د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر وایي، کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې طالبان او روسیه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو «بینالحکومتي» سند لاسلیکوي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي.
نوموړي د روسیې ریانووستي ورځپاڼې ته ویلي، چې «د روسیې فدراسیون د حکومت او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو هوکړهلیک د لاسلیک لپاره چمتو کېږي. تمه ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي».
د حبیب الله په وینا، په دې هوکړه کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري شامله وي. همداراز به لوژستیک، پانګونه او د سوداګریزو ویزو اسانتیاوې هم رانغاړي.
د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په وینا، طالبانو د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره نوې تګلاره تصویب کړې او داسې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې له مخې به یې د بهرنیو شرکتونو لپاره د دغه هېواد بازار ته ننوتل اسانه شي.
تر دې مخکې په کابل کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یوه کاري غونډه هم جوړه شوې وه. دا غونډه د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ او د روسیې د سوداګریز مرکز د استازو په ګډون شوې وه.
په غونډه کې د روسیې پر پانګونو، ګډو پروژو او د سوداګرۍ، انرژۍ، کانونو، ترانسپورټ، کرنې او روغتیا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې وې. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د یوه سند پر وروستي کولو او د ګډ اقتصادي کمېسیون د پرېکړو پر عملي کولو بحث شوی و. د دغه کمېسیون لومړنۍ غونډه د ۲۰۲۶ کال د کازان په اقتصادي فورم کې شوې وه.
ټاکل شوې ده د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د نومبر په ۱۲مه کابل ته سفر وکړي. تمه ده د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د همکاریو د سند پر وروستي کولو خبرې وشي.
د اوورچوک سفر داسې مهال کېږي چې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر په ۱۰مه کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي وو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سوداګرۍ پر پراختیا او د اقتصادي فرصتونو پر کارولو خبرې شوې وې.
