• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۱

امریکا د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۸مه، له عراق څخه خپل تر دوو لسیزو ډېر پوځي حضور پای ته ورساوه. دغه وتل د هغې هوکړې له مخې ترسره شول چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د واشنګټن او بغداد ترمنځ شوې وه.

په عراق کې لا هم د امنیتي تشې په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته د نږدې وسله‌والو ډلو د نفوذ د پراخېدو او د داعش د بیا پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې شته. خو د عراق حکومت پر خپل ځای پاتې دی او د دغه هېواد ځواکونو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر عراقي وګړو د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی او جشن کړی، خو ځینې نور بیا د دې وتلو د امنیتي پایلو په اړه اندېښمن دي.

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل، له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو پنځه کاله وروسته، یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې د عراق حکومت دوام وکړ، خو د افغانستان جمهوري حکومت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د امریکا د وروستي سرتېري له وتلو مخکې ړنګ شو.

د وتلو د خبرو څرنګوالی، د امنیتي ځواکونو وضعیت، د حکومت مالي سرچینې، د حکومت مشروعیت، د حکومت پر وړاندې د وسله‌والو ډلو وضعیت او د پوځي بدلونونو چټکتیا هغه عوامل وو چې د دواړو هېوادونو برخلیک یې له یو بل څخه متفاوت کړ.

100%

له عراق څخه د امریکا وتل هم په پړاوونو او «منظم» ډول ترسره شول او هېڅ امریکايي سرتېری پکې ونه وژل شو، خو له افغانستان څخه د وتلو په وروستیو ورځو کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش یوه ځانمرګي برید ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل.

د عراق حکومت د خبرو پر مېز و، خو افغانستان څنډې ته شوی و

د دواړو هېوادونو ترمنځ یو له مهمو توپیرونو څخه د وتلو په اړه د پرېکړې کولو څرنګوالی و. په عراق کې د دغه هېواد حکومت له امریکا سره د خبرو اصلي لوری و. د ائتلاف د ماموریت د پای ته رسولو خبرې د عراق د هغه وخت د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني له غوښتنې وروسته پیل شوې او تر شپږو میاشتو ډېرې یې دوام وکړ. دواړو لورو په ۲۰۲۴ کال کې د ائتلافي ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو او د اړیکو د دوه اړخیزې امنیتي همکارۍ پر بدلولو هوکړه وکړه.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د عراق پارلمان، وروسته له هغې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو د سپاه د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني او د ایران تر ملاتړ لاندې د وسله‌والو ډلو له مهمو څېرو څخه ابومهدي المهندس په بغداد کې د امریکا په برید کې ووژل شول، د بهرنیو ځواکونو د حضور د پای ته رسولو لپاره یوه غیرالزامي پرېکړه‌لیک تصویب کړی و.

100%

خو په افغانستان کې امریکا له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې. د افغانستان حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د دوحې د هوکړې برخه نه و. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په یوه راپور کې ویل شوي چې له دې بهیر څخه د افغانستان د حکومت لرې ساتلو د دغه حکومت دریځ کمزوری کړ او بېلابېلو لورو ته یې دا پیغام ورکړ چې واشنګټن له طالبانو سره د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.

100%

د افغانستان د مشرانو دا تصور چې امریکا به پاتې شي

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر سیګار په یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دا تصور موجود و چې امریکا به په پای کې له افغانستانه ونه وځي. سیګار د امریکايي او افغان چارواکو له قوله ویلي چې حتی د وتلو تر وروستیو میاشتو پورې په کابل کې ځینو کسانو باور نه درلود چې واشنګټن به د وتلو خپله پرېکړه عملي کړي.

سیګار په ځانګړي ډول د هغه وخت د ولسمشر اشرف غني نوم اخیستی او ویلي یې دي چې د امریکا او طالبانو هوکړې د افغانستان د ولسمشر دا برداشت پیاوړی کړی و چې د امریکا وتل به لږ تر لږه تر هغه وخته ترسره نه شي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړه نه وي شوې. په پایله کې، غني د طالبانو ګواښ په کافي اندازه جدي ونه باله او د خپلې پاملرنې یوه مهمه برخه یې پر کورنیو سیاسي سیالیو متمرکزه کړه.

دا تصور په داسې حال کې رامنځته شوی و چې د افغانستان حکومت له کلونو راهیسې د امریکا او د هغه د متحدانو پر پوځي او مالي حضور ډېر متکي و.

په عراق کې شته شواهد بیا تر ډېره د یوه متفاوت چلند ښکارندويي کوي. د دغه هېواد لومړي وزیر السوداني په شخصي توګه د ائتلافي ماموریت د پای ته رسولو لپاره د خبرو پیل تعقیب کړ او د عراق حکومت د امریکا وتل د امنیتي مسوولیت د لېږد او له امریکا سره د اړیکو د بیا تعریف په توګه مطرح کړل. السوداني په ۲۰۲۴ کال کې وویل چې داعش نور په عراق کې دننه ګواښ نه دی؛ خو دا دریځ د ځینو امریکايي چارواکو له ارزونو سره توپیر درلود.

عراق د امریکا وتل د یوه اټکل کېدونکي بدلون په توګه تعقیبول.

پر پوځ تکیه

د افغانستان امنیتي ځواکونه پر کاغذ لوی او مجهز ځواک وو، خو د هغوی د عملیاتي وړتیا یوه برخه د امریکا او بهرنیو قراردادیانو پر ملاتړ ولاړه وه.

سیګار په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری ورکړی و چې د قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغانستان هوايي ځواک هېڅ الوتکه نه شي کولی چې تر څو میاشتو ډېر خپل جنګي توان وساتي. په دې ملاتړ کې د الوتکو ترمیم او ساتنه، روزنه، پرزې او لوژستیکي خدمتونه شامل وو.

د امریکايي قراردادیانو له وتلو وروسته دا ستونزه په چټکۍ سره څرګنده شوه. د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د پوځي الوتکو یوه لویه برخه ځمک‌نۍ شوه او د هوايي او لوژستیکي ملاتړ کمېدو د افغان ځواکونو د جګړې د دوام توان کم کړ.

100%

په عراق کې هم امنیتي ځواکونه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لرله، خو د هغوی تجربه له افغانستان څخه توپیر درلود. د عراق پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر وړاندې له سختې ماتې وروسته، د نړیوال ائتلاف په ملاتړ بیا جوړ شو او د داعش پر وړاندې په ځمکنیو عملیاتو کې یې اصلي رول درلود.

اوس هم د امریکا له وتلو وروسته د عراق د امنیت بشپړ مسوولیت عراقي ځواکونو ته سپارل شوی دی. البته، واشنګټن به د روزنې او محدودو استخباراتي همکاریو په برخه کې له بغداد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

عراق کې د داعش ځپل او افغانستان کې د طالبانو پرمختګ

د افغانستان د حکومت د سقوط په میاشتو کې طالبانو په چټکۍ سره خپله ولکه پراخوله. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۶مه د یوه ولایت مرکز د لومړي ځل لپاره ونیو او یوازې په ۱۰ ورځو کې یې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۳۳ مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

طالبانو په افغانستان کې د امریکا د حضور په وروستیو اوونیو کې هره ورځ نوې سیمې نیولې او له بلې خوا د پخواني حکومت او د هغه د ځواکونو د جګړې انګېزه هم مخ په کمېدو وه.

خو د عراق اوسنی وضعیت متفاوت دی.

داعش، چې یوه مهال په عراق کې له امریکا سره د جګړې له مهمو لورو څخه و، اوس د دغه هېواد پراخې سیمې نه لري. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، داعش په عراق کې خپل تر ټولو کمزوري حالت ته رسېدلی او فعالیتونه یې په کوچنیو او ګرځنده ډلو محدود شوي دي. خو داعش لا هم د چریکي بریدونو توان لري او د دې احتمال هم شته چې یو ځل بیا پیاوړی شي.

100%

پر بهرنیو مرستو مالي تکیه

افغانستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې د حکومت د لګښتونو د برابرولو لپاره پر بهرنیو مرستو ډېر متکي و. نړیوال بانک وايي چې بهرنیو مرستو د افغانستان د عامه لګښتونو شاوخوا ۷۵ سلنه تمویلوله. دغه بنسټ په یوه بل راپور کې ویلي وو چې د شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو له عامه لګښتونو څخه یوازې نږدې ۲.۵ میلیارده ډالر د حکومت له کورنیو عوایدو څخه برابرېدل.

د حکومت د لګښتونو لویه برخه، له دولتي کارکوونکو د معاشونو څخه نیولې تر عامه خدمتونو او امنیتي لګښتونو پورې، له بهرنیو مرستو پرته نه شوای تمویل کېدای.

په عراق کې وضعیت متفاوت دی. د عراق حکومت هم له جدي مالي ستونزو سره مخ دی، خو د دغه هېواد د عاید اصلي سرچینه تېل دي.

د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د عراق د حکومت د تېلو عواید د دغه هېواد د ناخالصو کورنیو تولیداتو شاوخوا ۳۳ سلنه جوړوله او د حکومت ډېره برخه عواید لا هم له تېلو ترلاسه کېږي. رویټرز هم راپور ورکړی چې تېل د عراق د بودجې شاوخوا ۹۰ سلنه جوړوي.

له دې ټولو سره سره، د عراق د حکومت پاتې کېدل په دې معنا نه دي چې د دغه هېواد ستونزې پای ته رسېدلې دي. رویټرز له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هم‌مهاله راپور کې ویلي چې د ایران ته د نږدې ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعش د احتمالي بېرته راګرځېدو په اړه اندېښنې شته. ځینې شنونکي هم د دې په اړه شک لري چې ایا عراقي ځواکونه به وکولی شي د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې امنیتي تشه په بشپړه توګه ډکه کړي.

ډېر لیدل شوي

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي
۱
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۲

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۵

د ایران د بیا نفوذ احتمال؛ امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي

•
•
•

نور خبرونه

امریکايي ځواکونه له عراق څخه ووتل؛ د امنیتي تشې او د داعـ. ـش د بیا پیاوړي کېدو اندېښنې

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
100%

امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، له عراق څخه د خپلو وروستیو پوځي اډو د وتلو بهیر بشپړ کړ؛ هغه اقدام چې د امنیتي تشې، د ایران پلوو شیعه وسله‌والو ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعـ .ـش د بیا منظمېدو په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

د امریکا د ځواکونو وتل د هغه تړون له مخې ترسره کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال شوی و. د ډونالډ ټرمپ اداره اوس دغه تړون عملي کوي، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هم روانه ده.

د امریکايي ځواکونو وتل په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له پوځي مداخلې او د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو ۲۳ کاله وروسته ترسره کېږي. د راپورونو له مخې، په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې په عراق کې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

له بلې خوا، ایران د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په تدریجي ډول د خپلو نیابتي ډلو له لارې په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

د امنیتي تشې اندېښنه

د رویټرز د راپور له مخې، اندېښنه شته چې د امریکا له وتلو وروسته ښايي د عراق امنیتي ځواکونه، سره له دې چې له واشنګټن څخه روزنیز او مالي ملاتړ ترلاسه کوي، لا هم د هېواد د امنیت د بشپړ تامین وړتیا ونه لري.

د عراق امنیتي چارو شنونکي جاسم البهادلي ویلي، له تېرو دوو لسیزو څخه زده شوی درس دا دی چې امنیتي تشې «خورا خطرناکې» کېدای شي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د برید وروسته دغه هېواد اشغال کړ، د شیعه‌ګانو په مشرۍ حکومت رامنځته شو او امریکايي ځواکونو د کلونو لپاره له یاغي ډلو سره جګړه وکړه.

د عراق وسله‌وال مقاومت لومړی د صدام حسین د پلویانو له خوا او وروسته د القاعدې له لوري پراخ شو. په همدې موده کې دغه هېواد له فرقه‌ییزې کورنۍ جګړې سره هم مخ شو.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراقه ووتل، خو له درېیو کلونو کم وخت وروسته د داعش پر وړاندې د عراق د ملاتړ لپاره بېرته دغه هېواد ته ستانه شول.

د داعش پر وړاندې جګړه له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې پراخه شوه. دغه ډله په خپل اوج کې د عراق شاوخوا درېیمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او زرګونه کسان یې ووژل.

په عراق کې د ایران د نفوذ په اړه اندېښنې

ایران په وار وار ویلي چې د هغه هېواد له اصلي موخو څخه یوه په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو وتل دي. تهران اوس هڅه کوي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل د «مقاومت محور» د بریا په توګه مطرح کړي.

د «مقاومت محور» هغه نوم دی چې د ایران چارواکي او رسنۍ یې په سیمه کې د تهران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو لپاره کاروي، چې حماس، حزب‌الله، حشد الشعبي او حوثیان هم پکې شامل دي.

په بغداد کې سیاسي شنونکي احمد یونس ویلي، تر مستقیمې ایراني مداخلې ډېره اندېښنه دا ده چې د امریکا او لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران نیابتي ډلې ښايي ځانونه لا پیاوړي احساس کړي.

د هغه په وینا، دغه ډلې ښايي هڅه وکړي د عراق د حکومت پر پالیسۍ د خپل نفوذ کچه لوړه او په مهمو دولتي بنسټونو کې خپل ځای پیاوړی کړي.

د داعش د بیا پیاوړي کېدو وېره

د عراق د مرکزي حکومت او کردستان سیمې یو شمېر امنیتي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي داعش ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، داعش که څه هم نږدې یوه لسیزه مخکې خپل ځان‌اعلان شوی خلافت له لاسه ورکړی، خو لا هم په عراق کې د «پټو حجرو» شبکې لري.

امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې عراقي امنیتي ځواکونو ته د داعش د فعالیتونو په اړه مهم استخباراتي معلومات ورکول او د هوايي څارنې او کشف په برخه کې یې هم مرسته کوله.

د عراق متقاعد جنرال محمد الجبوري ویلي، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د عراق امنیتي ادارو د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت لپاره عملي بدیل پلان جوړ کړی که نه.

نوموړي خبرداری ورکړی چې یو له بدترینو احتمالي سناریوګانو څخه دا ده چې داعش وسله‌والو یا چاودېدونکو ډرونونو ته لاسرسی ومومي، په داسې حال کې چې عراق لا هم د دغه ډول ګواښونو پر وړاندې کافي هوايي دفاعي وړتیا نه لري.

د ایران پلوو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې

په وروستیو اوونیو کې په عراق کې د ایران پلوو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو د دې اندېښنې هم پراخې کړې چې ښايي سیمه‌ییزه شخړه عراق ته هم وغځېږي.

د عربي الجدید د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو پر نل‌لیکه د سنبلې میاشتې برید د ایران د سپاه پاسداران او د یمن د حوثیانو له یوې اړوندې ډلې سره تړاو درلود چې غړي یې په ناقانونه توګه له ایران څخه عراق ته داخل شوي وو.

د عراق حکومت په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د ایران پلوو وسله‌والو ډلو د بې‌وسلې کولو لپاره ګامونه واخلي؛ خو راپورونه ښيي چې د ایران د حکومت یو شمېر چارواکي او ځینې وسله‌والې ډلې له دې بهیر سره مخالفت کوي.

طالبانو د سلام پوهنتون د فعالیتونو له درولو دوه ورځې وړاندې دغه پوهنتون ستایلی وو

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۱
100%

په کابل کې د سلام پوهنتون مسوولانو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۸مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دغه خصوصي پوهنتون د فعالیت د درولو امر کړی دی. خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد پوهنتون د فعالیتونو له درولو ۲ ورځې مخکې (دوشنبه د تلې ۶مه) دغه پوهنتون ستایلی وو.

په کابل کې د سلام پوهنتون مسوولانو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۸مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دغه خصوصي پوهنتون د فعالیت د درولو امر کړی دی. د دغه پوهنتون د مسوولانو په وینا، د طالبانو د عدلیې او لوړو زده‌کړو وزارتونو تر دې وړاندې له دوی څخه غوښتي وو چې د پوهنتون مدیریت د لوړو زده‌کړو وزارت ته وسپاري او یا یې فعالیت ودروي.

خو له دغه امر څخه یوازې دوه ورځې مخکې (دوشنبه د تلې ۶مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو ریاست چې په تېر جمهوري نظام کې دغه ریاست د معینیت حیثیت درلود، د «د ځوان نسل د علمي روزنې، ودې او ملاتړ په برخه کې د ارزښتمنو هڅو له امله» سلام پوهنتون ستایلی وو.

د سلام پوهنتون په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو ريیس سید محمد داوود اغا په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ځوان نسل د علمي ارتقا په برخه کې د دغه پوهنتون خدمتونه د ستاینې وړ بللي او په همدې مراسمو کې یې د یاد پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال ته یو ستاینلیک هم ورکړی دی.

په یاد ستاینلیک کې لیکل شوي: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست د هېواد ځوانانو ته د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستاسو د علمي بنسټ د ارزښتناکو او ښه خدمتونو په پار دا ستاینلیک تاسو ته درسپاري».

د دغه ستاینلیک په پای کې د یاد وزارت د ځواونانو چارو رییس سید محمد داوود اغاالهاشمي هم لاسلیک کړی دی.

له دغو مراسمو دوه ورځې وروسته (چهارشنبه د تلې ۸مه) د طالبانو د عدلیې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د سلام پوهنتون له مسوولینو ته خبرداری ورکړی، د پوهنتون مدیریت چارې د لوړو زده‌کړو وزارت ته وسپاري او یا خپل فعالیتونه ودروي.

سلام پوهنتون لا تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي او همداراز لا تر اوسه په دغه پوهنتون کې د شته محصلینو د برخلیک په تړاو هم څه نه‌دي ویل شوي.

طالبانو تر دې مخکې (د وږي په ۲۸مه) د عبدالرب رسول سیاف اړوند دعوت پوهنتون مسوولین هم له دندو ګوښه او د خپلې خوښې کسان یې د نویو مسوولانو په توګه ګومارلي وو.

له دې سربېره دغې ډلې د وږي په ۲۵مه په کابل کې د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون او په غزني کې د هغه د څانګې جوازونه هم د «اسلامي ارزښتونو د سرغړونې» په تور لغوه کړي او د دغه بنسټ فعالیت یې درولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت تر دې وړاندې هم د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو جوازونه د «خیالي محصلانو» او «فساد» په نومونو ځنډولي یا لغوه کړي دي.

د اروپایي پارلمان غړي: روانډا د اروپايي ټولنې د رد شوو کډوالو د منلو له طرحې هرکلی کړی

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

د اروپا د پارلمان دوو غړو ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغو کډوالو د لېږد او منلو په اړه له روانډا سره خبرې پیل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري. استازو په وینا، روانډا له دې طرحې هرکلی کړی، خو خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي او تر اوسه هېڅ هوکړه نه ده شوې.

د اروپا په پارلمان کې د هالنډ غړو تینکه استریک او آنا استرولنبرګ تېره اوونۍ د روانډا پلازمېنې کیګالي ته سفر کړی و. دوی د دغه سفر پر مهال له هغو دوو مرکزونو څخه لیدنه کړې چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د کډوالو د استوګنې له لانجمنې طرحې سره سم د پناه غوښتونکو لپاره وکارول شي.

د روانډا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو تازه خبرو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه بهر له هېوادونو سره د داسې هوکړې په لټه کې دي چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي انتقال شي چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

دغه پنځه هېوادونه چې د «پنځه‌کسیزې ډلې» په نوم یادېږي، تر اوسه یې د کډوالو د احتمالي کوربه هېواد نوم په رسمي ډول نه دی اعلان کړی. خو یوه اروپايي سرچینه رویټرز ته ویلي چې روانډا د احتمالي کوربه هېوادونو له ډلې دی.

ټاکل شوې د دغو پنځو هېوادونو استازي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په نهمه، د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو شورا د غونډې په څنډه کې بیا سره وویني.

روانډا په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې ځان د هغو کډوالو لپاره د یوه خوندي هېواد په توګه معرفي کړي چې لوېدیځ هېوادونه یې د ایستلو پلان لري. خو د بشري حقونو سازمانونو په روانډا کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې او نیوکې مطرح کړې دي.

روانډا تېر کال له امریکا سره د تر ۲۵۰ پورې کډوالو د منلو هوکړه هم کړې وه او وروسته یې له امریکا څخه ایستل شوې یوه ډله کډوال ومنل.

د اروپا د دغې احتمالي طرحې عملي کېدل ښايي په اروپا کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو پر برخلیک هم اغېز ولري. امریکا تر دې وړاندې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي روانډا ته لېږلي وو.

د اروپا د پارلمان غړې تینکه استریک د دغو پنځو هېوادونو د کډوالو د ایستلو طرحه «غیرواقعي، غیرانساني او ډېره لګښتي» بللې ده.

انا استرولنبرګ هم خبرداری ورکړی چې روانډا او یوګانډا ته د لا ډېرو کډوالو لېږدول به پر دغو دواړو هېوادونو فشار زیات کړي.

د نوموړې په وینا، روانډا او یوګانډا د سیمې له هغو هېوادونو څخه دي چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یې منلي دي، خو د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته بشري مرستندویه ادارو د خوړو او روغتیايي خدمتونو کچه راټیټه کړې ده.

استرولنبرګ ویلي چې روانډا او یوګانډا د سیمې له محدودو باثباته هېوادونو څخه دي او پر دغو هېوادونو د لا ډېر فشار راوستل ښايي د هغوی ثبات له خطر سره مخ کړي.

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري.

ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرله‌پسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده.

د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی.

د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال،‌ د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم په همدې موده کې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی.

ژاو شینګ دغه دیپلوماتیک تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور د پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چین» له اصل سره ژمن پاتې شوی او چین هم د افغانستان په اړه ځانګړی سیاست تعقیب کړی دی.

د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی

د چین سفیر د خپلې لیکنې په بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او د افغانستان د صادراتي توکو د ۱۰۰ سلنې لپاره د چین بازار ته د صفر سلنې تعرفې ورکول یې د بیجینګ له مهمو اقداماتو څخه بللي دي.

د ژاو شینګ په وینا، دې سیاست چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان جلغوزي، زعفران او وچې مېوې د چین په بازار کې لا ډېر ځای پیدا کړی دی.

هغه همداراز د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا هم د زیاتېدو په حال کې ده.

د چین سفیر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو همکاري په تدریجي ډول له «ګډ لیدلوري» څخه پر عملي پروژو او لاسته راوړنو بدلېږي او له دې لارې به د دواړو هېوادونو خلکو ته څرګندې ګټې ورسېږي.

د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې

ژاو شینګ همداراز د چین او افغانستان د خلکو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

هغه لیکلي چې اوس ډېر افغان وګړي چین ته سفر کوي او له بلې خوا، چینایي څېړونکي، رسنۍ او نور وګړي هم له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بهیر ته ډېره پاملرنه کوي.

د چین سفیر د خپلې دندې پر مهال د افغانستان یو شمېر ولایتونو، لکه کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې دغو سفرونو هغه ته زمینه برابره کړې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له طبیعي ځانګړتیاوو، منظرو او ټولنیزو جوړښتونو سره لا ډېر بلد شي.

د هغه په باور، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ښيي چې د یو بل د کلتور، د پرمختګ د تجربو او ټولنې د پېژندلو لپاره متقابله لېوالتیا شته.

ژاو شینګ د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ تاریخي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه بللې او ویلي یې دي چې دا دوستي او متقابل درک کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره لا هم مرسته وکړي.

امنیتي، مالي او لوژستیکي ننګونې

د چین سفیر په ورته وخت کې منلې چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي. هغه امنیت، د مالي سرچینو برابرول او لوژستیکي ستونزې د موجودو خنډونو له ډلې بللي دي.

خو ژاو شینګ ټینګار کړی چې دغه ستونزې باید د چین او افغانستان د همکاریو عمومي بهیر بدل نه کړي.

هغه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یو د بل لپاره بشپړوونکې بللې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان خلک دواړه د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي. د هغه په وینا، که دواړه لوري په حوصله او دوام سره د همکاریو پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړي، د چین او افغانستان اړیکې کولای شي په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان د بیا رغونې د ملاتړ ټینګار

ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې دندې په پای کې د دغه هېواد د خلکو ستاینه کړې چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه «لوړ باور او لوړې هیلې» لري.

هغه د افغانستان اوسنی سوله او ثبات یوه داسې لاسته راوړنه بللې چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې ده او ټینګار یې کړی چې له جګړې وروسته د بیا رغونې د بهیر بشپړول او د باکیفیته پرمختګ ترلاسه کول لا هم ډېر وخت او هڅو ته اړتیا لري.

د چین د سفیر په وینا، دغه بهیر د افغانستان د خلکو له ګډو هڅو پرته ممکن نه دی او له دې سره سره د نړیوالې ټولنې لا ډېر زغم او ملاتړ هم مهم دی.

ژاو شینګ هیله څرګنده کړې چې په کابل کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅې، که څه هم محدودې وې، د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل درک د زیاتېدو، د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته کې اغېزمنې شوې وي.

هغه په پای کې د پامیر او هندوکش غرونو ته په اشاره لیکلي چې لکه څنګه چې «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي، د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي». هغه هیله څرګنده کړې چې دا دوستي به د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شي او د افغانستان خلک به لا سوکاله راتلونکی ولري.

اکانومېسټ: لوېدیځ باید له طالبانو سره د تعامل تګلاره خپله کړي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۱
100%

اکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره د امریکا او اروپا هڅو نږدې هېڅ پایله نه ده ورکړې او لوېدیځ هېوادونه باید له دې ډلې سره د تعامل نوې لارې ولټوي.

اکانومېسټ مجلې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې سرمقاله کې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام، پر طالبانو د بندیزونو د اصلاح او ان د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې وړاندیز کړی دی.

اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي.

«تریخ ثبات» او پراخ محدودیتونه

اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده.

په راپور کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له خوا د خلکو وهلو ته اشاره شوې ده.

مجلې لیکلي چې ډېری افغانان د لا ډېرې ازادۍ غوښتونکي دي، خو د طالبانو سخت‌دریځو د دې ډلې په دننه کې خپل واک ټینګ کړی او نسبتا منځلاري کسان د هبت‌الله اخوندزاده د ننګولو توان نه لري.

د اکانومېسټ په ارزونه، اخوندزاده ځان ته وفادار ځانګړی ساتونکی ځواک جوړ کړی او د کانونو ګټور قراردادونه یې په خپل لاس کې اخیستي دي. مجله وايي، د طالبانو په منځ کې ځینې هغه کسان چې د هغه د مخالفت هڅه یې کړې، تېښتې ته اړ شوي دي.

د انزوا د تګلارې پر پایلو نیوکه

امریکا او اروپا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې کنګل دي او پر ګڼو طالب چارواکو بندیزونه لګېدلي دي.

خو اکانومېسټ لیکلي چې طالب سخت‌دریځي د لوېدیځو ډیپلوماتانو او پانګه‌والو پر نه حضور اندېښنه نه لري او یوازې د پخواني حکومت شتمنیو ته د لاسرسي لپاره خپله ایډیالوژي نه بدلوي.

مجلې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنې او له دې ډلې سره د چین، هند، ترکیې او متحده عربي اماراتو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ویلي چې د لوېدیځ انزوا د نورو هېوادونو د تعامل مخه نه ده نیولې.

راپور همداراز وايي چې اروپايي هېوادونو په جون کې طالب چارواکي بروکسل ته بللي وو، څو د کډوالۍ او د رد شویو پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي. د مجلې په وینا، امریکا هم د لا سخت‌دریځو اسلامپالو ډلو پر وړاندې له طالبانو سره په پټه استخباراتي معلومات شریکوي.

د مرستو دوام او د بندیزونو اصلاح

اکانومېسټ له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د بشري مرستو کمول ودروي. د مجلې په وینا، دا مرستې له ۲۰۲۲ کال راهیسې شاوخوا ۷۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د یوه اټکل له مخې، نږدې نیمایي وګړي ورته اړتیا لري.

مجلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو حضور هم اړین بللی او ویلي یې دي چې دغه ادارې د احتمالي قحطۍ، ناکراریو او د مرستو د غلا په اړه د خبرداري ورکولو توان لري.

خو راپور په سویس کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۴،۲ میلیارد ډالرو زېرمو د ازادولو ملاتړ نه کوي. د مجلې په ارزونه، اوس د دې پیسو د ازادولو وخت نه دی رسېدلی او ښايي د طالبانو د مشر د واک د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

اکانومېسټ د بندیزونو د اصلاح غوښتنه هم کړې ده. مجله استدلال کوي چې ګڼ طالب چارواکي لسیزې مخکې د ترهګرو په توګه د بندیزونو په لېستونو کې شامل شوي و او اوس وزیران دي. د راپور په وینا، دې وضعیت نړیوالې مالي معاملې او خصوصي پانګونه زیانمنې کړې دي.

مجلې لیکلي چې لوېدیځ شرکتونه د ترهګرۍ د تمویل ضد مقرراتو د احتمالي سرغړونې له وېرې په افغانستان کې سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي. د اکانومېسټ په باور، د دغو خنډونو کمول اقتصادي ودې او د پراخې بېکارۍ په راکمولو کې مرسته کولای شي.

په رسمیت پېژندل؛ یو جنجالي وړاندیز

اکانومېسټ د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل د تعامل یو «لا جنجالي ګام» بللی، خو استدلال یې کړی چې دا کار د طالبانو د کړنو د تایید مانا نه لري.

د مجلې په وینا، په رسمیت پېژندل به د دې واقعیت منل وي چې طالبان ښايي د اټکل وړ راتلونکي لپاره پر افغانستان واکمن پاتې شي.

مجله وايي چې فعال سفارتونه د ترهګریزو ګواښونو په څارلو او له طالبانو سره د خبرو د لارو په پرانیستلو کې مرسته کولای شي. د مجلې په باور، دا اړیکې ښايي د وخت په تېرېدو د طالبانو په حکومت کې نسبتا منځلاري کسان هم وهڅوي.

اکانومېسټ په پای کې ټینګار کړی چې د طالبانو په حکومت کې بدلون باید تر ډېره له دننه راشي او ښايي لسیزې وخت ونیسي، خو د مجلې په ارزونه، سنجول شوی تعامل تر زیان ډېرې ګټې لرلای شي.