• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو پنجشیر ځوانانو د وژنې په اړه د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپریدو وروسته، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، د افغان ماموریتونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا او یو شمیر فعالانو او د خواله رسنیو کاروونکو دا پیښه په کلکه وغندله.

هغوی د پېښې د ټولو اړخونو د څېړنې او د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

باخبره سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ځواکونو په کابل کې د کارته نو په سیمه کې شپږ پنجشېري ځوانان وروسته له هغې په ډزو وژلي چې امنیتي پوستې ته د درولو امر یې نه و منلی.

خو د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند تر دې مخکې ویلي وو چې د دې ډلې شپږ غله له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي دي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې په یوه اعلامیه کې یاده پېښه د «پنجشېریانو سیستماتیکه او له قانونه بهر وژنه» بللې، په کلکه یې غندلې او دا یې د «پنجشېریانو د ترور او ډله‌ییزې سزا ورکولو» د تګلارې یوه برخه ګڼلې ده.

دغې جبهې ویلي چې طالبانو په کابل او پنجشېر کې «نه بښل کېدونکي جنایتونه» کړي چې د یو شمېر ځوانانو د وژل کېدو لامل شوي دي. د مقاومت ملي جبهې په وینا، دغه اقدامات د هغې پالیسۍ په دوام کې ترسره کېږي چې موخه یې د ټولنیزو دښمنیو زیاتول او د قومي درزونو ژورول دي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له مدافع بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې، په ژنیو کې مېشت د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو او قونسلګریو د همغږۍ شورا هم په یوه اعلامیه کې دغه پېښه غندلې او د هغه د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

دغه شورا ویلي، د قربانیانو د جسدونو د نه سپارلو او د هغوی پر خپلوانو د فشار راوړلو په اړه راپورونو دا اندېښنې زیاتې کړې چې ښايي پر شاهدانو وېره اچول کېږي او د حقیقت د څرګندېدو مخه نیول کېږي.

دغه شورا هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی پلاوي (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې دا پېښه وڅېړي.

په همدې حال کې، د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټې نگارې میرداد په کابل کې د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده. هغې زیاته کړې چې په تېرو کلونو کې هم د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي د هغې په وینا، په «بېلابېلو پلمو» نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

میرداد د طالبانو په زندانونو کې د پنجشېریانو د بندیانو وضعیت ته په اشارې پوښتنه کړې: «د دغو ناورینونو نوم به څه ږدئ او دا وضعیت به تر کومه دوام کوي؟»

د امنیتي چارو کارپوه او د افغانستان د ملي امنیت پخواني چارواکي فرید شمال هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ادعا کړې چې په وروستیو ورځو کې څو پنجشېري ځوانان د غلا په تور وژل شوي، په داسې حال کې چې دغه تورونه په شفاف او رسمي ډول نه وو ثابت شوي.

هغه ویلي: «د پنجشېري اوسېدو له امله د ځوانانو وژل جنایت دی.»

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو هم د دې پېښې په اړه غبرګونونه ښودلي دي. یوه کاروونکي احمد بلال په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغانستان «د وېرې، چوپتیا او اسارت په خاوره» بدل شوی؛ هغه ځای چې د ده په وینا، وګړي ترې له ازادۍ، عدالت او انساني کرامت څخه بې‌برخې دي.

د خواله رسنۍ یوې بلې کاروونکې شازیه هم ادعا کړې چې قربانیان د پنجشېر له سیمې سره د تړاو له امله په نښه شوي دي. هغې ټینګار کړی چې ان که د غلا تور هم ثابت شي، د داسې جرم سزا اعدام دی خو په ډزو وژل نه دي.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۴

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

•
•
•

نور خبرونه

کندهار کې انارګل نندارتون؛ د ښځو هیڅ ډول لاسي صنایع او تولیداتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰
100%

په کندهار کې د «انارګل» په نوم د ملي او نړیوالو تولیداتو په نندارتون کې چې موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د بازار موندنې پراخول او د پانګونې هڅول بلل شوي، د ښځو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ته د ځای نه ورکولو له امله د ښځینه کورنیو سوداګرو د محرومیت اندېښنې راپورته کړې دي.

د کورني تولیداتو ښځینه مسولینې وايي، که څه هم دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپله په دغه ډول نندارتونونو کې ګډون وکړي، خو تمه یې لرله چې خپل لاسي صنایع او نور تولیدات به د نارینه‌وو په وسیله نندارتون ته ورسوي؛ خو د دوی په خبره، په دې لاره کې هم ورسره همکاري ونه شوه او تولیدات یې له نندارې پاتې شول.

دوی نیوکه کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې په نوم نندارتونونه جوړېږي، د ښځو تولیداتو ته د ځای نه ورکول د هغو ښځو هڅې له خنډ سره مخ کوي چې په لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو کې کار کوي او غواړي له همدې لارې خپلې کورنۍ ته عاید برابر کړي.

100%

یوه ښځینه تولیدوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایي: «موږ ته خو اجازه نشته چې په خپله نندارتون ته ولاړې شو، خو موږ غوښتل خپل تولیدات د نارینه‌وو په وسیله ورولېږو، څو خلک یې وویني او بازار ورته پیدا شي؛ خو زموږ تولیداتو ته بیا هم اجازه ورنه کړل شوه».

نوموړې زیاته کړه چې د ښځو لاسي صنایع یوازې د کور دننه د بوختیا وسیله نه ده، بلکې د ډېرو ښځو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده او نندارتونونه کولای شي د هغوی د کار د پېژندنې او پلور لپاره زمینه برابره کړي.

یوه بله ښځینه تولیدوونکې هم وایي: «موږ هم د دې هېواد تولیدوونکې یو او غواړو خپل کار خلکو ته وښیو؛ خو زموږ لپاره نه د ګډون اجازه شته او نه مو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي».

د هغې په خبره، د ښځو د تولیداتو نندارې ته نه وړاندې کېدل نه یوازې د هغوی د کار د معرفي کېدو فرصت له منځه وړي، بلکې د هغو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا مخه هم نیسي چې په محدودو امکاناتو کې تولیدات برابروي.

100%

د انارګل نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د بېلابېلو کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو هڅې کېږي؛ خو د ښځو د تولیداتو نشتون دا پوښتنه راپورته کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په داسې پروګرامونو کې د ښځینه تولیدوونکو ونډې ته څومره پام شوی دی.

د ښځو په خبره، که د دوی د تولیداتو د نندارې او بازار موندنې لپاره هم زمینه برابره شي، کولای شي خپل کار پراخ کړي، له نورو سوداګرو سره اړیکې جوړې کړي او خپل محصولات تر ډېرو پېرودونکو ورسوي.

په دغه نندارتون کې په لومړي ورځ د طالبانو د امربالمعروف ریاست د کارکوونکو له خوا خبریالانو ته هم اجازه ور نه کړل شوه، چې ويډیويي راپورونه چمتو کړي.

100%

علي‌خېل: له بن تر دوحې د افغانستان سیاسي تحولاتو ته باید بې‌پرې کتنه وشي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۰
100%

د جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې پورې د افغانستان د سیاسي تحولاتو د بې‌پرې ارزونې غوښتنه کړې او د هېواد د راتلونکي لپاره یې د جمهوریت د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو څېړل بنسټیز بللي دي.

علي‌خېل د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «له بن تر دوحې د افغانستان تحولات، یوې عیني او بې پرې بیا کتنې ته اړتیا لري.»

نوموړي د بن کنفرانس د څرنګوالي او د جمهوري نظام د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو په اړه د پوښتنو په مطرح کولو سره ویلي: «همدا به د هېواد د راتلونکي لیدلوري لپاره تر ټولو مهم او بنیادي مسایلو څخه وي.»

علي‌خېل په خپلو څرګندونو کې د جمهوریت د سقوط پړه پر کومې ځانګړې ډلې یا هېواد نه ده اچولې، بلکې د افغانستان د شل کلنو سیاسي تحولاتو پر بې‌پرې او عیني ارزونې یې ټینګار کړی دی.

د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې

د بن هوکړه د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په پنځمه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوه، چې له مخې یې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې، د بېړنۍ لویې جرګې د جوړېدو او د دایمي دولتي بنسټونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه ورځ وروسته د ۱۳۸۳ شمېرې پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د بن هوکړه تایید کړه.

که څه هم د بن هوکړې د یوه پراخ‌بنسټه او استازولي کوونکي حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کاوه، خو په نړیوالو علمي څېړنو کې په دغه کنفرانس کې د طالبانو او د مدني ټولنې د پراخ استازیتوب نشتوالی د دغه سیاسي بهیر له نیمګړتیاوو بلل شوی دی.

شاوخوا ۱۹ کاله وروسته، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه امریکا او طالبانو په قطر کې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین‌الافغاني خبرو لپاره یې زمینه برابروله؛ خو د افغانستان جمهوري حکومت د دغې هوکړې په مستقیمو مذاکراتو او لاسلیک کې ګډون نه درلود.

د جمهوریت د سقوط کورني او بهرني لاملونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۵مه په یوه څېړنیز راپور کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط شپږ اساسي لاملونه په ګوته کړي وو.

سیګار د افغان حکومت له‌خوا د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د لازم چمتووالي نشتوالی، د امریکا او طالبانو له مذاکراتو څخه د افغان حکومت څنګ ته کول، په سوله‌ییزو خبرو کې د دواړو افغان لورو نه انعطاف، د اشرف غني د واک د کړۍ محدودوالی، د واک زیات تمرکز، پراخ فساد او د حکومت د مشروعیت ستونزې د جمهوریت د سقوط له مهمو لاملونو بللي وو.

دغې ادارې همداراز ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې د باثباته، ولسواک، استازولي کوونکو او ځواب‌ویونکو حکومتي بنسټونو په رامنځته کولو کې خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېده.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او د افغانستان شل کلن جمهوري نظام سقوط وکړ. د همدې کال د اګسټ په ۳۰مه له افغانستان څخه د امریکايي او متحدو ځواکونو د وتلو بهیر هم بشپړ شو.

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د بامیان ۲۱ کلن ځوان مرتضی انوري پنځه کاله په ایران کې کار وکړ، څو د خپل مړ شوي پلار پورونه پرې کړي. هغه هیله لرله چې د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړي، واده وکړي او د خپل ژوند نوی فصل پیل کړي.

مرتضی د هغو اتو افغان کډوالو له ډلې یو دی چې جسدونه یې د ترکیې په وان ښار کې موندل شوي دي.

د مرتضی د تره زوی عباس، چې په ایران کې ورسره همکار و د هغه د ژوند د کیسو په یادولو سره لومړی د اوږدو کاري ساعتونو یادونه کوي. دوی د اصفهان په یوه فابریکه کې د ماشینونو پرزو د پالش کولو کار کاوه.

عباس وایي: «هغه به دلته هره ورځ ۱۳ او ان ۱۴ ساعته کار کاوه. ډېر زیارکښ و.»

مرتضی د بامیان په مرکز کې د فولادي درې اوسېدونکی و. د عباس په وینا، هغه تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شو ښوونځی پرېږدي او د کار لپاره ایران ته ولاړ شي.

د مرتضی پلار شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې مړ شوی و. د هغه له مړینې وروسته کورنۍ له بې‌وزلۍ او هغو پورونو سره مخ وه چې د پلار څخه یې ورته پاتې وو.

عباس د دغو پورونو اندازه شاوخوا یو میلیون افغانۍ یادوي. هغه وایي، کره اندازه یې نه ده په یاد، خو تر هغه ځایه چې پوهېږي، د کورنۍ پورونه له دې اندازې کم نه وو.

مرتضی په ایران کې د خپلو پنځو کلونو کار پر مهال هڅه وکړه چې د کورنۍ دغه پورونه پرې کړي.

د مرتضی مور، خویندې او وروڼه په افغانستان کې اوسېدل. هغه دوې مشرانې خویندې، یو مشر ورور او یو کشر ورور درلود. مشر ورور یې هم د یوې مودې لپاره په ایران کې کار کړی و، وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوی و؛ خو مرتضی په ایران کې پاتې شو او خپل کار ته یې دوام ورکړ.

عباس شاوخوا دوه یا درې کاله له مرتضی سره یوځای کار کړی و. په دې موده کې دوی څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کړې وې. د عباس په وینا، هغه د مرتضی له هیلو او ارمانونو خبر و.

100%

مرتضی په ایران کې د خپل استوګنې له لومړیو کلونو راهیسې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته د تګ فکر درلود. د عباس په وینا، اقتصادي ستونزو او د کورنۍ پورونو اړ کړی و چې څو کاله په ایران کې پاتې شي او کار وکړي.

هغه هیله لرله چې په ترکیه کې به کار پیدا کړي او ډېر عاید به ترلاسه کړي. اروپا ته تګ هم د هغه د راتلونکو پلانونو یوه برخه وه، که څه هم نه پوهېده چې هلته رسېدل به څومره وخت ونیسي.

مرتضی د قاچاقي سفر لګښت هم د کارګرۍ له لارې برابر کړی و.

د عباس په وینا، قاچاق‌بر ورسره هوکړه کړې وه چې د شاوخوا یو زرو او ۴۰۰ ډالرو په بدل کې به یې ترکیې ته ورسوي او هلته به ورته دنده هم پیدا کړي.

مرتضی په همدې هیله د ترکیې پر لور روان شو؛ خو څه موده وروسته د ترکیې په وان ولایت کې د اتو افغان کډوالو د جسدونو د موندل کېدو خبر خپور شو. د عباس په وینا، مرتضی هم د دغو اتو کسانو له ډلې و.

د دغو اتو افغان کډوالو جسدونه د لړم په ۱۶مه د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ په یوه سیمه کې، د ایران پولې ته نږدې او د سړک تر څنګ وموندل شول. د هغوی مړي د عدلي طب د معایناتو لپاره د وان ښار عدلي طب مرکز ته ولېږدول شول.

د دغو کډوالو د مړینې د څرنګوالي په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. د «وان ۶۵» سیمه‌ییزې رسنۍ د لړم په ۲۲مه راپور ورکړی چې دغه کډوال په یوه خالي شوي کور کې اوسېدل او ښایي د کور د تودولو لپاره د بخارۍ له امله د خپاره شوي کاربن مونو اکساید ګاز د تنفس کولو له کبله مړه شوي وي.

دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې چې نورو کډوالو د خپلو ملګرو له مړینې وروسته د هغوی جسدونه د دوو کلیو ترمنځ یوې ازادې سیمې ته لېږدولي وو.

خو دا روایت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د وان د وکیلانو ټولنې د اوز الپ له څارنوالۍ سره تر لیدنې وروسته، د لړم په ۱۸مه اعلان وکړ چې د دغو اتو افغان کډوالو د مړینې لامل لا هم نه دی معلوم شوی او د پېښې په اړه څېړنې محرمانه دي. دې ټولنې ویلي، هڅه کوي د قربانیانو هویت، د مړینې لامل او د پېښې څرنګوالی روښانه کړي او قضايي بهیر له نږدې تعقیبوي.

د ترکیې اخلاص خبري اژانس د خپل وروستي راپور له مخې، چې د لیندۍ په څلورمه یې خپور کړی، د دغو اتو کډوالو جسدونه تر عدلي طب معاینې وروسته په الوتکه کې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دغه خبري اژانس هم د هغوی د مړینې لامل نامعلوم بللی او لیکلي یې دي چې په استانبول کې د څېړنو پایلې ښايي د دغو کډوالو د مړینې د علت په روښانه کېدو کې مرسته وکړي.

100%
مرتضی په اصفهان کې

د مرتضی د کورنۍ سختې ورځې

عباس وايي، د مرتضی مور، خویندې او کشر ورور د هغه د مړینې د خبر په اورېدو سخت ځپل شوي دي. د ده په وینا، د کورنۍ غړي د دې خبر له اورېدو وروسته څو ځله بې‌هوښه شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مرتضی مور لا هم ځوانه ده. هغې څو کاله مخکې خپل مېړه له لاسه ورکړی و او اوس د خپل زوی له مړینې سره هم مخ شوې ده. عباس وايي، د دې کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر ستونزمن دی.

عباس د مرتضی وروستۍ هیلې هم په یاد لري. دی وايي، مرتضی به څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کولې او ویل به یې: «که د خدای خوښه وه، اروپا ته ځم؛ او که د خدای خوښه نه وه، بېرته افغانستان ته ستنېږم».

ملګري ملتونه: افغانستان د نړۍ د لوږې د بحران د څلورو اصلي مرکزونو څخه یو دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان د کانګو، هایتي او فلسطین ترڅنګ په نړۍ کې د هغو څلورو سیمو په نوملړ کې شامل کړی چې د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې له خورا جدي وضعیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وړاندوینې له مخې، د ۱۴۰۶ کال د وري میاشتې تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا ۱۹،۲ مېلیونه کسان له سختې لوږې او یا تر دې هم له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

په دغه راپور کې اټکل شوی چې په همدې موده کې به شاوخوا ۱،۳ میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. همدارنګه تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له شپږو تر ۵۹ میاشتو پورې دي، په حادې خوارځواکۍ اخته شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لا هم یوه جدي بشري اندېښنه ده.

د دغو ادارو په راپور کې د نړۍ د لوږې ۱۶ بحراني سیمې په ګوته شوې دي چې د روان کال د چنګاښ میاشتې له راپور سره په پرتله درې سیمې زیاتې شوې دي. دغو ادارو په زیان‌منونکو سیمو کې د لوږې د بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او د اړمنو خلکو لپاره یې د بېړنیو خوراکي مرستو غوښتنه کړې ده.

د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال له لیندۍ څخه د ۱۴۰۶ کال تر غويي میاشتي پورې به د نړۍ په ځینو سیمو کې د خوړو سخته ناامني په ښکاره ډول زیاته شي.

د راپور له مخې، اقلیمي بدلونونه او د ال‌نینو پدیده په جنوبي افریقا، د مرکزي امریکا په وچ کمربند او د اوګانډا په شمال ختیځ کې د خوراکي بحران د پراخېدو له مهمو عواملو څخه دي.

همدارنګه، وسله‌والې نښتې او تاوتریخوالی د نړۍ په ۱۶ پېژندل شویو بحراني سیمو کې د ۱۲ سیمو د سختې خوراکي ناامنۍ له اصلي لاملونو څخه بلل شوي دي.

سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجریا ځینې سیمې او یمن هغه پنځه سیمې دي چې د خوراکي بحران له پلوه په تر ټولو لوړه کچه د اندېښنې وړ بلل شوې دي. په دغو سیمو کې ځینې د قحطۍ له خطر سره هم مخ دي.

د دغو پنځو سیمو د خوراکي خوندیتوب او تغذیې لپاره د بشري مرستو بودیجه په ۲۰۲۲ کال کې له ۵،۱ میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده ډالرو ته راکمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په ټولو ۱۶ بحراني سیمو کې د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

دغو دوو ادارو همدارنګه د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو پر برابرولو او اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره د بې‌خنډه لاسرسي پر ډاډمنولو ټینګار کړی دی.

فایق: د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له سیاسي خبرو حل کېدای شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د افغانستان له روان کړکېچ څخه د وتلو لار د ملګرو ملتونو په ملاتړ او منځګړیتوب د افغانانو په مشرۍ ټول‌شموله سیاسي خبرې دي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د یوه نړیوال کنفرانس یا سیاسي بهیر له لارې د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې هوکړې زمینه برابرېدای شي، چې د خلکو پر ارادې او د یوه مشروع، ټول‌شموله او ځواب‌ویونکي حکومت پر رامنځته کولو ولاړه وي.

فایق د طالبانو له‌خوا د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام له منځه وړل او د بن بهیر ژمنو ته نه پاملرنه، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بن‌بست د دوام له اساسي لاملونو بللي دي.

هغه لیکلي: «پر افغانستان د طالبانو واکمني د هغه بهیر ژمنې له منځه نه وړي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې په اساسي قانون کې تعدیل باید د همدې قانون له احکامو او ټاکل شویو کړنلارو سره سم ترسره شي.

د هغه په وینا: «د طالبانو او د هغوی د سیاسي مخالفانو په ګډون هېڅ ډله دا صلاحیت نه لري، چې له دغه چوکاټ څخه بهر په یو اړخیز ډول اساسي قانون تعلیق یا تعدیل کړي.»

فایق د ۲۰۰۱ کال د بن هوکړې ته په اشارې ویلي، چې دغې هوکړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د هغې تایید له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان په اړیکو کې نوی فصل پرانیست.

د هغه په وینا، دغې هوکړې د دولتي بنسټونو د بیارغونې، د جمهوري نظام د پیاوړتیا، د اساسي قانون د تصویب او هغو پرمختګونو ته زمینه برابره کړه، چې اغېزې یې لا هم لیدل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت هم د همدې بهیر د ملاتړ لپاره رامنځته شوی و.

فایق ویلي، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې د دغه نظام د جوړولو او ملاتړ لپاره درانه ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.

هغه زیاته کړې، چې له کمزورې حکومتولۍ، اداري فساد، سیاسي اختلافونو او د طالبانو له جګړې سره سره، د خلکو پر ارادې او د وګړو پر حقونو ولاړ حکومت رامنځته شوی و.

فایق د بن په بهیر او تر هغه وروسته د ملګرو ملتونو رول او مسوولیتونو ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د خبرو د اسانتیا په برابرولو کې ځانګړی ځای لري.

نوموړي ټینګار کړی: «د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ باید د طالبانو په ګډون د هېڅ ځانګړې ډلې د غوښتنو یرغمل نه شي.»

د هغه په وینا، د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد په ټولو خلکو پورې اړه لري او سوکالۍ او پرمختګ ته رسېدل له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل او د هغې ملاتړ ته اړتیا لري.