• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۰

په جرمني کې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر دې دمه ۷۵۳ افغان کډوالو ته د دغه هېواد د بهرنیانو ادارو داسې غوښتنې لېږلې دي چې له مخې یې باید د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو ته ورشي او له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.

د جرمني د اې ار ډي د حقوقي څانګې د راپور له مخې، په دې شمېره کې په باویریا ایالت کې د افغان کډوالو لپاره ۵۶۱ او په بادن‌وورتمبرګ ایالت کې ۱۹۲ غوښتنې شاملې دي. د دغو غوښتنو له امله د کډوالو د حقونو وکیلان د دې کړنلارې پر قانوني بنسټ او د افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.
له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ایستل
د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ډله‌ییزې ایستنې پیل شوې دي. له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تر ۳۰۰ ډېر کسان له جرمني څخه دغه هېواد ته لېږل شوي دي.
په پیل کې یوازې هغه افغانان ایستل کېدل چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي وو، خو د ۲۰۲۶ کال له اوړي راهیسې هغه کسان هم افغانستان ته لېږل کېږي چې جرمي سابقه نه لري.
د دغو ایستنو د تنظیم لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره اړیکې ساتلې دي او دغو اړیکو ته په رسمي څرګندونو کې «تخنیکي تماسونه» وايي.
په جرمني افغانستان په جرمني کې درې ډیپلوماتیکې استازولۍ لري: په برلین کې سفارت او په بن او مونیخ ښارونو کې دوه جنرال قونسلګرۍ.د راپور له مخې، د طالبانو استازي په دغو ډیپلوماتیکو دفترونو کې فعال دي او د جرمني حکومت یې «قونسلګرۍ کارکوونکي» بولي. داسې راپورونه هم شته چې طالبان په عملي توګه دغه دفترونه تر خپل کنټرول لاندې لري.خو د جرمني حکومت په رسمي توګه نه ده منلې چې طالبانو د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راوستي دي. د جرمني د اقامت قانون له مخې، چارواکي کولای شي د یوه بهرني وګړي د هویت د تثبیت یا د ایستلو د بهیر د چمتو کولو لپاره له هغه وغواړي چې د خپل هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته ورشي.خو د افغان کډوالو وکیل ماتیاس هولېر د یوه افغان وګړي قضیه راپورته کړې چې له افغانستانه تښتېدلی او د اګسبورګ د بهرنیانو ادارې ترې غوښتي چې د افغانستان قونسلګرۍ ته ورشي.د وکیل په وینا، د هغه د موکل هویت له مخکې تثبیت شوی او معتبر پاسپورټ هم لري؛ له همدې امله نوموړی نه غواړي له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.هولېر وايي، که د یوه کس هویت تثبیت شوی وي او معتبر پاسپورټ ولري، نو د هویت د معلومولو لپاره قونسلګرۍ ته د هغه د ورتګ اړتیا نه شته. د هغه په وینا، د نورو موخو لپاره د حضور غوښتنه د جرمني د اقامت قانون له ټاکلي چوکاټ څخه بهر ده. د وکیل په وینا، موکل یې په افغانستان کې کورنۍ لري او وېره لري چې په قونسلګرۍ کې ترې ترلاسه شوي معلومات به په افغانستان کې د هغه د خپلوانو پر ضد وکارول شي.د راپور له مخې، طالب چارواکي د هغو افغانانو له بېرته منلو مخکې په قونسلګرۍ کې د هغوی حضور غواړي چې جرمني یې افغانستان ته لېږي. د بادن‌وورتمبرګ د عدلیې وزارت هم دا غوښتنه تایید کړې ده.هولېر دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت او قونسلګرۍ د افغانستان د دولت مشروع ډیپلوماتیک استازیتوب کولای شي؛ ځکه جرمني د طالبانو حکومت په سیاسي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی. د راپور له مخې، د کولن اداري محکمې په دوو بېړنیو قضیو کې د افغان کډوالو په ګټه پرېکړې کړې او د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنې یې غیرضروري بللې دي.دغې محکمې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي په قونسلګریو کې د افغانانو یوازې هویت نه تثبیتېږي، بلکې د هغوی سیاسي نظرونه هم پوښتل کېږي. محکمې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا افغان کډوال باید د طالبانو د استازو له خوا سیاسي پوښتنو ته ځواب ویلو ته اړ شي؟خو د کارلسروهه اداري محکمې په یوه جلا قضیه کې د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنه قانوني بللې ده.وکیل هولېر د خپل موکل په استازیتوب د باویریا ایالت پر وړاندې دعوه هم کړې او د راپور د خپرېدو پر مهال یې قضیه روانه وه. د جرمني فدرالي حکومت د چپ‌اړخي ګوند د پارلماني ډلې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان دولت په رسمیت پېژني، خو دا په دې معنا نه ده چې د طالبانو حکومت یې هم په سیاسي توګه منلی دی.د حکومت په وینا، د یوه حکومت نه‌پېژندل په خپله د هغه هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته د ورتګ امکان نه ردوي.د راپور په وینا، د حکومت ځواب د «یوازې د ادارې د کارونې لپاره» په درجه‌بندۍ کې محرم ساتل شوی دی.حکومت دې پوښتنې ته چې ایا په قونسلګریو کې له افغان کډوالو سره د لیدنو پر مهال د فشار راوړلو خطر ردولای شي، ویلي چې د دغو لیدنو څرنګوالی عموماً د اړوند هېواد د چارواکو په واک کې دی.خو حکومت دې پوښتنې ته روښانه ځواب نه دی ورکړی چې ولې د طالبانو استازي، سره له دې چې د هغوی حکومت په سیاسي توګه نه پېژني، په جرمني کې د قونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه له افغان کډوالو سره لیدنې او خبرې کوي.

کې
د
طالبانو
استازي




قونسلګرۍ
ته
د
ورتګ
قانوني
بنسټ





د
کورنیو
د
خوندیتوب
په
اړه
اندېښنې




د
جرمني
محکمو
بېلابېلې
پرېکړې





د
جرمني
حکومت
دریځ





ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰
100%

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وایي، طالبان او پاکستان دواړه قانون نه مني او خپل مخالفان تېښتې ته اړ باسي، چې په پایله کې به د دواړو مخالفان یو بل ته په لاس ورځي او دا چاره به د دوی د متقابل سقوط سبب وګرځي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د واک انحصار، ځپونکې تګلارې او له دې امله له هېواده د خلکو تېښته او د طالبانو خلاف درېدو ته اړ وتل او تر څنګ یې د پاکستان له لوري پر خپلو سیاسي مخالفانو فشارونه به طالبان او پاکستان یوې اوږدې جګړې ته راکاږي.

د طالبانو انحصار او د کدرونو تېښته

عبدالرحیم ایوبي د طالبانو پر ځپونکو تګلارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د دغې ډلې اداره یوازې د ملایانو لپاره ده او هر څه یې د «ملا» په نوم ځان ته ځانګړي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو لومړیتوب د خلکو هوساینه نه، بلکې «لونګۍ او ږیره» ده.

ایوبي وویل: «که سبا په افریقا کې د ښاروالۍ د ۲۰۰ کارکوونکو د ګومارنې اعلان وشي، نو د افغانستان ۲۰۰ زره لوستي کسان به له طالبانو څخه د تېښتې لپاره نوم‌لیکنه وکړي.»

نوموړي همدارنګه پر طالبانو تور ولګاوه چې په خپلو کړنو سره یې ټولنه د «منافقت» پر لور روانه کړې ده او خلک یې د ظاهري بڼې بدلولو ته اړ ایستلي دي. د هغه په وینا، ډېرو کسانو ورته ویلي چې په ادارو کې د کار کولو لپاره یې یوازې له مجبورۍ اوږدې ږیرې پرېښې دي. ایوبي زیاته کړه چې طالبانو د «ګناه» په نوم له خلکو روزګار اخیستی او د دوی غلطو روایتونو خلک له دینه زړه‌توري کړي دي، تر دې چې ماشومان له ښوونځي زړه توري شوي او فکر کوي چې دلته هر څه یوازې له ملا سره دي.

د پاکستان داخلي ناورین او د مخالفانو ځپل

د پخوانۍ ولسي جرګې دغه غړي وویل، پاکستان له جوړښته تر ننه د افغانستان د هرې واکمنۍ پر ضد درېدلی او بقا یې د لوېدیځ له ګټو سره تړلې ده. هغه په پاکستان کې د پوځ پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، هلته رایه په صندوق کې پاتې کېږي او پرېکړې پوځ کوي.

د ایوبي په خبره، طالبان او پاکستان دواړه خپل مخالفان نه مني؛ طالبان خپل مخالفان اړ باسي چې د ګاونډیانو غېږې ته ولوېږي او بیا ورته د دښمن په سترګه ګوري، او پاکستان هم له عمران خان، ماهرنګ بلوڅ او منظور پښتین سره ورته چلند کوي او اوس یې د مولانا فضل‌الرحمان ګوند پسې اخیستې ده او ورته وايي چې «ته افغان یې او دلته د ژوند حق نه لرې.»

نوموړي وویل، که څه هم پاکستان اوس د طالبانو مخالفان په غېږ کې نیولي، خو دغه کسان د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله دې کار ته اړ شوي دي.

«د طالبانو واکمنۍ پاکستان وژغوره»

ایوبي په دې باور دی چې د طالبانو واکمنۍ او د هغوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده تګلارې په غیرمستقیم ډول پاکستان له سقوطه وژغوره. هغه وویل: «که طالبانو د افغانانو ۵۰ سلنه غوښتنې منلې وای، پاکستان به وخته له منځه تلی و؛ خو طالبانو د مولانا فضل‌الرحمان، محمود خان اڅکزي او منظور پښتین په څېر مشران ووېرول چې که پاکستان سقوط وکړي، نو هلته به هم د طالبانو په څېر د ټي‌ټي‌پي واکمني رامنځته شي.»

هغه د پاکستان دا غوښتنه غیرعملي او غیرمنطقي وبلله چې ګواکې طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي ونیسي او اسلام‌اباد ته دې یې وسپاري.

د ده په وینا، یاده ډله له طالبانو سره نه شلیدونکې اړیکې لري او د طالبانو مخینې ته په کتو سره، چې د اسامه بن لادن په نه سپارلو یې تېر ځل خپله واکمني سقوط کړه، دا شونې نه ده، چې دغه ډله دې د ټي ټي پي پر ضد له پاکستان سره ودریږي.

د اوږدې جګړې او متقابل سقوط خبرداری

عبدالرحیم ایوبي د خپلو خبرو په پای کې خبرداری ورکړ، چې د پاکستان او طالبانو دغه دوه‌ګونې لوبه به د دواړو په زیان تمامه شي. هغه وویل: «د پاکستان ګناه مطلقه خپله ده؛ یا به سقوط کوي او خیبر پښتونخوا او بلوچستان به یې له لاسه وځي، او یا به له طالبانو سره جګړه کوي؛ یا به آمو پاکستان کېږي او یا به اټک افغانستان کېږي.»

نوموړي ټینګار وکړ، کله چې پاکستان او طالبان دواړه خپل بچیان تېښتې ته اړ باسي او د یو بل لاس ته یې ورغورځوي، نو دا چاره به په سیمه کې د یوې اوږدې جګړې د دوام او د دواړو لورو د سقوط لامل شي.

د طالبانو مخالفانو د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا د جوړېدو غوښتنه کړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو په هسپانیا کې د خپلو درېیم پړاو خبرو اترو په پای کې د سیاسي بدلون، د ټول‌شموله نظام جوړېدو او د افغانستان د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوه منتخبې شورا پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د «ښځې د افغانستان لپاره» په نوم د بنسټ په نوښت، د یوې ورځې لپاره د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره هم په جلا او غیررسمي مجازي غونډه کې خبرې کړې او د خپلو بحثونو پایلې یې ورسره شریکې کړې دي.
په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو، خوځښتونو، مدني فعالانو، پخوانیو وزیرانو، د پارلمان پخوانیو غړو، ډیپلوماټانو، پوهنتوني استادانو، څېړونکو، دیني عالمانو او خپلواکو مدني فعالانو په ګډون څه باندې ۴۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د اعلامیې له مخې، ګډونوالو په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزولی او د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په پام کې نیولو سره یې د دغه هېواد د راتلونکي احتمالي وضعیت، فرصتونو او ننګونو په اړه بحث کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د اوسني سیاسي بن‌بست د ژر پای ته رسولو او د سیاسي لېږد د بهیر د مدیریت لپاره پر ګډ چمتووالي ټینګار کړی دی.
دوی ویلي، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام باید د خلکو پر واکمنۍ، د وګړو پر حقونو، عدالت، د قانون پر حاکمیت، د ښځو پر بشپړ او مانادار ګډون، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ولاړ وي.
د دې غونډې له مهمو وړاندیزونو څخه یو هم د اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا جوړول دي. ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی اساسي قانون باید د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي او د یوه مشروع، ټول‌شموله او ولسواک سیاسي نظام لپاره حقوقي بنسټ وي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو، د نړۍ له هېوادونو او سیمه‌ییزو لوبغاړو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
همدارنګه، د افغانستان دننه له ولسواکو ځواکونو سره د اړیکو د لارو چارو پر جوړولو او پیاوړتیا او په راتلونکو سیاسي بهیرونو کې د هغوی د نظرونو او غوښتنو د انعکاس پر ډاډ ترلاسه کولو خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو په سیاسي لېږد، د بنسټونو په جوړولو او د افغانستان په راتلونکي حکومتولۍ کې د ښځو د مرکزي رول د تضمین غوښتنه هم کړې ده.
د متقابل باور پیاوړتیا، سیاسي همغږي او د سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ ګډو او همغږو اقداماتو ته هم د دې غونډې د لومړیتوبونو په توګه اشاره شوې ده.
د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ ویلي، ګډونوالو ټینګار کړی چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یوازې سیاسي هڅې بسنه نه کوي او د بدلون لپاره باید له نورو شته لارو او امکاناتو هم ګټه واخیستل شي.
دوی همدارنګه د سیاسي لېږد د مدیریت او د ټول‌شموله نظام د رامنځته کولو لپاره د یوه ګډ ملي چوکاټ د جوړولو په موخه د سیاسي بنسټونو او نوښتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د دغو خبرو اترو لومړی پړاو د ۱۴۰۴ کال د تلې په اوومه او اتمه په اسلام‌اباد کې او دویم پړاو یې د ۱۴۰۵ کال د وري په څلورمه او پنځمه په لندن کې ترسره شوی و.

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰
100%

د رویټرز د راپور له مخې، ترکمنستان هڅه کوي چې د ټاپي ګاز نللیکې د هرات اړوند برخه د روان میلادي کال تر پایه بشپړه کړي، خو د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنې او پاکستان سره روانې ترینګلتیاوې لا هم د دې سترې پروژې د بشپړېدو لپاره د بهرنیو پانګونو د جذب پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د ترکمنستان چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې، د روان میلادي کال تر پایه به بشپړې شي او هرات ته به د ګازو لېږد د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې پیل شي.
د عشق‌اباد د معلوماتو له مخې، د سرحداباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره اوږدې لارې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د نښلولو چارې یې هم ترسره شوې دي. که څه هم د دې برخې بشپړېدل په افغانستان کې د پروژې د عملي کېدو چارې وروستي پړاو ته رسوي، خو دا د پاکستان او هند پر لور د ټولې ۱۸۰۰ کیلومتره لارې له لسمې برخې هم کمه ده.
د راپور له مخې، یوازې د هرات د برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې دا د یوې لویې پروژې برخه ده. ټاکل شوې چې ټاپي په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت ولري، په داسې حال کې چې افغانستان به په لومړیو کې هر کال یوازې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترې واخلي.
د دې نللیکې پاتې ظرفیت پاکستان او هند ته د ګازو د صادرولو لپاره په پام کې نیول شوی دی. دغه دواړه هېوادونه په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز واردوي، چې ډېره برخه یې د مایع طبیعي ګاز په بڼه د سمندر له لارې ترلاسه کوي.
شنونکي، پانګه‌وال او د انرژۍ برخې فعالان د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره اټکلوي او وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل به د دې پروژې لپاره د پانګوالو لېوالتیا کمه او د هغوی احتیاط زیات کړي.
د هند او پاکستان تاریخي سیالي، له طالبانو سره د اسلام‌اباد روانې نښتې او ترینګلتیاوې او همدارنګه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بېلتون‌پالې جګړې د دې نللیکې د بشپړېدو پر وړاندې نور مهم خنډونه بلل شوي دي.
خو د ترکمنستان چارواکي هیله لري چې د انرژۍ د بیو لوړېدل او د امریکا او اسراییلو له ایران سره د جګړې په پایله کې د منځني ختیځ د انرژۍ سرچینو لپاره د بدیلو لارو د لټون زیاتېدل به د انرژۍ د سرچینو تنوع ته لېوالتیا زیاته کړي.
ترکمنستان چې د نړۍ د طبیعي ګازو څلورمې سترې زېرمې لري، اوس مهال د خپلو ګازو په صادراتو کې تر ډېره پر چین متکي دی.
د ټاپي پروژې لپاره د ترکمنستان د دولتي شرکت مشر محمدمراد امانوف ویلي، د هرات برخې بشپړېدل کولای شي د عوایدو لومړنۍ سرچینه رامنځته او د پور ورکوونکو باور زیات کړي.
نوموړي د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک د دې پروژې د احتمالي تمویل کوونکو په توګه یاد کړي دي.
اسیا پراختیايي بانک رویټرز ته ویلي، وروسته له هغې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، دغه بانک له افغانستان سره خپلې عادي مرستې ودرولې، خو د ټاپي په پروژه کې یې ښکېلتیا دوام موندلی دی.
دغه بانک زیاته کړې، د تخنیکي مرستو یا مالي ملاتړ په اړه هر ډول پرېکړه به د وخت له شرایطو، اړینو ارزونو او د بانک له رسمي تاییدونو سره تړلې وي.
اسلامي پراختیايي بانک د رویټرز د نظر غوښتنې په اړه ځواب نه دی ورکړی.
په عشق‌اباد کې یوه لوېدیځ مېشتی ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي، پر یوه پېرودونکي د ترکمنستان د ګازو د صادراتو ډېره تکیه د دغه هېواد لپاره ستر ستراتیژیک خطر دی او یاد پېرودونکي ته د ترکمنستان پر اقتصاد د پام وړ نفوذ ورکوي.
د نوموړي په وینا، اروپا ته د کسپین سمندر له لارې د ګازو د لېږد په ګډون د صادراتو د بدیلو لارو چارې هم له سیاسي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي، چې د سمندر د تل د پولو ټاکل یې یوه بېلګه ده.
دغه ډیپلوماټ ویلي، د نړیوالې پانګونې جذب به خورا ستونزمن وي، خو ترکمنستان چمتو دی چې د پروژې د ژوندي ساتلو او د نورو شریکانو د جلبولو لپاره د افغانستان تر پولې او ان تر هغې لږ هاخوا د زیربناوو د جوړولو لګښت له خپلو سرچینو ورکړي.
د رویټرز په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی او عشق‌اباد، سره له دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت نه دی پېژندلی، له کابل سره نسبتاً دوستانه اړیکې لري.
په ورته وخت کې، په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاري رویټرز ته ویلي، اسلام‌اباد لا هم د ټاپي ګاز نللیکې او همدارنګه د ترکمنستان د ګازو د لېږد د تکمیلي طرحې ملاتړ کوي، چې له مخې به یې ګاز د ګوادر او کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به په مایع بڼه نورو بازارونو ته صادر شي.

د طالب جنګیالیو نوی نسل؛ ذبیح‌الله مجاهد وايي هره کورنۍ باید خپل یو اولاد مدرسې ته وقف کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰
100%

د طالبانو ویاند په پکتیا کې د حافظانو یوې غونډه کې له کورنیو غوښتي، چې خپل یو «هوښیار» اولاد حتما مدرسې ته وقف کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان له مدرسو څخه د جنګیالیو د جذب لپاره کار اخلي او په وار وار د دغه ډلې مشرانو ویلي چې د همدې مدرسو پر مټ یې امریکا ماته کړې.

ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په پکتیا کې د حافظانو په یوه غونډه کې له فتنو او فساده د خوندینې لپاره په هره کورنۍ کې د یوه دیني زده‌کوونکي پر موجودیت ټينګار وکړ.

مجاهد وویل: «دا یو تجارت دی؛ داسې تجارت چې په‌کې تاوان نه‌شته. زما هیله دا ده، چې مسلمان وروڼه حتما په خپلو کورنیو کې یو اولاد مدرسې ته وقف کړي».

تر دې مخکې هم ډېریو طالب چارواکو ویلي، چې د مدرسو زده‌کونکو په تېرو شلو کلونو جګړو کې اساسي نقش درلود او د دغې ډلې مشر هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مدرسو او په ځانګړې توګه د «جهادي» مدرسو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم (د وږي په ۱۸مه) د دیني مدرسو او دارالعلومو د زده‌کوونکو تر منځ د سیالیو د پای په مراسمو کې وویل: «دیني مدرسو او طالبانو یې د اشغالګرانو پر وړاندې د ۲۰ کلن جهاد په بهیر کې اساسي نقش درلود او هغوی د اشغالګرانو پر ضد مبارزو او د قربانیو په زغملو سره د افغانستان د خپلواکۍ زمینه برابره کړه».

هغه زیاته کړه: «د دیني مدرسو په فعالیت او د هغو د مبارزو په برکت طالبان پر ټول افغانستان بریالي شول» او څرګنده یې کړه: «همدا مدرسې وې چې د نړۍ د مستکبرانو او اشغالګرانو پر ضد جهاد وکړ او هغوی یې مات کړل».

یاد طالب والي د دینی مدرسو طالبان د تېرې ۲۰ کلنې جګړې اصلي قربانیان وبلل.

د طالبانو د دفاع وزارت د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي رییس امیر محمد حلال (د تلې ۴مه) د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو یوې یاد غونډې ته په وینا کې وویل، چې په مدرسو کې د وژل شویو طالب جنګیالیو د ماشومانو روزنه به په راتلونکو جګړو کې د هغوی د پلرونو تشه ډکه کړي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده (د لړم په ۲۷مه) په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي وو، چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي.

دې ته ورته په دې تړاو د نورو طالب چارواکو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د دیني مدرسو زده‌کوونکي په جنګي روحیه روزل کېږي او طالب چارواکي دغه زده‌کوونکي خپل راتلونکي وسله‌وال جنګیالي ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق (د تلې په ۲۹مه) د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د کلتوري حقونو په اړه وینا کې ویلي وو، چې طالبان تر خپل واک لاندې د «جهادي مدرسو» په پراختیا سره د عصري زده‌کړو سیسټم کمزوری کوي او په ټولنه کې افراطیت او طالباني ایډیالوژي ترویجوي.

له دې سره سم، د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدرسو جوړولو بهیر په بې‌ساري ډول پراخ شوی او دا چاره د دیني افراطیت، ذهنیت جوړونې او د راتلونکو نسلونو د سختدریځه کېدو جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما ثمر ویلي، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د ځوانانو مغزونه مینځل کېږي او خبرداری یې ورکړی، چې د الشباب او بوکوحرام په څېر افراطي او اسلامپالې ډلې د ټولنې د کنټرول لپاره طالبان خپل الګو بولي.

د سرچینو په وینا، ډېری طالب چارواکو او ځینو لوړپوړو قومندانانو په خپلو ولایتونو کې د راتلونکې لپاره د جنګیالیو د لرلو او همداراز روزلو لپاره په خپلو ولایتونو او یا هم تر حاکمیت لاندې سیمو کې د دیني مدرسو په نوم دغه ډول مرکزونه لري.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، یاد چارواکي هم ډېری وخت له خپلو دغو مدرسو لیدنه کوي او له زده‌کوونکو سره یې مالي مرستې هم کوي.

د چارو د څارونکو په باور، طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز په جهادي مدرسو، جوماتونو او د دیني بنسټونو پر جوړولو کړی، خو له دې سره سره، نړۍوالو او د بشري حقونو بنسټونو د دغه مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغوی په باور، دغه مدرسې افراطیت ته وده ورکوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، په هېواد کې ۲۰۳۷۲ دیني مدرسې فعالې دي او په‌کې ۲ میلیونه ۴۵۶ زره ۱۳۲ طلاب زده‌کړې کوي، خو د چارو څارونکي د مدرسو شمېر له دغه شمېر څخه ډېر زیات بولي.

شهرزاد اکبر: طالبان ښځې د نارینه‌و د ملکیت یوه برخه ګڼي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، طالبان ښځې د برابر انساني کرامت او د بشپړو حقونو لرونکو انسانانو په توګه نه پېژني؛ بلکې د نارینه‌و د ملکیت یوه برخه یې ګڼي.

هغه اکبر وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوه منظمه تګلاره ده چې موخه یې د ټولنیز ژوند له ډګر څخه د ښځو اېستل دي. شهرزاد اکبر چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ‍ مشره او اوس د رواداري سازمان مشره ده، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له مساوي انسانانو څخه دویمه درجه کسانو ته راټیټې شوې دي.
د هغې په وینا، ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د نارینه‌و پرتله له لږو ازادیو او حقونو برخمنې دي او عدالت ته یې لاسرسی هم محدود دی. نوموړې زیاته کړې، د طالبانو لیدلوری دا دی چې د ښځې ځای په کور کې دی، دنده یې امېندواره کېدل، د ماشومانو زېږول او د کورنۍ پالنه ده او ښځې باید په ټولنیز ژوند کې حضور ونه لري.

هغې د افغانستان د ښځو وضعیت له «یوه لوی او پرانیستي زندان» سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې ښځې ژوندۍ دي خو له ژوند څخه بې‌برخې شوې دي؛ ساه اخلي او د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو خپلو اړتیاوو، هیلو او خوبونو ته د رسېدو فرصت نه لري.

د ښځو ځپل؛ د طالبانو د منظمې تګلارې یوه برخه

د رواداري سازمان مشرې ویلي، طالبان دغه لیدلوری د قوانینو، په ځانګړي ډول د امربالمعروف قانون له لارې عملي کوي؛ دغه قانون د ښځو پر جامو، غږ او تګ‌راتګ محدودیتونه لګولي او هغو نارینه‌و ته یې هم سزا ټاکلې چې دغه محدودیتونه نه عملي کوي.

د هغې په وینا، طالبانو د دغه میکانېزم له لارې نارینه هم د ښځو په کنټرول کې ښکېل کړي دي؛ داسې چې نارینه ښايي په موټر کې له محرم پرته د یوې ښځې د لېږدولو یا د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو د نه مراعتولو له امله مجازات شي.

اکبر دغه وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې طالبان یوازې ښځې نه؛ بلکې هغه نارینه هم مجازات کوي چې د ښځو په اړه ټاکل شوي مقررات مراعت نه کړي.

هغې ټینګار کړی، چې دغه محدودیتونه جلا، جلا پرېکړې نه دي؛ بلکې د طالبانو د حکومتولۍ د جوړښت یوه برخه ده چې په ټول افغانستان کې په منظم ډول عملي کېږي. د هغې په وینا، طالبانو د دې تګلارې د پلي کولو لپاره قوانین، ادارې، مالي سرچینې او بشري ځواک ځانګړی کړی دی.

د تېر حکومت دې چارواکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته په اشارې ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو لویه برخه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، طالبان د هغو مامورانو د ګومارلو لپاره مالي سرچینې ځانګړې کوي چې په بازارونو او واټونو کې د ښځو جامې او حجاب څاري.

ښځې د تاوتریخوالي قربانیانې؛ نه د پناه ځای لري او نه د عدالت غوښتنې لار

شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو د تګلارو له امله د ښځو بېلابېلې ډلې د معلولیت لرونکو ښځو، ځوانو نجونو او د کورنیو د سرپرستو مېرمنو په ګډون په بېلابېلو بڼو زیانمنېږي. هغې د نابینایانو په ښوونځي کې له زده‌کړو څخه د نابینا نجونو محرومیت ته په اشارې ویلي، معلولیت لرونکو ښځو هم هغو محدودو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی چې پخوا ترې برخمنې وې.

هغې د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ویلي، اوس‌مهال له هرو لسو افغان ښځو څخه اووه یې خپل رواني وضعیت «خراب یا ډېر خراب» بولي. د هغې په وینا، د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د سخت خپګان او ځان‌وژنې د هڅو پېښې زیاتې شوې دي.

د رواداري سازمان مشرې ویلي، هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قرباني کېږي، د عدالت غوښتنې پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي. د هغې په وینا، د طالبانو قضايي نظام رواني، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالی په رسمیت نه پېژني او ان د فزیکي تاوتریخوالي لپاره یې هم محدوده سزا ټاکلې ده.

هغې ویلي، د هغه سړي سزا چې خپله مېرمن وهي او هډوکی یې ماتوي، د حیواناتو د ځورولو له سزا هم کمه ده. اکبر زیاته کړې، هغه ښځې چې د طالبانو له‌خوا نیول کېږي له خوشې کېدو وروسته په ډېرو مواردو کې د خپلې کورنۍ ملاتړ له لاسه ورکوي، په کورنۍ او ټولنه کې منزوي کېږي او ډېری وخت یې له کوره بهر له نړۍ سره اړیکې په بشپړ ډول پرې کېږي.

هغې ویلي، د طالبانو په ادارو کې له تاوتریخوالي سره د مخ شوې ښځې سره د قرباني پر ځای د مجرمې په توګه چلند کېږي او هغه ښځې چې د شکایت لپاره قاضي ته ورځي له سپک چلند سره مخ کېږي.

د اکبر په وینا، په ځینو مواردو کې ښځو ته چې د خپلو مېړونو پر ضد یې شکایت کړی، ویل شوي دي: «دا به درته ښه وي چې مړه شې؛ خو د خپل مېړه شکایت ونه کړې».