• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ته د شپږ میلیارده ډالرو د انتقال پر هوکړې د ټرمپ نیوکه هغه بایډن "بې کفایته" بللی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ له ایران سره د بندیانو د تبادلې په بدل کې د شپږو میلیاردو ډالرو بندې بودیجې د خوشې کولو په اړه د امریکا د هوکړې په غبرګون جو بایډن "بې کفایته" وباله او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

ټرمپ زیاته کړه: "جوبایډن فریب ورکوونکی څومره رشوت اخلي؟"

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې له مخې یې د ایران د بندو شپږو میلیاردو ډالرو په بدل کې د بندیانو د تبادلې په برخه کې شوې موافقې ته په کتو سره هغه "بې کفایته" بللی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې زه ولسمشر وم، ما د پیسو پرته 58 یرغمل شوي بېرته ترلاسه کړل.جمهوري غوښتونکي باید همدا اوس د اساسي قانون د 25 مادې د تعدیل غوښتنه وکړي."

رویټرز په دې وروستیو کې په یوه راپور کې په دوحه کې د خبرو اترو له اتو پړاوونو وروسته د ایران او امریکا تر منځ د یوې احتمالي موافقې د امکان خبر ورکړ.

په پام کې ده چې د راتلونکې اونۍ له پیله به په جنوبي کوریا کې د ایران له خوا بندې شوې پیسې قطر ته انتقال شي او له هغه وروسته به پنځه امریکايي او ایراني بندیان تبادله شي.

د دغه راپور له مخې؛ د راتلونکې اونۍ په پیل کې به د ایران شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ قطري بانکونو ته وسپارل شي او په ایران کې نیول شوي پنځه امریکايي اتباعو ته به هم د وتلو اجازه ورکړل شي.

د اسد په ۱۹مه ایران څلور امریکايي اتباع له زندانه په کور کې نظر بندۍ ته انتقال کړل. د همدې ورځې په پای کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن دغه اقدام د هغه بهير لومړی ګام وباله چې امريکا ته د دوی د ستنېدو لامل کېږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت یوه چارواکی وویل؛ دغه خبرې اترې د ایران په چارو کې د امریکا د خاص استازی رابرټ مالي، د هغه د مرستیال ابرام پیلي او د ایران د اټومي مذاکرې د مشر علي باقري تر څارنې لاندې ترسره شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ واشنګټن موافقه کړې چې له جنوبي کوریا څخه په قطر کې د مالي بنسټونو محدودو حسابونو ته د ایران پیسې انتقال کړي؛ خو هېڅ پیسې مستقیماً ایران ته نه ځي. ده وویل چې د دغو مالي مرستو له سپارلو وروسته به امریکا وڅاري چې څنګه او کله کارول کېږي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۵

راپورونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې