ولادیمیر پوتین د روسیې په وستوچني فضايي اډه کې د کېم جونګ اون هرکلی وکړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۲

د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) د روسیې په ختیځ د وستوچني فضايي اډه کې د شمالي کوریا له مشر سره وکتل.
روسي رسنیو له کېم جونګ اون څخه د ولادیمیر پوتین د هرکلي ویډیو خپره کړې ده.

تاس خبري اژانس لیکلي، کېم جونګ اون د ولادیمیر پوتین څخه مننه وکړه چې د خپل بوخت مهال وېش سره، سره" یې ورته روسیې ته بلنه ورکړه.
د روسیې ولسمشر د شمالي کوریا مشر ته ویلي، چې هغه له نوموړي سره په لیدو خوشاله دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه سفر کې د شمالي کوریا د مشر خو کیم یو جونګ هم د خپل ورور ملتیا کوي.
ریانووس خبري اژانس هم لیکلي، چې ښاغلي پوتین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ په اړه خبرې به د دغو لیدنو په اجنډا کې شاملې وي، وویل:«موږ به پر ټولو مسایلو خبرې وکړو، موږ کافي وخت لرو.»
د روسیې ولمسشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې هېواد به یې د سپوږمکۍ په جوړولو کې له شمالي کوریا سره مرسته وکړي؟ هم وویل: "له همدې امله موږ د وستوچني فضايي اډې ته راغلي یو."
ولادیمیر پوتین وايي، شمالي کوریا د توغندیو له ټکنالوژۍ سره ډېره لېوالتیا ښودلې او دوی هڅه کوي چې فضايي فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
امریکا چې پخوا یې شمالي کوریا روسیې ته د وسلو په ورکولو تورنه کړې وه، د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د وسلو د نویو همکاریو په اړه اندېښمنه ده.

نور خبرونه

رادیو