د تورخم دروازه نن اومه ورځ هم تړلې ده؛سلګونه مسافرین او بار وړونکې لارۍ لا هم په انتظار دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

په داسې حال کې چې د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه ولاړ دی، دغه دروازه د دواړو غاړو له نښتې وروسته د اومې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا بنده وه.

تېره ورځ د مومندو او شینوارو له خوا د بندې دروازې په غبرګون لاریون هم شوی و.

پرون دوشنبه د (وږي ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وړمې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هېڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی؛ ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تورخم کې ولاړې بار وړونکې لارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او بار وړونکي شکایت کوي، چې که دروازه خلاصه نه شي ښايي له دې زیات تاواني شي.

احتشام مومند یو له هغو موټر چلوونکو دی، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په تورخم کې د دروازې د خلاصون په تمه منتظر دی، نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د سبزیو او میوو ګڼې لارۍ په ګرمۍ کې ولاړې دي او د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، چې په تورخم کې ګڼ مسافر هم د لارې د خلاصون په تمه دي، مګر تر اوسه دروازه تړلې ده.
هغه زیاته کړه: “ دلته چې ناروغان او مسافر وګورې زړه به دې پرې وخوږيږي، دېخوا طالبان هم سم چلند نه کوي او هاخوا پاکستاني ملېشه خلک په کوتکونو وهي”.

د مومند په خبره، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافرین د لارې د خلاصون په تمه دي؛ مګر د پاکستان له اړخه لار بنده ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پولې جګړه رامنځته کیږي، له دې وړاندې د اګسټ پر پنځمه نېټه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله یې دغه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.

نور خبرونه

رادیو