• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو نړۍوال سازمان: افغانستان ته د شړل شویو افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د کډوالو نړۍواله اداره له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د کډوالو نړۍوال سازمان له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په غبرګون ویلي، په افغانستان کې د دغو کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه کډوال د بې‌کورۍ سربېره په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له ستونزو سره هم مخامخ دي.

ویل کېږي، چې یوازې د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې څه د پاسه ۵۰ زره افغان کډوال راستانه کړای شوي چې پر دغو کډوالو نغدې پیسې، خوراکي توکي او د کور اړین توکي وېشل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم اعلان کړى، چې يوازې تېره اونۍ له ايران او پاکستانه شاوخوا دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان په داسې حال کې د دغو کډوالو د وضعيت په اړه خپله اندېښنه څرګندوي، چې مرستندويه سازمانونو په وار، وار افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړمنو کسانو د شمېر د زياتوالي او هغو ته د مرستو رسولو لپاره د بودجې د کمښت خبردارى ورکړى دى.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د کډوالۍ کچه لوړه شوې او یو شمېر ځوانان ان د سرونو په بیه هم اروپا ته په ناقانونه لارو د تګ تکل کوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې له شته ننګونو سره سره، د سیمې یو شمېر هېوادونه هم د افغان کډوالو د نیولو او له خپل هېواده یې په ایستلو او شړلو لاس پورې کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې