• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې انارګل نندارتون؛ د ښځو هیڅ ډول لاسي صنایع او تولیداتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۰

په کندهار کې د «انارګل» په نوم د ملي او نړیوالو تولیداتو په نندارتون کې چې موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د بازار موندنې پراخول او د پانګونې هڅول بلل شوي، د ښځو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ته د ځای نه ورکولو له امله د ښځینه کورنیو سوداګرو د محرومیت اندېښنې راپورته کړې دي.

د کورني تولیداتو ښځینه مسولینې وايي، که څه هم دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپله په دغه ډول نندارتونونو کې ګډون وکړي، خو تمه یې لرله چې خپل لاسي صنایع او نور تولیدات به د نارینه‌وو په وسیله نندارتون ته ورسوي؛ خو د دوی په خبره، په دې لاره کې هم ورسره همکاري ونه شوه او تولیدات یې له نندارې پاتې شول.

دوی نیوکه کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې په نوم نندارتونونه جوړېږي، د ښځو تولیداتو ته د ځای نه ورکول د هغو ښځو هڅې له خنډ سره مخ کوي چې په لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو کې کار کوي او غواړي له همدې لارې خپلې کورنۍ ته عاید برابر کړي.

100%

یوه ښځینه تولیدوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایي: «موږ ته خو اجازه نشته چې په خپله نندارتون ته ولاړې شو، خو موږ غوښتل خپل تولیدات د نارینه‌وو په وسیله ورولېږو، څو خلک یې وویني او بازار ورته پیدا شي؛ خو زموږ تولیداتو ته بیا هم اجازه ورنه کړل شوه».

نوموړې زیاته کړه چې د ښځو لاسي صنایع یوازې د کور دننه د بوختیا وسیله نه ده، بلکې د ډېرو ښځو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده او نندارتونونه کولای شي د هغوی د کار د پېژندنې او پلور لپاره زمینه برابره کړي.

یوه بله ښځینه تولیدوونکې هم وایي: «موږ هم د دې هېواد تولیدوونکې یو او غواړو خپل کار خلکو ته وښیو؛ خو زموږ لپاره نه د ګډون اجازه شته او نه مو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي».

د هغې په خبره، د ښځو د تولیداتو نندارې ته نه وړاندې کېدل نه یوازې د هغوی د کار د معرفي کېدو فرصت له منځه وړي، بلکې د هغو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا مخه هم نیسي چې په محدودو امکاناتو کې تولیدات برابروي.

100%

د انارګل نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د بېلابېلو کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو هڅې کېږي؛ خو د ښځو د تولیداتو نشتون دا پوښتنه راپورته کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په داسې پروګرامونو کې د ښځینه تولیدوونکو ونډې ته څومره پام شوی دی.

د ښځو په خبره، که د دوی د تولیداتو د نندارې او بازار موندنې لپاره هم زمینه برابره شي، کولای شي خپل کار پراخ کړي، له نورو سوداګرو سره اړیکې جوړې کړي او خپل محصولات تر ډېرو پېرودونکو ورسوي.

په دغه نندارتون کې په لومړي ورځ د طالبانو د امربالمعروف ریاست د کارکوونکو له خوا خبریالانو ته هم اجازه ور نه کړل شوه، چې ويډیويي راپورونه چمتو کړي.

100%

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۴

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

•
•
•

نور خبرونه

علي‌خېل: له بن تر دوحې د افغانستان سیاسي تحولاتو ته باید بې‌پرې کتنه وشي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۰
100%

د جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې پورې د افغانستان د سیاسي تحولاتو د بې‌پرې ارزونې غوښتنه کړې او د هېواد د راتلونکي لپاره یې د جمهوریت د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو څېړل بنسټیز بللي دي.

علي‌خېل د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «له بن تر دوحې د افغانستان تحولات، یوې عیني او بې پرې بیا کتنې ته اړتیا لري.»

نوموړي د بن کنفرانس د څرنګوالي او د جمهوري نظام د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو په اړه د پوښتنو په مطرح کولو سره ویلي: «همدا به د هېواد د راتلونکي لیدلوري لپاره تر ټولو مهم او بنیادي مسایلو څخه وي.»

علي‌خېل په خپلو څرګندونو کې د جمهوریت د سقوط پړه پر کومې ځانګړې ډلې یا هېواد نه ده اچولې، بلکې د افغانستان د شل کلنو سیاسي تحولاتو پر بې‌پرې او عیني ارزونې یې ټینګار کړی دی.

د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې

د بن هوکړه د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په پنځمه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوه، چې له مخې یې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې، د بېړنۍ لویې جرګې د جوړېدو او د دایمي دولتي بنسټونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه ورځ وروسته د ۱۳۸۳ شمېرې پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د بن هوکړه تایید کړه.

که څه هم د بن هوکړې د یوه پراخ‌بنسټه او استازولي کوونکي حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کاوه، خو په نړیوالو علمي څېړنو کې په دغه کنفرانس کې د طالبانو او د مدني ټولنې د پراخ استازیتوب نشتوالی د دغه سیاسي بهیر له نیمګړتیاوو بلل شوی دی.

شاوخوا ۱۹ کاله وروسته، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه امریکا او طالبانو په قطر کې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین‌الافغاني خبرو لپاره یې زمینه برابروله؛ خو د افغانستان جمهوري حکومت د دغې هوکړې په مستقیمو مذاکراتو او لاسلیک کې ګډون نه درلود.

د جمهوریت د سقوط کورني او بهرني لاملونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۵مه په یوه څېړنیز راپور کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط شپږ اساسي لاملونه په ګوته کړي وو.

سیګار د افغان حکومت له‌خوا د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د لازم چمتووالي نشتوالی، د امریکا او طالبانو له مذاکراتو څخه د افغان حکومت څنګ ته کول، په سوله‌ییزو خبرو کې د دواړو افغان لورو نه انعطاف، د اشرف غني د واک د کړۍ محدودوالی، د واک زیات تمرکز، پراخ فساد او د حکومت د مشروعیت ستونزې د جمهوریت د سقوط له مهمو لاملونو بللي وو.

دغې ادارې همداراز ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې د باثباته، ولسواک، استازولي کوونکو او ځواب‌ویونکو حکومتي بنسټونو په رامنځته کولو کې خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېده.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او د افغانستان شل کلن جمهوري نظام سقوط وکړ. د همدې کال د اګسټ په ۳۰مه له افغانستان څخه د امریکايي او متحدو ځواکونو د وتلو بهیر هم بشپړ شو.

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د بامیان ۲۱ کلن ځوان مرتضی انوري پنځه کاله په ایران کې کار وکړ، څو د خپل مړ شوي پلار پورونه پرې کړي. هغه هیله لرله چې د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړي، واده وکړي او د خپل ژوند نوی فصل پیل کړي.

مرتضی د هغو اتو افغان کډوالو له ډلې یو دی چې جسدونه یې د ترکیې په وان ښار کې موندل شوي دي.

د مرتضی د تره زوی عباس، چې په ایران کې ورسره همکار و د هغه د ژوند د کیسو په یادولو سره لومړی د اوږدو کاري ساعتونو یادونه کوي. دوی د اصفهان په یوه فابریکه کې د ماشینونو پرزو د پالش کولو کار کاوه.

عباس وایي: «هغه به دلته هره ورځ ۱۳ او ان ۱۴ ساعته کار کاوه. ډېر زیارکښ و.»

مرتضی د بامیان په مرکز کې د فولادي درې اوسېدونکی و. د عباس په وینا، هغه تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شو ښوونځی پرېږدي او د کار لپاره ایران ته ولاړ شي.

د مرتضی پلار شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې مړ شوی و. د هغه له مړینې وروسته کورنۍ له بې‌وزلۍ او هغو پورونو سره مخ وه چې د پلار څخه یې ورته پاتې وو.

عباس د دغو پورونو اندازه شاوخوا یو میلیون افغانۍ یادوي. هغه وایي، کره اندازه یې نه ده په یاد، خو تر هغه ځایه چې پوهېږي، د کورنۍ پورونه له دې اندازې کم نه وو.

مرتضی په ایران کې د خپلو پنځو کلونو کار پر مهال هڅه وکړه چې د کورنۍ دغه پورونه پرې کړي.

د مرتضی مور، خویندې او وروڼه په افغانستان کې اوسېدل. هغه دوې مشرانې خویندې، یو مشر ورور او یو کشر ورور درلود. مشر ورور یې هم د یوې مودې لپاره په ایران کې کار کړی و، وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوی و؛ خو مرتضی په ایران کې پاتې شو او خپل کار ته یې دوام ورکړ.

عباس شاوخوا دوه یا درې کاله له مرتضی سره یوځای کار کړی و. په دې موده کې دوی څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کړې وې. د عباس په وینا، هغه د مرتضی له هیلو او ارمانونو خبر و.

100%

مرتضی په ایران کې د خپل استوګنې له لومړیو کلونو راهیسې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته د تګ فکر درلود. د عباس په وینا، اقتصادي ستونزو او د کورنۍ پورونو اړ کړی و چې څو کاله په ایران کې پاتې شي او کار وکړي.

هغه هیله لرله چې په ترکیه کې به کار پیدا کړي او ډېر عاید به ترلاسه کړي. اروپا ته تګ هم د هغه د راتلونکو پلانونو یوه برخه وه، که څه هم نه پوهېده چې هلته رسېدل به څومره وخت ونیسي.

مرتضی د قاچاقي سفر لګښت هم د کارګرۍ له لارې برابر کړی و.

د عباس په وینا، قاچاق‌بر ورسره هوکړه کړې وه چې د شاوخوا یو زرو او ۴۰۰ ډالرو په بدل کې به یې ترکیې ته ورسوي او هلته به ورته دنده هم پیدا کړي.

مرتضی په همدې هیله د ترکیې پر لور روان شو؛ خو څه موده وروسته د ترکیې په وان ولایت کې د اتو افغان کډوالو د جسدونو د موندل کېدو خبر خپور شو. د عباس په وینا، مرتضی هم د دغو اتو کسانو له ډلې و.

د دغو اتو افغان کډوالو جسدونه د لړم په ۱۶مه د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ په یوه سیمه کې، د ایران پولې ته نږدې او د سړک تر څنګ وموندل شول. د هغوی مړي د عدلي طب د معایناتو لپاره د وان ښار عدلي طب مرکز ته ولېږدول شول.

د دغو کډوالو د مړینې د څرنګوالي په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. د «وان ۶۵» سیمه‌ییزې رسنۍ د لړم په ۲۲مه راپور ورکړی چې دغه کډوال په یوه خالي شوي کور کې اوسېدل او ښایي د کور د تودولو لپاره د بخارۍ له امله د خپاره شوي کاربن مونو اکساید ګاز د تنفس کولو له کبله مړه شوي وي.

دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې چې نورو کډوالو د خپلو ملګرو له مړینې وروسته د هغوی جسدونه د دوو کلیو ترمنځ یوې ازادې سیمې ته لېږدولي وو.

خو دا روایت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د وان د وکیلانو ټولنې د اوز الپ له څارنوالۍ سره تر لیدنې وروسته، د لړم په ۱۸مه اعلان وکړ چې د دغو اتو افغان کډوالو د مړینې لامل لا هم نه دی معلوم شوی او د پېښې په اړه څېړنې محرمانه دي. دې ټولنې ویلي، هڅه کوي د قربانیانو هویت، د مړینې لامل او د پېښې څرنګوالی روښانه کړي او قضايي بهیر له نږدې تعقیبوي.

د ترکیې اخلاص خبري اژانس د خپل وروستي راپور له مخې، چې د لیندۍ په څلورمه یې خپور کړی، د دغو اتو کډوالو جسدونه تر عدلي طب معاینې وروسته په الوتکه کې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دغه خبري اژانس هم د هغوی د مړینې لامل نامعلوم بللی او لیکلي یې دي چې په استانبول کې د څېړنو پایلې ښايي د دغو کډوالو د مړینې د علت په روښانه کېدو کې مرسته وکړي.

100%
مرتضی په اصفهان کې

د مرتضی د کورنۍ سختې ورځې

عباس وايي، د مرتضی مور، خویندې او کشر ورور د هغه د مړینې د خبر په اورېدو سخت ځپل شوي دي. د ده په وینا، د کورنۍ غړي د دې خبر له اورېدو وروسته څو ځله بې‌هوښه شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مرتضی مور لا هم ځوانه ده. هغې څو کاله مخکې خپل مېړه له لاسه ورکړی و او اوس د خپل زوی له مړینې سره هم مخ شوې ده. عباس وايي، د دې کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر ستونزمن دی.

عباس د مرتضی وروستۍ هیلې هم په یاد لري. دی وايي، مرتضی به څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کولې او ویل به یې: «که د خدای خوښه وه، اروپا ته ځم؛ او که د خدای خوښه نه وه، بېرته افغانستان ته ستنېږم».

ملګري ملتونه: افغانستان د نړۍ د لوږې د بحران د څلورو اصلي مرکزونو څخه یو دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان د کانګو، هایتي او فلسطین ترڅنګ په نړۍ کې د هغو څلورو سیمو په نوملړ کې شامل کړی چې د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې له خورا جدي وضعیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وړاندوینې له مخې، د ۱۴۰۶ کال د وري میاشتې تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا ۱۹،۲ مېلیونه کسان له سختې لوږې او یا تر دې هم له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

په دغه راپور کې اټکل شوی چې په همدې موده کې به شاوخوا ۱،۳ میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. همدارنګه تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له شپږو تر ۵۹ میاشتو پورې دي، په حادې خوارځواکۍ اخته شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لا هم یوه جدي بشري اندېښنه ده.

د دغو ادارو په راپور کې د نړۍ د لوږې ۱۶ بحراني سیمې په ګوته شوې دي چې د روان کال د چنګاښ میاشتې له راپور سره په پرتله درې سیمې زیاتې شوې دي. دغو ادارو په زیان‌منونکو سیمو کې د لوږې د بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او د اړمنو خلکو لپاره یې د بېړنیو خوراکي مرستو غوښتنه کړې ده.

د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال له لیندۍ څخه د ۱۴۰۶ کال تر غويي میاشتي پورې به د نړۍ په ځینو سیمو کې د خوړو سخته ناامني په ښکاره ډول زیاته شي.

د راپور له مخې، اقلیمي بدلونونه او د ال‌نینو پدیده په جنوبي افریقا، د مرکزي امریکا په وچ کمربند او د اوګانډا په شمال ختیځ کې د خوراکي بحران د پراخېدو له مهمو عواملو څخه دي.

همدارنګه، وسله‌والې نښتې او تاوتریخوالی د نړۍ په ۱۶ پېژندل شویو بحراني سیمو کې د ۱۲ سیمو د سختې خوراکي ناامنۍ له اصلي لاملونو څخه بلل شوي دي.

سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجریا ځینې سیمې او یمن هغه پنځه سیمې دي چې د خوراکي بحران له پلوه په تر ټولو لوړه کچه د اندېښنې وړ بلل شوې دي. په دغو سیمو کې ځینې د قحطۍ له خطر سره هم مخ دي.

د دغو پنځو سیمو د خوراکي خوندیتوب او تغذیې لپاره د بشري مرستو بودیجه په ۲۰۲۲ کال کې له ۵،۱ میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده ډالرو ته راکمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په ټولو ۱۶ بحراني سیمو کې د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

دغو دوو ادارو همدارنګه د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو پر برابرولو او اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره د بې‌خنډه لاسرسي پر ډاډمنولو ټینګار کړی دی.

فایق: د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له سیاسي خبرو حل کېدای شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د افغانستان له روان کړکېچ څخه د وتلو لار د ملګرو ملتونو په ملاتړ او منځګړیتوب د افغانانو په مشرۍ ټول‌شموله سیاسي خبرې دي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د یوه نړیوال کنفرانس یا سیاسي بهیر له لارې د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې هوکړې زمینه برابرېدای شي، چې د خلکو پر ارادې او د یوه مشروع، ټول‌شموله او ځواب‌ویونکي حکومت پر رامنځته کولو ولاړه وي.

فایق د طالبانو له‌خوا د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام له منځه وړل او د بن بهیر ژمنو ته نه پاملرنه، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بن‌بست د دوام له اساسي لاملونو بللي دي.

هغه لیکلي: «پر افغانستان د طالبانو واکمني د هغه بهیر ژمنې له منځه نه وړي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې په اساسي قانون کې تعدیل باید د همدې قانون له احکامو او ټاکل شویو کړنلارو سره سم ترسره شي.

د هغه په وینا: «د طالبانو او د هغوی د سیاسي مخالفانو په ګډون هېڅ ډله دا صلاحیت نه لري، چې له دغه چوکاټ څخه بهر په یو اړخیز ډول اساسي قانون تعلیق یا تعدیل کړي.»

فایق د ۲۰۰۱ کال د بن هوکړې ته په اشارې ویلي، چې دغې هوکړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د هغې تایید له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان په اړیکو کې نوی فصل پرانیست.

د هغه په وینا، دغې هوکړې د دولتي بنسټونو د بیارغونې، د جمهوري نظام د پیاوړتیا، د اساسي قانون د تصویب او هغو پرمختګونو ته زمینه برابره کړه، چې اغېزې یې لا هم لیدل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت هم د همدې بهیر د ملاتړ لپاره رامنځته شوی و.

فایق ویلي، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې د دغه نظام د جوړولو او ملاتړ لپاره درانه ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.

هغه زیاته کړې، چې له کمزورې حکومتولۍ، اداري فساد، سیاسي اختلافونو او د طالبانو له جګړې سره سره، د خلکو پر ارادې او د وګړو پر حقونو ولاړ حکومت رامنځته شوی و.

فایق د بن په بهیر او تر هغه وروسته د ملګرو ملتونو رول او مسوولیتونو ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د خبرو د اسانتیا په برابرولو کې ځانګړی ځای لري.

نوموړي ټینګار کړی: «د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ باید د طالبانو په ګډون د هېڅ ځانګړې ډلې د غوښتنو یرغمل نه شي.»

د هغه په وینا، د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد په ټولو خلکو پورې اړه لري او سوکالۍ او پرمختګ ته رسېدل له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل او د هغې ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان ماموریت؛ د یوناما نوې مشرې خپل کار په چټکۍ پیل کړی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۰
•
جمشید یما امیري
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۲۶مه د خپل ماموریت له پیل راهیسې پراخ ډیپلوماتیک فعالیتونه پیل کړې دي. نوموړې په څه کم دوو میاشتو کې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او څو ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي.

خو د بارب فاطمې دغه لیدنې تر ډېره د پېژندګلوۍ او د افغانستان له وضعیت سره د بلدتیا بڼه لري او لا هم د دغه هېواد د کړکېچ د هواري لپاره د یوه سیاسي بهیر د پیل روښانه نښه نه لیدل کېږي.

مېرمن فاطمه چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له خوا دې دندې ته نومول شوې، د بنګله‌دېش تجربه‌ لرونکې ډیپلوماټه ده او په دوه‌اړخیزه او څو‌اړخیزه ډیپلوماسۍ، د پالیسیو جوړولو او د نړیوالو پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې تر ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري.

نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې د ایسارو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو په چارو کې د دغه سازمان د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بنګله‌دېش د سفیرې او دایمي استازې په توګه هم کار کړی او لومړنۍ ښځه وه، چې د ملګرو ملتونو د سولې ټینګښت کمېسیون مشري یې پر غاړه لرله.

پرله‌پسې سفرونه او د طالبانو له چارواکو سره د پېژندګلوۍ لیدنې

رباب فاطمې په کابل کې د خپل ماموریت له پیل وروسته، د طالبانو د ادارې له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو او بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړې ده. دغه لیدنې په لومړي پړاو کې د پېژندګلوۍ بڼه لري، ځکه نوموړې تازه د یوناما مسوولیت پر غاړه اخیستی او هڅه کوي د افغانستان له میداني وضعیت سره بلدتیا پیدا او له بېلابېلو لورو سره د اړیکو لارې جوړې کړي.

هغې تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي، د اقتصاد له وزیر دین‌محمد حنیف، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي، د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا له وزیر نورجلال جلالي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر عطاالله عمري سره لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د دوحې بهیر د څلورمې ناستې موضوع هم مطرح شوې ده.

مېرمن فاطمې کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له ځايي چارواکو، د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال والي سره هم لیدلي دي. نوموړې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، له ښځینه سوداګرو، مدني فعالانو، خبریالانو، د خصوصي سکټور له استازو او بېرته راستنو شویو کسانو سره هم خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې تر اوسه ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته سفرونه کړي دي، خو د یوناما د نوي ماموریت په اړه د طالبانو هرکلی سوړ او له احتیاطه ډک و. د دې ډلې چارواکو د یوناما د راپورونو او فعالیتونو په اړه په وار وار ټینګار کړی، چې دغه بنسټ باید بې‌طرفه پاتې شي او د افغانستان د وضعیت پر هغو برخو تمرکز ونه کړي، چې دوی یې «منفي اړخونه» بولي.

د یوناما اصلي ماموریت

د یوناما اصلي ماموریت یوازې د بشري مرستو همغږي او د بشري حقونو د وضعیت څارنه نه ده. د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو اسانتیا برابرول، د یوه ټول‌شموله سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو کې مرسته او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د هڅو ملاتړ د دغه بنسټ له اساسي مسوولیتونو څخه دي. خو په تېرو پنځو کلونو کې د یوناما د ماموریت دغه برخه نږدې له پامه غورځول شوې او ملګري ملتونه نه دي توانېدلي، چې د طالبانو او نورو سیاسي جریانونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو اغېزناک بهیر رامنځته کړي او د افغانستان سیاسي کړکېچ لا هم بې‌حل‌لارې پاتې دی.

د طالبانو چارواکي واک ته د خپلې ډلې بېرته رسېدل د جګړې او د افغانستان د کړکېچ پای بولي او د خپلې ادارې پر مشروعیت ټینګار کوي، خو د دې ډلې سیاسي مخالفان، مدني فعالان، د افغانستان د ټولنې لویه برخه او نړیواله ټولنه له دې لیدلوري سره موافق نه دي. دوی باور لري، چې له واکمن جوړښت څخه د نورو سیاسي جریانونو ایستل، د سیاسي مشارکت نشتوالی، د وګړو پر حقونو پراخ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو محرومول نه یوازې د افغانستان کړکېچ پای ته نه دی رسولی، بلکې هغه ته یې نوې بڼې هم ورکړې دي.

له دې لیدلوري، د افغانانو ترمنځ له ټول‌شموله سیاسي خبرو اترو او د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو جریانونو له ګډون پرته د افغانستان د کړکېچ حل ناشونی دی. خو یوناما په تېرو پنځو کلونو کې د دا ډول خبرو اترو لپاره د زمینې په برابرولو نه ده توانېدلې.

ملګرو ملتونو د دوحې د بهیر په پیلولو سره هڅه وکړه، چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زمینه برابره کړي، خو دغه بهیر د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو لامل نه شو. د طالبانو استازو د واک د جوړښت او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه له ټول‌شموله خبرو اترو ډډه کړې او هڅه یې کړې، چې د دوحې ناستې تر ډېره له نړیوالې ټولنې سره پر تعامل، اقتصادي مسایلو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې او د بدیلو مرستو پر ترلاسه کولو متمرکزې کړي.

رباب فاطمې په خپلو لیدنو کې د افغانستان د سیاسي بهیر د پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو د هیلو او تمو یادونه کړې، خو تر اوسه د طالبانو په چلند کې د بدلون یا د یوه مانادار سیاسي بهیر د پیل کومه څرګنده نښه نه لیدل کېږي.

د یوناما د ماموریت له اصلي موخې څخه انحراف

د یوناما پر فعالیتونو یوه اساسي نیوکه دا ده، چې د دغه بنسټ سیاسي ماموریت ورو ورو د بشري او اقتصادي فعالیتونو تر سیوري لاندې راغلی دی.

یوناما په عملي توګه د خپلو فعالیتونو مهمه برخه د بشري مرستو همغږۍ، د طالبانو له ادارې سره تعامل او د عامه خدمتونو اړوند مسایلو تعقیب ته ځانګړې کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د دغه بنسټ اصلي مسوولیت سیاسي رول لوبول او د افغانستان د کړکېچ په حل کې مرسته کول دي، نه دا چې د اجراییوي او خدمتونو وړاندې کوونکو بنسټونو ځای ونیسي.

یوناما اوس په افغانستان کې د خدمتونو او پراختیايي فعالیتونو د همغږۍ په یوه لویه برخه کې رول لري؛ داسې رول چې په تېرو کلونو کې یې دومره پراخوالی نه درلود. په ورته وخت کې، د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې او د دغو مرستو د احتمالي انحراف په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د بشري حقونو د نقض د پېښو مستندول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکول هم د یوناما له نورو فعالیتونو څخه دي. خو منتقدان وايي، چې دغه راپورونه د افغانستان د وضعیت یوازې یوه محدوده برخه رانغاړي او د طالبانو د سیاستونو د بدلون لپاره یې د اغېزناک فشار په رامنځته کولو کې ونډه نه ده لرلې.

خو طالب چارواکو هم په وار وار د یوناما راپورونه غیرواقعي او تبلیغاتي بللي دي.

مېرمن فاطمې د طالبانو له ادارې سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پراختیا او په نړیوالو تعاملاتو کې د دې ډلې د ونډې د زیاتولو لپاره د یوه «واقع‌بینانه» پروګرام خبره کړې ده. دغه پروګرام د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو لپاره د یوناما په لومړیتوبونو کې شامل دی.

خو د یوناما د نوې مشرې بریا پر ګڼو عواملو پورې تړلې ده؛ لکه د بنګله‌دېش د ډیپلوماتیک نفوذ کچه او له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې، د امنیت شورا د غړو ملاتړ او د طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د سترو قدرتونو د بېلابېلو لیدلورو ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره د نوې استازې وړتیا.

یو سیاسي فعال باور لري، چې د یوناما ماموریت ورځ تر بلې محدودېږي او فعالیتونه یې محافظه‌کارانه کېږي. د هغه په وینا، طالبان د دغه بنسټ پر فعالیتونو د پرله‌پسې نیوکو او د راپورونو په اړه د نارضایتۍ په څرګندولو سره هڅه کوي، یوناما کمزورې او په پای کې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا وضعیت ښايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې استازې لپاره هم ننګونې رامنځته کړي. نوموړې له یوې خوا باید له طالبانو سره د اړیکو لارې پرانیستې وساتي او له بلې خوا نه شي کولای، د بشري حقونو، سیاسي مشارکت او ټول‌شموله جوړښت د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مسوولیتونو سترګې پټې کړي.

دې دندې ته د یوې ښځې ټاکل په داسې حال کې شوي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او داسې ښکاري، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په پام سره، دغه هېواد ته د خپلو استازو په ټاکلو کې د ښځو حضور ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو موضوع هم ښايي په افغانستان کې د دغه سازمان د استازې پر دریځ اغېز وکړي او که یوه ښځه دې دندې ته وټاکل شي، ښايي د رباب فاطمې د ماموریت لپاره ډېره پاملرنه او ملاتړ زیات شي. خو د طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ اختلافونه به لا هم د هر ډول همغږي سیاسي اقدام پر وړاندې مهم خنډ وي.

رباب فاطمه د رزا اوتونبایوا ځایناستې شوې ده؛ هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانۍ استازې وه، چې د مسوولیت پر مهال یې د دوحې بهیر او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل هڅې د کار په لومړیتوبونو کې وې. خو د هغې کړنې له پراخو نیوکو سره مخ شوې. منتقدانو د هغې ماموریت ناکام بللی او د ملګرو ملتونو د سیاسي او بشري حقونو د موخو د پرمخ بېولو لپاره یې د هغې وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د اوتونبایوا د ماموریت پر مهال د دوحې بهیر د طالبانو او د افغانستان د نورو جریانونو ترمنځ د ټول‌شموله سیاسي خبرو اترو په رامنځته کولو کې پاتې راغی. د یوناما فعالیتونه هم تر ډېره د بشري حقونو د نقض د پېښو پر مستندولو او امنیت شورا ته پر راپور ورکولو متمرکز پاتې شول؛ هغه راپورونه چې د طالبانو چارواکو غیرواقعي او تبلیغاتي بللي دي.

رباب فاطمه هڅه کوي، چې د دوحې د بهیر څلورمه ناسته جوړه کړي، خو داسې نه ښکاري چې طالبان دې د افغانستان د سیاسي کړکېچ په اړه خبرو اترو او مذاکراتو ته چمتو وي. پنځه کلن نړیوال انزوا، د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پېژندل کېدل، بانکي او اقتصادي بندیزونه او د مخالفتونو زیاتوالي هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی. له همدې امله، لرې ښکاري چې یو بهرنی ډیپلومات چې رول یې تر ډېره سمبولیک دی، وکولای شي په دې وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.