سي بي سي: کاناډا ۲۵ کاله وروسته هم د افغان جګړې په اړه له پوښتنو سره مخ ده

د کاناډا دولتي شبکې سي بي سي په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان جګړې له پیلېدو ۲۵ کاله وروسته هم کاناډا نه ده توانېدلې چې د دې جګړې په اړه روښانه ملي دریځ ولري او یا یې د پایلو په اړه پراخ ملي بحث وکړي.
د راپور له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې له ۴۰ زرو ډېر کاناډايي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو. په دې موده کې ۱۵۸ کاناډايي سرتېري ووژل شول، نږدې دوه زره نور ټپیان شول او لسګونه زره نورو په پوځي ماموریتونو کې برخه واخیسته.
خو راپور وایي، د کاناډا حکومت لا هم د افغانستان ماموریت په رسمي ډول «جګړه» نه بولي. د کاناډا د قوانینو له مخې، په افغانستان کې پوځي خدمت اوس هم د «ځانګړې دندې سیمې» په نوم یادېږي.
د راپور له مخې، د کاناډا د دفاع وزیر ډیویډ مکګینټي او د پخوانیو سرتېرو چارو وزیرې جیل مکنایټ په دې وروستیو کې اعلان کړی چې یوه قانوني طرحه، چې د افغانستان او لومړۍ خلیجي جګړې خدمتونه د جګړې د خدمتونو په توګه پېژني، تر عامه سلا مشورو لاندې نیول کېږي.
د افغانستان د جګړې یو پخوانی قوماندان ډګروال مارک ګاسپاروټو ویلي، چې د افغانستان ماموریت د هر معیار له مخې جګړه وه او اوسنی تعریف د هغو واقعیتونو استازیتوب نه شي کولی چې سرتېرو په میدان کې تجربه کړي دي.
راپور د بروس مونکور په نوم د یوه کاناډايي سرتېري کیسه هم رااخلي، چې د «مېدوسا» عملیاتو پر مهال د امریکا د یوې جنګي الوتکې په تېروتونکي برید کې سخت ټپي شوی و او د دماغ جدي زیان یې لیدلی و.
بل پخوانی سرتېری مټ سناډن وايي، د افغانستان جګړې اغېزې لا هم د هغو کسانو په ژوند کې موجودې دي چې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.
د هغه په وینا، کاناډا یوازې د جګړې ټپیان نه دي پرې اېښي، بلکې د دې جګړې یادونه او حافظه یې هم تر ډېره د هماغو سرتېرو پر اوږو ور اچولې ده.
راپور وایي، سږ کال د افغانستان جګړې له مهمو کلیزو سره برابر و؛ ۲۵ کاله مخکې کاناډايي ځواکونه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته افغانستان ته داخل شول، د لویو جګړهییزو عملیاتو ۲۰ کاله پوره شول، د «مېدوسا» عملیاتو شلمه کلیزه وه او پنځه کاله وشول چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
خو د راپور په وینا، د دغو کلیزو د نمانځلو یا یادولو لپاره په اوتاوا کې کومه پراخه ملي غونډه یا رسمي پروګرام ونه لیدل شو.
د کاناډا د شاهي پوځي کالج استاد او تاریخپوه شان مالوني ویلي، د کاناډا اولس په عمومي ډول د جګړو په اړه خبرې کول نه خوښوي، خو د افغانستان جګړه ورته لا حساسه موضوع ده.
هغه پوښتنه کړې: «ولې موږ د افغانستان د جګړې په اړه له خبرو ډډه کوو؟ له څه شي شرمېږو؟»
د کاناډا د دفاع پخواني لوی درستیز وین ایر ویلي، ښايي د دې چوپتیا یو لامل دا وي چې جګړه په داسې پای ته ورسېده چې طالبان بېرته واک ته ورغلل.
راپور وايي، د خپلو یو شمېر متحدانو برعکس، کاناډا هېڅکله د افغانستان د ماموریت په اړه ټولیزه ملي ارزونه نه ده کړې؛ داسې ارزونه چې په کې سیاسي پرېکړې، پوځي ستراتیژي، مالي لګښتونه او د جګړې پایلې وڅېړل شي.
پخوانۍ کاناډایۍ ډیپلوماټې پام ایسفیلډ، چې په افغانستان کې یې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې، ویلي د افغانستان جګړه د کاناډا د معاصر تاریخ مهمه برخه ده، خو بیا هم ډېر خلک نه غواړي د هغې په اړه خبرې وکړي.
