• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وایي، طالبان او پاکستان دواړه قانون نه مني او خپل مخالفان تېښتې ته اړ باسي، چې په پایله کې به د دواړو مخالفان یو بل ته په لاس ورځي او دا چاره به د دوی د متقابل سقوط سبب وګرځي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د واک انحصار، ځپونکې تګلارې او له دې امله له هېواده د خلکو تېښته او د طالبانو خلاف درېدو ته اړ وتل او تر څنګ یې د پاکستان له لوري پر خپلو سیاسي مخالفانو فشارونه به طالبان او پاکستان یوې اوږدې جګړې ته راکاږي.

د طالبانو انحصار او د کدرونو تېښته

عبدالرحیم ایوبي د طالبانو پر ځپونکو تګلارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د دغې ډلې اداره یوازې د ملایانو لپاره ده او هر څه یې د «ملا» په نوم ځان ته ځانګړي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو لومړیتوب د خلکو هوساینه نه، بلکې «لونګۍ او ږیره» ده.

ایوبي وویل: «که سبا په افریقا کې د ښاروالۍ د ۲۰۰ کارکوونکو د ګومارنې اعلان وشي، نو د افغانستان ۲۰۰ زره لوستي کسان به له طالبانو څخه د تېښتې لپاره نوم‌لیکنه وکړي.»

نوموړي همدارنګه پر طالبانو تور ولګاوه چې په خپلو کړنو سره یې ټولنه د «منافقت» پر لور روانه کړې ده او خلک یې د ظاهري بڼې بدلولو ته اړ ایستلي دي. د هغه په وینا، ډېرو کسانو ورته ویلي چې په ادارو کې د کار کولو لپاره یې یوازې له مجبورۍ اوږدې ږیرې پرېښې دي. ایوبي زیاته کړه چې طالبانو د «ګناه» په نوم له خلکو روزګار اخیستی او د دوی غلطو روایتونو خلک له دینه زړه‌توري کړي دي، تر دې چې ماشومان له ښوونځي زړه توري شوي او فکر کوي چې دلته هر څه یوازې له ملا سره دي.

د پاکستان داخلي ناورین او د مخالفانو ځپل

د پخوانۍ ولسي جرګې دغه غړي وویل، پاکستان له جوړښته تر ننه د افغانستان د هرې واکمنۍ پر ضد درېدلی او بقا یې د لوېدیځ له ګټو سره تړلې ده. هغه په پاکستان کې د پوځ پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، هلته رایه په صندوق کې پاتې کېږي او پرېکړې پوځ کوي.

د ایوبي په خبره، طالبان او پاکستان دواړه خپل مخالفان نه مني؛ طالبان خپل مخالفان اړ باسي چې د ګاونډیانو غېږې ته ولوېږي او بیا ورته د دښمن په سترګه ګوري، او پاکستان هم له عمران خان، ماهرنګ بلوڅ او منظور پښتین سره ورته چلند کوي او اوس یې د مولانا فضل‌الرحمان ګوند پسې اخیستې ده او ورته وايي چې «ته افغان یې او دلته د ژوند حق نه لرې.»

نوموړي وویل، که څه هم پاکستان اوس د طالبانو مخالفان په غېږ کې نیولي، خو دغه کسان د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله دې کار ته اړ شوي دي.

«د طالبانو واکمنۍ پاکستان وژغوره»

ایوبي په دې باور دی چې د طالبانو واکمنۍ او د هغوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده تګلارې په غیرمستقیم ډول پاکستان له سقوطه وژغوره. هغه وویل: «که طالبانو د افغانانو ۵۰ سلنه غوښتنې منلې وای، پاکستان به وخته له منځه تلی و؛ خو طالبانو د مولانا فضل‌الرحمان، محمود خان اڅکزي او منظور پښتین په څېر مشران ووېرول چې که پاکستان سقوط وکړي، نو هلته به هم د طالبانو په څېر د ټي‌ټي‌پي واکمني رامنځته شي.»

هغه د پاکستان دا غوښتنه غیرعملي او غیرمنطقي وبلله چې ګواکې طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي ونیسي او اسلام‌اباد ته دې یې وسپاري.

د ده په وینا، یاده ډله له طالبانو سره نه شلیدونکې اړیکې لري او د طالبانو مخینې ته په کتو سره، چې د اسامه بن لادن په نه سپارلو یې تېر ځل خپله واکمني سقوط کړه، دا شونې نه ده، چې دغه ډله دې د ټي ټي پي پر ضد له پاکستان سره ودریږي.

د اوږدې جګړې او متقابل سقوط خبرداری

عبدالرحیم ایوبي د خپلو خبرو په پای کې خبرداری ورکړ، چې د پاکستان او طالبانو دغه دوه‌ګونې لوبه به د دواړو په زیان تمامه شي. هغه وویل: «د پاکستان ګناه مطلقه خپله ده؛ یا به سقوط کوي او خیبر پښتونخوا او بلوچستان به یې له لاسه وځي، او یا به له طالبانو سره جګړه کوي؛ یا به آمو پاکستان کېږي او یا به اټک افغانستان کېږي.»

نوموړي ټینګار وکړ، کله چې پاکستان او طالبان دواړه خپل بچیان تېښتې ته اړ باسي او د یو بل لاس ته یې ورغورځوي، نو دا چاره به په سیمه کې د یوې اوږدې جګړې د دوام او د دواړو لورو د سقوط لامل شي.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو مخالفانو د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا د جوړېدو غوښتنه کړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو په هسپانیا کې د خپلو درېیم پړاو خبرو اترو په پای کې د سیاسي بدلون، د ټول‌شموله نظام جوړېدو او د افغانستان د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوه منتخبې شورا پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د «ښځې د افغانستان لپاره» په نوم د بنسټ په نوښت، د یوې ورځې لپاره د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره هم په جلا او غیررسمي مجازي غونډه کې خبرې کړې او د خپلو بحثونو پایلې یې ورسره شریکې کړې دي.
په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو، خوځښتونو، مدني فعالانو، پخوانیو وزیرانو، د پارلمان پخوانیو غړو، ډیپلوماټانو، پوهنتوني استادانو، څېړونکو، دیني عالمانو او خپلواکو مدني فعالانو په ګډون څه باندې ۴۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د اعلامیې له مخې، ګډونوالو په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزولی او د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په پام کې نیولو سره یې د دغه هېواد د راتلونکي احتمالي وضعیت، فرصتونو او ننګونو په اړه بحث کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د اوسني سیاسي بن‌بست د ژر پای ته رسولو او د سیاسي لېږد د بهیر د مدیریت لپاره پر ګډ چمتووالي ټینګار کړی دی.
دوی ویلي، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام باید د خلکو پر واکمنۍ، د وګړو پر حقونو، عدالت، د قانون پر حاکمیت، د ښځو پر بشپړ او مانادار ګډون، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ولاړ وي.
د دې غونډې له مهمو وړاندیزونو څخه یو هم د اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا جوړول دي. ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی اساسي قانون باید د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي او د یوه مشروع، ټول‌شموله او ولسواک سیاسي نظام لپاره حقوقي بنسټ وي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو، د نړۍ له هېوادونو او سیمه‌ییزو لوبغاړو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
همدارنګه، د افغانستان دننه له ولسواکو ځواکونو سره د اړیکو د لارو چارو پر جوړولو او پیاوړتیا او په راتلونکو سیاسي بهیرونو کې د هغوی د نظرونو او غوښتنو د انعکاس پر ډاډ ترلاسه کولو خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو په سیاسي لېږد، د بنسټونو په جوړولو او د افغانستان په راتلونکي حکومتولۍ کې د ښځو د مرکزي رول د تضمین غوښتنه هم کړې ده.
د متقابل باور پیاوړتیا، سیاسي همغږي او د سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ ګډو او همغږو اقداماتو ته هم د دې غونډې د لومړیتوبونو په توګه اشاره شوې ده.
د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ ویلي، ګډونوالو ټینګار کړی چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یوازې سیاسي هڅې بسنه نه کوي او د بدلون لپاره باید له نورو شته لارو او امکاناتو هم ګټه واخیستل شي.
دوی همدارنګه د سیاسي لېږد د مدیریت او د ټول‌شموله نظام د رامنځته کولو لپاره د یوه ګډ ملي چوکاټ د جوړولو په موخه د سیاسي بنسټونو او نوښتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د دغو خبرو اترو لومړی پړاو د ۱۴۰۴ کال د تلې په اوومه او اتمه په اسلام‌اباد کې او دویم پړاو یې د ۱۴۰۵ کال د وري په څلورمه او پنځمه په لندن کې ترسره شوی و.

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰
100%

د رویټرز د راپور له مخې، ترکمنستان هڅه کوي چې د ټاپي ګاز نللیکې د هرات اړوند برخه د روان میلادي کال تر پایه بشپړه کړي، خو د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنې او پاکستان سره روانې ترینګلتیاوې لا هم د دې سترې پروژې د بشپړېدو لپاره د بهرنیو پانګونو د جذب پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د ترکمنستان چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې، د روان میلادي کال تر پایه به بشپړې شي او هرات ته به د ګازو لېږد د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې پیل شي.
د عشق‌اباد د معلوماتو له مخې، د سرحداباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره اوږدې لارې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د نښلولو چارې یې هم ترسره شوې دي. که څه هم د دې برخې بشپړېدل په افغانستان کې د پروژې د عملي کېدو چارې وروستي پړاو ته رسوي، خو دا د پاکستان او هند پر لور د ټولې ۱۸۰۰ کیلومتره لارې له لسمې برخې هم کمه ده.
د راپور له مخې، یوازې د هرات د برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې دا د یوې لویې پروژې برخه ده. ټاکل شوې چې ټاپي په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت ولري، په داسې حال کې چې افغانستان به په لومړیو کې هر کال یوازې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترې واخلي.
د دې نللیکې پاتې ظرفیت پاکستان او هند ته د ګازو د صادرولو لپاره په پام کې نیول شوی دی. دغه دواړه هېوادونه په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز واردوي، چې ډېره برخه یې د مایع طبیعي ګاز په بڼه د سمندر له لارې ترلاسه کوي.
شنونکي، پانګه‌وال او د انرژۍ برخې فعالان د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره اټکلوي او وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل به د دې پروژې لپاره د پانګوالو لېوالتیا کمه او د هغوی احتیاط زیات کړي.
د هند او پاکستان تاریخي سیالي، له طالبانو سره د اسلام‌اباد روانې نښتې او ترینګلتیاوې او همدارنګه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بېلتون‌پالې جګړې د دې نللیکې د بشپړېدو پر وړاندې نور مهم خنډونه بلل شوي دي.
خو د ترکمنستان چارواکي هیله لري چې د انرژۍ د بیو لوړېدل او د امریکا او اسراییلو له ایران سره د جګړې په پایله کې د منځني ختیځ د انرژۍ سرچینو لپاره د بدیلو لارو د لټون زیاتېدل به د انرژۍ د سرچینو تنوع ته لېوالتیا زیاته کړي.
ترکمنستان چې د نړۍ د طبیعي ګازو څلورمې سترې زېرمې لري، اوس مهال د خپلو ګازو په صادراتو کې تر ډېره پر چین متکي دی.
د ټاپي پروژې لپاره د ترکمنستان د دولتي شرکت مشر محمدمراد امانوف ویلي، د هرات برخې بشپړېدل کولای شي د عوایدو لومړنۍ سرچینه رامنځته او د پور ورکوونکو باور زیات کړي.
نوموړي د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک د دې پروژې د احتمالي تمویل کوونکو په توګه یاد کړي دي.
اسیا پراختیايي بانک رویټرز ته ویلي، وروسته له هغې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، دغه بانک له افغانستان سره خپلې عادي مرستې ودرولې، خو د ټاپي په پروژه کې یې ښکېلتیا دوام موندلی دی.
دغه بانک زیاته کړې، د تخنیکي مرستو یا مالي ملاتړ په اړه هر ډول پرېکړه به د وخت له شرایطو، اړینو ارزونو او د بانک له رسمي تاییدونو سره تړلې وي.
اسلامي پراختیايي بانک د رویټرز د نظر غوښتنې په اړه ځواب نه دی ورکړی.
په عشق‌اباد کې یوه لوېدیځ مېشتی ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي، پر یوه پېرودونکي د ترکمنستان د ګازو د صادراتو ډېره تکیه د دغه هېواد لپاره ستر ستراتیژیک خطر دی او یاد پېرودونکي ته د ترکمنستان پر اقتصاد د پام وړ نفوذ ورکوي.
د نوموړي په وینا، اروپا ته د کسپین سمندر له لارې د ګازو د لېږد په ګډون د صادراتو د بدیلو لارو چارې هم له سیاسي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي، چې د سمندر د تل د پولو ټاکل یې یوه بېلګه ده.
دغه ډیپلوماټ ویلي، د نړیوالې پانګونې جذب به خورا ستونزمن وي، خو ترکمنستان چمتو دی چې د پروژې د ژوندي ساتلو او د نورو شریکانو د جلبولو لپاره د افغانستان تر پولې او ان تر هغې لږ هاخوا د زیربناوو د جوړولو لګښت له خپلو سرچینو ورکړي.
د رویټرز په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی او عشق‌اباد، سره له دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت نه دی پېژندلی، له کابل سره نسبتاً دوستانه اړیکې لري.
په ورته وخت کې، په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاري رویټرز ته ویلي، اسلام‌اباد لا هم د ټاپي ګاز نللیکې او همدارنګه د ترکمنستان د ګازو د لېږد د تکمیلي طرحې ملاتړ کوي، چې له مخې به یې ګاز د ګوادر او کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به په مایع بڼه نورو بازارونو ته صادر شي.

د طالب جنګیالیو نوی نسل؛ ذبیح‌الله مجاهد وايي هره کورنۍ باید خپل یو اولاد مدرسې ته وقف کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰
100%

د طالبانو ویاند په پکتیا کې د حافظانو یوې غونډه کې له کورنیو غوښتي، چې خپل یو «هوښیار» اولاد حتما مدرسې ته وقف کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان له مدرسو څخه د جنګیالیو د جذب لپاره کار اخلي او په وار وار د دغه ډلې مشرانو ویلي چې د همدې مدرسو پر مټ یې امریکا ماته کړې.

ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په پکتیا کې د حافظانو په یوه غونډه کې له فتنو او فساده د خوندینې لپاره په هره کورنۍ کې د یوه دیني زده‌کوونکي پر موجودیت ټينګار وکړ.

مجاهد وویل: «دا یو تجارت دی؛ داسې تجارت چې په‌کې تاوان نه‌شته. زما هیله دا ده، چې مسلمان وروڼه حتما په خپلو کورنیو کې یو اولاد مدرسې ته وقف کړي».

تر دې مخکې هم ډېریو طالب چارواکو ویلي، چې د مدرسو زده‌کونکو په تېرو شلو کلونو جګړو کې اساسي نقش درلود او د دغې ډلې مشر هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مدرسو او په ځانګړې توګه د «جهادي» مدرسو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم (د وږي په ۱۸مه) د دیني مدرسو او دارالعلومو د زده‌کوونکو تر منځ د سیالیو د پای په مراسمو کې وویل: «دیني مدرسو او طالبانو یې د اشغالګرانو پر وړاندې د ۲۰ کلن جهاد په بهیر کې اساسي نقش درلود او هغوی د اشغالګرانو پر ضد مبارزو او د قربانیو په زغملو سره د افغانستان د خپلواکۍ زمینه برابره کړه».

هغه زیاته کړه: «د دیني مدرسو په فعالیت او د هغو د مبارزو په برکت طالبان پر ټول افغانستان بریالي شول» او څرګنده یې کړه: «همدا مدرسې وې چې د نړۍ د مستکبرانو او اشغالګرانو پر ضد جهاد وکړ او هغوی یې مات کړل».

یاد طالب والي د دینی مدرسو طالبان د تېرې ۲۰ کلنې جګړې اصلي قربانیان وبلل.

د طالبانو د دفاع وزارت د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي رییس امیر محمد حلال (د تلې ۴مه) د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو یوې یاد غونډې ته په وینا کې وویل، چې په مدرسو کې د وژل شویو طالب جنګیالیو د ماشومانو روزنه به په راتلونکو جګړو کې د هغوی د پلرونو تشه ډکه کړي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده (د لړم په ۲۷مه) په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي وو، چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي.

دې ته ورته په دې تړاو د نورو طالب چارواکو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د دیني مدرسو زده‌کوونکي په جنګي روحیه روزل کېږي او طالب چارواکي دغه زده‌کوونکي خپل راتلونکي وسله‌وال جنګیالي ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق (د تلې په ۲۹مه) د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د کلتوري حقونو په اړه وینا کې ویلي وو، چې طالبان تر خپل واک لاندې د «جهادي مدرسو» په پراختیا سره د عصري زده‌کړو سیسټم کمزوری کوي او په ټولنه کې افراطیت او طالباني ایډیالوژي ترویجوي.

له دې سره سم، د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدرسو جوړولو بهیر په بې‌ساري ډول پراخ شوی او دا چاره د دیني افراطیت، ذهنیت جوړونې او د راتلونکو نسلونو د سختدریځه کېدو جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما ثمر ویلي، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د ځوانانو مغزونه مینځل کېږي او خبرداری یې ورکړی، چې د الشباب او بوکوحرام په څېر افراطي او اسلامپالې ډلې د ټولنې د کنټرول لپاره طالبان خپل الګو بولي.

د سرچینو په وینا، ډېری طالب چارواکو او ځینو لوړپوړو قومندانانو په خپلو ولایتونو کې د راتلونکې لپاره د جنګیالیو د لرلو او همداراز روزلو لپاره په خپلو ولایتونو او یا هم تر حاکمیت لاندې سیمو کې د دیني مدرسو په نوم دغه ډول مرکزونه لري.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، یاد چارواکي هم ډېری وخت له خپلو دغو مدرسو لیدنه کوي او له زده‌کوونکو سره یې مالي مرستې هم کوي.

د چارو د څارونکو په باور، طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز په جهادي مدرسو، جوماتونو او د دیني بنسټونو پر جوړولو کړی، خو له دې سره سره، نړۍوالو او د بشري حقونو بنسټونو د دغه مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغوی په باور، دغه مدرسې افراطیت ته وده ورکوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، په هېواد کې ۲۰۳۷۲ دیني مدرسې فعالې دي او په‌کې ۲ میلیونه ۴۵۶ زره ۱۳۲ طلاب زده‌کړې کوي، خو د چارو څارونکي د مدرسو شمېر له دغه شمېر څخه ډېر زیات بولي.

شهرزاد اکبر: طالبان ښځې د نارینه‌و د ملکیت یوه برخه ګڼي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، طالبان ښځې د برابر انساني کرامت او د بشپړو حقونو لرونکو انسانانو په توګه نه پېژني؛ بلکې د نارینه‌و د ملکیت یوه برخه یې ګڼي.

هغه اکبر وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوه منظمه تګلاره ده چې موخه یې د ټولنیز ژوند له ډګر څخه د ښځو اېستل دي. شهرزاد اکبر چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ‍ مشره او اوس د رواداري سازمان مشره ده، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له مساوي انسانانو څخه دویمه درجه کسانو ته راټیټې شوې دي.
د هغې په وینا، ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د نارینه‌و پرتله له لږو ازادیو او حقونو برخمنې دي او عدالت ته یې لاسرسی هم محدود دی. نوموړې زیاته کړې، د طالبانو لیدلوری دا دی چې د ښځې ځای په کور کې دی، دنده یې امېندواره کېدل، د ماشومانو زېږول او د کورنۍ پالنه ده او ښځې باید په ټولنیز ژوند کې حضور ونه لري.

هغې د افغانستان د ښځو وضعیت له «یوه لوی او پرانیستي زندان» سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې ښځې ژوندۍ دي خو له ژوند څخه بې‌برخې شوې دي؛ ساه اخلي او د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو خپلو اړتیاوو، هیلو او خوبونو ته د رسېدو فرصت نه لري.

د ښځو ځپل؛ د طالبانو د منظمې تګلارې یوه برخه

د رواداري سازمان مشرې ویلي، طالبان دغه لیدلوری د قوانینو، په ځانګړي ډول د امربالمعروف قانون له لارې عملي کوي؛ دغه قانون د ښځو پر جامو، غږ او تګ‌راتګ محدودیتونه لګولي او هغو نارینه‌و ته یې هم سزا ټاکلې چې دغه محدودیتونه نه عملي کوي.

د هغې په وینا، طالبانو د دغه میکانېزم له لارې نارینه هم د ښځو په کنټرول کې ښکېل کړي دي؛ داسې چې نارینه ښايي په موټر کې له محرم پرته د یوې ښځې د لېږدولو یا د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو د نه مراعتولو له امله مجازات شي.

اکبر دغه وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې طالبان یوازې ښځې نه؛ بلکې هغه نارینه هم مجازات کوي چې د ښځو په اړه ټاکل شوي مقررات مراعت نه کړي.

هغې ټینګار کړی، چې دغه محدودیتونه جلا، جلا پرېکړې نه دي؛ بلکې د طالبانو د حکومتولۍ د جوړښت یوه برخه ده چې په ټول افغانستان کې په منظم ډول عملي کېږي. د هغې په وینا، طالبانو د دې تګلارې د پلي کولو لپاره قوانین، ادارې، مالي سرچینې او بشري ځواک ځانګړی کړی دی.

د تېر حکومت دې چارواکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته په اشارې ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو لویه برخه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، طالبان د هغو مامورانو د ګومارلو لپاره مالي سرچینې ځانګړې کوي چې په بازارونو او واټونو کې د ښځو جامې او حجاب څاري.

ښځې د تاوتریخوالي قربانیانې؛ نه د پناه ځای لري او نه د عدالت غوښتنې لار

شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو د تګلارو له امله د ښځو بېلابېلې ډلې د معلولیت لرونکو ښځو، ځوانو نجونو او د کورنیو د سرپرستو مېرمنو په ګډون په بېلابېلو بڼو زیانمنېږي. هغې د نابینایانو په ښوونځي کې له زده‌کړو څخه د نابینا نجونو محرومیت ته په اشارې ویلي، معلولیت لرونکو ښځو هم هغو محدودو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی چې پخوا ترې برخمنې وې.

هغې د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ویلي، اوس‌مهال له هرو لسو افغان ښځو څخه اووه یې خپل رواني وضعیت «خراب یا ډېر خراب» بولي. د هغې په وینا، د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د سخت خپګان او ځان‌وژنې د هڅو پېښې زیاتې شوې دي.

د رواداري سازمان مشرې ویلي، هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قرباني کېږي، د عدالت غوښتنې پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي. د هغې په وینا، د طالبانو قضايي نظام رواني، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالی په رسمیت نه پېژني او ان د فزیکي تاوتریخوالي لپاره یې هم محدوده سزا ټاکلې ده.

هغې ویلي، د هغه سړي سزا چې خپله مېرمن وهي او هډوکی یې ماتوي، د حیواناتو د ځورولو له سزا هم کمه ده. اکبر زیاته کړې، هغه ښځې چې د طالبانو له‌خوا نیول کېږي له خوشې کېدو وروسته په ډېرو مواردو کې د خپلې کورنۍ ملاتړ له لاسه ورکوي، په کورنۍ او ټولنه کې منزوي کېږي او ډېری وخت یې له کوره بهر له نړۍ سره اړیکې په بشپړ ډول پرې کېږي.

هغې ویلي، د طالبانو په ادارو کې له تاوتریخوالي سره د مخ شوې ښځې سره د قرباني پر ځای د مجرمې په توګه چلند کېږي او هغه ښځې چې د شکایت لپاره قاضي ته ورځي له سپک چلند سره مخ کېږي.

د اکبر په وینا، په ځینو مواردو کې ښځو ته چې د خپلو مېړونو پر ضد یې شکایت کړی، ویل شوي دي: «دا به درته ښه وي چې مړه شې؛ خو د خپل مېړه شکایت ونه کړې».

نه کور خوندي، نه محکمه غږ اوري؛ د افغان ښځو پرمخ د عدالت او طلاق دواړو تړلې دروازې

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۰
•
ولوله کوچۍ
100%

۲۴ کلنه زمزمه له نږدې یوه کال راهیسې د پلار په کور کې ژوند کوي. دوه کاله مخکې یې واده کړی و. د هغې په وینا، د ګډ ژوند لومړۍ ورځې عادي وې، خو له یوې میاشتې وروسته یې مېړه په بېلابېلو پلمو وهل او ځورول پیل کړل.

هغې د مېړه له کوره د وتلو او د محکمې له لارې د طلاق پرېکړه وکړه، خو کله چې د طالبانو محکمې ته ورغله، مېړه یې ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې مېرمن یې دروغ وایي.

زمزمه وایي، د طالبانو ښځینه کارکوونکو د هغې د بدن ټپونه هم ولیدل، خو د قضیې د جدي څېړلو پر ځای یې د جرګې له لارې د ستونزې حل مناسب وباله. د هغې په وینا، قاضي له مقابل اړخ نه یوازې د تاوتریخوالي د نه تکرار ژمنه واخېسته.

هغه بېرته د مېړه کور ته ستنه شوه، خو تاوتریخوالی پای ته ونه رسېد. زمزمه ادعا کوي چې یوه ورځ یې نشه‌يي مېړه دومره ووهله چې د مرګ تر پولې یې ورسوله او وروسته یې لېور ورغی او په زور یې جنسي تېری پرې وکړ.

زمزمه وایي، د مقاومت پر مهال دواړو سخته ووهله او بدن یې په وینو لړلی و. څو ساعته وروسته، چې لږه ارامه شوه، د طالبانو یوې نږدې حوزې ته لاړه او پېښه یې ثبت کړه، خو د هغې په وینا، مېړه یې بیا هم تورونه رد کړل او سره له دې، چې د تاوتریخوالي نښې یې پر بدن څرګندې وې، خبرې ته یې چا غوږ ونه نیوه.

نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « له دومره ظلمونو سره، چې هر څه د طالبانو په مخکې وو، بیا هم انصاف رانه کړل شو. زه له یوه کال راهیسې د پلار په کور ناسته یم».

100%

طلاق؛ له تاوتریخوالي د وتلو وروستۍ دروازه

د مزارشریف اوسېدونکې تمنا هم له شاوخوا یوه کال راهیسې د پلار په کور ناسته ده.

هغه وایي، مېړه یې له واده وروسته له ګڼو ښځو سره اړیکې لرلې او تاوتریخجن چلند یې ورسره کاوه. له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې له هغه جلا شي.

تمنا محکمې ته عریضه وکړه، خو مېړه یې طلاق ونه مانه او ستونزه یې تراوسه نه ده حل شوې.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « مېړه مې بل واده کړی او موږ له یوه کال راهیسې جلا ژوند کوو. هغه په خپل ژوند کې خوشحاله دی، خو زه د طالبانو د ناسمو قوانینو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ یم».

تمنا او زمزمه دواړې له خپلو مېړونو جلا شوې دي، خو لا هم نه پوهېږي چې د دوی د طلاق برخلیک به څه کېږي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره طلاق اخیستل له ګڼو حقوقي او ټولنیزو ستونزو سره تړلي دي.

د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو او حقوقپوهانو په وینا، د طالبانو نويو قضايي مقرراتو دا بهیر لا پېچلی کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي وایي، د مېړه او مېرمنې د قضايي بېلتون په اړه د طالبانو ۱۸مې ګڼې فرمان د ښځو لپاره له تاوتریخوالي ډک واده څخه د وتلو بهیر ستونزمن کړی دی.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «زما په اند، د دغو مقرراتو اغیز د یوې ښځې له دې پوښتنې ښه درک کېدای شي، چې که نن شکایت وکړم، سبا به چېرته په خوندي ډول ژوند کوم؟ د قضیې څېړنه له لومړۍ ورځې د ښځې د خوندیتوب ارزونې، محرمیت او حقوقي ملاتړ ته اړتیا لري».

صالحي د طالبانو د ۲۰۲۶ کال د محاکمو د جزایي اصولو ۳۲مې مادې ته هم اشاره وکړه. د هغې په وینا، که یو مېړه خپله مېرمن دومره سخته ووهي چې هډوکی یې مات شي، پر بدن یې خلاص ټپ یا شینوالی پیدا شي او ښځه قاضي ته شکایت وکړي، د مېړه لپاره ۱۵ ورځې بند ټاکل شوی دی.

د نوموړې په وینا، په دې ماده کې د ښکاره ټپ شرط د هغو پېښو د څېړلو ساحه محدودوي چې فزیکي نښې یې ژر ورکېږي یا له پیله څرګندې نه وي. د هغې په اند، دوامدار ګواښونه او رواني ځورونه هم په دې معیار کې په روښانه ډول نه رانغاړل کېږي.

صالحي د ښځو د خوندیتوب لپاره د سزا ټاکل کافي نه بولي او ټینګار کوي، چې د شکایت له ثبت څخه نیولې د قضیې تر څېړنې او د پرېکړې تر عملي کېدو پورې باید د قرباني خوندیتوب تضمین شي.

هغې زیاته کړه: «زما په نظر، تر ټولو بېړنی کار دا دی چې ښځې په محرم او خوندي ډول مرستې ته لاسرسی ولري. دا د ښځینه کارکوونکو له لارې د شکایت ثبتولو، خوندي سرپناه، وړیا حقوقي مرستې او روغتیايي او رواني ملاتړ ته اړتیا لري. د سخت کورني او جنسي تاوتریخوالي پېښې باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي. پر ښځې باید فشار وانه‌چول شي چې روغه وکړي یا بېرته هغه کور ته ستنه شي چې خوندیتوب یې پکې له ګواښ سره مخ دی».

جوړجاړی د ښځو حقوق نه شي خوندي کولی

د رسمي محکمو ترڅنګ، د کورني تاوتریخوالي ځینې قضیې د کورنیو مشرانو، قومي شوراګانو او سیمه‌ییزو جرګو له لارې هم حل کېږي، خو د ښځو د حقونو فعالانې اندېښنه لري چې په داسې منځګړیتوبونو کې د قرباني د خوندیتوب او رضایت پر ځای د کورنۍ یوځای ساتلو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

ځینې ښځې جرګو ته د ښځو د تاوتریخوالي قضیو سپارل عادلانه نه ګڼي او وايي، چې په دغو ناستو کې ډېرې پرېکړې د نارینه وو په ګټه کیږي.

په ننګرهار کې کریمه هغه مهال روغتون ته یووړل شوه چې مېړه یې سخته ووهله. هغه یوه اونۍ بستر وه.

د هغې خور ملالۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دې قضیې د حل لپاره جرګه جوړه کړه، خو جرګې د کریمه د مېړه په ګټه پرېکړه وکړه.

ملالۍ، چې په یوه روغتون کې روغتیاپاله ده، وایي، تر اوسه چا د هغې د خور د خوښې پوښتنه هم نه ده کړې.

د هغې په وینا، کریمه د سخت تاوتریخوالي له امله په بدن ټپي ده او رواني وضعیت یې هم د اندېښنې وړ دی، خو میړه ته یې چا هیڅ ونه ویل.

100%
تر سختو وهلو وروسته د کریمې پښه

د کریمې د کورنۍ نیوکه دا ده چې د جرګې په پرېکړه کې د قرباني ښځې غوښتنې او خوندیتوب په پام کې نه دي نیول شوي.

د ډېرو شنونکو په باور، د جرګې له لارې جوړجاړی پخپله د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو ضمانت نه دی. که د قرباني رضایت، د تاوتریخوالي د بیا تکرار خطر او د هغې د خوندي ژوند امکان په پام کې ونه نیول شي، جوړجاړی ښایي ښځه بېرته همغه چاپېریال ته واستوي چې د خلاصون هڅه یې ترې کړې ده.

د دفاع کمزوري کېدل او د قضايي نظام بدلون

زمزمه په دې باور ده چې د ښځینه قاضۍ، څارنوالې او مدافع وکیلې نشتوالي هم د هغې ستونزه زیاته کړې ده.

نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که ښځینه حقوقي کارکوونکې وای، ښايي د خپل ژوند او جنسي تېري پېښه مې په اسانه او پوره ډول بیان کړې وای او د خپل حق غوښتنه مې کړې وای».

د ښځینه حقوقي کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې پر وړاندې بله ستره ستونزه ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني قضايي نظام جوړښت بدل شوی او ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې له خپلو مسلکي دندو او حقوقي فعالیتونو محرومې شوې دي.

د جمهوري نظام پر مهال هم په ټولو ولایتونو کې ښځینه مدافع وکیلانې نه وې، خو په کابل او نورو سترو ښارونو کې ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو د ښځو د قضیو په څېړنه او دفاع کې ونډه لرله.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځینه وکیلانو پخواني کاري جوازونه لغوه شول او د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوه.

په کابل کې مدافع وکیله بنفشه شریفي، چې مستعار نوم کاروي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د حقوق‌پوهانو هغه ټولنه چې له عدلیې وزارت سره ثبت وه، نور فعالیت نه لري او ښځو ته د وکالت جوازونه نه ورکول کېږي».

نوموړې زیاته کړه، « څو محدودې ښځې شته چې د خپلو اړیکو په کارولو سره ځینې وکالتونه کولای شي. وکالت هم بېلابېل ډولونه لري. یو ډول یې په محاکمو کې وي چې وثیقه اخلي او بل ډول یې د قراردادونو لیکل، مشورې ورکول او منځګړیتوب دی. په دې برخو کې ځینې ښځې فعالې دي، خو شمېر یې ډېر محدود دی او ښځو ته په دې برخه کې جواز نه دی صادر شوی».

په ننګرهار کې پخوانۍ مدافع وکیله پلوشه هم وایي چې د جمهوري نظام پر مهال یې له نورو ښځینه وکیلانو سره فعالیت کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاري جوازونه لغوه شول.

د هغو ښځو لپاره چې د کورني یا جنسي تاوتریخوالي په اړه شکایت کوي، د ښځینه وکیلانو او قضايي کارکوونکو شتون د پېښې د بیانولو، د محرمیت ساتلو او د حقوقي دفاع د ترلاسه کولو لپاره مهم دي.

طالبانو د جمهوري نظام پر مهال د نافذو قوانینو او ادارو په جوړښت کې بدلونونه راوستي، پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني زده‌کړو لرونکي کسان ګومارلي دي.

په کابل کې مدافع وکیل جواد اسحاقزی، چې مستعار نوم کاروي، وایي، د حقوق‌پوهانو د خپلواکې ټولنې لغوه کېدو د مدافع وکیلانو پر خپلواکۍ اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه، « د عادلانه محاکمې یو مهم اصل دا دی چې مدافع وکیلان باید خپلواک وي، څو په سمه توګه دفاع وکړای شي، خو اوس دا اصل له‌منځه تللی دی».

د اسحاقزي په وینا، د څارنوالۍ په جوړښت کې بدلونونو د وکیلانو او څارنوالانو ترمنځ پخوانی انډول کمزوری کړی او د وکالت د ځینو اسنادو ترلاسه کول هم وخت نیسي.

بل مدافع وکیل روښان رحیمي وایي، چې د طالبانو په قضايي نظام کې د نویو مقرراتو او کړنلارو په اړه پراخ ابهام موجود دی.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زموږ لپاره د وکیلانو په توګه هر څه ډېر مبهم دي».

رحیمي د عدلي طب، طبي او کمپیوټري تخنیکي څېړنو د بهیر محدودېدل هم د قضیو د تعقیب په برخه کې ستونزه بولي. د هغه په وینا، په ځینو قضیو کې د علمي او فزیکي شواهدو پر ځای د کورنیو ترمنځ جوړجاړي ته پام کېږي.

د دې بدلونونو اغېز د ښځو په قضیو کې په ځانګړي ډول مهم دی، ځکه د کورني او جنسي تاوتریخوالي د اثبات لپاره طبي معاینې، د ټپونو مستندول، د شاهدانو خبرې او خپلواکه حقوقي دفاع ټاکونکي دي.

د ملاتړو شبکو له منځه تلل

د قضايي نظام له بدلونونو سره هم‌مهاله، د ښځو د ملاتړ ګڼې پخوانۍ ادارې هم لغوه یا له فعالیت څخه پاتې شوې دي.

د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو د ملاتړ ځینو بنسټونو د جمهوري نظام پر مهال د ښځو د شکایتونو، حقوقي مشورو، رواني ملاتړ او خوندي سرپناه په برابرولو کې ونډه لرله.

شبنم صالحي وایي، « د دغو ادارو هرې یوې د ښځو د ملاتړ په بهیر کې جلا رول درلود. یوې ښځې کولای شول خپل شکایت ثبت کړي، حقوقي مشوره واخلي، قضیه یې اړوندې ادارې ته راجع شي او که په کور کې له ګواښ سره مخ وه، د لنډمهالې سرپناه په موندلو کې مرسته ترلاسه کړي».

د هغې په وینا، د دغو ادارو له لغوه کېدو یا محدودېدو سره د شکایت ثبت، حقوقي څار او د قرباني خوندیتوب ترمنځ اړیکه کمزورې شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو د پخوانۍ کمېشنرې په په وینا، ډېری ښځې اقتصادي سرچینې نه لري او له محرم پرته ان د کور په کرایه نیولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د ماشومانو د حضانت مساله هم د ښځو لپاره د بېلتون پرېکړه ستونزمنوي.

د ملاتړو بنسټونو کمښت او عدالت ته محدود لاسرسی دا احتمال زیاتوي چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت نه شي.

د افغانستان د ښځو د حقونو څار سازمان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو او نجونو سره د فزیکي، رواني او جوړښتي تاوتریخوالي ۲۲۵ پېښې ثبت کړې دي.

د یاد سازمان راپور، چې د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې څېړي، د وژنو، د وژنو د هڅو، کورني تاوتریخوالي، خپل‌سرو نیونو، جبري ورکېدو او د ښځو او نجونو د ځان‌وژنې پېښې رانغاړي.

دغه بنسټ په ۲۰۲۵ کال کې هم د ترکیې مېشتې ARSA ټولنې په همکارۍ د ښځو او نجونو د حقونو اړوند ۴۱۱ سرغړونې ثبت کړې وې. د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰۰ پېښې پر ښځو مستقیم تاوتریخوالی و. په راپور کې د ښځو او نجونو د قصدي وژنو لږ تر لږه ۷۶ پېښې هم ثبت شوې دي، چې د دغو پېښو تر ټولو ډېرې ۱۶ هغه په ننګرهار کې وې.

راپور د ښځو او نجونو د ځان‌وژنې او ځان‌سوځونې تر ۳۰ زیاتې پېښې هم یادې کړې او په توقیف‌ځایونو کې یې د جنسي تاوتریخوالي درې پېښې ثبت کړې دي.

د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د غچ اخیستنې وېره، ټولنیز فشارونه، اقتصادي تړاو، د سرپناه نشتوالی او پر قضايي نظام بې‌باوري هغه عوامل دي چې ښځې له شکایت کولو راګرځوي.

صالحي وایي، یوه ښځه ښایي له دې ووېرېږي چې تر شکایت وروسته به تاوتریخوالی زیات شي، د ژوند لګښتونه به له لاسه ورکړي یا به له خپلو ماشومانو جلا شي. د کورنۍ د «عزت» په نوم فشار او د ښځې ملامتول هم د هغې پر پرېکړه اغېز کوي.

هغه زیاتوي، « زما په نظر، د ثبت شویو شکایتونو شمېر تر ډېره دا ښيي چې څو ښځې د شکایت تر ځایه رسېدلې دي، خو د تاوتریخوالي د اصلي کچې د معلومولو لپاره دغه شمېر بسنه نه کوي».

یادونه: په رپوټ کې د ځینو کسانو نومونه د هغوی امنیتي اندېښنو ته په پام په مستعار ډول راوړل شوي دي.