د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې کله چې پر ډیورنډ کرښې لارې وتړل شوې، د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۲۰۰ کانټینرونه بند پاتې شول؛ ډېری دغه کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې وو او ځینې یې د لېږد پرمهال بېرته بندر ته راوګرځول شول.
د یادې خونې مشر خان جان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو دوی ته لیکونه استولي او خبرداری یې ورکړی چې د بندر په کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د کانټینرونو دننه د پرتو توکو له ارزښت هم اوښتي دي؛ له همدې امله ښايي دغه کانټینرونه لیلام شي.
هغه زیاته کړه، ګډې خونې د یوه لیک له لارې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دغه کانټینرونو لپاره مهلت وټاکي؛ څو سوداګر وکولای شي د لېږد لپاره د لارې له برابرېدو سره خپل مالونه له بنده خلاص کړي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال مشر عبدالغفار هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس هم د کراچۍ په بندر کې له ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کانټینرونه بند پاتې دي. هغه هم د ځنډ او تم کېدو د لګښتونو د زیاتوالي خبره تایید کړه.
نوموړي زیاته کړه، د اوږدې مودې لپاره د دغه کانټینرونو بند پاتې کېدو د سمندري لېږد شرکتونو او بندرونو ځای نیولی و؛ له همدې امله د پاکستان حکومت د هغو د لیلام خبرتیا خپره کړه.
د عبدالغفار په وینا، وروسته د ګډې سوداګرۍ خونې څو غړي د ټرانزیټ عمومي ریاست دفتر ته ورغلل او خپله ستونزه یې له چارواکو سره شریکه کړه. هغوی ته یې د کانټینرونو شمېر او وضعیت روښانه کړ او دغه چارواکو بیا معلومات په کابل کې له خپل دفتر سره شریک کړل.
هغه وویل، د کابل دفتر ورته ویلي چې د دغه کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو ټول لګښتونه باید سل په سلو کې معاف شي. د نوموړي په خبره، سوداګر چمتو دي چې خپل مالونه له بنده خلاص کړي؛ خو که دغه لګښتونه معاف نهشي، دوی نه شي کولای خپل مالونه ولېږدوي.
عبدالغفار زیاته کړه، د کانټینرونو لیلامول هم دومره اسانه نه دي چې یوازې خبرتیا خپره شي او وروسته یې لیلام کړي. د هغه په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دغه کانټینرونو په اړه یاد پرمختګ شوی و.
نوموړي وویل، دوی اوس د پاکستان د ټرانزیټ او بندرونو چارواکو ته لیک استولی او غوښتنه یې ترې کړې چې پر دغه کانټینرونو لګېدلي ټول لګښتونه په بشپړ ډول معاف کړي. هغه زیاته کړه، د کراچۍ په بندر کې له پاتې کانټینرونو څخه شاوخوا ۱۲۰ یې غوړي او نږدې ۱۰۰ نور یې خام مواد لېږدوي او په پاتې کانټینرونو کې بېلابېل توکي شامل دي.
د عبدالغفار په وینا، یوشمېر نور کانټینرونه د کراچۍ له بندر څخه د ایران د بندرعباس، دوبۍ او نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ د یوه شرکت مالک زاهد خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د یوه کانټینر د ۶۰۰۰ ډالرو په ارزښت مالونو لپاره دغه لګښتونه ۲۰زره ډالرو ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړه، ده د ټرانزیټ شاوخوا ۸۰ کانټینرونه لرل چې ډېری یې د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر له لارې لېږدول؛ خو اوس یې درې کانټینرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
نوموړي وویل، هغه کانټینرونه چې د کراچۍ له بندر څخه بېرته ستنېدل، افغان سوداګرو ته یې هم زرګونه ډالره زیان اړولی دی؛ د بېلګې په توګه د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره یې په کراچۍ کې ۱۰ زره ډالره د ځنډ لګښت او پنځه زره ډالره د سمندري لېږد کرایه ورکړې ده.
د هغه په خبره، په دې ټوله پروسه کې تر ټولو ډېر زیان افغان سوداګرو ته اوښتی دی. عبدالغفار وویل، له افغانستان سره د لارو د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي؛ څو د لارو د خلاصېدو لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به دغه لارې بېرته پرانیستل شي.
زاهد خان وايي، یوازې په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ له شرکتونو سره تر ۲۰۰ پورې پاکستاني استازي کار کوي. همدارنګه، د چمن، تورخم او غلام خان بندر پر لارو شاوخوا ۶۰۰ استازي په دندو بوخت دي او له هر یوه سره نږدې لس کسان کار کوي، چې د لارو له تړل کېدو سره ټول بېروزګاره شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې به هره میاشت شاوخوا ۱۰زره کانټینرونه د کراچۍ بندر ته راتلل. په دغه کانټینرونو کې د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان لپاره توکي لېږدول کېدل او وروسته به پاکستاني لارۍ چلوونکو افغانستان ته رسول. هغه وویل، د لارو له تړل کېدو سره دغه موټرچلوونکي هم بېروزګاره شوي دي.
زاهد خان زیاته کړه، پخوا به دوی د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره د پنځو ورځو د بندري لګښت په توګه ۶۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکولې او له دې مودې وروسته به نور لګښتونه هم پرې زیاتېدل؛ همدارنګه، د یوه ۴۰ فوټه کانټینر لپاره یې بندر ته ۸۵زره کلدارې ورکولې.
د هغه په خبره، د لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې افغان سوداګر زیانمن شوي؛ بلکې پاکستاني بندرونو ته هم مالي زیان اوښتی دی.