فایق: د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له سیاسي خبرو حل کېدای شي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د افغانستان له روان کړکېچ څخه د وتلو لار د ملګرو ملتونو په ملاتړ او منځګړیتوب د افغانانو په مشرۍ ټولشموله سیاسي خبرې دي.
نوموړي د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د یوه نړیوال کنفرانس یا سیاسي بهیر له لارې د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې هوکړې زمینه برابرېدای شي، چې د خلکو پر ارادې او د یوه مشروع، ټولشموله او ځوابویونکي حکومت پر رامنځته کولو ولاړه وي.
فایق د طالبانو لهخوا د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام له منځه وړل او د بن بهیر ژمنو ته نه پاملرنه، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بنبست د دوام له اساسي لاملونو بللي دي.
هغه لیکلي: «پر افغانستان د طالبانو واکمني د هغه بهیر ژمنې له منځه نه وړي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې په اساسي قانون کې تعدیل باید د همدې قانون له احکامو او ټاکل شویو کړنلارو سره سم ترسره شي.
د هغه په وینا: «د طالبانو او د هغوی د سیاسي مخالفانو په ګډون هېڅ ډله دا صلاحیت نه لري، چې له دغه چوکاټ څخه بهر په یو اړخیز ډول اساسي قانون تعلیق یا تعدیل کړي.»
فایق د ۲۰۰۱ کال د بن هوکړې ته په اشارې ویلي، چې دغې هوکړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا د هغې تایید له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان په اړیکو کې نوی فصل پرانیست.
د هغه په وینا، دغې هوکړې د دولتي بنسټونو د بیارغونې، د جمهوري نظام د پیاوړتیا، د اساسي قانون د تصویب او هغو پرمختګونو ته زمینه برابره کړه، چې اغېزې یې لا هم لیدل کېږي.
فایق ویلي، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې د دغه نظام د جوړولو او ملاتړ لپاره درانه ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.
هغه زیاته کړې، چې له کمزورې حکومتولۍ، اداري فساد، سیاسي اختلافونو او د طالبانو له جګړې سره سره، د خلکو پر ارادې او د وګړو پر حقونو ولاړ حکومت رامنځته شوی و.
فایق د بن په بهیر او تر هغه وروسته د ملګرو ملتونو رول او مسوولیتونو ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د خبرو د اسانتیا په برابرولو کې ځانګړی ځای لري.
نوموړي ټینګار کړی: «د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ باید د طالبانو په ګډون د هېڅ ځانګړې ډلې د غوښتنو یرغمل نه شي.»
د هغه په وینا، د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد په ټولو خلکو پورې اړه لري او سوکالۍ او پرمختګ ته رسېدل له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل او د هغې ملاتړ ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په وینا، له دې شاتګ سره سره، د بنګلهدېش او سیرالیون په څېر هېوادونو تجربې ښيي، چې بدلون ممکن دی. په بنګلهدېش کې د نجونو پر زدهکړو د دوامدارې پانګونې او د ټولنیز ملاتړ له لارې د ماشومانو د ودونو کچه له ۶۲،۷ سلنې څخه ۴۷،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي برخې نړیوالې لوړپوړې سلاکارې راهیناتو ادامو حسینې ویلي: «د ماشومانو ودونه کلتوري اړتیا نهده، بلکې هغه ضربالاجل دی، چې یوه نجلۍ ته د خپل ژوند د کیسې د لیکلو له فرصت وړاندې پر هغې تپل کېږي او د زدهکړو، روغتیا او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کوي».
دغه سازمان له حکومتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ پروګرامونو بودجه او د نجونو پر زدهکړو پانګونه په بېړنۍ توګه زیاته کړي.
ملګرو ملتونو هم د ماشومانو، کمعمره او جبري ودونو د له منځه وړلو د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هر کال په نړۍ کې تر ۱۲ میلیونو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي. د دغو شمېرو له مخې، په هرو درېیو ثانیو کې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده کېږي.
په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو برخو سروې له مخې، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۲۸،۷ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی. په ځینو سیمو کې دغه کچه نږدې ۵۰ سلنې ته رسېږي.
د طالبانو لهخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د کمعمره او جبري ودونو خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې له زدهکړو، اقتصادي فرصتونو او خپلواکۍ څخه د نجونو محرومول، هغوی په کم عمر کې د واده له ګواښ سره لا ډېر مخ کوي.
د زهرا په وینا، له ځان سره فکر کوي، که د مور په موجودیت کې یې ژوند له دومره کړاوونو سره مخ دی، نو که دا نه وي، د لوڼو برخلیک به یې څه وي او ایا هغوی به د میرې تر واک لاندې ژوند څنګه وکړي؟
د پلوشې په وینا، پلار یې له دې غوښتنې سره د هغې او مور له مشورې پرته ورسره هوکړه وکړه، سره له دې چې د پلوشې په خبره، تر هغې دوې نورې مشرانې خویندې هم وې.
پلوشه وايي، پلار یې ورته ویلي وو چې دا ښه فرصت دی او داسې چانس بیا نه پیدا کېږي. په لومړیو کې ورته ویل شوي وو چې دواړه به ښوونځي پای ته رسوي او وروسته به واده کوي، خو د دې ژمنې له دوو میاشتو تېرېدو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او د دوی د ژوند ټولې چارې ګډې وډې شوې.
د هغې په وینا، پلار یې په یوه پېښه کې په دواړو پښو له فلج کېدو سره مخ شو او د خسرګنۍ کورنۍ یې، دا چې شتمنه ده او د طالبانو له چارواکو سره اړیکې لري، پر ژوند یې واکمنه شوه.
نوموړې وايي، خاوند یې هم لا ماشوم دی او د خپل پلار پر وړاندې د هغې د دفاع او ملاتړ توان نه لري، خو د خسر له خوا له هغې سره داسې چلند کېږي چې ژوند یې ورته د زغملو نهدی.
پلوشه وايي، له واده وروسته تر خپل خاوند د خسر لېوالتیا او مینه ورسره ډیره ده او د یوه خاوند اړیکی ورسره پالي او ورته یې ویلي: «ته مې په اول ځل لیدو خوښه شوې دا چې یوه میرمن مې مړه شوې او درې ژوندۍ دي نو پنځم واده مې نهشو کولای ځکه مې زوی ته وکړې خو اصل کې زما میرمن یې».
هغه وايي، که څه هم د خسر له چلنده یې د خلاصون لپاره څو ځله هڅه کړې، خو نه یې پلارګنۍ خبره مني او نه یې خاوند ملاتړ کوي.
پلوشه وايي، د خپل مور له لارې یې د خسر د چلند په اړه پلار ته شکایت کړی، خو پلار یې تورونه دروغ بللي او ورته ویلي یې دي، چې هغه سړی مشر او دروند انسان دی، ده ټول عمر ورسره کار کړی داسی کوم منفی حرکت یې نهدی لیدلی او خپلې لور ته یې ویلي: «ژوند دې مخته وړه او ګوزاره کوه».
پلوشه وایي، کله چې خاوند ته یې د خپل خسر په اړه وویل هغه ورته ویلي: «پلار مې چې څه درته وايي، هماغه کوه زه لا ماشوم یم د پلار مقابل کې که ودرېږم نو وژني مې».
نوموړې زیاتوي، له دې وېرې که د خسر پر وړاندې غږ پورته کړي له یوې خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي او له بلې خوا به یې پلارګنۍ چې د دې د خسرګنۍ پر مټ چلیږي له ناچارۍ مجبورۍ او بې وسۍ چوپ پاتې ده او له خپل خسر څخه اوس د دوو ماشومانو مور ده.
هغه زیاتوي، له داسې درد سره مخ ده چې نه یې پلار غږ اوري او نه د خاوند په ګډون د خسرګنۍ په کورنۍ کې څوک شته چې له دې وضعیته یې وژغوري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې هر کال شاوخوا ۱۲ میلیونه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي.
همدارنګه، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ښځې او نجونې ژوندۍ دي چې په ماشومتوب کې واده شوې دي.
دا وضعیت ښيي چې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره یوازې نړیوالې اعلامیې او د پوهاوي کمپاینونه بسنه نه کوي، بلکې عملي قوانین، د نجونو زده کړې او د کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اړتیا ده.
د کم عمره ودونو پایلې یوازې د زده کړو د محرومیت تر کچې نه محدودېږي. د ماشومتوب پر مهال واده کول د نجونو پر جسمي او رواني روغتیا، ټولنیز ژوند او راتلونکي یې ژورې اغېزې لري.
د ملګرو ملتونو او یونیسف د معلوماتو له مخې، هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي، د کورني تاوتریخوالي، ټولنیزې انزوا او له وخت مخکې امیندوارۍ له لوړ خطر سره مخ وي.
په ځانګړې توګه، د ځوانۍ په عمر کې امیندوارۍ د مور او ماشوم دواړو روغتیا ته جدي خطرونه پېښوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، دا خطرونه لا زیاتېږي.
دیبا، افسانه، دوردانه، سلطانه، شکیبا او زبیده چې سره خویندې دي وايي، له زدهکړو پاتې شوي او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جبري ودونو له وېرې هره ورځ په اندېښنه کې تېروي.
دوی چې پلار یې وفات شوی او ورور هم نهلري وايي، په تېر نظام کې یې مشرو خویندو کار کاوه او د کورنۍ لګښتونه یې پوره کول، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټولې اړې شوي، چې خیاطۍ ته مخه کړي.
د دوی په وینا، که څه هم د خیاطۍ له لارې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو هڅه کوي، خو عاید یې د ژوند د ټولو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.
هغوی وايي، د خیاطۍ د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره بازار ته د تګ او یا د ګنډل شویو جامو د پلورلو لپاره دوکاندارانو ته د ورتګ پر مهال هم له وېرې سره مخ وي.
دوی وايي، تل دا اندېښنه ورسره وي چې هسې نه طالبان یې ونیسي او له ځان سره یې یوسي ځکه نه پوهېږي، که د طالبانو له خوا ونیول شي، برخلیک به یې څه وي.
د ماشومانو او کم عمره ودونو د له منځه وړلو نړیواله ورځ یوازې د یوې نېټې نمانځل نهدي، بلکې د هغو میلیونونو نجونو د حقونو د دفاع یادونه ده، چې د ماشومتوب، زده کړو او خپلواک انتخاب له حق څخه محرومې شوې دي.