د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې استازو او د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو په وروستیو ورځو کې په مادرید کې په دوو جلا غونډو کې ګډون کړی دی. په لومړۍ غونډه کې د عدالت او سولې په ترلاسه کولو کې د افغان ښځو پر رول خبرې شوې دي. په دویمه غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی دی.
د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې څلورمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د لیندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه. په دیاده غونډه کې افغان ښځو، د هغوی په منځ کې یو شمېر ښځینه مشرانو، د ملګرو ملتونو چارواکو، ډیپلوماتانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و.
ګډونوالو د افغان ښځو د حقونو پر ملاتړ او د عدالت د تامین او د طالبانو د حسابورکونې لپاره د نړیوالو میکانیزمونو پر کارولو ټینګار کړی دی. په دغه غونډه کې د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین هم مطرح شوی دی.
دویمه غونډه، چې «د باور او پیوستون پر لور» نومول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) د فوزیې کوفي په مشرۍ د «افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ په نوښت د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او افغان سیاسي څېرو ویلي، چې په یاده غونډه کې د بېلابېلو قومونو او سیاسي جریانونو د استازو ګډون د دوی ترمنځ د همکارۍ او یووالي لپاره هیلې زیاتې کړې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو پخوانی وزیر عباس بصیر، د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور، د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر انور سادات، د مخابراتو پخوانۍ وزیره معصومه خاوري او د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله نبیله مصلح د دې غونډې له ګډونوالو څخه وو.
د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمداصف صدیقي، د مارشال دوستم لور سناتوره راحله دوستم، په جنیوا کې د افغانستان سفیر او استازی نصیراحمد اندیشه او په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر برنا کریمي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د دغه غونډې په نورو ګډونوالو کې سیاسي فعال حسین یاسا، د مسلمانانو د نړیوالو علماوو د ټولنې غړی فضلهادي وزین، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ویاند عبدالله قرلق، د پوهنتون استاد نظیف شهراني، د افغانستان د ښاروند ګوند مشر ذاکرحسین ارشاد او د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند مجیبالرحمان رحیمي شامل وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د مادرید په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي، مدني او علمي مخینو لرونکو ښځو او نارینهوو ګډون د افغانستان د خلکو د غوښتنو او لیدلورو مهمه برخه منعکس کړه.
د هغه په وینا، ګډونوالو پر ملي یووالي د ټینګار ترڅنګ د نړیوالې ټولنې پام د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو غوښتنو ته ورواړاوه.
د ښځو د حقونو فعالې او د دې غونډې ګډونوالې مریم سلیمانخېل په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې مادرید یې د افغانستان د راتلونکي په اړه له داسې هیلې سره پرېښود، چې له ډېرې مودې راهیسې یې نه وه احساس کړې.
د هغې په وینا، د بېلابېلو لیدلورو او سیاسي مخینو لرونکي کسان وتوانېدل، چې یو بل ته په درناوي او له افغانستان سره د خپلې ګډې مینې پر بنسټ سره راټول شي.
سلیمانخېل له مجیبالرحمان رحیمي سره خپله همکاري د بېلګې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، چې پخوا به لږو کسانو د دوی ترمنځ د ګډ کار تصور کاوه.
د هغې په وینا، د دواړو ترمنځ سیاسي او فکري اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي، خو سره له دې کولای شي د یوه ګډ هدف لپاره په ګډه کار وکړي.
د غونډي ګډونوال داوود جلالي، ویلي چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو د استازو ګډون دغه غونډې ته ملي بڼه ورکړې ده. نوموړي د «افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ نوښت د هېواد د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه بېلګه بللې ده.