• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي ځواکونه له عراق څخه ووتل؛ د امنیتي تشې او د داعـ. ـش د بیا پیاوړي کېدو اندېښنې

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱

امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، له عراق څخه د خپلو وروستیو پوځي اډو د وتلو بهیر بشپړ کړ؛ هغه اقدام چې د امنیتي تشې، د ایران پلوو شیعه وسله‌والو ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعـ .ـش د بیا منظمېدو په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

د امریکا د ځواکونو وتل د هغه تړون له مخې ترسره کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال شوی و. د ډونالډ ټرمپ اداره اوس دغه تړون عملي کوي، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هم روانه ده.

د امریکايي ځواکونو وتل په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له پوځي مداخلې او د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو ۲۳ کاله وروسته ترسره کېږي. د راپورونو له مخې، په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې په عراق کې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

له بلې خوا، ایران د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په تدریجي ډول د خپلو نیابتي ډلو له لارې په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

د امنیتي تشې اندېښنه

د رویټرز د راپور له مخې، اندېښنه شته چې د امریکا له وتلو وروسته ښايي د عراق امنیتي ځواکونه، سره له دې چې له واشنګټن څخه روزنیز او مالي ملاتړ ترلاسه کوي، لا هم د هېواد د امنیت د بشپړ تامین وړتیا ونه لري.

د عراق امنیتي چارو شنونکي جاسم البهادلي ویلي، له تېرو دوو لسیزو څخه زده شوی درس دا دی چې امنیتي تشې «خورا خطرناکې» کېدای شي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د برید وروسته دغه هېواد اشغال کړ، د شیعه‌ګانو په مشرۍ حکومت رامنځته شو او امریکايي ځواکونو د کلونو لپاره له یاغي ډلو سره جګړه وکړه.

د عراق وسله‌وال مقاومت لومړی د صدام حسین د پلویانو له خوا او وروسته د القاعدې له لوري پراخ شو. په همدې موده کې دغه هېواد له فرقه‌ییزې کورنۍ جګړې سره هم مخ شو.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراقه ووتل، خو له درېیو کلونو کم وخت وروسته د داعش پر وړاندې د عراق د ملاتړ لپاره بېرته دغه هېواد ته ستانه شول.

د داعش پر وړاندې جګړه له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې پراخه شوه. دغه ډله په خپل اوج کې د عراق شاوخوا درېیمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او زرګونه کسان یې ووژل.

په عراق کې د ایران د نفوذ په اړه اندېښنې

ایران په وار وار ویلي چې د هغه هېواد له اصلي موخو څخه یوه په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو وتل دي. تهران اوس هڅه کوي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل د «مقاومت محور» د بریا په توګه مطرح کړي.

د «مقاومت محور» هغه نوم دی چې د ایران چارواکي او رسنۍ یې په سیمه کې د تهران د ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو لپاره کاروي، چې حماس، حزب‌الله، حشد الشعبي او حوثیان هم پکې شامل دي.

په بغداد کې سیاسي شنونکي احمد یونس ویلي، تر مستقیمې ایراني مداخلې ډېره اندېښنه دا ده چې د امریکا او لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران نیابتي ډلې ښايي ځانونه لا پیاوړي احساس کړي.

د هغه په وینا، دغه ډلې ښايي هڅه وکړي د عراق د حکومت پر پالیسۍ د خپل نفوذ کچه لوړه او په مهمو دولتي بنسټونو کې خپل ځای پیاوړی کړي.

د داعش د بیا پیاوړي کېدو وېره

د عراق د مرکزي حکومت او کردستان سیمې یو شمېر امنیتي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي داعش ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، داعش که څه هم نږدې یوه لسیزه مخکې خپل ځان‌اعلان شوی خلافت له لاسه ورکړی، خو لا هم په عراق کې د «پټو حجرو» شبکې لري.

امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې عراقي امنیتي ځواکونو ته د داعش د فعالیتونو په اړه مهم استخباراتي معلومات ورکول او د هوايي څارنې او کشف په برخه کې یې هم مرسته کوله.

د عراق متقاعد جنرال محمد الجبوري ویلي، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د عراق امنیتي ادارو د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت لپاره عملي بدیل پلان جوړ کړی که نه.

نوموړي خبرداری ورکړی چې یو له بدترینو احتمالي سناریوګانو څخه دا ده چې داعش وسله‌والو یا چاودېدونکو ډرونونو ته لاسرسی ومومي، په داسې حال کې چې عراق لا هم د دغه ډول ګواښونو پر وړاندې کافي هوايي دفاعي وړتیا نه لري.

د ایران پلوو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې

په وروستیو اوونیو کې په عراق کې د ایران پلوو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو د دې اندېښنې هم پراخې کړې چې ښايي سیمه‌ییزه شخړه عراق ته هم وغځېږي.

د عربي الجدید د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو پر نل‌لیکه د سنبلې میاشتې برید د ایران د سپاه پاسداران او د یمن د حوثیانو له یوې اړوندې ډلې سره تړاو درلود چې غړي یې په ناقانونه توګه له ایران څخه عراق ته داخل شوي وو.

د عراق حکومت په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د ایران پلوو وسله‌والو ډلو د بې‌وسلې کولو لپاره ګامونه واخلي؛ خو راپورونه ښيي چې د ایران د حکومت یو شمېر چارواکي او ځینې وسله‌والې ډلې له دې بهیر سره مخالفت کوي.

ډېر لیدل شوي

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي
۱
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۲

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۵

د ایران د بیا نفوذ احتمال؛ امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي

•
•
•

نور خبرونه

د اروپایي پارلمان غړي: روانډا د اروپايي ټولنې د رد شوو کډوالو د منلو له طرحې هرکلی کړی

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

د اروپا د پارلمان دوو غړو ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغو کډوالو د لېږد او منلو په اړه له روانډا سره خبرې پیل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري. استازو په وینا، روانډا له دې طرحې هرکلی کړی، خو خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي او تر اوسه هېڅ هوکړه نه ده شوې.

د اروپا په پارلمان کې د هالنډ غړو تینکه استریک او آنا استرولنبرګ تېره اوونۍ د روانډا پلازمېنې کیګالي ته سفر کړی و. دوی د دغه سفر پر مهال له هغو دوو مرکزونو څخه لیدنه کړې چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د کډوالو د استوګنې له لانجمنې طرحې سره سم د پناه غوښتونکو لپاره وکارول شي.

د روانډا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو تازه خبرو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه بهر له هېوادونو سره د داسې هوکړې په لټه کې دي چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي انتقال شي چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

دغه پنځه هېوادونه چې د «پنځه‌کسیزې ډلې» په نوم یادېږي، تر اوسه یې د کډوالو د احتمالي کوربه هېواد نوم په رسمي ډول نه دی اعلان کړی. خو یوه اروپايي سرچینه رویټرز ته ویلي چې روانډا د احتمالي کوربه هېوادونو له ډلې دی.

ټاکل شوې د دغو پنځو هېوادونو استازي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په نهمه، د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو شورا د غونډې په څنډه کې بیا سره وویني.

روانډا په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې ځان د هغو کډوالو لپاره د یوه خوندي هېواد په توګه معرفي کړي چې لوېدیځ هېوادونه یې د ایستلو پلان لري. خو د بشري حقونو سازمانونو په روانډا کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې او نیوکې مطرح کړې دي.

روانډا تېر کال له امریکا سره د تر ۲۵۰ پورې کډوالو د منلو هوکړه هم کړې وه او وروسته یې له امریکا څخه ایستل شوې یوه ډله کډوال ومنل.

د اروپا د دغې احتمالي طرحې عملي کېدل ښايي په اروپا کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو پر برخلیک هم اغېز ولري. امریکا تر دې وړاندې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي روانډا ته لېږلي وو.

د اروپا د پارلمان غړې تینکه استریک د دغو پنځو هېوادونو د کډوالو د ایستلو طرحه «غیرواقعي، غیرانساني او ډېره لګښتي» بللې ده.

انا استرولنبرګ هم خبرداری ورکړی چې روانډا او یوګانډا ته د لا ډېرو کډوالو لېږدول به پر دغو دواړو هېوادونو فشار زیات کړي.

د نوموړې په وینا، روانډا او یوګانډا د سیمې له هغو هېوادونو څخه دي چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یې منلي دي، خو د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته بشري مرستندویه ادارو د خوړو او روغتیايي خدمتونو کچه راټیټه کړې ده.

استرولنبرګ ویلي چې روانډا او یوګانډا د سیمې له محدودو باثباته هېوادونو څخه دي او پر دغو هېوادونو د لا ډېر فشار راوستل ښايي د هغوی ثبات له خطر سره مخ کړي.

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري.

ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرله‌پسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده.

د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی.

د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال،‌ د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم په همدې موده کې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی.

ژاو شینګ دغه دیپلوماتیک تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور د پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چین» له اصل سره ژمن پاتې شوی او چین هم د افغانستان په اړه ځانګړی سیاست تعقیب کړی دی.

د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی

د چین سفیر د خپلې لیکنې په بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او د افغانستان د صادراتي توکو د ۱۰۰ سلنې لپاره د چین بازار ته د صفر سلنې تعرفې ورکول یې د بیجینګ له مهمو اقداماتو څخه بللي دي.

د ژاو شینګ په وینا، دې سیاست چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان جلغوزي، زعفران او وچې مېوې د چین په بازار کې لا ډېر ځای پیدا کړی دی.

هغه همداراز د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا هم د زیاتېدو په حال کې ده.

د چین سفیر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو همکاري په تدریجي ډول له «ګډ لیدلوري» څخه پر عملي پروژو او لاسته راوړنو بدلېږي او له دې لارې به د دواړو هېوادونو خلکو ته څرګندې ګټې ورسېږي.

د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې

ژاو شینګ همداراز د چین او افغانستان د خلکو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

هغه لیکلي چې اوس ډېر افغان وګړي چین ته سفر کوي او له بلې خوا، چینایي څېړونکي، رسنۍ او نور وګړي هم له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بهیر ته ډېره پاملرنه کوي.

د چین سفیر د خپلې دندې پر مهال د افغانستان یو شمېر ولایتونو، لکه کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې دغو سفرونو هغه ته زمینه برابره کړې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له طبیعي ځانګړتیاوو، منظرو او ټولنیزو جوړښتونو سره لا ډېر بلد شي.

د هغه په باور، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ښيي چې د یو بل د کلتور، د پرمختګ د تجربو او ټولنې د پېژندلو لپاره متقابله لېوالتیا شته.

ژاو شینګ د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ تاریخي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه بللې او ویلي یې دي چې دا دوستي او متقابل درک کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره لا هم مرسته وکړي.

امنیتي، مالي او لوژستیکي ننګونې

د چین سفیر په ورته وخت کې منلې چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي. هغه امنیت، د مالي سرچینو برابرول او لوژستیکي ستونزې د موجودو خنډونو له ډلې بللي دي.

خو ژاو شینګ ټینګار کړی چې دغه ستونزې باید د چین او افغانستان د همکاریو عمومي بهیر بدل نه کړي.

هغه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یو د بل لپاره بشپړوونکې بللې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان خلک دواړه د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي. د هغه په وینا، که دواړه لوري په حوصله او دوام سره د همکاریو پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړي، د چین او افغانستان اړیکې کولای شي په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان د بیا رغونې د ملاتړ ټینګار

ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې دندې په پای کې د دغه هېواد د خلکو ستاینه کړې چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه «لوړ باور او لوړې هیلې» لري.

هغه د افغانستان اوسنی سوله او ثبات یوه داسې لاسته راوړنه بللې چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې ده او ټینګار یې کړی چې له جګړې وروسته د بیا رغونې د بهیر بشپړول او د باکیفیته پرمختګ ترلاسه کول لا هم ډېر وخت او هڅو ته اړتیا لري.

د چین د سفیر په وینا، دغه بهیر د افغانستان د خلکو له ګډو هڅو پرته ممکن نه دی او له دې سره سره د نړیوالې ټولنې لا ډېر زغم او ملاتړ هم مهم دی.

ژاو شینګ هیله څرګنده کړې چې په کابل کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅې، که څه هم محدودې وې، د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل درک د زیاتېدو، د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته کې اغېزمنې شوې وي.

هغه په پای کې د پامیر او هندوکش غرونو ته په اشاره لیکلي چې لکه څنګه چې «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي، د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي». هغه هیله څرګنده کړې چې دا دوستي به د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شي او د افغانستان خلک به لا سوکاله راتلونکی ولري.

ناټو ته د روسیې خبرداری؛ د بالتیک محاصره به اټومي ځواب ولري

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
100%

روسیې ناټو ته خبرداری ورکړی، چې که د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې د کالینینګراد سیمې د منزوي کولو یا محاصرې هڅه وشي، مسکو به د خپلو سیمو د دفاع لپاره له اټومي وسلو په ګډون له ټولو ممکنه وسایلو کار واخلي. خو ناټو د مسکو اټومي څرګندونې «غیرمسوولانه» بللې دي.

روسیې دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی، چې په دې وروستیو کې د بالتیک سمندر په شاوخوا کې د ناټو او روسي ځواکونو ترمنځ تحرکات زیات شوي دي. د مسکو د جیوپولیټیک وضعیت پر بنسټ، کالینینګراد د روسیې هغه ستراتیژیکه خاوره ده چې له اصلي جغرافيا څخه لرې د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ پرته ده. روسیې څرګنده کړې، که چېرې لوېدیځوال یا د ناټو غړي هېوادونه له دې سيمې سره د ټرانزیټي یا سمندري لارو د تړلو او محاصرې هڅه وکړي، مسکو به د خپل ملي امنیت او خاورې د ساتلو لپاره له خپلو ټولو شته پوځي امکاناتو په ګډون له اټومي وسلو ګټه استفاده وکړي.

بل خوا، د ناټو تړون چارواکو د مسکو دا نوې څرګندونې په کلکه رد کړې او د روسیې دا ډول اټومي ژبه او خبرداری یې «غیرمسوولانه» او د سیمې د امنیت لپاره نااراموونکی بللی دی.

د ناټو د مسوولانو په وینا، د دوی هېڅ راز پلان نشته چې د کالینینګراد سمندري یا ځمکنۍ لارې بندې کړي او د مسکو دا ډول پیغامات يوازې رواني جګړه ده چې غواړي د لوېدیځ ترمنځ ویره جوړه کړي.

په ورته مهال په ویانا کې مېشت د اټومي وسلو شنونکي او پخواني روسیې ډيپلوماټ نیکولای سوکوف د رویټرز اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روسیې دغه خبرداری ښايي په مسکو کې د هغو سخت دریځو د نفوذ زیاتېدل په ګوته کړي چې د لوېدیځ د اقداماتو پر وړاندې د سخت دریځ غوښتونکي دي. د راپورونو له‌مخې په دغو اقداماتو کې اوکراین ته د وسلو رسول، پر مسکو د نویو بندیزونو لګول، د روسي بېړیو درول، د کالینینګراد شاوخوا پوځي تمرینونه او استخباراتي الوتنې شاملې دي.

سوکوف وايي، روسیه د لا زیاتو اقداماتو تمه لري، چې د بالتیک سمندرګي محاصره هم پکې شامله ده. د هغه په وینا، که څه هم اروپايي هېوادونه ښايي دغه اقدام د جګړې له کچې ټیټ وبولي، روسیه یې ښايي ښکاره جګړه وګڼي او د دواړو لورو د ناسمې محاسبې خطر شته.

د روسیې پر خبرداري سربېره تر اوسه درېیو اروپايي هېوادونو کې د روسیې سفارتونو په تېرو درېیو ورځو کې داسې څرګندونې کړې چې ناټو یې د پوځي تمرینونو او د کالینینګراد اړوند د سناریوګانو د طرحې له امله د کړکېچ په زیاتولو تورنه کړې ده.

د روسیې او اروپا اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ برید وروسته لا له وړاندې خرابې شوې وې، خو د رویټرز په وینا، سږ کال لا پسې ترینګلې شوې دي.

امریکا په قطر کې د څه باندې زرو افغانانو د اوسېدو موده نهه میاشتې لا غځوي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه کمپ فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. په دغه کمپ کې له زرو ډېر افغانان اوسېږي چې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.

دوو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د السیلیه په کمپ کې د افغانانو د اوسېدو موده د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، وتړل شي.

اوس مهال په دغه کمپ کې یو زر او ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي اوسېږي او امریکا ته د لېږد په تمه دي. د دوی یوه برخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ژباړونکو یا په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړې او یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د «افغان ایواک» سازمان د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څه باندې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

د کمپ د فعالیت غځول په دې معنا نه دي چې د دغو افغانانو برخلیک روښانه شوی دی. د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي داسې هېوادونه پیدا کړي چې د دوی د منلو لپاره چمتو وي. مارکو روبیو د روان کال په جون میاشت کې کانګرېس ته ویلي وو چې واشنګټن په دې اړه له څو هېوادونو سره خبرې کوي.

تر دې مخکې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت نوم هم د دغو افغانانو د یوې برخې د احتمالي لېږد لپاره د یوه انتخاب په توګه مطرح شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي د دغو کسانو لپاره داسې حل‌لاره پیدا کړي چې وکولای شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به د السیلیه کمپ د اوسېدونکو د رضاکارانه لېږد لپاره هڅې هم دوام ولري.

خو امریکا ته د دغو کسانو د لېږد امکان ډېر کم ښکاري. ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته، د افغانانو د بیا مېشتولو هغه پروګرام ودرولو چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوی و. د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغان وګړو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

د «افغان ایواک» سازمان په وینا، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یوازې پنځه افغانان د پناه‌غوښتونکو د منلو له پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.

د «افغان ایواک» مشر شان وندایور د کمپ د فعالیت غځول د دغه کمپ د اوسېدونکو لپاره ښه خبر بللی دی. د هغه په وینا، دغه پرېکړه لږ تر لږه د دې اندېښنه کموي چې دوی به ژر افغانستان ته بېرته ولېږل شي. خو وندایور ټینګار کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره باید یوه دایمي حل‌لاره وموندل شي.

د افغانانو د امریکا ته د لېږد ملاتړو فعالانو خبرداری ورکړی چې که بل هېواد د دغو کسانو منلو ته چمتو نه شي، افغانستان ته د هغوی بېرته ستنېدل له خطر سره مخ کېدای شي. د کمپ ډېر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې له امریکايي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ له امله ښايي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.

د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو سره د مکې دفاعي تړون له ازموینې سره مخ شوی

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۱
100%

د «کالیبر» د راپور له مخې، د سعودي عربستان پر ښارونو او مهمو تاسیساتو د حوثیانو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو وروسته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

راپور وايي، د حوثیانو له لوري پر ریاض او د ینبع بندر په ګډون د سعودي عربستان پر ستراتیژیکو تاسیساتو بریدونو د سره سمندرګي او باب‌المندب تنګي امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
د راپور له مخې، د مکې دفاعي تړون د «ګډې دفاع» پر اصل ولاړ دی او له همدې امله د وروستیو بریدونو په تعقیب داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي پاکستان د ریاض په غوښتنه پر حوثیانو هوايي بریدونه وکړي او ترکیه هم سعودي عربستان ته پوځي مرسته برابر کړي.
راپور زیاتوي، د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې لیدنه کړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې د سعودي عربستان پر زیربناوو د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د بېړنۍ غونډې د جوړېدو اعلان هم شوی دی.
راپور د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې ویلي یې دي، فرانسه به د سعودي عربستان د انرژۍ او ترانسپورټي تاسیساتو د ساتنې لپاره پوځي پرسونل، راداري سیسټمونه او هوايي دفاعي تجهیزات دغه هېواد ته واستوي.
د قرغزستان سیاسي شنونکی او د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز مشر اېدل عثمانبېتوف وايي، د حوثیانو وروستیو بریدونو سیمه‌ییز وضعیت نور هم پېچلی کړی او ښايي د مکې تړون له نظري پړاو څخه عملي پړاو ته داخل شي.
د هغه په وینا، د تړون غړي هېوادونه کولای شي سعودي عربستان ته د هوايي ځواک، استخباراتي همکارۍ، لوژستیک او پوځي تجهیزاتو په برخو کې ملاتړ برابر کړي، خو لا هم د مستقیمې پوځي مداخلې د کچې په اړه څه ویل وختي دي.
عثمانبېتوف باور لري چې د وضعیت راتلونکی به تر ډېره د امریکا په دریځ پورې تړلی وي، ځکه واشنګټن تر اوسه د مستقیمې لویې پوځي مداخلې پر ځای د ایران د مهارولو لپاره اقتصادي فشارونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه وايي، د مکې تړون د بشپړ فعالېدو، د باب‌المندب د لارې د بېرته پرانیستو، د حوثیانو د شاتګ، یا هم د یوې اوږدې نیابتي جګړې او سیاسي جوړجاړي سناریوګانې ټولې ممکنې دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان، ترکیې، چین، هند او نورو لویو اقتصادونو لپاره د نړیوالو سوداګریزو لارو او مهمو سمندري تنګیو خوندیتوب ستر اهمیت لري.
بل لور ته، د ګرجستان سیاسي شنونکی او د منځني ختیځ چارو کارپوه واسیلي پاپاوا وايي، د ریاض، انقرې او اسلام‌اباد له لوري د حوثیانو پر ضد د یوې پراخې ګډې پوځي حملې احتمال کم ښکاري.
د هغه په وینا، مکې تړون د دودیزو پوځونو او متعارفو ګواښونو لپاره جوړ شوی، حال دا چې حوثیان د غیرمتعارف او نامتقارن جنګ تګلارې کاروي.
پاپاوا وايي، پاکستان له ایران سره اوږده پوله لري او د بلوچستان د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي له تهران سره مستقیم ټکر ته داخل شي.
هغه زیاتوي، ترکیه هم له ایران سره د کردانو د مسلې او نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو له امله عملي اړیکې ساتي او نه غواړي دغه اړیکې زیانمنې شي.
د هغه په باور، د ترکیې او پاکستان ونډه به تر ډېره د وسلو، پوځي روزنې او ډیپلوماټیک ملاتړ تر کچې محدوده وي.
پاپاوا وايي، سعودي عربستان به د خپلو تاسیساتو دفاع ته دوام ورکړي، خو د فرانسې او نورو بهرنیو شریکانو له ملاتړ سره.
نوموړي خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ ښايي د ټیټې کچې، خو اوږدمهالې شخړې پر لور روان وي؛ داسې شخړه چې سیاسي او اقتصادي لګښتونه به یې د ټولو ښکېلو لورو لپاره درانه وي.