د پاکستان په سند ایالت کې په تېرو درېیو ورځو کې تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

د بشري حقونو فعالان وايي، د دغو نېونو موخه د هغو بې وزلو افغانانو ځورول دي چې له امنیتي وېرې او اقتصادي ستونزو له امله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته نه شي ستنېدلای.