د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې

د ۲۰۲۶کال د نړۍوالې خوښۍ د راپور له مخې، افغانستان د ارزول شویو ۱۴۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري. د افغانستان وروستی ځای ښيي، چې د افغانانو د ژوند د ارزونې نمره تر ټولو ټیټه وه.

د ۲۰۲۶کال د نړۍوالې خوښۍ د راپور له مخې، افغانستان د ارزول شویو ۱۴۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري. د افغانستان وروستی ځای ښيي، چې د افغانانو د ژوند د ارزونې نمره تر ټولو ټیټه وه.
خو د ستونزو او نهیلۍ ترڅنګ ځینې لاهم هیلهمن دي؛ خپله خاندي او د نورو د خندولو هڅه هم کوي. په کابل کې دوې وړې خویندې مریم او صدف د انسټاګرام کړکۍ د خلکو تر کورونو رسوي. دوی د کور او ښوونځي له جالبو شېبو لنډې طنزي ویډیوګانې جوړوي او هڅه کوي لیدونکي خوشحاله کړي.
مریم او صدف په هزارهګۍ لهجه د ورځني ژوند کیسې د «دختران ساسان» په پاڼه کې تمثیلوي. کور یې سټوډیو ده؛ مور یې لارښوونه کوي، پلار یې ویډیوګانې تنظیموي او د کابل شین لمر یې رڼا ده. په همدې ساده چاپېریال کې د کورنۍ عادي شېبې په کوچنیو تمثیلي صحنو بدلېږي.
کله د مور رول لوبوي؛ د ګردې غاړې کمیس اغوندي او د ستړي ژوند له سختیو ستړې، ژر غوسه کېدونکې او بېحوصلې مور انځوروي.
کله بیا د پلار په رول کې پټکی تړي، پر توشک کېني، بالښت ته ډډه وهي، د شین چای پیاله په لاس کې نیسي، پر مخ برېتونه رسموي او د کورنۍ غړو ته امرونه کوي. د مور، پلار، خور او ورور خبرې، د ښوونځي خاطرې او د کورنۍ وړې شخړې د دوی د طنز سوژې دي.
دغه صحنې مشرانو ته د ماشومتوب خاطرې ورژوندۍ کوي او ځوانان پهکې د خپل ژوند یوه برخه ویني.
د دوی په وروستۍ ویډیو کې د کابل د برېښنا پرې کېدل په طنزي بڼه انځور شوي. دې ویډیو ډېر خلک خندولي او د پاکستان، امریکا، ایران او نورو هېوادونو لیدونکو هم پرې تبصرې کړې دي. د لیدونکو غبرګون ښيي، چې د دوی طنزونه له کابل هاخوا هم مخاطبان موندلي دي.
زه له دوو کلونو راهیسې د دې وړو با استعدادو خویندو ویډیوګانې تعقیبوم. د مریم او صدف شوخي او خپلمنځي جنجالونه ماته د خپلې خور او د مور د کور یاد تازه کوي او سخته مې خندوي.
مریم او صدف افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د ویډیو جوړولو فعالیت ته یې ورتګ تصادفي و. یوه ورځ په کور کې وې، یو بل ته یې سینګار وکړ او په شوخۍ کې یې په موبایل ویډیو ثبت کړه. کله چې یې ویډیو خپلې مور ته وښوده، هغې ورته اجازه ورکړه چې د انسټاګرام پاڼه جوړه او فعالیت پیل کړي.
دوی وايي، د ویډیوګانو موضوعات د خلکو له ورځني ژوند څخه ځکه ټاکي چې دغه ډول کیسې ډېر لیدونکي جذبوي. د دوی د انسټاګرام پاڼه نږدې ۴۳زره څارونکي لري او د ودې په حال کې ده.
پخوا هر چا ته د خپلې وړتیا د ښودلو او د تلویزیون پر پرده د راڅرګندېدو زمینه په اسانۍ نه برابرېده؛ خو ټولنیزو پلاتفورمونو د استعداد د وړاندې کولو او پراخو مخاطبانو ته د رسېدو نوې لارې پرانیستې دي. د انسټاګرام ریلز جوړوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ویډیوګانې یې هغو خلکو ته هم ورسېږي چې پاڼه یې نه څاري.
د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې مریم او صدف وايي، چې په راتلونکې کې غواړي نوموتې کامیډینې شي، پر لویو سټېجونو راڅرګندې شي، د کامیډۍ په برخه کې خپل نوم جوړ کړي او له خپل هنري فعالیت څخه عاید ترلاسه کړي.
د خواله له ساده ویډیوګانو نړيوال شهرت ته د رسېدو بېلګې هم شته. خابي لام د دندې له لاسه ورکولو وروسته په خپله خونه کې د ویډیوګانو ثبتول پیل کړل او په ټکټاک کې د طنزي ویډیوګانو له لارې مشهور شو. فوربز د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د هغه عاید ۱۶.۵ مېلیونه ډالر اټکل کړی.
لېلي سېنګ هم په ۲۰۱۰کال کې په خپله خونه کې د یوټیوب لپاره د ویډیوګانو جوړول پیل کړي؛ فوربز د ۲۰۱۷کال د هغې عاید ۱۰.۵ مېلیونه ډالر اټکل کړی و. د دوی تجربې ښيي، چې ساده ویډیو هم پراخو مخاطبانو ته رسېدای شي.
د مریم او صدف د دې لارې دوام د دوی د هڅې ترڅنګ د لیدونکو ملاتړ هم غواړي. دوی هیله لري، چې هنري فعالیتونه یې پراخ شي او د لا ډېرو افغانانو پر شونډو موسکا راولي.
Tweet unavailable