• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکيې یو شمېر ناقانونه افغان کډوال نیولي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۴ GMT+۱

ترکي رسنیو ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ادرینه ولایت کې ۱۲۲ ناقانونه کډوال نیولي دي. د اناتولي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د وږي په ۲۱مه ) راپور ورکړ، چې دغه کډوال د افغانستان، پاکستان، سوریې او عراق اوسېدونکي دي.

ویل کېږي دغو کډوالو هڅه کوله، چې یونان ته ننوځي؛ خو په شا تمبول شوي.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ځینو یې ادعا کړې چې د یونان امنیتي ځواکونو دوی وهلي او له خپل هېواده يې شړلي دي.
د نیول شویو کډوالو د برخلیک په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي؛ خو ترکیې په تېرو اوونیو کې د افغانانو په ګډون ګڼ شمېر کډوال چې د اوسېدو اسناد يې نه لرل، نیولي او بېرته يې افغانستان ته لېږدولي دي.
د راپورونو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.
وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې اروپا ته د کدوالۍ لاره خپله کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته