وچکالي او د ونو او بوټو کمېدل د خاورې د تخریب اصلی لاملونه
افغانستان تر ډېره یو وچ او نیمهوچ هېواد دی او ځینې سیمې د وچکالۍ او د باد په وسیله د خاورې د تخریب یا الوتلو پر وړاندي ډېرې زیانمنې دي. د بارانونو کمېدل، د خاورې د سطحې وچېدل او د نباتي پوښښ له منځه تلل کولای شي د خاورې ذرات د باد پر وړاندې لا اسیب پذیر کړي.
په پاکستان کې د روسیې سفیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو کې مرسته وکړي، خو د اسلام ابادځواب ته په تمه دي.
هغه د پاکستان د بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې او له افغان خاورې د وسلهوالو د نفوذ په اړه اندېښنه وښوده.
د پاکستان او روسیې د امنیتي همکاریو له پراختیا سره هممهاله، مسکو وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرستې ته چمتو دی، خو د پاکستان له لوري د وړاندیز د منلو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.
په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورېف افغانستان انټرنشنل ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغه کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي چې د سفیر په وینا، له یوې خوا د پاکستان امنیتي اندېښنې او له بلې خوا د پوځي اقداماتو له امله ملکي وګړو ته اوښتې مرګژوبله پکې مطرح ده.
د بښنې نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا د پراخو څارنیزو شبکو پراخول، د ښاریانو له شخصي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده او فردي ازادۍ او عامه امنیت په کلکه ګواښي.
د طالبانو د والیانو ته نژدې ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ولایت په کچه د مهمو پرېکړو په اړه لومړی له مولوي هبت الله څخه تاییدي اخیستل شرط دي او سترې پرېکړې والیان په خپل سر نه شي کولی.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو هم دا تایید کړه، چې سراج الدین حقاني او د هغه د مرستیالانو د ټولو ناستو راپورونه د پرېکړو د تایید لپاره د مولوي هبت الله دفتر ته راجع کېږي او د هغوی له تایید وروسته د ناستو پر پرېکړو عمل کېږي.
په یوه تازه ګومارنه کې نن دوشنبه، د تلې پر ۲۷مه د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ، چې ضیا الحق عثمان د مولوي هبت الله د حکم پر بنسټ د ننګرهار د ولایت مستوفي په توګه ټاګل شوی دی.
د طالبانو کابل میشتي ځینې وزیران او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د مولوي هبت الله له لوري د واک د انحصار له امله ناراضه دي او ځینې طالب لوړ رتبه چارواکي د هغه له دې چلند څخه خوښ نه دي.
په کندهار کې د ګڼو کورنیو لپاره اوسمهال د بېکارۍ ترڅنګ لویه ستونزه د سبا لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول دي. زرګونه ځوانان هر سهار د کار په تمه له کوره وځي؛ خو ډېری یې ماښام تش لاس بېرته ستنېږي او ان د سل افغانۍ لاسباړې په بدل کې هم ورته په ورځو، ورځو کار نه پیدا کېږي.
افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې له څو هغو کسانو سره خبرې کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دولتي او شخصي ادارو کې د کار په لټه کې دي او ځینې یې ان په څلور لارو کې هم د کار پیدا کولو لپاره لالهانده ګرځي.
د ۱۱ کسیزې کورنۍ ۲۷ کلن سرپرست نور احمد اغا چې پلار او مشر ورور یې درې کاله مخکې په یوه ترافیکي پېښې کې مړه شوي وايي، بازارونه له خلکو ډک دي خو د خلکو په جېبونو کې پیسې نهشته او د کار غوښتونکو لپاره کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي.
هغه وایي: «سهار له کوره ووځم چې کار پیدا کړم، ماښام بېرته تش لاس راګرځم، کورنۍ مې ماته سترګې په لار وي؛ خو زه نه پوهېږم سبا به د کور خرڅ له کومه کوم دا زما لپاره ډېر سخت حالت دی».
له باغیس نه راغلې کورنۍ چې شاوخوا لس کاله کېږي په کندهار کې ژوند کوي سرپرست یې پر شهیدانو څلور لاري د مزدورۍ په تمه ورځ تېروي. هغه وایي، طالبانو خلک په دې تېر اېستلي چې امنیت دی؛ خو کله چې انسان ډوډۍ ونه لري او له لوږې سره مخ وي نو امنیت به څه کړي.
شمس الحق په کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ادارې ته د کار ترلاسه کولو لپاره ورغلی او هلته یې خپله ستونزه هم ورسره شریکه کړې. نوموړی زیاتوي: «چې ورته ووایي کار نهشته له لوږې سره مخ یو وايي، امنیت دی شکر وکاږه، دا منیت نو زه څه کړم چې زه له لوږې مرم».
اقتصادي ستونزې یوازې د بازار تر دروازو محدودې نهدي؛ بلکې د بېکارۍ، کم عاید او د کورنیو لګښتونو د زیاتوالي فشار د ښار او لرو پرتو سیمو اوسېدونکو پر ورځني ژوند هم اغېز کړی.
د کندهار یوشمېر سوداګر هم وایي، د بېروزګارۍ له امله یې کاروبار پېکه شوی او د بازارونو د ځوړ اغېز یې کاروبار مستقیم اغېرمن کړی دی.
په افغانستان کې د پراخې بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي؛ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د مېلیونونو افغانانو د مرستو او خوراکي خوندیتوب اړتیاوې ثبت شوې دي.
د دغه اړمنو او وزګارو خلکو لپاره پوښتنه یوازې دا نه ده، چې نن به څه خوري بلکې دا هم ده چې سبا به د کار او عاید کومه لاره ومومي. خلک وايي، که د بېکارۍ، بېوزلۍ او اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره عملي او پراخ پروګرامونه ونهموندل شي؛ نو وېره شته چې اقتصادي ستونزې په راتلونکي کې پر یوې ژورې ټولنیزې ستونزې بدلې شي.