د طالبانو یوه مخکښ مبلغ او دیني عالم شیخ عبدالحمید حماسي ویلي چې افغان کرکټ راشد خان د «کفارو» له لوري تمویل کېږي او که د دوی حکومت ړنګ شي، نو بهرنیان به یې د واک لپاره رامخکې کړي. هغه زیاتوي: «د افغانستان یو کرکټي دی، هندو دی او له هندو مې هم بد اېسي».
د شیخ حماسي د دغې تازه رسنیزې شوې وینا کره نېټه نه ده روښانه، خو داسې ښکاري چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې یې کړې ده. دغه طالب ملا د تدریس پر مهال خپلو شاګردانو ته وویل، چې د افغانستان له دغه کرکټر سره د طالبانو غړي هم په ډېر ویاړ سره انځورونه اخلي او دا کار باید ونهشي.
حماسي زیاتوي: «دا کرکټر د کفر د روح لپاره کار کوي؛ دې ته ایسيسي پیسې ورکوي، بله ورځ ته دلته پرې شفاخانه جوړوي. افغانان خو محتاج خلک دي، بله ورځ د سرطان یوه لویه شفاخانه ورته جوړه کړي او د افغانانو په زړونو کې هر قسم محبت ورته پیدا کړي.»
نوموړي وړاندې وویل: «د کفر په روح کې چې ښه سپینږیری شي، افغانستان کې بل سړی نه وي او نظام ړنګ شي او بیا خلکو ته ذهن کې ور واچوي چې هغه سړی خو هم د پاچاهۍ لپاره جوړ دی او د هغه سړي روح خو د کفر دی او هندو دی او له هندو هم بدتر دی.»
د طالبانو دغه غړي د طالبانو پر غړو هم نیوکې کړې دي چې د کرکټ له دغه لوبغاړي سره انځورونه اخلي. د عبدالحمید حماسي په خبره: «ما چې عکسونه وکتل چې وسلهوال مجاهدین ورسره ولاړ دي او عکسونه ورسره اخلي. دا ټوپک دې ستا اور واخلي چې د کفر په مقابل کې دې چلولی دی او نن د هغه کافر له روح سره عکس اخلې.»
دې طالب په خپله وینا کې زیاته کړې چې پخواني ولسمشران محمد اشرف غني او حامد کرزی هېڅ چا نه پېژندل، خو د نړۍ غېرمسلمانو هېوادونو پر افغانانو واکمن کړل. د خواله رسنیو افغان کاروونکو او د کرکټ مینهوالو د حماسي دا څرګندونې په سختو ټکو غندلې دي. یو شمېر کاروونکو لیکلي چې د طالبانو دغه دیني عالم په خپلو خبرو کې راشد خان ته اشاره کړې ده.
حماسي که څه هم په خپلو خبرو کې مخامخ د راشد خان نوم نه اخلي، خو نیوکه کوي چې په کندهار کې دغه لوبغاړي ته یو سوداګر کور هم ډالۍ کړی دی. نږدې یوه میاشت وړاندې د اعمار په نوم یوه ودانیز شرکت د کندهار په عینومېنه کې راشد خان ته یو کور ډالۍ کړ؛ راشد خان هم د دغو مراسمو لپاره کندهار ته تللی و.
عبدالحمید حماسي زیاتوي: «دا خبره مې د فکري اشغال لپاره کړې او پرې پښېمانه نه یم. کوم انسانان چې رامخته کېږي سرونه یې کله د انګرېزانو په شکل جوړ وي. دا کور باید دې تجار هغه مجاهد ته ورکړی وای چې د کفر د اشغال په مقابل کې شهید شو.»
د طالبانو دغه دیني عالم د راشد پر ضد له خپلو څرګندونو په دفاع کې زیاتوي، چې د کرکټ لوبغاړي په کفري روحیه سنبال دي او باید د غربي روحیې پر ځای دې ځانونه پر اسلامي روحیه سنبال کړي.
د حماسي څرګندونو ته غبرګونونه
په دې وروستیو کې د طالبانو او کرکټ مینهوالو ترمنځ سختې ناندرۍ راپارېدلې دي. هممهاله په کندهار کې طالبانو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې چې د کرکټ لوبې او تبصرې (کمېنټري) باید نورې خپرې نه کړي. تر دې مخکې هلمند کې هم طالبانو د کرکټ یو لوبغالی ړنګ کړ او پر عیدګاه یې بدل کړ.
د کرکټ لوبو مبصر او خبریال جعفر هاند په یوه ویډیو کې د عبدالحمید حماسي دغه څرګندونې غندلې او دا چاره یې له یوه مسلمان لوبغاړي سره زیاتی بللی دی. هغه زیاتوي: «د حماسي مشخص هدف راشد خان دی او راشد خان موږ پوهېږو چې د خیر په کارونو کې تر ډېرو افغانانو مخکښ دی او ډېرو مسلمانانو ته یې خیر رسېدلی دی. ما له راشد خان سره وخت تېر کړی او زه یې په مسلمانۍ شاهدي ورکوم.»
د هغه په خبره، د حماسي په څرګندونو کې کینه ښکاري.
لیکوال عمادالدین دوران پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د راشد خان پر ضد د حماسي په دغه پیغام کې د کارول شوې ژبې ترمینالوژي پاکستانۍ ده. هغه لیکي: «وايي راشد خان هندو دی. په دې جمله کې پرته سایکالوژي زموږ د ټولنې نه ده، ځکه موږ په خپلو وطني ژبو کې اصلاً له هندوانو څخه د کرکې ادبیات نه لرو؛ بلکې د مذهبي توپیر سربېره زموږ په شفاهي او مکتوبي ادب دواړو کې له هندوانو سره د مینې او ټولنیز نږدېکت روحیه پالل شوې ده.»
د وحدتالله په نوم د کرکټ یو مینهوال وايي، د طالبانو د دغه ملا فتوا سیاسي او بهرنی بوی لري. هغه لیکي: «ده ته هم د بادار لهخوا د عمران خان مثال ورکړل شوی دی.»
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکي باور لري چې طالبان هم او شیخ حماسي هم په افغانستان کې د کرکټ لوبغاړو له محبوبیت څخه ډار لري او غواړي په قصدي ډول د دوی پر ضد ناوړه تبلیغات وکړي.
هغه زیاته کړه، اوس د طالبانو پر ضد د سیاسي، مدني او ان پوځي فشارونو یوه ټولګه رامنځته شوې او اوس هغه وخت دی چې د دې ډلې مخالفان پر یوې سیاسي لارې نقشې تمرکز وکړي.
هغه همدارنګه د «ټولشموله حکومت» مفهوم یوازې د قومونو د استازو تر سمبولیک حضور پراخ وباله او ویې ویل، د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې باید هېڅ ډله، جریان، ارزښت یا غږ له پامه ونه غورځول شي. د هغه په وینا، د طالبانو د مخالفو ځواکونو ترمنځ د فکري توپیرونو منل یوه اړتیا ده؛ که هغه جریانونه وي چې پر مدني مبارزه ټینګار کوي او که هغه ډلې چې د امنیتي لارو چارو ملاتړ کوي.
اندیشه خبرداری ورکړ چې د نورو د غږ نه اورېدل او د یوه واحد لیدلوري تپل، له طالبانو سره ورته چلند دی. هغه وویل: «طالبان له خپل لیدلوري پرته د بل چا نظر نه اوري او هماغه پر ټولو تپي».
په جنیوا کې د افغانستان سفیر د سیاسي بهیرونو په برخه کې د ښځو پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د ښځو حضور باید یوازې سمبولیک نه وي، بلکې هغوی باید په پرېکړو کولو کې اغېزناک او مانادار سیاسي رول ولري.
دا غونډه د فوزیې کوفي په مشرۍ د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان په نوښت جوړه شوې او په اسلاماباد او لندن کې د تېرو دوو غونډو پر پایلو ولاړه ده.
د غونډې جوړوونکي وايي، د دې خبرو اترو موخه د سیاسي او مدني جریانونو ترمنځ د باور پیاوړتیا، د ښځو د حقونو ملاتړ، ټولشموله حکومتولي، د قانون حاکمیت، عدالت او په افغانستان کې د یوه دیموکراتیک او ټولګډونه نظام رامنځته کول دي.
د نوموړي د سفر پر مهال یوه بله جنجالي صحنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه طالب غړي ورته د افغانې مېرمنې د پیدا کولو وړاندیز وکړ. دې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو او پخوانیو سیاسي څېرو غبرګونونه راوپارول. هغوی دا ډول چلند له افغاني فرهنګ او د افغان ښځو له انساني کرامت سره په ټکر کې وباله، په داسې حال کې چې په هېواد کې ښځې له زدهکړو او ګڼو کاري فرصتونو محرومې دي.
د نوموړي سفر یو ځل بیا دا بحث راپورته کړ چې بهرني محتوا جوړوونکي د خپلو محدودو لیدنو او له طالب چارواکو سره د خبرو پر بنسټ د افغانستان د ټولنیز وضعیت په اړه څومره بشپړ انځور وړاندې کولای شي.
سنیګو له خپلو څرګندونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې موخه یې د افغانستان مستندول او له خلکو سره خبرې کول دي. نوموړي د دې ادعا هم کړې چې د سفر لپاره یې له چا پیسې نه دي ترلاسه کړې.
د سیلانیانو له کمرو پټ واقعیتونه
د بهرنیو سیلانیانو په ویډیوګانو کې ډېری وخت د افغانستان طبیعي ښکلا، د خلکو مېلمهپالنه، امنیتي وضعیت او له طالب سرتېرو سره د سیلانیانو دوستانه اړیکې ښودل کېږي خو د هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لږه اړیکه نیسي.
که څه هم ټول بهرني سیلانیان افغانستان ته د تبلیغاتي موخو لپاره نه ځي او ډېری یې د سیاحت او شخصي تجربو د شریکولو لپاره سفر کوي، خو د هغوی خپرې شوې ویډیوګانې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د یوه ځانګړي روایت په خپرېدو کې رول لوبولی شي.
د رسنیزو محتواوو منتقدین باور لري چې د افغانستان د وضعیت په اړه یوازې د مثبتو صحنو خپرول د دغه هېواد بشپړ انځور نه شي وړاندې کولای، ځکه په دغو ویډیوګانو کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د بیان د ازادۍ وضعیت نه منعکس کېږي او یا داسې صحنې ښودل کیږي، چې طالبانو د نړیوال ذهنیت د غولولو لپاره واردمخه تنظیم کړې وي.
د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو مهم اړخ د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګېدلي محدودیتونه دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو څخه محرومې شوې دي. ښځې له ګڼو کاري فرصتونو بېبرخې شوې او د هغوی پر ټولنیز حضور، تګ راتګ او د ژوند پر نورو برخو محدودیتونه لګول شوي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزیر د یوناما له مشرې غوښتي چې د افغانستان پر اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو لپاره هڅې وکړي. نوموړي د راستنېدونکو کډوالو، بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزې یادې کړې او د بشري مرستو پر ځای یې د دوامدارو اقتصادي همکاریو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، دین محمد حنیف د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د پراختیايي او بشري همکاریو پر پیاوړتیا، د ملګرو ملتونو پر روانو پروګرامونو او د راتلونکو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، رباب فاطمې د طالبانو د ادارو او یوناما ترمنځ د همغږۍ له ښه کېدو خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره د سیاسي تعامل د ښه کولو، د بشري مرستو د دوام، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې او تخنیکي همکاریو په برخه کې د یوناما د هڅو ډاډ ورکړی دی.
د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې لا هم له خپلو بنسټیزو حقونو، د کار او زدهکړو له فرصتونو محرومې دي او ګڼې یې د بېوزلۍ، لوږې، رواني فشارونو او ټولنیز محرومیت تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څه دپاسه پنځه کاله پوره کېدو سره، لا هم د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون نه دی راغلی. برعکس، د هغوی پر وړاندې محدودیتونه پراخ شوي او د ژوند نږدې ټولې برخې یې تر اغېز لاندې راوستې دي.
افغانې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې دي، ښځې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او په ګڼو دولتي او خصوصي ادارو کې یې د کار دروازې تړل شوې دي. همداراز، پر تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي، ټولنیز حضور او د خپل نظر پر څرګندولو محدودیتونه لګول شوي دي.
دا محدودیتونه یوازې د یوې زدهکوونکې د ښوونځي پرېښودلو یا د یوې ښځې د دندې له لاسه ورکولو په معنا نه دي؛ بلکې د میلیونونو افغان نجونو او ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، فکري ودې، ټولنیز هویت او راتلونکي د محدودولو سبب شوي دي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي، کله چې یوه نجلۍ له زدهکړو محرومه شي، په راتلونکي کې د خپلواک ژوند، د کار بازار او د ټولنې په پرېکړو کې د ګډون فرصتونه هم ترې اخیستل کېږي. په دې توګه، د ښځو پر وړاندې تبعیض یوازې اوسنی نسل نه، بلکې راتلونکي نسلونه هم اغېزمنوي.
نوموړې وايي:«یو وخت ما په خپل کور کې یوه ښځه د کار لپاره نیولې وه، خو نن زه د خلکو کورونو ته ورځم او د هغوی لوښي وینځم او نور واړه کارونه کوم، څو خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړم.»
ارزو وايي، د هغې اصلي درد د کار کوچنیتوب یا د خلکو په کورونو کې د کار کولو خبره نه ده، بلکې دا ده چې له زدهکړو او کاري تجربې سره سره د خپلې وړتیا مطابق د کار کولو فرصت نه لري.
د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو په وار وار د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه غندلي او د ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند د حقونو د بېرته تامین غوښتنه یې کړې ده.
د بشري حقونو یو شمېر نړیوال کارپوهان د طالبانو د سیاستونو د تشریح لپاره د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح کاروي او ټینګار کوي چې د ښځو د جنسیت له امله د هغوی په سیستماتیک ډول له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه ایستل باید د نړیوال حساب ورکونې موضوع وګرځي.
خو د افغان ښځو د حقونو فعالان وايي، یوازې د اندېښنې څرګندول او د محدودیتونو غندل بسنه نه کوي؛ نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، د سرغړونو د مستند کولو، د قربانیانو د ملاتړ او د مسوولینو د حساب ورکونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د دوی په باور، د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول سیاسي بحث چې ښځې او نجونې پکې حضور او د پرېکړې حق ونه لري، د ټولنې د نیمایي برخې له غوښتنو او حقونو سترګې پټوي.
د نومبر ۲۵مه یوازې د ښځو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي د غندلو ورځ نه ده؛ بلکې د هغو ښځو د اقتصادي، رواني او ټولنیز محرومیت د یادولو ورځ هم ده چې د خپل انساني کرامت، کار او خپلواک ژوند حق غواړي.