د ننګرهار ولایت په سره رود او بهسودو ولسوالیو کې ملګرو ملتونو کابو یو زرو اته سوه او نوي کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته کړې ده.
له دې سره، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې له ۲۵۸ کورنیو څخه هر یوه ته د کورډ اېډ موسسې لهخوا ۳۲ زره او په خوست ولایت کې له یوولسو کورنیو څخه هرې کورنۍ ته د انساني مرستو د همغږۍ مرستندویه موسسې لهخوا ۲۲ زره او شپږ سوه افغانۍ ورکړل شوې دي.
د دغو مرستو د لړۍ په دوام بیا په لغمان ولایت کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ ۲۰۶ کورنیو ته د سولرونو مرسته وشوه.
دغه مرستې له یاد شمېر کسانو سره په داسې حال کې کېږي، چې د خوړو د نړۍوال پروګرام په ګډون ډېر شمېر مرستندویه ادارې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي او دوی په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری هم ورکړی.