د ۲۰۲۳کال د کرېکټ نړۍوال جام د افغانستان په تاریخي او ښایسته ځایونو کې نندارې ته وړاندې شو

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړۍوال جام چې د دوه ورځني نندارتون لپاره افغانستان ته راوړل شوی، د افغانستان د کرېکټ بورډ لهخوا یوشمېر تاریخي ځایونو لکه دارالامان ماڼۍ، بابر بڼ، پغمان ولسوالۍ او بیا د مزارشریف د سخي په روضه کې نندارې ته وړاندې شو.