د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالر پلوري

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا چهارشنبه ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر «لیلاموي» دغه بانک د صرافۍ او د پیسو خدمتونو شرکتونو ته بلنه ورکړې، چې د خپلو حسابونو د پاکولو ترڅنګ دې په دغه بولۍ کې برخه واخلي.

دغه بانک په خپلې اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د صرافۍ او د پیسو د خدمتونو شرکتونو غوښتي، چې د ورځې ترپایه دې خپل حسابونه پاک کړي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «د اسعارو په بولۍ کې د معاملو جزوي تصفیه جواز نه‌لري، د بولۍ ګټونکي اړ دي چې په ټاکل شوي وخت کې دې خپلې د ذمت پيسې په نغده توګه د افغانستان بانک ته وسپاري.»