• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل د اوبو بحران؛ ماشومان د ښوونځي پر ځای د څښاک اوبو لپاره پلاستیکونه پلوري

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل او د څښاک اوبو کمښت د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کورونو څاګانې یې وچې شوې او اوس اړ دي چې د ټانکرونو له لارې د څښاک اوبه په پیسو واخلي.

د کابل د نهمې حوزې اوسېدونکې شریفه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، بې‌کاري او اقتصادي ستونزو یې ماشومان د ښوونځي پر ځای د پلاستیکونو پلورلو ته اړ کړي دي.

نوموړې وایي: «ماشومان مو د پلاستیکونو له پلورلو پیسې ګټي او په هغو د کورنۍ لپاره د څښاک اوبه اخلو، ځکه خاوند مي د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو توان نه لري».

شریفه زیاتوي، د دوی په سیمه کې د کورونو څاګانې وچې شوې او خلک اړ دي چې د اوبو له ټانکرونو څخه په پیسو اوبه واخلي.

د کابل د ارزان‌قیمت سیمې اوسېدونکي سیدشریف هم وایي، د تېرو پنځو کلونو راهیسې د څښاک اوبه له ټانکرونو اخلي.

نوموړي د کابل د اوبو بحران د ځمکې لاندې اوبو له زیاتې او بې ځایه کارونې سره تړلی او وایي، د ښار اوسېدونکي تر ډېره پر همدې اوبو تکیه لري. د هغه په وینا، د موټر مینځلو ځایونه او لوی حوضونه هم د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو لامل شوي دي.

100%

په کابل کې د اوبو د بحران په اړه د خلکو د اندېښنو په دوام د اوبو متخصص انجینر زیارمل افغان وایي، په کابل کې د څښاک اوبو د کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو بېلابېل لاملونه شته چې نړیواله تودوخه، سیمه‌ییزه وچکالي او د اوبو ناسم مدیریت یې مهم عوامل دي.

نوموړی وایي، په کابل کې د نفوسو او ودانیو له زیاتېدو سره ژورې څاګانې ډېرې شوې، شنې ساحې کمې شوې او د اوبو په مصرف کې بې‌احتیاطي زیاته شوې ده. د هغه په وینا، د نلونو پرانیستې پاتې کېدل او د اوبو بې‌ځایه مصرف هم د اوبو د سرچینو د کمېدو لاملونه دي.

زیارمل افغان د کابل د اوبو بحران د مخنیوي لپاره د اوبو د مدیریت په برخه کې د اغېزناکو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کوي او وایي: «افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې وکړي او د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي».

نوموړی وړاندیز کوي چې د پنجشېر سیند او سالنګ له سیمو څخه کابل ته د څښاک اوبو د لېږد شبکې او کانالونه جوړ شي او د شاه‌عروس او شاتوت بندونو د جوړولو چارې بشپړې شي.

100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر حقوقي سلاکار ډاکټر محمدي وایي، کابل ښار د اوبو د کمښت ترڅنګ د سرپناه او کورونو له بحران سره هم مخ دی او د نفوسو زیاتوالی، د کډوالو راستنېدل او د ښار د پراختیا ناسم مدیریت د دې ستونزو په پراخېدو کې رول لري.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوه لیکنه کې ویلي، له شاوخوا سیمو او ولایتونو څخه کابل ته د خلکو پراخ راتګ، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته ستنېدل او د سړکونو جوړولو لپاره د ښار د ځینو سیمو ویجاړول، د کورونو او سرپناه ستونزه زیاته کړې ده.

ډاکټر محمدي همداراز په ځینو سیمو کې د اصولو او مقرراتو خلاف د لوړپوړیزو ودانیو پر جوړولو نیوکه کړې او وایي، دا ډول ودانۍ نه یوازې د کورونو د بحران د حل لپاره اغېزناکې نه دي، بلکې د ټولنیزو او اقتصادي طبقو ترمنځ واټن زیاتوي او د اوبو پر سرچینو فشار لا پسې ډېرولی شي.

هغه د کابل ښار د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره د عقلاني مدیریت غوښتنه کړې او له کابل مېشتو، په ځانګړي ډول د کورونو او ملکیتونو له خاوندانو یې غوښتي چې له خپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ، زغم او انسان‌دوستۍ چلند وکړي.

د کابل د اوبو بحران په داسې حال کې پراخېږي چې ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو څو ځله د دې ښار د اوبو د سرچینو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) مخکې ویلي وو چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل د ښار شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي له خطر سره مخ کوي. یونیسف هم خبرداری ورکړی و چې که د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره بېړني اقدامات ونه شي، ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکې لاندې اوبه بشپړې ختمې شي.

د اوبو د سرچینو کمښت، د نفوسو زیاتوالی، وچکالي او د اوبو ناسم مدیریت هغه عوامل دي چې د کابل د اوسېدونکو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۳

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۴

راشد خان ته اشاره؛ شېخ حماسي: د افغانستان یو کرکټي مې له هندو هم بد اېسي

۵
ځانګړی

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ؛ افغان ښځې لا هم له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې دي

•
•
•

نور خبرونه

د مادرید غونډه؛ د بېلابېلو قومونو روڼ‌ اندي سره یو موټی کېږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۰
100%

افغان فعالانو د هېواد د بېلابېلو قومونو د روڼ‌اندو، مخورو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د زیاتېدو په اړه هیله‌مندي څرګنده کړې او د مادرید غونډه او د طالبانو د مخالفانو د ایتلاف جوړېدل یې د ملي تفاهم د پیاوړتیا او د نظرونو د نږدې کېدو نښې بللې دي.

د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې استازو او د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو په وروستیو ورځو کې په مادرید کې په دوو جلا غونډو کې ګډون کړی دی. په لومړۍ غونډه کې د عدالت او سولې په ترلاسه کولو کې د افغان ښځو پر رول خبرې شوې دي. په دویمه غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی دی.

د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې څلورمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د لیندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه. په دیاده غونډه کې افغان ښځو، د هغوی په منځ کې یو شمېر ښځینه مشرانو، د ملګرو ملتونو چارواکو، ډیپلوماتانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو د افغان ښځو د حقونو پر ملاتړ او د عدالت د تامین او د طالبانو د حساب‌ورکونې لپاره د نړیوالو میکانیزمونو پر کارولو ټینګار کړی دی. په دغه غونډه کې د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین هم مطرح شوی دی.

دویمه غونډه، چې «د باور او پیوستون پر لور» نومول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) د فوزیې کوفي په مشرۍ د «افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ په نوښت د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او افغان سیاسي څېرو ویلي، چې په یاده غونډه کې د بېلابېلو قومونو او سیاسي جریانونو د استازو ګډون د دوی ترمنځ د همکارۍ او یووالي لپاره هیلې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر عباس بصیر، د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور، د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر انور سادات، د مخابراتو پخوانۍ وزیره معصومه خاوري او د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله نبیله مصلح د دې غونډې له ګډونوالو څخه وو.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمداصف صدیقي، د مارشال دوستم لور سناتوره راحله دوستم، په جنیوا کې د افغانستان سفیر او استازی نصیراحمد اندیشه او په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر برنا کریمي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دغه غونډې په نورو ګډونوالو کې سیاسي فعال حسین یاسا، د مسلمانانو د نړیوالو علماوو د ټولنې غړی فضل‌هادي وزین، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ویاند عبدالله قرلق، د پوهنتون استاد نظیف شهراني، د افغانستان د ښاروند ګوند مشر ذاکرحسین ارشاد او د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي شامل وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د مادرید په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي، مدني او علمي مخینو لرونکو ښځو او نارینه‌وو ګډون د افغانستان د خلکو د غوښتنو او لیدلورو مهمه برخه منعکس کړه.

د هغه په وینا، ګډونوالو پر ملي یووالي د ټینګار ترڅنګ د نړیوالې ټولنې پام د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو غوښتنو ته ورواړاوه.

د ښځو د حقونو فعالې او د دې غونډې ګډونوالې مریم سلیمان‌خېل په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې مادرید یې د افغانستان د راتلونکي په اړه له داسې هیلې سره پرېښود، چې له ډېرې مودې راهیسې یې نه وه احساس کړې.

د هغې په وینا، د بېلابېلو لیدلورو او سیاسي مخینو لرونکي کسان وتوانېدل، چې یو بل ته په درناوي او له افغانستان سره د خپلې ګډې مینې پر بنسټ سره راټول شي.

سلیمان‌خېل له مجیب‌الرحمان رحیمي سره خپله همکاري د بېلګې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، چې پخوا به لږو کسانو د دوی ترمنځ د ګډ کار تصور کاوه.

د هغې په وینا، د دواړو ترمنځ سیاسي او فکري اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي، خو سره له دې کولای شي د یوه ګډ هدف لپاره په ګډه کار وکړي.

د غونډي ګډونوال داوود جلالي، ویلي چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو د استازو ګډون دغه غونډې ته ملي بڼه ورکړې ده. نوموړي د «افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ نوښت د هېواد د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه بېلګه بللې ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د یوناما له مشرې سره د دوحې د څلورمې غونډې په اړه خبرې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې سره د دوحې د څلورمې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوحې د څلورمې غونډې پر موخو، پروګرامونو او د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې د غونډې د موخو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون په اړه یې هم وضاحت ورکړی دی. هغې د غونډې د لا اغېزمنتیا لپاره د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د نظرونو او وړاندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نورالدین عزیزي د لیدنې په پای کې د اقتصادي برخو په تړاو له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چمتووالی اعلان کړی دی.

تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې د جوړېدو د پلان خبر ورکړی و.

په همدې تړاو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د سیاسي او سوله‌ییزو چارو مسوولې روزمري ډي‌کارلو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر له استازې عالیه احمد بن سیف ال ثاني سره خبرې کړې وې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دواړو لورو د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او همدارنګه په منځني ختیځ کې پر روانو بدلونونو خبرې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې ټینګار شوی و چې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې له رامنځته شوې مثبتې فضا څخه باید ګټه واخیستل شي او دغه فضا د څلورمې غونډې پر مهال، چې ټاکل شوې په دوحه کې جوړه شي نوره هم پراخه شي.

د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د چنګاښ په ۹ او ۱۰مه په دوحه کې جوړه شوې وه. په دیاده غونډه کې د لږ تر لږه ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د شاوخوا اتو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان ښځې او د مدني ټولنې استازي په دې غونډه کې ګډون نه و کړی. د طالبانو پلاوي، چې مشري یې د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد کوله په غونډه کې ګډون کړی و.

د دوحې غونډې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو اترو او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د لارو چارو د ارزونې په موخه جوړېږي. قطر، چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و له هغو هېوادونو څخه دی چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، یو شمېر لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل او دوحې ته یې ولېږدول.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: په افغانستان کې د تېرو جنایتونو څېړنې دې بېرته پیل شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جرمونو د نړیوالې محکمې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې تر مخه د ترسره شویو جنایتونو څېړنې درولې دي او د دې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

هغوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به سلګونه زره قربانیان او د هغوی پاتې کورنۍ د عدالت له لاسرسي محرومې کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ (دلېندۍ ۵مه) په یوه اعلامیه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې مقدماتي څانګې له هغې پرېکړې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر مخه د ترسره شویو جنایتونو څېړنې درولې دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال په لړم میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د ترسره شویو جنایتونو د څېړنو د درولو امر صادر کړ. دې محکمې ویلي وو چې واک ته د طالبانو له بیارسېدو وروسته د دغه ډلې د ترسره شویو جنایتونو په اړه څېړنې به په جلا قضیه کې دوام ومومي.

محکمې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د جنګي او د بشریت ضد جنایتونو د څېړنو د پیل اجازه ورکړې وه.

د دغو څېړنو هغه برخه چې درول شوې، د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نېټې، چې د افغانستان لپاره د روم اساسنامې د پلي کېدو نېټه ده د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر پایه چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل د ادعا شویو جنایتونو څېړنه رانغاړي.

په دغو څېړنو کې د طالبانو، د داعش خراسان څانګې، د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو، د امریکا د پوځي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) د مامورینو له‌خوا د جنایتونو د ترسره کولو ادعاوې څېړل کېدې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه پرېکړه «د مجازاتو د معافیت پر وړاندې د مبارزې لپاره دروند ګوزار» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د څېړنو درول به په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو او کورنیو او بهرنیو پوځي ځواکونو د جنایتونو قربانیان عدالت ته له لاسرسي محروم کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په افغانستان کې ډېری قربانیان د کلونو راهیسې د عدالت د پلي کېدو په تمه دي او یو شمېر یې له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت راهیسې د عدالت غوښتنې هڅې کوي.

هغوی خبرداری ورکړی چې د قضیې د څېړنې بهیر د اوږدېدو له امله د تحقیقاتو درول ښايي د جرمونو په نړیواله محکمه کې یوه خطرناکه کړنلاره رامنځته کړي او د قضايي قضیو په څېړنه کې د دوه‌ګوني چلند لامل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د ځورونې د قضیو څېړنه باید د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر مخه د ورته جنایتونو او په افغانستان کې د نورو جدي جرمونو د له پامه غورځولو په بیه تمامه نه شي.

د هغوی په وینا، عدالت باید د ټولو قربانیانو لپاره تامین شي او د حقیقت روښانه کول، د جنایتونو د عاملانو مجازات او قربانیانو ته د زیانونو جبرانول باید پکې شامل وي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې قربانیان او د هغوی حقوقي استازي پر وخت او په روښانه توګه د قضیې د څېړنې له بهیر څخه خبر کړي او قربانیانو ته فرصت ورکړي چې خپلې څرګندونې او اندېښنې له محکمې سره شریکې کړي.

هغوی ټینګار کړی چې د تېرو جنایتونو څېړنه او د مجازاتو د معافیت پای ته رسول په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې د ټینګښت له لومړنیو شرطونو څخه دي.

امریکا په دې وروستیو کې د جرمونو پر نړیوالې محکمې فشارونه زیات کړي، څو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د احتمالي جنایتونو او سرغړونو څېړنې ودروي. د ټرمپ حکومت پر دې محکمې او قاضیانو بندیزونه هم لګولي دي.

د ځینو بشري حقونو سازمانونه احتمال وړاندي کوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د جنایتونو د ترسره کېدو په اړه د څېړنو درول له دغو فشارونو سره تړاو ولري.

غور کې د سرو زرو لټه؛ سترګې د هریرود شګو ته اوړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۰
•
وحید پیمان
100%

په غور ولایت کې د هریرود سیند په ریګزارو کې د سرو زرو د احتمالي زېرمو د موندلو راپورونو د دغه ولایت د اوسېدونکو پام ور اړولی او په وروستیو ورځو کې لسګونه کسان د فیروزکوه ښار ته څېرمه سیمو کې د سرو زرو د موندلو په لټه بوخت شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، باوري سرچینو، د طالبانو د کانونو وزارت د ځینو سرچینو په ګډون، ویلي چې د غور ولایت د هریرود سیند په بستر کې د سرو زرو نښې موندل شوې او د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د دغو احتمالي زېرمو د استخراج لپاره د قرارداد د برابرولو هڅې پیل کړې دي.
سرچینې وايي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مشر په غور کې کابل ته تللی څو د سرو زرو د استخراج د قرارداد او کورنیو شرکتونو ته د هغه د سپارلو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې، په وروستیو ورځو کې لسګونه د غور اوسېدونکي د فیروزکوه ښار په شاوخوا پنځه کیلومترۍ کې د «ګرمابک» سیمې ریګزارو ته ورغلي او د دودیزې زرشوۍ له لارې د سرو زرو د ذرو د موندلو هڅې کوي.
د افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ویډیو ښيي چې یو شمېر کسان د هریرود پر غاړه د ریګونو د مینځلو په وسیله د سرو زرو په لټه کې دي. خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغو کسانو په کومه اندازه سره زر موندلي او که نه.
ځینو سرچینو ویلي، هغه کارګر چې پخوا یې په بدخشان ولایت کې د زرشوۍ تجربه لرله، په تېرو دوو ورځو کې یې د هریرود له بستر څخه د سرو زرو لږه اندازه ترلاسه کړې ده. دوی هیله څرګنده کړې چې د استخراج د قراردادونو د ورکړې پر مهال دې ځايي اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوه تخنیکي ډله سیمې ته تللې او لومړنیو ارزونو یې د سرو زرو شتون تأیید کړی، خو د دغو زېرمو کره اندازه او اقتصادي ارزښت لا نه دی معلوم.
پخوانیو جیولوژیکي څېړنو هم د غور او شاوخوا سیمو په ځینو برخو کې د سرو زرو د شتون نښې ثبت کړې دي. د امریکا د جیولوژۍ ادارې د ارزونو له مخې، د غور ځینې سیمې د سرو زرو له پلوه غیرعادي تمرکز لري او د کوشکک په سیمه کې د هر ټن معدني موادو په مقابل کې د ۰.۶ تر ۱.۱ ګرامه سرو زرو د شتون نښې ثبت شوې دي.
په ورته وخت کې، د غور یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې که د سرو زرو د استخراج چارې پیل شي، د دغو کانونو عواید دې په شفاف ډول د همدې ولایت د برېښنا، سړکونو او روغتیايي او ښوونیزو بنسټونو د پراختیا لپاره ولګول شي.
غور د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې له کلونو راهیسې د پراختیایي پروژو او بنسټیزو خدماتو له کمښت سره مخ دی، او اوسېدونکي یې هیله لري چې د سرو زرو احتمالي زېرمې د دغه ولایت په اقتصادي وضعیت کې بدلون راولي.

جرمني وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰
100%

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل په ځواب کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونې غندلې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو د حقونو سازمان شوې او جوړښتي سرغړونې ښايي د «جنسیت پر بنسټ ځورونې او تعقیب» مصداق وګرځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض غندلی او ویلي یې دي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم اساسنامې له مخې، د جنسیت له امله ځورونه او تعقیب د بشریت پر ضد د جرمونو له مصداقونو څخه دي. افغانستان هم د دغې اساسنامې غړی دی.

د دغه وزارت د ځواب په یوه برخه کې راغلي دي: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سازمان شوې او جوړښتي سرغړونې ښايي د جنسیت له امله د ځورونې او تعقیب مصداق وګرځي.»

یو شمېر د بشري حقونو بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه «جنسیتي اپارتاید» بولي او غوښتنه کوي چې جنسیتي اپارتاید دې د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

جرمني تر اوسه د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاستونو د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح نه ده کارولې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو تر دې وړاندې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بللي وو او ویلي یې وو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونې په روانه پېړۍ کې بې‌سارې دي. هسپانیې هم تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې «جنسیتي اپارتاید» حاکم دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې برلین د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

د دغه وزارت په وینا، له طالبانو سره د جرمني اړیکې او تماسونه یوازې په تخنیکي کچه دي او برلین په دغو خبرو اترو کې تل په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر ښه کېدو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایتولو ټینګار کوي.

دغه وزارت ویلي چې جرمني په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو هڅو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

برلین همدارنګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.

جرمني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان په اړه د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم د جوړېدو ملاتړ کړی او د هغه د رامنځته کېدو لپاره یې مالي مرسته هم کړې ده.

د دغه میکانیزم دنده دا ده چې د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو د تر ټولو جدي سرغړونو اړوند شواهد راټول، سره یوځای، خوندي او وڅېړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له ماموریت څخه هم ملاتړ کوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې جرمني د بشري اصولو په رعایتولو سره د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دا مرستې لا هم اړمنو ښځو او ماشومانو ته رسېږي.