منیر ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او کورمه او د بلوچستان په قلات، سیفالله کلا، لورلایي، دوکي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ځینو نورو نږدې سیمو کې د بنګو او تریاکو کرکېله او تولید پراخ شوي دي.
د هغه په وینا، د پاکستان اوسنی حکومت له نشهيي توکو د تولید او قاچاق له فعالانو څخه خپله ټاکلې ونډه ترلاسه کوي او ځینې سوداګر د دولتي چارواکو په اجازه او ملاتړ دغه فعالیتونه ترسره کوي.
نوموړي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نشهيي توکو د قاچاق پراختیا د پاکستان د پوځي رژیم د هغه هڅو یوه برخه بللې، چې غواړي د نشهيي توکو د تولید او قاچاق پړه پر افغانستان واچوي.
هغه ویلي، چې طالبانو د نشهيي توکو د تولید او قاچاق اړوند فعالیتونه څاري او امنیتي او کشفي ادارې یې وخت په وخت له پاکستان نه افغانستان ته د راوړل کېدونکو نشهيي توکو بارونه کشف او ضبطوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین له نړۍوالو بنسټونو او ازاده رسنیو غوښتي، چې د نشهيي توکو د تولید، زېرمه کولو، پلور او قاچاق اصلي سرچینو د معلومولو لپاره خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي.
هغه ویلي، طالبان چمتو دي چې د دغه څېړنو او سروېګانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له پاکستان نه یې هم غوښتي چې له نړۍوالو څېړونکو سره صادقانه همکاري وکړي. منیر په پای کې ټینګار کړی، چې یوازې ادعاوې د حقیقت ثابتولو لپاره بسنه نهکوي او هره ادعا باید د کره اسنادو، شواهدو او بېپرې څېړنو پر بنسټ وارزول شي.
تر دې وړاندې په اسلاماباد کې د امریکا سفارت هم ویلي و، امریکا او پاکستان په ګډه سریلانکا ته د افغانستان د نشهیي توکو د قاچاق مخه نیولې ده؛ خو طالبانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق په مطلق ډول بند دی او تر بندیز وروسته د دغه کښت تولید او قاچاق د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته په پراخه اندازه زیات شوي دي.
خو په پېښور کې ځینې سوداګر وايي، ملي امنیت باید تر سوداګریزو ګټو لومړیتوب ولري او تر هغو چې امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې، اقتصادي ملاحظات باید پر امنیت مقدم ونه ګڼل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او پاکستان د خپل پخواني بازار د له لاسه ورکولو له اقتصادي پایلو سره مخ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د لارو بېرته پرانیستل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بیا پیل د طالبانو له هغې همکارۍ سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې کوي.
ابرار حسین خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به نه یوازې د طالبانو او پاکستان سیاسي اړیکې نورې هم زیانمنې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو د عامو وګړو پر اقتصاد او ژوند به هم فشارونه زیات کړي.
وچکالي او د ونو او بوټو کمېدل د خاورې د تخریب اصلی لاملونه
افغانستان تر ډېره یو وچ او نیمهوچ هېواد دی او ځینې سیمې د وچکالۍ او د باد په وسیله د خاورې د تخریب یا الوتلو پر وړاندي ډېرې زیانمنې دي. د بارانونو کمېدل، د خاورې د سطحې وچېدل او د نباتي پوښښ له منځه تلل کولای شي د خاورې ذرات د باد پر وړاندې لا اسیب پذیر کړي.