• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بامیانو کې له سوداګرو غوښتي، چې «تنګې او نازکې جامې» وارد نه کړي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف ویاند د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه وزارت محتسبینو په بامیانو کې له سوداګرو غوښتي، چې تنګې او نازکې جامې چې د « افغاني فرهنګ او شریعت» خلاف دي بازارونو ته راوارد نه کړي.

هغوی له خلکو هم غوښتي، چې د دغه ډول جامو له اغوستلو ډډه وکړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیانو کې د امربالمعروف محتسبینو ویلي چې د دغو جامو اغوستنه «د لویدیځ فرهنګ نه د تقلید ښکارندوی» کوي او له خلکو یې غوښتي چې «له دیني ارشاداتو » سره دې سمې جامې واغوندي.
طالبانو د پراخه جامو اغوستنه او د نارینه لپاره د خولۍ په سروونه د اسلام او افغانستان د فرهنګ غوره بېلګې ګڼي.
دغو محتسبینو د یکاولنګ ولسوالۍ او د بامیانو په چهاردهي سیمه کې له روغتیایي کلینیکه د څارنې پرمهال روغتیایي کارکوونکو ته یې د «ښځو لخوا د حجاب مراعتول»،«د نارینه‌و او ښځینه‌و د انتظارخونو جلاوالی» او « د پیغمبر په سنت د سیرت او صورت د برابرولو» امر کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ، چې د ښځو او نارینه‌و شخصي مسلې وڅاري.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی