• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ټاکنو کمېسون: داسې ښکارې چې سرپرست حکومت د عمران خان د دوښمنانو ملاتړ کوي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د دغه هېواد سرپرست حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان د مخالفانو په ملاتړ تورنوي. دغه کمېسون د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ته په لیک کې ویلي: «عمومي باور د ادی چې سرپرست حکومت د پخواني حکومت تسلسل دی.»

دغه کمېسیون د چارشنبې په ورځ په خپل لیک کې زیاته کړې ده: «داسې ښکاري چې سرپرست حکومت د قیدي پخواني لومړي وزیر عمران خان له مخالفانو سره همغاړی دی.»

خو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي د کمېسون دا اندېښنه ردوي او وايي، په دې سیالۍ کې له چا سره دلچسپي نه لري.

نوموړي رویټرز ته په پیغام کې ویلي چې سرپرست حکومت به ټولو ګوندونو ته د یو شان اسانتیاوو برابرولو کې له کمېسون سره همکاري وکړي.

خو د ټاکنو کمېسون دا لیک پر حکومت یوه نادره رسمي ملامتیا اچوي.

په پاکستان کې چې د ټاکنو پایلې هم خورا کمې منلل کېږي، دا لیک د دې بهیر باور نور هم زیانمنوي.

د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د پروني حکم له مخې د نومبر پر شپږمه یا نږدې دوه میاشتې وروسته په دغه هېواد کې د لنډمهالی حکومت په سرپرستۍ ټولټاکنې کېږي.

په پاکستان کې سرپرست یا لنډمهالي حکومت تېره میاشت د پارلمان د پنځه کلنې مودې تر بشپړېدو وروسته واک ترلاسه کړ.

د لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دې حکومت یو مسوولیت دا دی چې تر راتلونکو دریو میاشتو یې په سرپرستۍ بې پرې ټاکنې وشي.

انوارالحق کاکړ هم د داسې ګوند غړی دی چې د عمران خان پرضد ټلواله کې شریک و او د دې ټلوالې د تر ټولو مهم ګوند له مشر او پخواني لومړي وزیر شهباز شریف نه یې واک ترلاسه کړ.

دغې دوولس ګوندي ټلوالې عمران خان هم له واک لرې کړی و.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې