ملګرو ملتونو کې د هند استازی: په افغانستان کې د بشري حقونو بدلونونه څارو

د هند استازي اېنډرا ماڼي پانډې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو خپلې څارنې ته دوام ورکوي.

د هند استازي اېنډرا ماڼي پانډې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو خپلې څارنې ته دوام ورکوي.
هغه همدارنګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په لاسته راوړنو او پراختیا کې د مېرمنو د مانادارې ونډې غوښتونکی شو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د هند استازي زیاته کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره دمګړۍ ۵۰ زره ټنه غنم، له طبیعي پېښو څخه اغېزمن شویو خلکو سره ۲۸ زره ټنه غنم، او دوه سوه ټنه درمل، د واکسین او نورو روغتیایي توکو مرسته کړې ده.
ښاغلي پاڼډې همدارنګه ویلي، چې هند د ملګرو ملتونو سره په همکارۍ ۱۱۰۰ کڅوړې روغتیایي توکي د ښځو د پیاوړتیا مرکز سره یې مرسته کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي په ۲۰مه) خپله ۵۴مه ناسته وکړه. د دغې ناستې ټولې ویناوې افغانستان ته ځانګړې شوې وې.

په تورخم کې د طالبانو او پاکستان تر منځ له نښتې وروسته، د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «پاکستان نه دی توانیدلی چې خپل امنیت وساتي.» د عبدالمتین قانع په وینا، پاکستان د خپل امنیت د نه ټینګښت له امله «خپلې ستونزې زموږ پر اوږو اچوي.»
پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازه د چهارشنبې په ورځ (د وږي۱۵ مه) د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه.
پاکستان افغان طالبان تورن کړي چې په تورخم کې یې پر سرحدي عسکرو ډزې کړې، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
دواړه لوري له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د سرحدي او داخلي مسلو پر سر یو بل ته ناندرۍ وايي.
څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت اجازه ورکوي چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکاریږي.
زهرا بلوچ دا تور هم لګولی چې د طالبانو حکومت عسکرو په ډیورنډ فرضي کرښه بې دلیله ډزې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې څرګندونو د طالبانو غوسه راپارولې او د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه مسول د پاکستان حکومت د خپل هیواد د امنیت په ټینګښت کې په "ناتوانۍ" تورن کړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) ایسوشيیټید پریس ته وویل: «په تورخم کې موږ برید نه دی کړی. "کله چې پر موږ برید وشو، موږ له ځانه دفاع وکړه او دا زموږ حق دی.»
هغه وويل: «له بده مرغه چې پاکستان نه دى توانيدلى چې خپل امنيت وساتي او د خپلو ستونزو پړه پر طالبانو ور اچوي.»
سيمه ييزو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په تورخم کې ډزې هغه مهال پيل شوې، چې طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پيل کړل او پاکستاني ځواکونو يې د مخنيوي هڅه وکړه.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال هم د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې د پاکستان داخلي ستونزې په خپله دوی پورې اړه لري او باید په پاکستان کې دننه د دې لامل ولټوي.
هغه ایسوشییټیډ پریس ته وویل، «زموږ مسوولیت دا دی چې په خپل هیواد کې امنیت ټینګ کړو او امنیتي ګواښونه له منځه یوسو.»
پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې تړل کېدل د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو چارواکي د دې مسئلې د حل لپاره دوه ځلې سره وګوري او خبرې وکړي، خو د پاکستان سرحدي چارواکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د تورخم د بېرته پرانیستلو په اړه د دغه هېواد د استازو او طالبانو ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي؛ د دې ډلې غړو یوه ښځه چې د خپلو وروڼو له خوا له پنځه ویشتو کلونو را په دې خوا په یوې خونې کې زنداني وه، راخوشې کړې ده.
خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ ناوخته پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې ښځه د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې او «څلور نارینه» امنیتي حوزې ته د څېړنو لپاره وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د دې ښځې د ژغورلو لپاره د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د «کشفي اطلاعاتو» پر اساس عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ښځه ازاده شوه.
خالد ځدراڼ وايي، چې د ښځې ورونو هغه په یوې خونې کې بندۍ کړې وه او خوراکي توکې یې ورکول.
دغه طالب چارواکي څرګنده نه کړه، چې د ښځې وروڼو ولې هغه ۲۵ کاله په کور کې نظر بنده ساتلې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه جدي بللې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو د دغې ډلې اته قوماندانان له منځه وړي دي.
ټام وېسټ د سې شنبې په ورځ(د وږي ۲۱مه) په سټیمسن انسټیټیوټ کې وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د داعش اته قومندانان وژلي او پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه پر هزاره ګانو د داعش بریدونه کم شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې دی نه غواړي د داعش پر فعالیتونو د طالبانو د مبارزې په اغېزو کې "مبالغه" وکړي، خو پر ملکي وګړو د داعش بریدونه د پخوا په څېر نه دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو یوه ورځ وروسته، چې القاعده پکې لاس درلود؛ امریکايي استازي په دغه مرکز کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د هغې د اغېزو په اړه وینا وکړه.
د نوموړي په اند؛ تحریک طالبان پاکستان اوس په سیمه کې یو امنیتي ګواښ دی.
پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني اورپکو د کنټرولولو توان نه لري.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د تروريستي بريدونو ډېر والى د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو او په افغانستان کې د هغوى د ازادو فعاليتونو له امله بلل شوى دى.
تر اوسه واشنګټن له طالبانو څخه د پاکستاني وسله والو د نفوذ او بریدونو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د غوښتنو په اړه دریځ نه دی روښانه کړی.
دغه راز په تېرو دوو کلونو کې واشنګټن له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره چې د سیمې د هېوادونو له پاره ګواښ بلل کېږي، د طالبانو پر اړیکو جدي انتقاد نه دی کړی.

په فاریاب کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو دوه غړو د پوهنتون د رییس د خبرو د نه اورېدو له امله یو محصل ډبولی دی. دغې سرچینې یوه ویډیو هم رالېږلې چې د ده په وینا؛ دوه طالب وسله وال دغه محصل وهي.
نوموړي دغه ويډيو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې ده خو ویلي یې دي، چې دا پېښه يوه اونۍ وړاندې شوې ده.
د ویډیو لېږونکي ویلي، چې دغه محصل غوښتل چې خپلو کارونو ته د رسېدو په موخه پوهنتون څخه کور ته لاړ شي؛ خو طالبانو په زور له هغه وغوښتل چې په پوهنتون کې پاتې شي او د فاریاب په پوهنتون کې د طالبانو د ټاکل شوي رییس وینا واوري.
دا لومړۍ قضیه نه ده، چې طالبان د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي، څو ځلې مخکې هم د افغانستان انټرنشنل لیدونکو لخوا داسې قضیې مستندې شوې دي.
د دې ډلې یوه محتسب د دوشنبې په ورځ (د وږي۶مه) په غور کې د یوه سړي لاسونه تړلې وو او د سر وېښتان یې قیچي ور غوڅ کړي وو.
هغه کس چې افغانستان انټرنشنل ته دا ویډیو رالېږلې وه، ویلي یې وو چې دا پېښه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې ترسره شوې وه.
افغانستان انټرنشنل د یکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) یوه ویډیو خپره کړه، چې په سرپل ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت یو محتسب یو ځوان د ږیرې د خریلو له امله په څپیړه وهي.
د ویډیو لېږونکي ویلي وو، چې دا ویډیو یې د مبایل خرڅولو په بازار کې ثبت کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له ویاند صدیق عاکف مهاجر څخه د دې وزارت د محتسبانو د تاوتریخوالي په اړه پوښتنه وکړه، خو نوموړي یې په هکله ځواب ورنه کړ.
تر دې وړاندې د طالبانوامر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه وزارت چارواکي د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي حق نه لري.

د هند حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تر دا مهاله یې له افغانستان سره نېږدې پنځوس زره ټنو غنمو، واکسینونو او نور روغتيايي توکو مرسته کړې ده.
اج تک خبري شبکې په خپل راپور کې ویلي، چې هند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې چې پرون دوشنبه( د وږي ۲۰مه) په جینوا کې پیل شوه او لومړۍ برخه یې د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نېږدې ۲۰۰ ټنه واکسینونه او ۲۸ ټنه د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د لومړنیو توکو مرسته کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند په ډېره دقیقه او نېږدې بڼه د افغانستان وضعیت څاري او له دغه هېواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
اعلامیه زیاتوي، چې له افغانستان سره د هند د مرستو یوه موخه په دغه هېواد کې بشري مرستې او د ثبات د رامنځته کېدا هیله ده.
د یادونې وړ ده، چې هند په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو له نېږدې همکارو هېوادونو څخه و، چې وخت ناوخت د دواړو لوریو پر اړیکو پاکستان خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.
