• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د استازیو جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي غواړي یو ځل بیا په ټاکنو کې برخه واخلي

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۵ GMT+۱

نانسي پلوسي اعلان وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د دغې جرګې د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه نومانده شي. نوموړې چې د امریکا د استازېو جرګې د مشرې په توګه لومړنۍ ښځه او لومړنۍ ایټالیایوي الاصله مېرمن ده، د جمعې په ورځ یې خپله پرېکړه څرګنده کړه.

مېرمن پلوسي تېر کال د استازیو جرګې له مشرۍ او په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند له رهبرۍ څخه استعفاء وکړه او له هغې وروسته د نوموړې د سیاسي برخلیک په اړه ګنګوسې څو میاشتو دوام وکړ.

نوموړې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال عراق ته د امریکايي ځواکونو له استولو سره مخالفت وکړ او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې بیا د امریکا پر پولو د اغزن تار لګولو په ګډون په ځينو نورو برخو کې یې یو شمېر تګلارې وننګولې.

مېرمن پلوسي په لومړي ځل په ۱۳۸۶ کال کې د استازېو جرګې ریاست ته ورسیده او بیا ځلې په ۱۳۹۸ کال کې په همدغه دریځ کې وټاکل شوه.

نوموړې له ۱۳۶۶ کال راهیسې د امریکا د استازېو جرګې غړې ده.

د امریکا د استازېو جرګې د کالیفورنیا ۸۳ کلنې استازې د جمعې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل،« د سان فرانسیسکو د ارزښتونو په رڼا کې چې موږ تل په وده کولو یې ویاړو ما پرېکړه کړې، چې یو ځل بیا ټاکنو کې برخه واخلم.»

ډېر لیدل شوي

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟
۱

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قطر د دولت وزیره: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې مخکښ رول ولري

۵

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو