• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د طالبانو او پاکستاني چارواکو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د پاکستان سرحدي چارواکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د دغه هېواد او طالبانو د استازو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. د سرچینو په خبره، دا لار به تړلې وي، ځکه د یکشنبې ورځې په خبرو کې کوم پرمختګ ونه شو. دا دویمه ورځ ده چې دا خبرې بې نتیجې پای ته رسېږي.

طالبانو پرون هم له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې پر پرانیستو خبرې درلودې.

څلور ورځې مخکې د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو له امله په نښته پسې دا دروازه بنده ده او دواړو غاړو ته خلک او تجارتي مالونه ایسار دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل: «کله چې افغان سرحدي ځواکونو کلونه مخکې جوړه شوې پوسته رغوله، پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.»

خو پاکستاني چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې طالبانو تورخم دروازې ته نږدې د دوی له هوکړې پرته د تلاشۍ پوسته جوړوله او د دوی ځواکونه یې خنډ شول.

په دې نښته کې د دوو طالب سرتېرو د وژل کېدو او یوه پاکستاني پوځي د ټپي کېدو خبره کېږي.

طالبان د پاکستان اقتصادي اړتیا ته په اشاره وايي، د تورخم بندر تړل د دواړو هېوادونو او سیمې سوداګري اغېزمنوي.

خو دا لار په داسې مهال تړلې ده چې په افغانستان کې مېوه او سابه رسېدلي او پاکستان ته ځي. تورخم کې د افغان سوداګرو سابه خرابېږي او ان ځینې سوداګرو د رومیانو یا ټماټرو کرېټ په ۱۵ افغانۍ لیلام کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې څېړنیز مرکز: د طالبانو بیا واکمنېدو پسې د پاکستان امنیتي حالت بدتر شوی

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د جیمز ټاون په نوم امریکايي مرکز وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستان په تېره د پښتونخوا او بلوچستان امنیتي حالت بدتر شوی. دا اداره په تېرو ۲ کلونو کې په پاکستان کی د وسلوالو د ۷۳ سلنې او د مرګژوبلې ۱۳۸ سلنې زیاتېدو خبره کوي.

جیمز ټاون بنسټ د جمعې په ورځ د څېړنیزې مقالې په خپرولو سره په پاکستان کې د تېرو دوو کلونو ترهګریزې چارو ارزولې دي.

د دې بنسټ په خبره، پر کابل د طالبانو واکمنېدو پسې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پاڅون لا ډېر خطرناک شوی دی او ان بلوڅ مېرمنې په ځانمرګو بریدونو کې ښکېلې دي.

جیمز ټاون د ځانمرګو ښځو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

جیمز ټاون بنسټ امریکايي فکري مرکز یا اندیځ دی چې پر ۱۹۸۴ کال ویلیام ګیمر جوړ کړ او اوس له ۵۰ د ډېرو نړیوالو کارپوهانو لرلو سره د اسیا او اوراسیا او ترهګرۍ اړوند سیاست پلانولو او ستراتیژیکو اطلاعاتو په برخه کې د معلوماتو رسولو مهمه سرچینه بلل کېږي.

دغه بنسټ وايي، د بلوچستان مرکز کوټه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې پر مهال طالبانو، جنایتکارو، د نشه يي توکو او انسان قاچاقیانو ته ډېر چانسونه برابر کړي وو.

په مقاله کې د طالبانو په هکله د پاکستان د نظر بدلېدو ته هم اشاره وي او وايي، طالبان چې پر کابل واکمن شول، نو اسلام اباد ورته د خپل امنیتي چاپېریال لپاره په ښه پال کتل.

دوی کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د مشر فیض حمید سفر ته په اشاره رسنیو ته د نوموړي یوه خبره هم را وړې چې ویلي یې وو: «اندېښنه مه کوئ، هرڅه سم روان دي.»

خو د دوو کلونو تېرېدو سره د پاکستاني چارواکو د تمې خلاف په دغه هېواد کې امنیتي حالت بدتر شوی دی او د مرګ، چاودنو، ځانمرګو، پر پولیسو، پوځ او حکومتي چارواکو د بریدونو نوې څپه پکې پیل شوې ده.

پښتونخوا او بلوچستان چې پر ډېورنډ کرښه پراته دي د وسلوالو له سختو بریدونو سره مخ دي، همدا وجه ده چې تېر کال د پاکستان لپاره یو خونړی کال بلل شوی او ویل شوي چې په دغه کال په پاکستان کې ۳۶۷ ترهګریز بریدونه شوي دي.

خو دا هم زیاته شوې چې وسلوالو سږ کال خپل بریدونه نور هم زیات کړي دي او یوازې سږني جون کې یې ۱۰۱ پاکستاني افسران وژلي دي.

دا بریدونه ښيي چې پر کابل د طالبانو واکمنېدو سره په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو بریدونه ۷۳ سلنه او تر اوښتې مرګ ژوبله ۱۳۸ سلنه ډېره شوې ده.

جیمز ټاون وايي، د سږ کال لومړۍ نیمايي کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۳۸۹ کسان وژل شوي او تر ۶۵۶ ټپیان دي.

په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو پسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ هم ډېرې شوې او ان څه مهال مخکې د دغه هېواد پخواني دفاع وزیر خواجه اصف وویل، افغانستان نه پر خپل ګاونډیتوب درېږي او نه د دوحې پر تړون.

خو په ځواب کې یې ذبیح الله مجاهد وویل، طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کړی دی، نه له پاکستان سره.

خواجه اصف او د ای اېس ای مشر په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالي پسې کابل ته لاړل او له طالبانو یې وغوښتل چې په افغان خاوره کې د وسلوالو پټنځي له منځه یوسي.

خو طالبان وایي، په افغانستان کې د وسلوالو پټنځي نشته او نه چا ته اجازه ور کوي چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

د هند مخالف وسلوال مشر د پاکستان کنټرول لاندې کشمیر کې ووژل شو

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۱

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، د هند یو مخالف وسلوال مشر د جمعې په ورځ په جومات کې ووژل شو. دا په روان کال کې د هند ضد دریم وسلوال مشر دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

پولیس چارواکی شهریار سکندر وايي، په ابو قاسم کشمیري مشهور محمد ریاض د روالکوټ په جومات کې د نامعلوم وسلوال په برید کې ووژل شو.

روال کوټ د هند تر واک لاندې کشمیر ته نږدې او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر له مرکز مظفر اباد ۱۳۰ کیلومتره لرې پروت ښارګوټی دی.

ښاغلی سکندر د جومات د ملا په حواله وايي، پر ټپټي یا موټر سایکل سپور وسلوال پر ریاض څلور ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېد.

ریاض د هند تر کنټرول لاندې کشمیر اوسېدونکی و او په ۱۹۹۰ کلونو کې پاکستان ته کډه شوی و.

نوموړی د جماعت الدعوه په نوم خیره ټولنې یو مشر او د دې ټولنې اړوند لشکر طیبه وسلوالې ډلې قومندان و.

هند لشکر طیبه په ممبیي کې د ۲۰۰۸ کال په بریدونو تورنوي، چې له امله یې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

د جماعت دعوه ډلې ویاند په دې هکله له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې ده.

تېر کال پاکستان پر هند تور پورې کړ چې د جماعت الدعوه د بنسټګر حافظ سعید له کور سره نږدې یې د بم پلان درلود، خو هند دا تور رد کړ.

د جمو کشمیر متحد غورځنګ غړی سردار رضوان حنیف وايي، ریاض د خپل وطن له ازادۍ سره د مینې له امله ووژل شو.

د کشمیري وسلوالو بلې ډلې حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین هم د ریاض وژل غندلي دي.

په روان کال کې دا د هند ضد دریم مشر دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

تېره فبروري د حزب المجاهید یو قومندان بشیر احمد پیر په راولپنډۍ کې او د البدر مجاهدینو پخوانی قومندان سید خالد رضا هم په کراچۍ کې ووژل شو.

هند او پاکستان د کشمیر پر ملکیت دعوه لري او دوه ځلې د دې سیمې پر سر سره نښتي هم دي.

هند له لسیزو راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي لپاره د وسلوالو ملاتړ کوي.

اسلام اباد دا تورونه ردوي او هند د پاکستاني بېلتونپالو په ملاتړ تورنوي.

ممتاز زهرا بلوڅ: ترهګرو په افغانستان کې نوې وسلې ترلاسه کړې او زموږ پر ادارو بریدونه کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، افغانستان کې «نوې وسلې ترهګرو ته په لاس ورغلې دي» او په همدې وسلو د دغه هېواد پر امنیتي ادارو بریدونه کوي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ په اونیزه خبري غونډه کې پر دې وسلو اندېښنه وښوده.

مېرمن بلوڅ دا هم وویل چې دا وسلې په افغانستان کې له امریکا پاتې دي او دغه حالت ته د نړیوالې ټولنې پام پکار دی.

تر دې مخکې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي و، چې په افغانستان کې له امریکا په پاتې وسلو په پاکستان کې بریدونه کېږي.

خو وړمه ورځ د امریکا د امنیت شورا ویاند جان کربي د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي:« موږ په افغانستان کې هیڅ پوځي تجهیزات نه دي پرېیښي.»

جان کربي زیاته کړې:« له افغانستانه د راوتو په مهال مو ځینې تجهیزات پاتې کېدل چې هغه مو هم له منځه یووړل.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، که څه هم له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل کېدو ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل «که د پاکستان له لوري پوله بنده وي، نو لامل به یې بد امنیتي حالت وي.»

نوموړې دا هم وویل چې په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید په هکله یې هم «افغان چارواکو» ته خپله اندېښنه ښودلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چترال ته له افغان خاورې وسلوال اوښتي او برید یې کړی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا ادعا بې ځایه بللې او وايي، د پاکستاني طالبانو وسله‌وال برید د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو نه دی شوی.

په پاکستان کې د اربعین د مراسمو پر مهال په فرقه ییزه شخړه کې اته کسه ټپیان شوي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د پاکستان پولیس وايي، د سند ایالت په کپرو ښار کې د امام حسین د اربعین د مراسمو پر مهال د فرقه ییزې شخړې له امله لږ تر لږه اته کسه ټپیان شوي دي.

پولیسو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې یوه «ممنوعه مذهبي فرقه» د ماتم کوونکو پروګرام ته ورغلې وه.

پولیسو د مذهبي فرقې د نوم له اخیستو پرته وویل، چې پر دې مراسمو د دوی یو اعتراض دا دی چې د اربعین له مراسمو وروسته د ماتم لروونکو پلي تګ او راغوڼډېدلو په اربعین مراسمو کې نه شته.

د پولیسو په وینا؛ سړکونو ته د ماتم کوونکو له ننوتلو وروسته شخړه رامنځ ته شوه او دواړو لورو یو پر بل د ډبرو او لرګو ګوزارونه وکړل.

په دې شخړه کې د يوې لاروې نجلۍ په ګډون اته تنه ټپيان شوي. خو يوه ځايي روغتيايي چارواکي وويل، چې روغتون ته ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.

ځايي سرچینې: په تورخم کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه ګوته پر ماشه دي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د تورخم سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له څو ساعتونو تېرېدو وروسته لا هم د پولې دواړو غاړو ته وضعیت کړکېچن دی، طالبان او پاکستاني پوله ساتونکي یو بله ته په مورچو کې ناست دي.

د طالبانو د سرچینو په وینا؛ د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګریزو موټرو له کاروانونو پاکه شوې ده.

له هغه ځايه يوه عيني شاهد وويل، چې د مړو او ناروغانو په ګډون هيچا ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان په یوه روغتون کې د مغزي تومور له امله د مړ شوي افغان ماشوم کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د دویمې ورځې لپاره هم په تورخم کې د خپل ماشوم له جسد سره ولاړ دي.

د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د تورخم پر پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د دې ډلې غړو د پاکستان د برید په وړاندې غبرګون ښودلی دی. خو پاکستاني چارواکو د ډزو د پيل پړه پر طالبانو اچولې ده.

ډزې د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړ. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ ډزې هغه مهال پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې طالبانو دغه پوسته د دغه هېواد له چارواکو سره له تفاهم پرته په داسې سیمه کې جوړه کړې ده، چې تفاهم نه و موجود.

سیمه ییزو سرچینو افغان انټرنشنل ته ویلي، چې په نښته کې لږ تر لږه دوه طالبان وژل شوي او یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دواړو لورو استازو د جګړې له پیل مخکې له یو بل سره لیده کاته کړي دي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې د غونډې اجنډا څه وه او د کومې موضوع پر سر شخړه د دواړو لورو ترمنځ په ډزو بدله شوه.

د طالبانو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دواړه لوري هڅه کوي، چې د جګړې پر لاملونو او انګيزو خبرې وکړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو او مسافرو د تګ راتګ اصلي ترانزیت دی. د رسمي شمېرو له مخې له دې لارې هره ورځ لسګونه زره مسافر تګ راتګ کوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د تورخم د بندېدو له امله د مېوو، سبزیجاتو او نورو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ پر سړک ولاړې دي.

د ښاغلي سرحدي په وینا له دې جګړې وروسته سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.