تورخم کې پر تګ راتګ بندیز او سپین بولدک ـ چمن کې له افغان مساپرو سره زور زیاتی

په تورخم دروازه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر نښتې وروسته نن پنج شنبه د (وږي ۲۳مه) نهمه ورځ ده، چې لا هم دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. بل خوا د سپین بولدک ـ چمن پر لاره له افغان مساپرو سره د ناوړه چلند خبرونه هم تر غوږو کېږي.

ځايي خلک وايي، د تورخم له تړل کېدو وروسته د سپین بولدک ـ چمن لارې ټرانزیټ ډېر شوی؛ خو هم‌مهاله ستونزې هم ورسره زیاتې شوې دي.
د عمصت الله په نوم یو موټر چلوونکي د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالله همیم ته وویل: «د تورخم له تړل کېدو وروسته د سپین بولدک پر لاره د پلیو مساپرو او بار وړونکو موټرو تګ راتګ خورا ډېر شوی؛ خو د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته یو بار وړونکی موټر له سپین بولدکه چمن ته تېریږي او له هغه ځایه بیا تر اسلام اباد او لاهوره د افغان سوداګرو د مالونو رسول بیا یو بل سر خوږی دی.»
هدارنګه افغان سوداګر وايي، هغه تازه میوې چې د سپین بولدک ـ چمن له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي د تورخم لارې پرتله یې ګټه ډېره کمه وي.

د دوی په خبره تورخم د پاکستان پلازمېنې ته نږدې دی او تازه میوې په اسانۍ د پاکستان تر لویو ښارونو رسول کېدای شي.
بله خوا ګڼ افغان مساپر چې د سپین بولدک ـ چمن له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي د انساني قاچاق کوونکو او پاکستاني پوځیانو د ناوړه چلند په اړه سخت شکایت کوي.
د زابل اوسېدونکی شریف الله وايي:«ماشومه لور مې ناروغه وه، ډاکټرانو راته وویل د درملنې لپاره باید د پاکستان کوئټې ښار ته ولاړ شم؛ خو د سپین بولدک پر دروازه انساني قاچاق کوونکي چې د پاکستاني امنیتي کسانو سره ملګرتیا لري د ډیورنډ کرښې څخه د پاکستان لورې ته د اوښتو لپاره د هر کس پر سر د لسو څخه تر پنځلس زره پاکستانۍ کالداري اخلي.»
د سپین بولدک ـ چمن پر لاره یوازې د کندهار ولایت تذکره لرونکي او د چمن ښار شناختي کارډ لرونکي کسان په ازاد ډول تګ راتګ کولای شي.
په سپین بولدک ـ چمن کې د ډیورنډ کرښې دواړو لوريو ته مېشت وګړي د افغانستان او پاکستان له واکمنانو غوښتنه کوي، چې خپلې سیاسي کشالې د خبرو له لارې حل کړي، ځکه د دوی په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي ترینګلتیا د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو وګړو او افغان سوداګرو پر کاروبار خورا منفي اغیزې پرې ایستې دي.