په سوډان کې د داوطلبو ډ له وايي، د دغه هېواد پلازمېنه خرطوم کې پر یوه مارکېټ د پوځ په هوايي برید کې څلوېښت ولسي وګړي ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول.
دوی د یکشنبې په ورځ په اعلامیه کې وايي، له اپرېل راهیسې دا د مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو ستره پېښه ده.
په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ په استوګنیزو سیمو کې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې جګړه کې ورځ تر بلې هوايي او توغندیز بریدونه سختېږي، خو یو لوری هم ښکاری بری نه لري او نه د دوی ترمنځ د منځګړتوب هڅې هم شته.
یوه کس رویټرز ته ویلي، د یکشنبې په سهار د خرطوم سوېل ته بې پیلوټه الوتکو پر هغه سیمه درانه بریدونه وکړل چې د چټک غبرګون ځواکونو په لاس کې ده.
ځايي داوطلبو داسې انځورونه شریک کړي چې د سوېلي خرطوم بېړنۍ خونه کې ډېر ټپي کسان او همدارنګه په ټوټو کې پېچلي مړي ښيي.
په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانې جګړې تر درېیو میلیونو خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او تر نهه لکو ډېر یې له هېواد وتلو ته اړ کړي دي.