• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

روسیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د اسلام‌اباد ځواب ته په تمه ده

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱

په پاکستان کې د روسیې سفیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو کې مرسته وکړي، خو د اسلام ابادځواب ته په تمه دي. هغه د پاکستان د بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او له افغان خاورې د وسله‌والو د نفوذ په اړه اندېښنه وښوده.

د پاکستان او روسیې د امنیتي همکاریو له پراختیا سره هم‌مهاله، مسکو وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرستې ته چمتو دی، خو د پاکستان له لوري د وړاندیز د منلو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورېف افغانستان انټرنشنل ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغه کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي چې د سفیر په وینا، له یوې خوا د پاکستان امنیتي اندېښنې او له بلې خوا د پوځي اقداماتو له امله ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله پکې مطرح ده.

خورېف په دې مرکه کې وویل، چې روسیې خپل وړاندیزونه له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي او اوس د اسلام‌اباد د ځواب په تمه ده. هغه زیاته کړه چې مسکو د پاکستان هغه اندېښنې درک کوي چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د نفوذ په اړه یې لري، خو په عین حال کې په افغانستان کې د پاکستاني اقداماتو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه هم اندېښمن دی.

د روسیې د سفیر څرګندونې داسې مهال دي، چې مسکو او اسلام‌اباد د امنیتي همکاریو د پراختیا هڅې کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا د سیمې د ثبات یوه مهمه موضوع پاتې ده.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل د خبریال طاهرخان د پوښتنې په ځواب کې وویل، « یوه موضوع چې زموږ [د کورنیو چارو] وزیر له پاکستاني سیالانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې پرې ټینګار وکړ، دا وه چې روسیه چمتو ده د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.هو، یو ځل بیا وایم چې پاکستاني لوری زموږ وړاندیزونه اوري».

هغه زیاته کړه، « موږ د پاکستان دریځ درک کوو. د کورنیو چارو د وزیرانو په لیدنه کې هم دا موضوع مطرح شوه. موږ د پاکستان دریځ او هغه دلایل درک کوو، چې ولې پاکستان داسې سخت او جدي اقداماتو ته مخه کړې ده.البته، دا د اندېښنې وړ ده، ځکه له بده مرغه، دغه اقدامات د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل هم شوي دي».

خو په ورته وخت کې د روسیې سفیر وویل، « موږ د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه لرو، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو عناصرو د نفوذ خبره کوي. دا موضوع د پاکستان پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په ایالت کې، منفي اغېز لري.اوس مهال موږ په دې اړه د خبرو اترو په بهیر کې یو. روسي لوري خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او د پاکستاني لوري د ځواب په تمه یو».

د مسکو او اسلام‌اباد امنیتي اړیکې پراخېږي

د خورېف په وینا، د روسیې د کورنیو چارو وزیر د پاکستان په څلور ورځني سفر کې له خپل پاکستاني سیال محسن نقوي او نورو لوړپوړو چارواکو سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

سفیر وویل، چې دا د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو ترمنځ له جون میاشتې راهیسې درېیمه مخامخ لیدنه وه. د هغه په وینا، د دغو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او صادقانه همکاریو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.

د خورېف په وینا، دواړو وزیرانو تر دې وړاندې په بشکېک کې د خپلې لومړۍ لیدنې پر مهال دوه تړونونه لاسلیک کړي وو او په اسلام‌اباد کې یې د منظمو جنایي شبکو پر ضد د ګډې مبارزې په اړه یو بل تړون هم لاسلیک کړ.

خورېف وویل، تمه ده چې د پاکستان څو پلاوي د دغو هوکړو د عملي کېدو او د سفر د پایلو د تعقیب لپاره مسکو ته ولاړ شي.

د مسکو فارمټ او د ګډې اعلامیې نشتوالی

د مرکې بله مهمه موضوع د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه وه، چې ګډونوال پکې پر یوې ګډې اعلامیې هوکړې ته ونه رسېدل.

خورېف د ګډې اعلامیې نه خپرېدل نه بری وباله او نه ناکامي، هغه دا د ګډونوالو ترمنځ د موجودو اختلافونو انعکاس وباله.

د روسیې سفیر وویل، چې مسکو د غونډې کوربه و، خو پر ګډونوالو یې خپل نظر نه دی تحمیل کړی. د هغه په وینا، د ګډ سند منل د غونډې اصلي موخه نه ده، بلکې پرېکړې باید د ټولو لورو د اجماع پر بنسټ وشي.

هغه زیاته کړه چې که ګډونوال یوې ګډې پایلې ته ونه رسېږي، نو د اعلامیې نه خپرېدل د همدې وضعیت څرګندونه کوي.

خورېف د مسکو فارمټ لا هم د سیمې له مهمو ډیپلوماټیکو میکانېزمونو څخه وباله. د هغه په وینا، دغه چوکاټ د افغانستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سیمې بېلابېل لوري د خبرو اترو لپاره سره راټولولای شي.

هغه وویل، چې دا میکانېزم د دې فرصت برابروي چې سیمه‌ییز لوري د خپلو ګټو اړوند مسایلو په اړه د سیمې له بهرنیو لوبغاړو پرته خبرې وکړي.

خورېف پاکستان ته د روسیې د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه هم خبرې وکړې.

هغه د دې سفر د قطعي کېدو پخلی ونه کړ، خو ویې ویل چې د سفر لپاره به یو مناسب فرصت وي.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۳

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ګارډین: د حوثیانو پر ضد د امارات او عربستان پوځي همکاري بیا پیلېږي

۵

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

•
•
•

نور خبرونه

طالبان د ودانیو ساتونکو ته: مخابرې واخلئ او پولیسو ته د هرې پېښې خبر ور کوئ

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د ودانیو ساتونکو او د سیمو چوکیدارانو ته امر کړی چې مخابرې واخلي او د دوی پولیسو ته د ورځنیو پېښو خبر ور کړي. د سرچینو په وینا، طالبانو دغه راز له ساتونکو غوښتي چې ځانونو ته یونیفورم چمتو کړي.

همدارنګه دغو سرچینو وویل، چې طالبانو دا طرحه د کابل په ځینو سیمو کې، چې خیرخانه مېنه هم پکې شامله ده، پلې کړې او نورو سیمو ته یې هم د پراخولو په حال کې دي.

د رارسېدلو معلوماتو پر بنسټ، د ساتونکو د مخابرو او یونیفورم د برابرولو لګښت د استوګنیزو ودانیو د اوسېدونکو پر غاړه دی.

دغو سرچینو زیاته کړه، چې طالبانو له ساتونکو او چوکیدارانو غوښتي چې په منظم ډول له اړوندې امنیتي حوزې او نورو ساتونکو سره د مخابرې له لارې په اړیکه کې وي.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د طالبانو مامورانو د کابل د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې په دویمه حصه کې د استوګنیزو ودانیو ساتونکي احضار کړي او هغوی ته یې امر کړی چې پوځي یونیفورم او مخابره په خپلو او د ودانیو د اوسېدونکو په پیسو وپېري.

د حوزې مسوولانو دغو ساتونکو ته ویلي، چې د مخابرې له اخیستلو او د امنیتي حوزې له مخابراتي فریکونسۍ سره له نښلېدو وروسته، مکلف دي چې په سیمو کې هر ډول پېښه او تګ‌راتګ بې ځنډه مخابره کړي.

د یوولسمې حوزې یوه چوکیدار د دغه امر د پایلو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «حیران پاتې یم څه وکړم. زه یو غریب سړی یم، نه د دغو وسایلو د اخیستلو توان لرم او نه هم ځان د سیمې له خلکو سره دښمن کوم. مجبوره یم دا دنده پرېږدم، که نه نو کوم کس به ما په مرمۍ وولي. زه خپل وجدان، شرف او ایمان نه پلورم».

له دې شکایت سره سم، یوې بلې سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د سیمې اوسېدونکي مجبور کړي چې د خپلې سیمې د چوکېدارانو لپاره د دغو وسایلو او تجهیزاتو د اخیستلو لګښت ورکړي.

د ښاریانو پر ژوند د طالبانو د څارنې سختېدل

ځینو ښاریانو دا اقدامات په «امنیتي مخبرانو» د خلکو د کورونو د ساتونکو بدلول وبلل او ویې ویل چې په پوځي تجهیزاتو د هغوی سمبالښت د سیمو د اوسېدونکو ترمنځ وېره او بې‌باوري زیاته کړې ده.

هغوی همدارنګه د ښاریانو پر شخصي ژوند د طالبانو د څارنې د سختېدو په اړه اندېښمن دي.

سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي، چې دا بهیر د کابل په یوولسمه او پنځلسمه حوزو کې له څو اونیو راهیسې عملي شوی او د حوزو امریتونه هڅه کوي دغه شبکه د پلازمېنې نورو ناحیو ته هم وغځوي څو استوګنیزې سیمې په سیستماتیک ډول تر استخباراتي پوښښ لاندې راولي.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو دغه امر د خلکو لګښتونه ډېر کړي دي.

د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او بېکارۍ ته په کتو، ځینې ښاریان ساتونکو ته د دغو تجهیزاتو په برابرولو کې له ستونزې سره مخ شوي دي.

طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته په کابل کې د امنیتي کنټرول د ټینګښت لپاره پراخې هڅې پیل کړې چې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو لګول د هغو یوه برخه وه.

د بښنې نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا د پراخو څارنیزو شبکو پراخول، د ښاریانو له شخصي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده او فردي ازادۍ او عامه امنیت په کلکه ګواښي.

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله په کابل کې د رییس الوزرا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډې محدودې کړي دي. د سرچینو په وینا، د ریاست الوزرا ټول مرستیالان خپلې پرېکړې د تایید لپاره د هبت الله دفتر ته لېږي.

د طالبانو باخبره سرچینو نن دوشنبه، د تلې پر ۲۷مه وویل، چې په ارګ کې د رییس الوزرا ملاحسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډې له جوړېدو څخه وړاندې د مولوي هبت الله له دفتر څخه اجازه اخلي او د هغه له اجازې وروسته د کابینې غونډه کیږي.

د طالبانو یوې باخبره سرچینې وویل:« شېخ هبت الله ملاحسن اخوند ته په شفاهي ډول احوال لېږلی چې له دې وروسته د کابینې غونډې لپاره له هغه اجازه واخیستل شي او په کابل کې د وزیرانو د راټولېدو څخه ډډه وکړئ.»

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په ارګ کې د ملاحسن اخوند په مشرۍ د کابینې وروستۍ غونډه د روان کال د مې په ۱۸مه جوړه شوې وه، چې ۵ میاشتې پرې تېریږي.

د طالبانو ترواک لاندې ارګ په خپله وېبپاڼه کې په وروستي ځل د مولوي هبت الله په مشرۍ د وزیرانو شورا وروستۍ غونډه د روان کال د غبرګولي پر ۲۳مه اعلان کړې ده او له هغه وروسته په رسمي ډول طالبانو د وزیرانو شورا د ترسره کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د سرچینو په وینا، په کندهار کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله دفتر په کابل کې له ټولو وزیرانو او خپلواکو ادارو څخه غوښتي، چې د غونډو ټول راپورونه دوی ته ولېږي او د پرېکړو په برخه کې دده د دفتر تایید ترلاسه کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې اقتصادي کمیسیون ، چې مشري یې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر کوي، د ټولو پرېکړو له عملي کولو څخه وړاندې، هغه د وروستي تایید لپاره مولوي هبت الله ته لېږي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت د رسمي اعلامیو په پای کې لیکل شوي، چې د وروستي تایید لپاره د ناستې ټولې پرېکړې د مولوي هبت الله دفتر ته لېږل کېږي.

د طالبانو د والیانو ته نژدې ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ولایت په کچه د مهمو پرېکړو په اړه لومړی له مولوي هبت الله څخه تاییدي اخیستل شرط دي او سترې پرېکړې والیان په خپل سر نه شي کولی.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو هم دا تایید کړه، چې سراج الدین حقاني او د هغه د مرستیالانو د ټولو ناستو راپورونه د پرېکړو د تایید لپاره د مولوي هبت الله دفتر ته راجع کېږي او د هغوی له تایید وروسته د ناستو پر پرېکړو عمل کېږي.

د طالبانو یوه امنیتي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ټولې اړوندې ادارې اړې دي، چې خپل رسمي مکتوبونه د یاد ریاست د مشر عبدالحق وثیق او د مرستیال تاجمیر جواد پرځای په کندهار کې د مولوي هبت الله دفتر ته واستوي.

په یوه تازه ګومارنه کې نن دوشنبه، د تلې پر ۲۷مه د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ، چې ضیا الحق عثمان د مولوي هبت الله د حکم پر بنسټ د ننګرهار د ولایت مستوفي په توګه ټاګل شوی دی.

د طالبانو کابل میشتي ځینې وزیران او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د مولوي هبت الله له لوري د واک د انحصار له امله ناراضه دي او ځینې طالب لوړ رتبه چارواکي د هغه له دې چلند څخه خوښ نه دي.

طالبانو په بدخشان کې د بې پېلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز جوړ کړی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
100%

باوري سرچینې وايي، چې د ناامنیو له پراخېدو او په بدخشان کې د طالبانو د والي پر دفتر د بریدونو له زیاتېدو وروسته د کله‌منار پر غونډۍ د والي دفتر ته څېرمه د دې ډلې د بې‌پیلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز په دې وروستیو کې خپل فعالیت پیل کړی دی.

د سرچینو په وینا، طالبان په پام کې لري چې په بدخشان کې د بې‌پیلوټه الوتکو نور عملیاتي مرکزونه هم جوړ کړي.

په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته له هغه چې د بدخشان د هوايي ډګر ترڅنګ د بې‌پیلوټه الوتکو یو عملیاتي مرکز فعال او د مدیریت یو برج نصب شو، دویم ډرون عملیاتي مرکز د کله‌منار پر غونډۍ په کار پیل کړی دی.

افغانستان انټرنشنل د لومړي ځل لپاره د وږي میاشتې په نیمایي کې په بدخشان کې د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو د مدیریت د لومړي مرکز د مدیریت برج انځورونه او جزییات خپاره کړي وو.

د دې مرکز د فعالولو اصلي موخه، د بدخشان په مرکز فیض‌اباد زاړه ښار کې د والي د دفتر او طالبانو پورې اړوندو بنسټونو د امنیت نیول بلل شوي دي.

په دې سیمه کې د والي د دفتر په ګډون د طالبانو ادارې په وروستیو میاشتو کې څو ځله د مخالفو جبهو د ځواکونو له لوري تر بریدونو لاندې راغلې چې په ځینو مواردو کې یې مرګژوبله هم اړولې ده.

د طالبانو له منځه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه مرکز د والي دفتر ته د ګواښونو د کمولو په موخه په فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې ده چې ژر په زیان‌ګالو سیمو کې نوي مرکزونه جوړ شي.

دې سرچینې زیاته کړه، چې د مرکزي سایټ له لارې په ورته وخت کې ټولو زیان‌ګالو سیمو ته رسېدنه ستونزمنه وه، له همدې امله د نویو مرکزونو جوړول تر لاس لاندې دي.

دې سرچینې چې په بدخشان کې د طالبانو د ۲۱۹ عمرثالث فرقې غړی دی، وویل چې د هوايي ډګر ترڅنګ د بې‌پیلوټه الوتکو د مدیریت د مرکز ځواکونه او امکانات په دې وروستیو کې پیاوړي شوي او ټاکل شوې ده، چې د بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتي مرکزونه هم پراخ شي.

یوې بلې سرچینې هم په فیض‌اباد ښار کې د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو د دویم عملیاتي مرکز جوړېدل تایید کړل او ویې ویل چې د دې ډلې امنیتي اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي او طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو د جګړې په برخه کې پانګونې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

طالبانو د شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۸مه، د بدخشان اوسېدونکو ته په یوه خبرپاڼه کې هم اعلان وکړ چې د دې ډلې بې‌پیلوټه الوتکې د ټوپوګرافۍ د سروې او د ښاري پلان جوړولو په موخه د ښار جوړونې وزارت له خوا الوتنې کوي او وګړي باید اندېښنه ونه کړي.

د روان کال په زمري میاشت کې د بدخشان په مرکز، فیض‌اباد ښار کې ګڼې امنیتي پېښې وشوې.

د مقاومت جبهو د طالبانو د والي پر دفتر او د هغه پر شاوخوا پوستو د څو بریدونو خبر ورکړ.

همدارنګه د طالبانو ښاروال په یوه بمي برید کې چې د ملي مقاومت جبهې یې مسوولیت ومانه ووژل شو.

له دغو پېښو او په فیض‌اباد کې د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتي مرکز له جوړېدو وروسته، د طالبانو بې‌پیلوټه الوتکې په پرله‌پسې توګه د ښار په اسمان کې الوتنې کوي او انځورونه اخلي.

د فیض‌اباد د زاړه ښار اوسېدونکي چې د والي د دفتر په شاوخوا کې ژوند کوي، د طالبانو له سختو امنیتي محدودیتونو شکایت کوي.

د هغوی په وینا، د طالبانو بې‌پیلوټه الوتکې په ډېره ټیټه ارتفاع د دوی د کورونو له حوېلیو انځورونه اخلي او ښځې د ورځې په اوږدو کې نه شي کولای په اسانۍ له کوره ووځي یا په حوېلۍ کې خپل ورځني کارونه ترسره کړي.

د دې سیمې اوسېدونکو د طالبانو له والي سره په کتنه کې هم دا ستونزې مطرح کړې دي، خو د هغوی په وینا، د دوی شکایتونو تر دې دمه کومه پایله نه ده ورکړې.

د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ پراخې څپې؛ خلک ان د سل افغانۍ لاس‌باړې په بدل کې هم کار نه مومي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱
100%

په کندهار کې د ګڼو کورنیو لپاره اوس‌مهال د بې‌کارۍ ترڅنګ لویه ستونزه د سبا لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول دي. زرګونه ځوانان هر سهار د کار په تمه له کوره وځي؛ خو ډېری یې ماښام تش لاس بېرته ستنېږي او ان د سل افغانۍ لاس‌باړې په بدل کې هم ورته په ورځو، ورځو کار نه پیدا کېږي.

افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې له څو هغو کسانو سره خبرې کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دولتي او شخصي ادارو کې د کار په لټه کې دي او ځینې یې ان په څلور لارو کې هم د کار پیدا کولو لپاره لالهانده ګرځي.

د ۱۱ کسیزې کورنۍ ۲۷ کلن سرپرست نور احمد اغا چې پلار او مشر ورور یې درې کاله مخکې په یوه ترافیکي پېښې کې مړه شوي وايي، بازارونه له خلکو ډک دي خو د خلکو په جېبونو کې پیسې نه‌شته او د کار غوښتونکو لپاره کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي.

هغه وایي: «سهار له کوره ووځم چې کار پیدا کړم، ماښام بېرته تش لاس راګرځم، کورنۍ مې ماته سترګې په لار وي؛ خو زه نه پوهېږم سبا به د کور خرڅ له کومه کوم دا زما لپاره ډېر سخت حالت دی».

له باغیس نه راغلې کورنۍ چې شاوخوا لس کاله کېږي په کندهار کې ژوند کوي سرپرست یې پر شهیدانو څلور لاري د مزدورۍ په تمه ورځ تېروي. هغه وایي، طالبانو خلک په دې تېر اېستلي چې امنیت دی؛ خو کله چې انسان ډوډۍ ونه لري او له لوږې سره مخ وي نو امنیت به څه کړي.

هغه زیاتوي: « په تېرو لسو ورځو کې یوازې درې ورځې د یو کور د رنګولو لپاره ورته ویل شوي، ټوله مزدوي ۵۰۰ افغانۍ وه، اوس نو د ټول کور لګښت په دغه پیسو چلېږي، ژوند ورځ تر بلې سختېږي».

شمس الحق په کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ادارې ته د کار ترلاسه کولو لپاره ورغلی او هلته یې خپله ستونزه هم ورسره شریکه کړې. نوموړی زیاتوي: «چې ورته ووایي کار نه‌شته له لوږې سره مخ یو وايي، امنیت دی شکر وکاږه، دا منیت نو زه څه کړم چې زه له لوږې مرم».

اقتصادي ستونزې یوازې د بازار تر دروازو محدودې نه‌دي؛ بلکې د بې‌کارۍ، کم عاید او د کورنیو لګښتونو د زیاتوالي فشار د ښار او لرو پرتو سیمو اوسېدونکو پر ورځني ژوند هم اغېز کړی.

د کندهار یوشمېر سوداګر هم وایي، د بې‌روزګارۍ له امله یې کاروبار پېکه شوی او د بازارونو د ځوړ اغېز یې کاروبار مستقیم اغېرمن کړی دی.

100%

په افغانستان کې د پراخې بې‌وزلۍ او خوراکي ناامنۍ ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي؛ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د مېلیونونو افغانانو د مرستو او خوراکي خوندیتوب اړتیاوې ثبت شوې دي.

د دغه اړمنو او وزګارو خلکو لپاره پوښتنه یوازې دا نه ده، چې نن به څه خوري بلکې دا هم ده چې سبا به د کار او عاید کومه لاره ومومي. خلک وايي، که د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره عملي او پراخ پروګرامونه ونه‌موندل شي؛ نو وېره شته چې اقتصادي ستونزې په راتلونکي کې پر یوې ژورې ټولنیزې ستونزې بدلې شي.

برتانوۍ ورځپاڼه: بهرني سېلانیان د طالبانو مثبت او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کوي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

یوشمېر بهرني سېلانیان او د خواله رسنۍ چلوونکي افغانستان ته په سفر له وسله‌والو طالبانو سره تصویرونه کاږي او په خواله رسنۍ کې له سېلانیانو سره د یادې ډلې د مثبت چلند ویډیوګانې خپروي، چې له دې سره د طالبانو مثبت انځور وړاندې کوي.

برتانوۍ ورځپاڼې «سن» په یوه راپور کې لیکلي، چې یوشمېر بهرني سېلانیان افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو له قوماندانانو او جنګیالیو سره ویني، ګډ تصویرونه کاږي او ان د دغه ډلې له غړو سره د چای څښلو ویډیوګانې هم خپروي.

۳۲ کلنه برتانوۍ سېلانۍ کرن براون د دغه کسانو له ډلې ده. هغې افغانستان ته د خپل سفر ویډیو خپره کړې او له خپلو مخاطبانو یې غوښتي، چې دغه هېواد ته د سفر پلان جوړ کړي.

براون «سن» ورځپاڼې ته ویلي، چې له طالبانو سره یې ډېرې لیدنې او تعاملات ارام او دوستانه وو. هغې له طالبانو سره د خپلې لومړنۍ لیدنې په اړه ویلي: «هغوی زما هرکلی وکړ، راسره کښېناستل او چای یې راوړ. دا یوه عجیبه تجربه وه؛ خو ډېر ژر مې د راحت احساس وکړ». خو براون ټینګار کړی، چې موخه یې د طالبانو تبلیغ یا د یادې ډلې د سیاستونو ملاتړ نه‌دی؛ بلکې غواړي د خپلو سفرونو تجربې له نورو سره شریکې کړي.
بل برتانوی سېلاني اولي هارګریوز چې له برېتانیا نه اسټرالیا ته او بیا افغانستان ته پر بایسکل سفر کړی، هم د ځینو خلکو او طالب وسله‌والو د دوستانه چلند خبره کړې ده. خو د هغه ټولې تجربې مثبتې نه وې.
هارګریوز ویلي، چې په ځینو امنیتي پوستو کې طالب جنګیالیو خپلې وسلې د ده خواته نیولې وې. هغه زیاته کړې، یوه شپه وروسته له هغه اړ شو له طالب جنګیالیو سره په یوې هټۍ کې ویده شي چې په سیمه کې د خېمې درولو اجازه ورنه کړل شوه. د هغه په وینا، د طالبانو ځینو جنګیالیو ورته د جګړو او ځانمرګو بریدونو ویډیوګانې ښودلې دي چې زړه راښکوونکی نه وو.
امریکايي سېلاني برېنټ ټیم چې په انسټاګرام کې تر ۵۸۰زره ډېر څارونکي لري، هم افغانستان ته د سفر پرمهال له طالب جنګیالیو سره تصویرونه اخیستي دي. هغه واک ته د طالبانو واک د بېرته ستنېدو پنځمې کلیزې په مناسبت له کابل نه یوه ویډیو خپره کړه او د طالبانو د بري مراسم نمانځنه یې «د ډېرو خلکو لپاره د کال له تر ټولو خوښیو ډکو ورځو څخه یوه» وبلله.

خو ټیم وروسته ومنله، چې د خپلو خبرو پرمهال یې باید ډېر احتیاط کړی وای. هغه وویل: «هغه کسان چې زه ورسره وم جشن یې نمانځه؛ خو ښايي مېلیونونه نور افغانان په بشپړ ډول بېل ژوند تجربه کوي».

دغه امریکايي سېلاني ویلي، چې د خپل سفر پرمهال یې د طالبانو له لسګونه جنګیالیو سره لیدلي او یوه طالب پنځه ورځې ورسره ملګرتیا کړې ده. د ټیم په وینا، دغه جنګیالي ورسره د جګړې د کلونو او هغه څه په اړه خبرې کړې دي چې ده «جهاد» باله.

«سن» ورځپاڼې لیکلي، چې په ۲۰۲۱کال کې واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د بهرنیو سېلانیانو د جذبولو هڅې کړې دي. د یادي ورځپاڼې په وینا، یوشمېر د بشري حقونو فعالان اندېښنه لري چې د بهرنیو سېلانیانو له‌خوا له طالبانو سره د دوستانه چلند انځورونو او ویډیوګانو خپرول ښايي د دغه ډلې د نړۍوال انځور په ښه کولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو څخه د خلکو پام واړوي.

«سن» په خپل راپور کې پر عامه فضا کې د ښځو پر حضور او غږ د طالبانو محدودیتونو او همدارنګه د کورني تاوتریخوالي اړوند راپورونو ته هم اشاره کړې ده؛ خو هغه سېلانیانو چې له یادې ورځپاڼې سره یې خبرې کړې ویلي، چې د سفرونو د مثبتو تجربو شریکول د طالبانو د سیاستونو د ملاتړ په معنا نه‌دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت لاهم خپلو وګړو ته سپارښتنه کوي، چې افغانستان ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي. دغه وزارت د افغانستان امنیتي وضعیت بې‌ثباته او خورا خطرناک بللی او د برتانوي وګړو د اوږدمهاله نیول کېدو احتمال په اړه یې خبرداری ورکړی دی.