پاکستاني خبریال له پاکستان حکومته غوښتي، چې د افغان ماشوم د مړي په لېږد کې دې همکاري وکړي

پاکستاني خبریال طاهرخان د هغه افغان ماشوم د کورنۍ لپاره له پاکستاني چارواکو د مرستې غوښتنه وکړه، چې له څو ورځو راهیسې یې مړی تورخم کې بند پاتې دی. د راپورونو له مخې، د دغه ماشوم مړي سره د هغه مور او پلار له تېرو څلورو ورځو راهیسې بند پاتې دي.

پاکستاني خبریال طاهرخان نن په خپلې اېکس پاڼه کې د ماشوم د مړي تصویر په خپرولو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د دغه ماشوم کورنۍ سره دې د مړي د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.
طاهرخان د دروازو د تړلو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته ویلي:« د دواړو خواوو د سوداګرو، مساپرو او ناروغانو پرمخ د دروازو د تړلو نظر یا پرېکړه ناسمه ده. په پوله کې ستونزې پخوا هم وې، اوس هم شته او امکان د دې شته چې په راتلونکې کې به هم وي؛ خو دغه لاره د عامه تګ راتګ لپاره ده، تړل یې ناسم کار دی.»
هغه زیاتوي:« د پاکستان د حکومت او طالبانو به خپلې موخې او ستونزې وي؛ خو دغه موخې او ستونزې باید په عامو خلکو اغیز ونه کړي. د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره د دغه ماشوم کورنۍ ته اجازه ورکړي، چې مړی یې افغانستان ته ولېږدوي او که داسې ونه کړي نو دا یو زیاتی دی.»
د دغې غوښتنې له خپرېدو وروسته ځینو نورو پاکستاني خبریالانو هم د طاهرخان په ملاتړ د دغې همکارۍ د غوښتنې غږ بدرګه کړ.

دغه غوښتنې وروسته له هغې کېږي، چې په خواله رسنیو کې په تورخم کې د یوه مور او پلار تصویر ښکته پورته کېږي چې د خپل ماشوم مړي ته ناست دي.
له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا د تورخم لاره هغه مهال د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، چې افغان طالبانو د تورخم صفري نقطې ته څېرمه پوسته جوړوله او د پاکستاني ځواکونو د غبرګون سره مخ شول، وېل کېږي چې په دغه نښته کې د یو موټر چلوونکي په ګډون دوه طالبان وژل شوي دي.
له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تورخم کې د سبزیو او تازه مېوو ډکې لارۍ او د ناروغانو سره یوشمېر کورنۍ په تورخم کې ایسارې پاتې دي.
د تړلو دروازو ترشا د دواړو خواوو د بې پایلو خبرو اترو وروسته نن په لنډي کوتل کې هم یوشمېر سیمه ییزو خلکو، مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو د تورخم د دروازې د خلاصولو په موخه لاریون وکړ.
په ورته مهال په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاتدې سفارت په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي، چې تېره ورځ یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد اصف دراني سره د تورخم لارې د ژر تر ژر خلاصېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په تېرو څو کلونو کې د تورخم لاره د لنډې مودې لپاره د اختلافونو له کبله تړل کېږي، چې د چارواکو له خبرو اترو وروسته بېرته خلاصېږي؛ خو تر ټولو یې زیات زیان سوداګرو او ولسي خلکو ته رسیږي.