی، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې او وروسته یې د جګړې مخالفت کړی او نه‌غواړي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نیابتي او غیرمسوولانه جګړو کې ښکېل یا جګړې ته وهڅول شي.

میاخېل د طالبانو له اوسنیو پالیسیو سره هم مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو تګلارې نیابتي جګړو ته زمینه برابروي او په باور یې، که په خپلو پالیسیو کې بدلون رانه‌ولي، نو د راتلونکو ناوړه پایلو مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو مخالفت یې د سیاسي ونډې، شخصي ګټو او پروژو ترلاسه کولو لپاره نه‌دی، بلکې د هغوی د پالیسیو او تګلارو له امله دی.

هغه ویلي: «موږ دې په راتلونکې کې هېڅ سهم او رول ونه‌لرو، خو په افغانستان کې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره دې زمینه مساعده شي، څو افغانان په نظام کې خپل ځان وویني او افغانستان د انزوا له حالته ووځي».

میاخېل ټینګار کړی، چې له هېچا سره شخصي عقده او مخالفت نه‌لري، خو د هغو تګلارو مخالف به وي چې د افغانستان ملي یووالي، حاکمیت او ګټو ته زیان رسوي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست په خپلې تبصرې کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د تجزیې او د افغانانو د ملي هویت او ارزښتونو د له‌منځه وړلو لپاره په تېرو څو لسیزو او ان پېړیو کې د بېلابېلو کسانو او ډلو له لوري هڅې شوې دي، خو د هغه په باور، دغه هڅې نه‌دي بریالۍ شوې او په راتلونکي کې به هم بریالۍ نه‌شي.

هغه ویلي، د افغانستان په ټولو قومونو کې ښه او بد کسان شته، خو د ټولو قومونو اکثریت خلک د یوه متحد افغانستان غوښتونکي دي.

د میاخېل په وینا، د افغانستان ټول وګړي باید د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق ولري او هېڅ قوم پر بل قوم برتري نه‌لري.

هغه زیاته کړې، د قدرت د انحصار او د نورو د حذف کولو سیاست پایله نه‌شي ورکولای او ټول هغه افغانان چې ملي ارزښتونه مني، د افغانستان اصلي مالکین دي.

میاخېل یو ځل بیا د لویې جرګې جوړېدل د ملي پخلاینې او سیاسي نظام د راتلونکي لپاره د لارې موندلو وسیله بللې او ویلي یې دي، چې افغانستان باید د قانونمند، مشروع او ولسواک نظام خاوند شي.

د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د افغان سیاسي څېرو، د پخواني حکومت د چارواکو او مدني ټولنې د استازو درېیم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) د اسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب ترسره شوې. دا غونډه د «افغانستان لپاره د ښځو» (Women for Afghanistan) سازمان له‌خوا جوړه شوې وه.

د کابل د اوبو بحران؛ ماشومان د ښوونځي پر ځای د څښاک اوبو لپاره پلاستیکونه پلوري

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰
100%

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل او د څښاک اوبو کمښت د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کورونو څاګانې یې وچې شوې او اوس اړ دي چې د ټانکرونو له لارې د څښاک اوبه په پیسو واخلي.

د کابل د نهمې حوزې اوسېدونکې شریفه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، بې‌کاري او اقتصادي ستونزو یې ماشومان د ښوونځي پر ځای د پلاستیکونو پلورلو ته اړ کړي دي.

نوموړې وایي: «ماشومان مو د پلاستیکونو له پلورلو پیسې ګټي او په هغو د کورنۍ لپاره د څښاک اوبه اخلو، ځکه خاوند مي د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو توان نه لري».

شریفه زیاتوي، د دوی په سیمه کې د کورونو څاګانې وچې شوې او خلک اړ دي چې د اوبو له ټانکرونو څخه په پیسو اوبه واخلي.

د کابل د ارزان‌قیمت سیمې اوسېدونکي سیدشریف هم وایي، د تېرو پنځو کلونو راهیسې د څښاک اوبه له ټانکرونو اخلي.

نوموړي د کابل د اوبو بحران د ځمکې لاندې اوبو له زیاتې او بې ځایه کارونې سره تړلی او وایي، د ښار اوسېدونکي تر ډېره پر همدې اوبو تکیه لري. د هغه په وینا، د موټر مینځلو ځایونه او لوی حوضونه هم د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو لامل شوي دي.

100%

په کابل کې د اوبو د بحران په اړه د خلکو د اندېښنو په دوام د اوبو متخصص انجینر زیارمل افغان وایي، په کابل کې د څښاک اوبو د کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو بېلابېل لاملونه شته چې نړیواله تودوخه، سیمه‌ییزه وچکالي او د اوبو ناسم مدیریت یې مهم عوامل دي.

نوموړی وایي، په کابل کې د نفوسو او ودانیو له زیاتېدو سره ژورې څاګانې ډېرې شوې، شنې ساحې کمې شوې او د اوبو په مصرف کې بې‌احتیاطي زیاته شوې ده. د هغه په وینا، د نلونو پرانیستې پاتې کېدل او د اوبو بې‌ځایه مصرف هم د اوبو د سرچینو د کمېدو لاملونه دي.

زیارمل افغان د کابل د اوبو بحران د مخنیوي لپاره د اوبو د مدیریت په برخه کې د اغېزناکو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کوي او وایي: «افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې وکړي او د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي».

نوموړی وړاندیز کوي چې د پنجشېر سیند او سالنګ له سیمو څخه کابل ته د څښاک اوبو د لېږد شبکې او کانالونه جوړ شي او د شاه‌عروس او شاتوت بندونو د جوړولو چارې بشپړې شي.

100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر حقوقي سلاکار ډاکټر محمدي وایي، کابل ښار د اوبو د کمښت ترڅنګ د سرپناه او کورونو له بحران سره هم مخ دی او د نفوسو زیاتوالی، د کډوالو راستنېدل او د ښار د پراختیا ناسم مدیریت د دې ستونزو په پراخېدو کې رول لري.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوه لیکنه کې ویلي، له شاوخوا سیمو او ولایتونو څخه کابل ته د خلکو پراخ راتګ، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته ستنېدل او د سړکونو جوړولو لپاره د ښار د ځینو سیمو ویجاړول، د کورونو او سرپناه ستونزه زیاته کړې ده.

ډاکټر محمدي همداراز په ځینو سیمو کې د اصولو او مقرراتو خلاف د لوړپوړیزو ودانیو پر جوړولو نیوکه کړې او وایي، دا ډول ودانۍ نه یوازې د کورونو د بحران د حل لپاره اغېزناکې نه دي، بلکې د ټولنیزو او اقتصادي طبقو ترمنځ واټن زیاتوي او د اوبو پر سرچینو فشار لا پسې ډېرولی شي.

هغه د کابل ښار د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره د عقلاني مدیریت غوښتنه کړې او له کابل مېشتو، په ځانګړي ډول د کورونو او ملکیتونو له خاوندانو یې غوښتي چې له خپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ، زغم او انسان‌دوستۍ چلند وکړي.

د کابل د اوبو بحران په داسې حال کې پراخېږي چې ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو څو ځله د دې ښار د اوبو د سرچینو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) مخکې ویلي وو چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل د ښار شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي له خطر سره مخ کوي. یونیسف هم خبرداری ورکړی و چې که د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره بېړني اقدامات ونه شي، ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکې لاندې اوبه بشپړې ختمې شي.

د اوبو د سرچینو کمښت، د نفوسو زیاتوالی، وچکالي او د اوبو ناسم مدیریت هغه عوامل دي چې د کابل د اوسېدونکو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د مادرید غونډه؛ د بېلابېلو قومونو روڼ‌ اندي سره یو موټی کېږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۰
100%

افغان فعالانو د هېواد د بېلابېلو قومونو د روڼ‌اندو، مخورو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د زیاتېدو په اړه هیله‌مندي څرګنده کړې او د مادرید غونډه او د طالبانو د مخالفانو د ایتلاف جوړېدل یې د ملي تفاهم د پیاوړتیا او د نظرونو د نږدې کېدو نښې بللې دي.

د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې استازو او د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو په وروستیو ورځو کې په مادرید کې په دوو جلا غونډو کې ګډون کړی دی. په لومړۍ غونډه کې د عدالت او سولې په ترلاسه کولو کې د افغان ښځو پر رول خبرې شوې دي. په دویمه غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی دی.

د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې څلورمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د لیندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه. په دیاده غونډه کې افغان ښځو، د هغوی په منځ کې یو شمېر ښځینه مشرانو، د ملګرو ملتونو چارواکو، ډیپلوماتانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو د افغان ښځو د حقونو پر ملاتړ او د عدالت د تامین او د طالبانو د حساب‌ورکونې لپاره د نړیوالو میکانیزمونو پر کارولو ټینګار کړی دی. په دغه غونډه کې د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین هم مطرح شوی دی.

دویمه غونډه، چې «د باور او پیوستون پر لور» نومول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) د فوزیې کوفي په مشرۍ د «افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ په نوښت د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او افغان سیاسي څېرو ویلي، چې په یاده غونډه کې د بېلابېلو قومونو او سیاسي جریانونو د استازو ګډون د دوی ترمنځ د همکارۍ او یووالي لپاره هیلې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر عباس بصیر، د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور، د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر انور سادات، د مخابراتو پخوانۍ وزیره معصومه خاوري او د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله نبیله مصلح د دې غونډې له ګډونوالو څخه وو.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمداصف صدیقي، د مارشال دوستم لور سناتوره راحله دوستم، په جنیوا کې د افغانستان سفیر او استازی نصیراحمد اندیشه او په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر برنا کریمي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دغه غونډې په نورو ګډونوالو کې سیاسي فعال حسین یاسا، د مسلمانانو د نړیوالو علماوو د ټولنې غړی فضل‌هادي وزین، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ویاند عبدالله قرلق، د پوهنتون استاد نظیف شهراني، د افغانستان د ښاروند ګوند مشر ذاکرحسین ارشاد او د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي شامل وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د مادرید په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي، مدني او علمي مخینو لرونکو ښځو او نارینه‌وو ګډون د افغانستان د خلکو د غوښتنو او لیدلورو مهمه برخه منعکس کړه.

د هغه په وینا، ګډونوالو پر ملي یووالي د ټینګار ترڅنګ د نړیوالې ټولنې پام د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو غوښتنو ته ورواړاوه.

د ښځو د حقونو فعالې او د دې غونډې ګډونوالې مریم سلیمان‌خېل په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې مادرید یې د افغانستان د راتلونکي په اړه له داسې هیلې سره پرېښود، چې له ډېرې مودې راهیسې یې نه وه احساس کړې.

د هغې په وینا، د بېلابېلو لیدلورو او سیاسي مخینو لرونکي کسان وتوانېدل، چې یو بل ته په درناوي او له افغانستان سره د خپلې ګډې مینې پر بنسټ سره راټول شي.

سلیمان‌خېل له مجیب‌الرحمان رحیمي سره خپله همکاري د بېلګې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، چې پخوا به لږو کسانو د دوی ترمنځ د ګډ کار تصور کاوه.

د هغې په وینا، د دواړو ترمنځ سیاسي او فکري اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي، خو سره له دې کولای شي د یوه ګډ هدف لپاره په ګډه کار وکړي.

د غونډي ګډونوال داوود جلالي، ویلي چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو د استازو ګډون دغه غونډې ته ملي بڼه ورکړې ده. نوموړي د «افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ نوښت د هېواد د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه بېلګه بللې ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د یوناما له مشرې سره د دوحې د څلورمې غونډې په اړه خبرې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې سره د دوحې د څلورمې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوحې د څلورمې غونډې پر موخو، پروګرامونو او د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې د غونډې د موخو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون په اړه یې هم وضاحت ورکړی دی. هغې د غونډې د لا اغېزمنتیا لپاره د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د نظرونو او وړاندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نورالدین عزیزي د لیدنې په پای کې د اقتصادي برخو په تړاو له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چمتووالی اعلان کړی دی.

تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې د جوړېدو د پلان خبر ورکړی و.

په همدې تړاو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د سیاسي او سوله‌ییزو چارو مسوولې روزمري ډي‌کارلو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر له استازې عالیه احمد بن سیف ال ثاني سره خبرې کړې وې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دواړو لورو د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او همدارنګه په منځني ختیځ کې پر روانو بدلونونو خبرې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې ټینګار شوی و چې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې له رامنځته شوې مثبتې فضا څخه باید ګټه واخیستل شي او دغه فضا د څلورمې غونډې پر مهال، چې ټاکل شوې په دوحه کې جوړه شي نوره هم پراخه شي.

د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د چنګاښ په ۹ او ۱۰مه په دوحه کې جوړه شوې وه. په دیاده غونډه کې د لږ تر لږه ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د شاوخوا اتو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان ښځې او د مدني ټولنې استازي په دې غونډه کې ګډون نه و کړی. د طالبانو پلاوي، چې مشري یې د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد کوله په غونډه کې ګډون کړی و.

د دوحې غونډې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو اترو او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د لارو چارو د ارزونې په موخه جوړېږي. قطر، چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و له هغو هېوادونو څخه دی چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، یو شمېر لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل او دوحې ته یې ولېږدول.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: په افغانستان کې د تېرو جنایتونو څېړنې دې بېرته پیل شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جرمونو د نړیوالې محکمې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې تر مخه د ترسره شویو جنایتونو څېړنې درولې دي او د دې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

هغوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به سلګونه زره قربانیان او د هغوی پاتې کورنۍ د عدالت له لاسرسي محرومې کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ (دلېندۍ ۵مه) په یوه اعلامیه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې مقدماتي څانګې له هغې پرېکړې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر مخه د ترسره شویو جنایتونو څېړنې درولې دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال په لړم میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د ترسره شویو جنایتونو د څېړنو د درولو امر صادر کړ. دې محکمې ویلي وو چې واک ته د طالبانو له بیارسېدو وروسته د دغه ډلې د ترسره شویو جنایتونو په اړه څېړنې به په جلا قضیه کې دوام ومومي.

محکمې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د جنګي او د بشریت ضد جنایتونو د څېړنو د پیل اجازه ورکړې وه.

د دغو څېړنو هغه برخه چې درول شوې، د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نېټې، چې د افغانستان لپاره د روم اساسنامې د پلي کېدو نېټه ده د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر پایه چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل د ادعا شویو جنایتونو څېړنه رانغاړي.

په دغو څېړنو کې د طالبانو، د داعش خراسان څانګې، د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو، د امریکا د پوځي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) د مامورینو له‌خوا د جنایتونو د ترسره کولو ادعاوې څېړل کېدې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه پرېکړه «د مجازاتو د معافیت پر وړاندې د مبارزې لپاره دروند ګوزار» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د څېړنو درول به په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو او کورنیو او بهرنیو پوځي ځواکونو د جنایتونو قربانیان عدالت ته له لاسرسي محروم کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په افغانستان کې ډېری قربانیان د کلونو راهیسې د عدالت د پلي کېدو په تمه دي او یو شمېر یې له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت راهیسې د عدالت غوښتنې هڅې کوي.

هغوی خبرداری ورکړی چې د قضیې د څېړنې بهیر د اوږدېدو له امله د تحقیقاتو درول ښايي د جرمونو په نړیواله محکمه کې یوه خطرناکه کړنلاره رامنځته کړي او د قضايي قضیو په څېړنه کې د دوه‌ګوني چلند لامل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د ځورونې د قضیو څېړنه باید د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر مخه د ورته جنایتونو او په افغانستان کې د نورو جدي جرمونو د له پامه غورځولو په بیه تمامه نه شي.

د هغوی په وینا، عدالت باید د ټولو قربانیانو لپاره تامین شي او د حقیقت روښانه کول، د جنایتونو د عاملانو مجازات او قربانیانو ته د زیانونو جبرانول باید پکې شامل وي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې قربانیان او د هغوی حقوقي استازي پر وخت او په روښانه توګه د قضیې د څېړنې له بهیر څخه خبر کړي او قربانیانو ته فرصت ورکړي چې خپلې څرګندونې او اندېښنې له محکمې سره شریکې کړي.

هغوی ټینګار کړی چې د تېرو جنایتونو څېړنه او د مجازاتو د معافیت پای ته رسول په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې د ټینګښت له لومړنیو شرطونو څخه دي.

امریکا په دې وروستیو کې د جرمونو پر نړیوالې محکمې فشارونه زیات کړي، څو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د احتمالي جنایتونو او سرغړونو څېړنې ودروي. د ټرمپ حکومت پر دې محکمې او قاضیانو بندیزونه هم لګولي دي.

د ځینو بشري حقونو سازمانونه احتمال وړاندي کوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د جنایتونو د ترسره کېدو په اړه د څېړنو درول له دغو فشارونو سره تړاو ولري.