• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهې د ښځو د نه خوړو د اعتصاب پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو پر چوپتیا نیوکه وکړه

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د ښځینه فعالانو د نه خوړو د اعتصاب له پراخېدو وروسته، د ازادۍ جبهې د لوېدیځو هېوادونو او نړۍالو رسنیو پر چوپتیا نیوکه کړې ده.

د دغې جبهې د خبرپاڼې پر بنسټ، دغو ښځینه فعالانو په جرمني، امریکا، ناروې او پاکستان کې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.

دغې جبهې د جمعې په ورځ په خپلې اېکس شبکه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې لویدیځو هېوادونو او نړۍوالو رسنیو د دغو ښځو د نه خوړو اعتصاب ته د پام اړولو پالیسي غوره کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د هغو هېوادونو دا پالیسي چې د بشري حقونو د خوندیتوب ادعا کوي، نه یوازې دا چې د دوی د نړۍوالو ادعاوو او مکلفیتونو او د بشري حقونو له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې ده، بلکې د دغې جبهې په خبره د طالبانو له ترهګرې ډلې سره همکاري هم ګڼل کېږي. "

د جبهې په وینا، د اعتصاب کوونکو د روغتیایي وضعیت په اړه د کوربه هېوادونو بې غوري د دغو فعالانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د ازادۍ جبهه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته جوړه شوې، د طالبانو پر ضد یې وسله‌واله مبارزه پیل کړه او له معترضو ښځینه فعالانو څخه یې هم خپل جدي ملاتړ اعلان کړی دی.

په دې وروستیو کې په جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو کې ځینو ښځینه فعالانو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو پر ضد د نه خوړو اعتصاب کړی او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه کوي.

که څه هم د دوی د نه خوړو له اعتصابه شاوخوا یوه اونۍ تېرېږي؛ خو کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د دوی د نه خوړو اعتصاب ته پام نه دی کړی.

طالبانو ښځې د عامه ژوند له ټولو برخو ایستلې دي.

دې ډلې د ښځو پر کار کولو، د نجونو پر زده‌کړو او پارکونو، سینماګانو، کلپونو او لوبغالو ته د هغوی پر تګ یې هم بندیزونه لګولي دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې