طالبان وایي، په بامیانو کې یې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په بامیانو کې یې له درېیو قاچاق کوونکو د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تاریخي اثار نیولي دي. دغه وزارت ویلي، دغو اثارو کې دوه مجسمې، دوه مومیایي شوي جسدونه او یو د سرو زرو تاج هم شامل و.

دغه وزارت وایي، قاچاق کوونکو غوښتل دغه اثار له افغانستانه بهر ولېږدوي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دوه تورې او یو اولس مخیز کتاب چې سره زر په کې کارېدلي و هم په دغو اثارو کې شامل دی.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د دغې پېښې په تړاو درې تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
طالبانو ویلي، چې دغه لاسته راغلي لرغوني اثار ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
د افغانستان د لرغونو اثارو پر قاچاق او پېر او پلور تل نړۍوالو سازمانانو، په ځانګړې توګه یونسکو ژوره اندېښنه ښودلې ده.